حسن رحماني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملا حسن رحماني یو طالب چارواکی و چې د طالبانو واکمنۍ کې د کندهار والي او سویلي زون تنظیمه رییس پاتی شوی و. تاند- وسله والو طالبانو د خپل یوه مشر ملا حسن رحماني مړینه تایید کړه، ویې ویل چې نوموړی د سرطان په ناروغۍ اخته و. ملا حسن رحماني د طالبانو د کوټې شورا یا د طالبانو د رهبري شورا غړی و او د ملا اختر محمد منصور له مشرتابه سره یې مخالفت کړی و. ده د تېر کال د جولای په میاشت کې د ملا عمر د مړینې د خبر له تاییدېدو او پر ځای یې د ملا اختر محمد منصور له ټاکل کېدو وروسته د ملا محمد رسول اخوند ملاتړ وکړ او ملا منصور یې د ملا عمر د مړینې په پټولو تورن کړ. ملا حسن رحماني د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کندهار والي او د جنوبي زون تنظیمه ريیس و او د طالبانو د تحریک مشر ملا محمد عمر اخوند ته نژدې کس بلل کېده. رحماني د ۲۰۰۱ په پای کې د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته د طالبانو د نورو مشرانو په شان کوټې ته پناه یووړه او تر پایه همالته واوسېد.

کراچۍ کې مرموزه مړینه[سمول]

طالبان وايي چې ملا محمد حسن رحماني تېره شپه د سرطان ناروغۍ له کبله سا ورکړه، مگر بل ځای د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ویلي چې ملا حسن رحماني د کراچۍ په یوه روغتون کې بستري و. ځینې استخباراتي رپوټونه بیا وایي چې د پاکستان استخباراتي اداری (آی ایس آی) د تېر په څېر خپل پراکسي وار لپاره گومارلي جگړه مار په همداسې مرموزه توگه وژني لکه څنگه چې یې د مجاهدینو قومندانان په مرموزه توگه وژل. د حسن رحماني وژنه په روغتون کې د هماغو پخوانیو لړیو یوه کړۍ گڼل کېدای شي.

دا هم ووینئ[سمول]

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]