جي اېف ۱۷ تهنډر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له جی اف ۱۷ تهنډر نه مخ گرځېدلی)
جي اېف -۱۷ تهنډر
枭龙
هېواد پاکستان
چين
د الوتکې ډول ښکاری الوتکه
د الوتکې توليدونکی
لمړی الوتنه ۲۵ اغسطس ۲۰۰۳
د الوتکې استعمالونکی د پاکستان هوایی ځواک
د الوتکې قیمت ۰۰۰،۰۰۰ ،۱۵ ډالاره

جي اېف ۱۷ تهنډر ( په اردو: جے ایف-17 تھنڈر، په چینی:枭龙, 梟龍 ) د جټ یوه برید کوونکې ښکاري الوتکه ده چی د ۲۰۰۷ کال څخه د چین او پاکستان لخوا جوړېږی. دغه الوتکه په ځانگړی ډول د پاکستان د هوایی ځواکونو لپاره سوی ده. جی اف ۱۷ تهنډر کولای شي چې پر هوایی او ځمکني هدفونو د راکتونو په مرسته بریدونه وکړی. دغه ښکاري الوتکه هم په شپه کی او هم د باران په وخت کې الوتلای شي لنډه دا چې په هر ډول موسم کې خپل هدف په نښه کولای شي.

تاریخ

چین او پاکستان په ۱۹۹۹ کال کی یو مهم تړون لاسلیک کړل. د تړون په اساس چین به پاکستان ته عصری تیکنولوژی ور کړی. په ۲۰۰۶ کال کی د پاکستان د هوایی ځواکونو ۱۵۰ الوتکې سپارښت وکړلې. د الوتکې ارزښت ۱۵ میلیونه ډالره دی. په ۲۰۰۸ کال کی نورو هيوادونو (ایران،مصر،آذربایجان,الجېريا, لبنان، بنگله دېش,ماينامار(برما), ) هم د دغه الوتکې سپارښت کړل. د جی اف ۱۷ الوتکه د الومین د ترکیبونو څخه جوړېږی. د الوتکې د مهم برخو د جوړولو لپاره د تیتان د فولاد څخه هم کار اخیستل کېږی.

سرچینې