منځپانگې ته ورتلل

جېن باپټېست لامارک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جېن باپټېست لامارک
جېن باپټېست لامارک
جېن باپټېست لامارک

د شخص مالومات
زېږون نوم [[language|]]: Jean-Baptiste Pierre Antoine de Monet de Lamarck  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۱ اگست ۱۷۴۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 18 ډېسمبر 1829 (85 کاله)[۱][۲][۴][۵][۶][۹][۸]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
پاريس   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان) ،  پوهنغونډ لیکونکي ،  ليکوال [۱۰]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه [۱]،  فرانسوي ژبه [۱۱]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه ژوپوهنه ،  بوټپوهنه ،  ځمکپېژندنه ،  هواپوهنه ،  ژونپوهنه [۱۲]،  تکاملي بيولوژي [۱۲]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
مقام بريدمن [۱۳]  ويکيډاټا کې (P410) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې اووه کلنه جګړه [۱۳]  ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
جېن باپټېست لامارک
جېن باپټېست لامارک

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

جېن باپټېست پير انتیون ډي مونه(Jean-Baptiste Pierre Antoine de Monet) یا چېوېلیر ډي لا مارک (chevalier de Lamarck) چې د ۱۷۴۴ د اګېست په لومړۍ زېږدلی او د ۱۸۲۹ د ډېسمبر په ۱۸ وفات شوی.  ډېر کله په ساده ژبه دفرانسوي لامارک په نوم یاديږي. یو فرانوسوی طبیعت پوه وه.  هغه یو سرتېری، طبیعت پوه او اکادمیک کس و ، هغه د دې نظریې لومړی وړاندې کوونکی وچې بیولوژیکي تکامل/بشپړتیا د طبیعت له قوانینو سره سم مخته ځي. [۱۴][۱۵]

لارمارک له ۱۷۵۷ څخه د ۱۷۶۲ کالونو تر منځ د پومېرانیا (Pomeranian) جګړه کې د پروس (Prussia) خلاف وجنګېد او د جنګ په میدان کې یې د مېړانې په وجه د دویم بریدمن درجه ورکړل شوه،لامارک چې کله موناکو(Monaco) ته ولېږل شو له طبعي تاریخ سره یې علاقه پیدا کړه او پرېکړه يې وکړه چې په روغتيايي علومو کې زده‌کړې وکړي. هغه په ۱۷۶۶ کال کې تر ټپي کېدو وروسته له دفاعيي ځواک څخه تقاعد کړل شواو بېرته یې د طب په څانګه کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړ، لامارک د بوټو له پېژندلو سره ځانګړې علاقه پیدا کړه او روسته يې په ۱۷۷۸ کال کې  د فلور فرانسواسز (Flore françoise) په نوم  درې جلده اثر خپور کړ او په ۱۷۷۹ کال کې يې د فرانسې د علومو اکادمۍ غړیتوب ترلاسه کړ. لامارک د پاریس د نباتاتو په باغ (Jardin des Plantes) کې ګډون وکړ او ۱۷۸۸ کال کې د بوټو پېژندنې یا نباتاتو رییس وټاکل شو،کله چې د فرانسې ملي اسامبلې په ۱۷۹۳ کال کې د فرانسې ملي موزیم تاسیس کړ لامارک د زولوژي (ژويو پېژندنې)پروفیسور شو. [۱۶][۱۷]

په ۱۸۰۱ کال کې یې د غیر فقاریه حیواناتو د طبقه‌بندۍ سیستم(animaux sans vertèbres) خپور کړ،چې د غیر فقاریه حیواناتو د طبقه‌بندۍ په برخه کې لوی ګام و،ویل کېږي چې دا اصطلاح هم ده رامنځته کړې. په ۱۸۰۲ کال کې دی لومړنی کس و چې د طبیعت پوهنې کلیمه یې له اوسني مفهوم سره په یوه مقاله کې وکاروله. لامارک د یوې باوريسرچينې/ مرجعې په توګه د غیر فقاریه حیواناتو د پېژندنې په اړه خپل کار ته دوام ورکړ. هغه لږترلږه په مالاکولوژي (بحري ژوي تر مطالعې لاندې نیسي) کې د پام‌وړ جوړښتونو د طبقه پېژندونکي په توګه یاد شوی.  [۱۸]

مدرنه دوره لامارک عموماً د وراثت د اکتسابي  ځانکړنو د تیوري په وجه په یاد لري چې د لامارکیسم (Lamarckism ) په نوم یادېده البته دا نوم د هغه تر مړینې وروسته پرې کېښودل شو، همداراز د نرم وراثت او د کار اخیستلو/نه اخیستلو د تیوري په نوم هم ياديږي، چې هغه په ۱۸۰۹ کې په فیلاسوفي زولوژیک (Philosophie Zoologique ) کې تشريح کړې ده. که څه هم د نرم وراثت نظریه له مودو راهیسې له لامارک څخه د مخه شته وه، خو یوازې د دلامارک د تکامل نظریې یوه کوچنۍ برخه جوړوي، چې د هغه په وخت کې ډېری تاریخ پوهانومنلې ده، د تکامل په نظریه کې د لامارک ګډون دبیولوژیکي تکامل لومړنۍ منسجمه نظریه وه، چې په هغه کې  یو پېچلی کيمياوي ځواک ټول ژوندي موجودات د پېچلتیا له سطحې څخه لوړ کړل او د هغوي دويمه ارتباطي ځانګړنه یې د ځانګړنو د نه کارولو  او کارولو نظریې څخه په کاراخیستلو سره  د ځايي چاپېریال  سره جوړه کړه، چې له ټولو نورو موجوداتو څخه یې دوی جلا کول.پوهانو په دې اړه بحث کړی چې ايا د نسلونو تر منځ د اپي جنتیک (epigenetic) پرمختګ معنا لري که نه؟چې لامارک تر یو ځایه سم و یا نه.  [۱۹][۲۰]سکريپټ تېروتنه: "sfnltr" چاره شتون نه لري.سکريپټ تېروتنه: "sfnltr" چاره شتون نه لري.

