حسين اندرياس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حسين اندرياس د تلويزوني خپرونې د وړاندې کولو په حال کې

حسين اندرياس (۲۳ د جون، ۱۹۶۵ ز.) (په انگرېزي: Hussain Andaryas) يو عيسوی امريکايی تبليغی دی چې په گڼ شمېر انټرنټي، راډيويي او تلويزوني رسنيو کې د افغانانو لپاره د عيسويت تبليغ کوي.

مخينه

حسين اندرياس د انجيل د کتاب سره

د حسين اندرياس د وېبلاگ له مخې هغه د هند په بمبي ښار کې په يوه شيعه کورنۍ کې زېږېدلی بيا په کابل افغانستان کې لوی شوی. د هغه مور او پلار د جاغوري دي او وروسته له دې چې ۹ کاله يې د اسلام او عيسويت دين کې پرتليزه زده کړه وکړه نو پرېکړه يې وکړه چې عيسوی شي چې اوس يې مذهبي عقيده عيسويت دی.

حسين اندرياس په ۳۲ وېبپاڼو کې په پارسي، پښتو او نگرېزي ژبه د عيسوي دين تبليغ کوي او د تبليغ اهمه موخه يې په افغانانو کې د عيسويت دين د مروجول دي، او هغه افغانان چې له پخوا نه دې دين ته اوښتي د هغوی ملاتړ کول دي. هغه په افغانستان کې هره ورځ يوه راډيويي خپرونه لري. هغه په هره اونۍ کې د ۹۰ دقيقو لپاره يو تلويزوني خپرونه هم لري چې د امريکا نه خپرېږي، همداراز د هغه همکار نور آغا لوگری دی[۱] چې د هغه سره يو ځای خپرونه پر مخ وړي.

د اندرياس وېبپاڼه په انټرنټ کې د فارسي ژبې لومړنۍ وېبپاڼه وه چې د ټرايپاډ.کام د وړيا وېبپاڼو د خدماتو لخوا په ۱۹۹۶ ز. کې جوړه شوې وه. په ۱۹۹۷ ز. کې کله چې هغه د هند په ډيلي ښار کې اوسېده، نو د وطندار په نامه يې يو انټرنټي شپول وپېره او د افغان عيسويانو لپاره يې لومړنۍ وېبپاڼه جوړه کړه. هغه لومړنی کس و چې په نړېوالو رسنيو کې د عبدالرحمن قضيه راپورته کړه او د هغه نه يې ننگه وکړه. نړېوالو رسنيو هم د افغان حکومت د هغه پرېکړې چې عبدالرحمن يې د مرگ په سزا په دې خاطر محکوم کړی و چې هغه له اسلام نه عيسويت ته اوښتی و، گامونه پورته کړل چې په نتيجه کې يې عبدالرحمن خوشې شو [۲] او په اېټاليا کې ورته پناه ورکړل شوه.

اندرياس د افغان ورځپاڼې افغان ټايمز ايډيټر هم دی. هغه د امريکا د متحده ايالاتو په ټېنېسي ايالت کې اوسېږي. د هغه يوه بله ورځپاڼه د افغان عيسويانو خبري شبکې په نامه يادېږي چې د افغانستان د هره ورځې خبرونو سره سره د هغو افغان عيسويانو په اړه چې د افغانستان نه دباندې اوسېږي هم مالومات خپروي.

سرچينې

  1. افغان تلويزون - د مسيح غږ
  2. "د عبدالرحمن په اړه خبرونه". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جون ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

باندنۍ تړنې