Jump to content

جېمز لولاک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جېمز لولاک
جېمز لولاک

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت برېتانيا [۳]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   ويکيډاټا کې (P512) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه طبي څېړنه ،  ځمکپوهنې ،  د راتلونکي څېړنې [۴]،  طبیعي چاپېریال [۴]،  چاپېريال پالنه [۴]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

جېمز اېفرم لولاک (د نجابت د ملګري نښان، د برتانیا د سترواکۍ د فرمان د قوماندان نښان او د شاهي ټولنې همکار نښان لرونکی) (زوکړه: د ۱۹۱۹ ز کال جولای ۲۶، مړینه: د ۲۰۲۲ ز کال جولای ۲۶) یو برټانوی خپلواک ساینس پوه، چاپېریال پوه او د راتلونکې څېړونکی و. هغه د ګایا فرضیې په وړاندې کولو سره  چې ځمکه د خپل ځان تنظیم کوونکي سېسټم په توګه انګېري، خورا نامتو شو. [۵]

لولاک په طب کې دکتورا درلوده او خپل مسلک یې په داړونکو (ژوونکو) ژوو باندې د کرایوپرېزروېشن (د سړولو له لارې ساتنه) تجربې پیل کړې، چې په بریالیتوب سره یې د کنګل شوو نمونو وېلې کول هم ترسره کړل. د کریونیکس (د انسانانو ساړه ساتنې) نظریو اړوند د هغه کړنلارې خورا اغیزمنې او د اهمیت وړ وې. هغه د الکترون د جذب ښکارندویه یا ECD وسیله اختراع کړه او د هغې په کارولو سره لومړی کس و چې په اتموسفیر کې یې د کلوروفلوروکاربن (CFC) مالیکولونو پراخ شتون کشف کړ. هغه د ناسا لپاره د ساینسي وسایلو ډیزاین کولو پرمهال د ګایا فرضیه را منځ ته کړه.

هغه د ۲۰۰۰مې زېږدیزې لسیزې په اوږدو کې د اقلیم انجینرۍ یوه کړنلاره وړاندیز کړه چې له مخې یې د کاربن ډای اکسایډ مصرفوونکې اوبړۍ ګانې (الجي) بیا را منځته کولې. هغه د اټومي انرژۍ لپاره د چاپېریال پوهانو یو په زغرده ویونکی غړی و او ټینګار یې کاوه چې د فوسیلي سون توکو ګټې د اټومي انرژۍ سره د مخالفت تر شا دي او وېیل یې چې د کاربن ډای اکسایډ اغیزې او د شنو خونو اغیزې د نړیوالې تودوخې (اقلیمي بدلون) له امله چاپېریال ته خورا زیان رسوي. هغه د چاپېریالي علومو ګڼ شمېر کتابونه د ګایا فرضیې پر بنسټ (د ۱۹۷۰ ز کال لسیزې له وروستیو کلونو را په دې خوا)  لیکلي دي.[۶]

هغو د څو لسیزو لپاره د MI5 یا د برتانوي استخباراتو ادارې سره هم دنده ترسره کړه. براین اپلیارډ چې په سنډې ټایمز کې لیکني کوي، نوموړی د " جېمز بانډ په فلمونو کې د Q (افسانوي مهم کس)" په توګه بیان کړی دی.[۷][۸]

د ژوند لومړني وختونه او زده کړې

[سمول]