ژوند لیک

[سمول]

جان باپټېست لامارک د فرانسې په شمال کې د بازتن پيکارډي (Bazentin, Picardy ) په سیمه کې زېږېدلی، هغه په یوه بې‌وزله کاتولیکه اشرافي کورنۍ کې د یوولسم ماشوم په توګه نړۍ ته راغلی، د لامارک کورنۍ نارینه غړو په دوديز ډول د فرانسې په دفاعي ځواک کې دنده کوله. مشر ورور یې د برګن اپ زوم (Bergen op Zoom) په محاصره کې ووژل شو، د لامارک دوه نورو وروڼه هم د ډېرې تنکۍ ځوانۍ څخه په خدمت کې شامل وو،لامارک د ۱۷۵۰ لسیزې په وروستيو کې د خپل پلار په غوښتنه د امیین (Amiens) په نوم د عیسویانو په یوه پوهنتون کې ځان شامل کړ.  [۲۱]

په ۱۷۶۰ کال کې يې د پلار تر مړينې وروسته لامارک ځان ته یو اس واخیست چې د فرانسې په ټولو برخو کې پرې وګرځي او بلاخره په المان کې د فرانسي پوځ ته ځان ورسوي. لامارک له پروس سره د پومرانيا د جنګ په میدان کې له ځان څخه ښه فزیکي وړتیا او مېړانه وښوده، ان د دویم بریدمن په توګه نوماند شو. د لامارک د ډلې غړي د دوښمن د توپ‌خونې تر مستقیم اور لاندې وو، چې په چټکۍ سره يې شمېره ۱۴ کسانو ته راټيټه شوه، پرته له دې چې کوم مشر ولري. یو سړي غږ وکړ چې کمزوری ۱۷ کلن داوطلب ځوان باید قومنداني پر غاړه واخلي او له میدان څخه د شاتګ امر وکړي. لامارک که څه هم فرمان قبول کړ، ټینګار یې وکړ چې تر پوره ارامتیا باید په‌خپلو ځایونو کې پاتې شي.[۲۱]

کله چې د دوی ډګروال د دوی د ډلې پاتې کسانو ته راورسېد،د لامارک دې مېړانې او وفادارۍ دومره اغېزمن کړ چې همالته یې ځا په ځای د افسرۍ ترفېع ورکړه. په هر حال کله چې د هغه ملګري د ټوکو په روال د هغه سر راپورته کړ، د غاړې د لمفاوي غدو په برخه کې يې التهاب پیدا شو او د درملنې لپاره پاریس ته ولېږل شو. هغه ته ماموریت ورکړل شو او په خپل موقف کې په موناکو کې مېشت شو.هلته د (Traité des plantes usuelles) په نوم د نباتاټوله یو کتاب سره چې د جېمز فرانسېس اثر و مخامخ شو.

لامارک له ډېر لږ تفاعد سره چې یوازې ۴۰۰ فرانک و، پرېکړه وکړه چې یو مسلک وڅاري.هغه د طبي علومو په څانګه کې د زدکړو لپاره هڅه وکړه او د یو بانک په دفتر کې يې له کار کولو سره خپل لګښتونه تأمینول. [۲۱]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb120006510 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Jean-Baptiste-Lamarck — سکالو پېژند: Jean-Baptiste Lamarck — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w63j3gp5 — سکالو پېژند: Jean-Baptiste Lamarck — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/lamarck-jean-baptiste-antoine-pierre — سکالو پېژند: Jean-Baptiste Antoine Pierre Lamarck
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0036372.xml — سکالو پېژند: cavaller de Lamarck — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=demonetj — سکالو پېژند: Jean-Baptiste De Lamarck
  7. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3419 — سکالو پېژند: Jean-Baptiste Lamarck — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ سکالو پېژند: Jean Baptiste de Monet de Lamarck — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=9376 — خپروونکی: Bibliothèque interuniversitaire de Santé
  9. CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=117422 — سکالو پېژند: Jean-Baptiste Pierre Antoine de Monet Lamarck — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bruno Delmas او Rémi Mathis — سرليک: La France savante
  10. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  11. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/158577507
  12. NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=nlk20010100974 — خپرېدونېټه: ۳۱ می ۲۰۲۵
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ليکوال: Louis Gabriel Michaud — سرليک: Biographie universelle ancienne et moderne او Biographie universelle, ancienne et moderne — ورځپاڼه: 23
  14. "Lamarck". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  15. "Jean-Baptiste Lamarck | Biography, Theory of Evolution & Facts". Encyclopaedia Britannica. July 20, 1998. بياځلي په April 2, 2021.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  16. Damkaer (2002), p. 117.
  17. Packard (1901), p. 15.
  18. Coleman (1977), pp. 1–2.
  19. Jurmain et al. (2011), pp. 27–39.
  20. Gould (2002), p. 187.
  21. ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ ۲۱٫۲ Packard (1901), p. 15.