جېمز لولاک په لېچوُرت ګارډن ښار کې زیږېدلی و چې پلار یې ټام آرتور لولاک او مور یې  نېلي د پلار دویمه مېرمن وه. د هغه مور نېل په بېرمنډسي کې زيږېدلې وه او د ژبې زده کړې ښوونځي ته یې بورسیه ترلاسه کړه مګر و نه شو کولای چې دا زده کړې تر سره کړي او په دیارلس کلنۍ یې د اچارو په یوه فابریکه کې کار پیل کړ. هغه د لولاک لخوا د یوې سوسیالیستې او د ښځو د رایې ورکولو حقونو د طرفدارې په توګه بیان شوې چې د واکسینو ضد وه او لولاک یې نه پرېښود تر څو په ماشومتوب کې د چیچک ناروغۍ واکسین وکړي. د هغه پلار ټام د برکشایر په فاولي سیمه کې زیږېدلی و، په ځوانۍ کې یې د غیرقانوني ښکار له امله شپږ میاشتې سخت کار ته اړ کړای شوی و او په تخنیکي ښوونتون (کالج) کې د زده کړې تر وخته نالوستی و چې وروسته یې د کتاب پلورنځی درلود. لولاک د یوه کوېکر (پروتستانت مذهبي ډله) په توګه روزل شوی و او داسې یوه عقیده ورکړل شوې وه چې "خدای په کائناتو کې د یو پټ او ناپېژندل شوي زوړ او نېک کس په خلاف، د انسان د ننه یو کوچینی او ارامه غږ دی" چې هغه فکر کاوه چې د مخترعانو لپاره د فکر کولو یوه ګټوره لاره وه  مګر په پای کې هغه یو بې دینه کس وګرځېد. د هغه کورنۍ لندن ته ولاړه چې د ده په وینا له چارواکو څخه د ده ناخوښۍ له مخې، د لندن په سویل کې د تُلس هېل سیمه کې د سټرنډ ښوونځي یو ناخوښه زده کوونکی شو. لولاک په لومړي سر کې د پوهنتون زده کړو لپاره مالي وړتیا نه درلوده چې د ده په باور دا هغه څه وو چې د ده ډېر مسلکي کېدو لپاره خنډ شو او د ګایا تیورۍ را منځ ته کېدلو کې یې مرسته وکړه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

مسلک

[سمول]

د ښوونځي پرېښودو نه وروسته لولاک د عکاسۍ په یوه شرکت کې کار کاوه او د ماښامه د بِرک بېک ښوونتون (کالج) کې شامل شو چې وروسته بیا په مانچسټر پوهنتون کې د کېمیا زده کړې ته ومنل شو او هلته د نوبل جایزې د ګټونکي پروفیسور الکسانډر ټاډ زده کوونکی شو. لولاک مخکې له دې چې د خپل پروفیسور لخوا د طبي څیړنې شورا څوکۍ ته وړاندیز شي چې د سرتیرو له سوځیدو څخه د ساتنې په لارو چارو یې کار کاوه د یوه کوېکر (پروتستانت مذهبي کس) په کرونده کې کار کاوه. لولاک په خپلو تجربو کې د خرېیل شوو او بې حسه شوو سویګانو چې د سوځیدلو قربانیانو په توګه ترې ګټه پورته کېده کارولو څخه انکار وکړ او پر ځای یې خپل پوستکی د تودوخې وړانګو ته ونیوه چې دی یې  د "ډېرې دردناکې" تجربې په توګه یادوي. د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال هغه محصل و نو د عسکرۍ خدمت یې د لنډ وخت لپاره وځنډول شو مګر وروسته هغه د عسکرۍ خدمت پر وړاندې د یو اعتراض کوونکي په توګه ځان ښکاره کړ. د نازیانو د ظلمونو په ليدو سره هغه د عسکرۍ خدمت پر وړاندې خپل دريځ پرېښود او هڅه یې وکړه چې په وسله والو ځواکونو کې نوم لیکنه وکړي مګر ورته وویل شول چې د نوموړي طبي څیړنې خورا ارزښتناکه وې چې ورته وخت ورکړي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

لولاک په ۱۹۴۸ ز کال کې د لندن حفظ الصحې او تودو سیمو طب (د طب هغه څانګه چې له داسې ناروغیو سره سروکار لري کومې چې په بې ساري ډول پېښېږي، په پراخه ډول پېښېږي، لکه ملاریا، اېډز، نری رنځ، چې په تودو او نیمه تودو سیمو کې یې کنترول ګران دی) له پوهنتون څخه خپله دکتورا ترلاسه کړه. هغه راتلونکې دوه لسیزې د لندن د طبي څېړنو ملي انسټېټیوټ کې کار وکړ. په متحده ایالاتو کې هغه په یېل، د بېلور طبي زده کړو پوهنتون او هاروارډ پوهنتون کې څېړنې ترسره کړې.[۲۰][۲۱][۲۲]

د ۱۹۵۰ ز لسیزې په نیمایي کې لولاک د داړونکو (ژوونکو) ژوو د کرایوپرېزروېشن (د سړولو له لارې ساتنې) تجربه وکړه او دا یې څرګنده کړه چې هِمسټرونه (یو ډول غټ موږک ته ورته ژوی) کنګل کېدای شي او په بریالیتوب سره بیا ژوندي کیدای شي. هِمسټرونه په داسې ډول کنګل شوي وو چې په دماغ کې ٪۶۰ اوبو کرېسټالي حالت غوره کړی و او هېڅ ډول منفي اغیزې پکې ښکاره نه شوې. نور غړي د زیانمن کېدو پر وړاندې حساس او نازک وښودل شول. د یادو تجربو پایلې د کریونیکس (د انسانانو ساړه ساتنې)  په نظریو کې خورا اغېزناکې وې. د لولاک تجربې د ۲۰۲۱ ز کال په مې میاشت کې له ټام سکاټ په نوم یوټیوبر سره د مرکې له لارې خپرې شوې چې په هغه کې د دې احتمال په اړه بحث کېده چې کله چې لولاک د خپلو تجربو پرمهال وموندله چې یو څوک کولای شي تر څو د ده د مګنېټرون پر بنسټ جوړې شوې وړانګې خپروونکې وسیله کې کچالو پاخه کړي نو کېدای شي هغه په ناڅاپي ډول د مایکرووېو داش اختراع کړی وي.[۲۳][۲۴][۲۵]

لولاک په خپل ژوند کې ګڼ شمېر اختراعات وکړل او زیات شمېر علمي وسایل یې جوړ کړل چې ځینې یې د ناسا د سیارې پېژندنې پروګرام لپاره ډیزاین شوي وو. کله چې هغه د ناسا لپاره د مشاور په توګه کار کاوه نو د ګایا فرضیه یې رامینځته کړه، د کومې لپاره چې هغه خورا شهرت وموند.[۲۶]

د ۱۹۶۱ ز کال په لومړیو کې لولاک د ناسا لخوا دنده درلوده تر څو د ځمکې بهر ستورو او سیارو د څېړنې لپاره دقیق وسایل جوړ کړي. د وایکېنګ پروګرام چې د ۱۹۷۰ ز لسیزې په وروستیو کې یې له مریخ څخه لیدنه وکړه او موخه یې په مریخ کې د ژوند کولو د شونتیا اړوند څېړنه او د ځینې سېنسرونو څېړنه او تجربې وې چې په پای کې د دې موضوع د حل په موخه ترې کار واخيستل شو. لولاک د دې پروګرام په یوه مهمه برخه باندې د کار په جریان کې د مریخي اتموسفیر له جوړښت سره لېوالتیا پیدا کړه او لامل یې دا باله چې په مریخ کې د ژوند کوونکو موجوداتو ګڼ شمېر به د دې کارولو ته اړ وي (او پدې توګه به یې بدل کړي). په پایله کې اتموسفیر په یو باثباته حالت کې او د کیمیاوي توازن سره نږدې وموندل شو، د ډېر لږ اکسیجن، مېتان یا هایدروجن سره، مګر کاربن ډای اکسایډ په پراخه کچه شتون درلود. د لولاک لپاره د مریخ اتموسفیر او د ځمکې د بایوسفیر (د ځمکې هغه برخې چې ژوند پکې شونی دی) کېمیاوي خوځېدونکي مخلوط تر مینځ خورا توپیر په مریخ کې د ژوند نشتوالی په کلکه څرګند کړ. په هر صورت، کله چې دوی په پای کې مریخ ته واستول شول د وایکېنګ څېړنو بیا هم هلته د ژوند لپاره (ناکامه) پلټنه وکړه. په مریخ کې د ژوند د لټون په موخه نورې تجربې د نورو فضایی څېړنو له لارې تر سره شوې، د بیلګې په توګه د ناسا د استقامت نومي مریخ مزلي ( Perseverance rover) ماشین په وسیله چې په ۲۰۲۱ ز کال کې په مریخ کې ښکته شوی.[۲۷][۲۸]

لولاک د الکترون د جذب ښکارندوی یا ECD وسیله اختراع کړه چې په پایله کې د کلوروفلوروکاربُنونو (CFCs) دوام او د سټراټوسفیر اوزون تخریب کې د دوی رول په اړه موندنو کې مرسته وکړه. د ځمکې د سلفر دورې د څرنګوالي له مطالعې وروسته، لولاک او د هغه همکارانو، رابرټ جې چارلسن، مینرات اندرِیا او سټیفن جی وارن د کلا (CLAW hypothesis) فرضیه د ځمکې د اقلیم د بیولوژیکي کنټرول احتمالي بېلګې په توګه رامنځته کړه.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?76509 — subject named as: James Lovelock — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. subject named as: James Lovelock — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000026087 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Companies House officer ID: https://find-and-update.company-information.service.gov.uk/officers/HhnauOrsdKLY9M4GusNejG5MMS8/appointments — د نشر نېټه: ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱
  4. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0005342 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  5. Ball, P. (2014). "James Lovelock reflects on Gaia's legacy". Nature. doi:10.1038/nature.2014.15017. S2CID 125073140.
  6. "Environmentalists For Nuclear Energy". ecolo.org. Archived from the original on 8 September 2021. نه اخيستل شوی 23 August 2021.
  7. Clarke, Bruce; Dutreuil, Sébastien, eds. (18 August 2022). [[[:کينډۍ:GBurl]] Writing Gaia: The Scientific Correspondence of James Lovelock and Lynn Margulis]. Cambridge University Press. ISBN 978-1-108-96794-5. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  8. Appleyard, Bryan (21 August 2022). "Writing Gaia review: what my friend James Lovelock's letters reveal". The Sunday Times. نه اخيستل شوی 22 August 2022.
  9. "James Lovelock obituary". The Guardian (په انګليسي). 27 July 2022. Archived from the original on 27 July 2022. نه اخيستل شوی 27 July 2022.
  10. "James Lovelock at 100: "My life has been one mass of visions"". New Statesman (په انګليسي). 31 July 2019. Archived from the original on 27 July 2022. نه اخيستل شوی 27 July 2022.
  11. Carey, John (22 February 2009). "The Vanishing Face of Gaia: A Final Warning by James Lovelock and He Knew He Was Right: The Irrepressible Life of James Lovelock and Gaia by John and Mary Gribbin". The Sunday Times. Archived from the original on 11 May 2009. نه اخيستل شوی 24 May 2011.
  12. "James Lovelock: 'The biosphere and I are both in the last 1% of our lives'". The Guardian (په انګليسي). 18 July 2020. Archived from the original on 27 July 2022. نه اخيستل شوی 30 July 2022.
  13. Lovelock 2000, p. 16: "strand school."
  14. Appleyard, Bryan (September 2020). "James Lovelock Looks Beyond Gaia". Noema Magazine. Archived from the original on 3 February 2022. نه اخيستل شوی 29 March 2022.
  15. "From Manchester to Mars". The Manchester Magazine. Archived from the original on 20 August 2016. نه اخيستل شوی 15 August 2016.
  16. "James Lovelock's detailed biography in English". ecolo.org. Archived from the original on 26 March 2012. نه اخيستل شوی 30 July 2022.
  17. Irvine, Ian (3 December 2005). "James Lovelock: The green man". The Independent. Archived from the original on 6 October 2008. نه اخيستل شوی 26 June 2019.
  18. Carey, John (22 February 2009). "The Vanishing Face of Gaia: A Final Warning by James Lovelock and He Knew He Was Right: The Irrepressible Life of James Lovelock and Gaia by John and Mary Gribbin". The Sunday Times. Archived from the original on 11 May 2009. نه اخيستل شوی 24 May 2011.
  19. Lovelock 2000، م. 80.
  20. Lovelock, J. E (1947). The properties and use of aliphatic and hydroxy carboxylic acids in aerial disinfection (PhD thesis). London School of Hygiene and Tropical Medicine. OCLC 1006122881.
  21. Irvine, Ian (3 December 2005). "James Lovelock: The green man". The Independent. Archived from the original on 6 October 2008. نه اخيستل شوی 26 June 2019.
  22. "James Lovelock's detailed biography in English". ecolo.org. Archived from the original on 26 March 2012. نه اخيستل شوی 30 July 2022.
  23. Lovelock, J. E.; Smith, Audrey U. (1956). "Studies on Golden Hamsters during Cooling to and Rewarming from Body Temperatures below 0 degrees C. III. Biophysical Aspects and General Discussion". Proceedings of the Royal Society of London. Series B, Biological Sciences. 145 (920): 427–442. Bibcode:1956RSPSB.145..427L. doi:10.1098/rspb.1956.0054. ISSN 0080-4649. JSTOR 83008. PMID 13359396. S2CID 6474737.
  24. "The Cryobiological Case for Cryonics" (PDF). Cryonics. Vol. 9(3), no. 92. Alcor Life Extension Foundation. March 1988. p. 27. Archived from the original (PDF) on 17 April 2020.
  25. I promise this story about microwaves is interesting. Tom Scott. 17 May 2021. Archived from the original on 2 August 2022. نه اخيستل شوی 1 August 2022 – via YouTube.
  26. Wintle, Justin (22 April 2016). [[[:کينډۍ:GBurl]] New Makers of Modern Culture]. Routledge. p. 931. ISBN 978-1-136-76882-8. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  27. Highfield, Roger (8 November 2019). "James Lovelock's Greatest Epiphany: Quest for Life on Mars". Science Museum. Archived from the original on 20 May 2022. نه اخيستل شوی 18 April 2022.
  28. Lovelock, J. E. (1965). "A Physical Basis for Life Detection Experiments". Nature. 207 (4997): 568–70. Bibcode:1965Natur.207..568L. doi:10.1038/207568a0. PMID 5883628. S2CID 33821197.
  29. Lovelock, J. E. (1971). "Atmospheric Fluorine Compounds as Indicators of Air Movements". Nature. 230 (5293): 379. Bibcode:1971Natur.230..379L. doi:10.1038/230379a0. S2CID 4194303.
  30. Lovelock, J. E.; Maggs, R. J.; Wade, R. J. (1973). "Halogenated Hydrocarbons in and over the Atlantic". Nature. 241 (5386): 194. Bibcode:1973Natur.241..194L. doi:10.1038/241194a0. S2CID 4222603.
  31. Lovelock, James (29 October 1997). "Travels with an Electron Capture Detector". Resurgence. No. 187 (خپور شوی 1998). Archived from the original on 27 September 2007کينډۍ:Spnd acceptance speech given at the Blue Planet Prize award ceremony.{{cite magazine}}: ساتل CS1: پوسټسکريپټ (link)
  32. Lovelock, J. E.; Maggs, R. J.; Rasmussen, R. A. (1972). "Atmospheric Dimethyl Sulphide and the Natural Sulphur Cycle". Nature. 237 (5356): 452. Bibcode:1972Natur.237..452L. doi:10.1038/237452a0. S2CID 4259274.
  33. Charlson, R. J.; Lovelock, J. E.; Andreae, M. O.; Warren, S. G. (1987). "Oceanic phytoplankton, atmospheric sulphur, cloud albedo and climate". Nature. 326 (6114): 655. Bibcode:1987Natur.326..655C. doi:10.1038/326655a0. S2CID 4321239.