الجزایر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له الجېريا نه مخ گرځېدلی)
بيرغ نښان
Location of  الجزایر  (dark green)
نخشه
موقعيت
Location of  الجزایر  (dark green)
نخشه
حکومت
 -  ولسمشر عبدالمجید تبون
 -  لومړی ‌وزیر عبدالعزیز جراد
Legislature پارلمان
 -  Upper House د ملت جرګه
 -  Lower House ملي جرګه
جوړښت
 -  Al Jazâ'ir ۱۵۱۵ 
 -  الجزایر فرانسه ۵ جون ۱۸۳۰ 
 -  خپلواکي له فرانسې ۳ جنوري ۱۹۶۲ 
 -  په رسمیت پیژندل ۵ جنوري ۱۹۶۲ 
 -  د الجزایر هیواد اساسی قانون ۱۰ سپټمبر ۱۹۶۳ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۲۳۸۱۷۴۱ کيلومتر2 (۱۰ام)
۹۱۹۵۹۵ sq mi 
 -  اوبه (%) ۱٫۱
د وگړو شمېر
 -  ۲۰۱۹ estimate ۴۳٬۰۰۰٬۰۰۰[۱] (32nd)
 -  گڼه گونه ۱۷٫۷/km2 (۱۶۸)
۴۷/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۶۸۴٫۶۴۹ بیلیونه[۲] (۳۵ام)
 -  پر کس $۱۵٬۷۶۵[۲] (۸۲ام)
GDP (nominal)  اټکل
 -  ټولټال $۱۸۰٫۶۸۷ بیلیونه[۳] 
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) ۰٫۷۵۹ (۸۲ام)
د وخت سيمه (UTC+۱)
د نېټې بڼه ورځ/میاشت/کال
د موټر چلولو سمت ښوی
د انټرنټ مخکښ شپول .dz
الجزایر (المغرب).
پيل گڼ +213

د الجزاير د خلکو ډيموکراټيک جمهوريت (عربي: الجمهورية الجزائرية الديمقراطية الشعبية) , يا الجيريا (عربي: الجزائر)، د افريقا په سهېل کې يو هېواد دی چې ولسمشريز نظام لري.

دا هېواد د افريقا په لويه وچه کې دوهم لوی هېواد دی. دا هېواد په سهېل ختيځ کې د تونس سره، په ختيځ کې د ليبيا سره، په سوېل ختيځ کې د نايجېر سره، په سوېل لوېديځ کې د مالي او ماوريتانيا او په لوېديځ کې د ماراکو سره گډې نړېوالې پولې لري, لویدیځه صحرا, په لوېديځ کې. د الجزایر اساسي قانون اسلام, عرب, او آمازيغ (بربر) هېواد. د الجېريا نوم د الجزاير د ښار د نوم نه راوتلی دی , د عربي لغت الجزائر، چې په پښتو ژباړه کې د ټاپوگان په مانا دی، دا نوم هغه څلورو ټاپوګانو خوا ته اشاره کوي چې د الجزاير د ښار د سمندر غاړې نه په سيند کې تر ۱۵۲۵ زېږيز کال پورې پرتې وې چې بيا وروسته د همدغه هېواد د وچې برخې وگرځېدلې.

الجزایر د الجزایر د خلکو دیموکراتیک جمهوریت له رسمي نوم سره د افریقا په شمال کې پروت هېواد دی. په ختيځ کې له لیبیا؛ په سویل ختيځ کې له نایجیریا؛ په سویل لویديځ کې له مالي، موریتانیا او لویديځې بېدیا؛ په لویديځ کې له مراکش؛ په شمال کې د مدیترانې سیند سره پوله لري. دا د افریقا په شمال کې د مغرب سیمې یوه برخه بلل کېږي. دا هېواد نيمه-وچه جغرافیه لري او د نفوس ډېره برخه یې د شمال په حاصل‌خېزه برخه کې ژوند کوي او دا صحرا د سویل پر جغرافه واکمنه ده. الجزایز ۲۳۸۱۷۴۱ کیلومتره مربع (۹۱۹۵۹۵) مساحت لري. چې په دې توګه د افریقا په کچه د مساحت له پلوه لسم لوی هېواد دی. الجزایر د ۴۴ میلیونه نفوس له لرلو سره د افریقا نهم د نړۍ په کچه ۳۲م ګڼ‌نفوسه هېواد دی. پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار يې الجزیره دی چې د مدیترانې سمندرغاړو کې پروت دی. [۴]

په الجزایر کې لرغونې لړۍ، تمدونونه او امپراتورۍ دا دي:

لرغونې نیومدیان،فینیکیان، بونیقیان، رومیان، وندالیان، بیزانسان، امویان، عباسیان، رستمیان، ادریسیان، اغلابیان، فاطمیان، زیریدیان، حمادیان، المرویان، موحدان، اسبانیان، اسپانویان، عثمانیان او فرانسوي استعماري امپراتوري. د الجزایر د نفوس لوی اکثریت مسلمان شوي عرب- بابر دي چې عربي او بېربري ژبې د رسمي ژبو په توګه کاروي. له دې سره په ځينو برخو کې فرانسوي ژبه د یوې اداري او ښونیزې ژبې په توګه کارول کېږي. د خبرو کولو لپاره اصلي ژبه الجزایري عربي ده.     

الجزیره یو نیمه ولسمشریز جمهوریت دی چې سیمه‌يېزې ټاکنیزې حوزې يې له ۵۸ ولایتونو او ۱۵۴۱ کامیونونه (په الجزایر کې تر ټولو کوچنی اداري واحد، ژباړن) لري. الجزایر د افریقا په شمال کې یو سیمه‌ييز ځواک او په نړیوالو چارو کې یومتوسط ځواک دی. دا هېواد د ټولو غیر جزیره‌يي افریقايي هېوادونو تر منځ د انساني پرمختګ تر ټولو لوړ شاخص لري او تر ډېره د انرژۍ د صادراتو پر بنسټ د دې لويې وچې له لویو اقتصادونو څخه دی. الجزایر نړۍ په کچه د تېلو د شپاړسمې زېرمې او د طبعيي ګازو د زېرمو له لرلو سره د نړۍ نهم هېواد دی. سېناترېک د تېلو ملي کمپنۍ په افریقا کې تر ټولو لوی شرکت دی چې اروپا ته د طبعيي ګاز لوی مقدار تأمینوي. د الجزایر پوځ د افریقا له لویو پوځونو څخه یو دی چې په‌دې قاره کې د تر ټولو زیاتې دفاعيي بودیجې لرونکی دی. دا هېواد افریقا اتحادیې، د عربو اتحادیې، د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان (OIC)، د نړۍ د تېلو د تولید او صادراتو سازمان (OP EC)، ملګرو ملتونو او د عربو د مغرب اتحادیې غړی دی.

نوم

د نوم نورې بڼې يې دا دي: په عربي ژبه: الجزائر په رومي ژبه ال‌-جـ‌‌‌زا- یر، په الجزایري عربي: الدزاير چې په رومي ال‌- د‌زایر؛ په بیربري ژبه: لیزایر چې په بیربري ژبه داسې لیکل کېږي: ⵍⴻⵣⴰⵢⴻⵔ؛ بیربري ژبه لزّاير؛ په فرانسوي ژبه الجېریا. په رسمي ډول د الجزایر د خلکو دیموکراتیک جمهوریت (په عربي ژبه: الجمهورية الجزائرية الديمقراطية الشعبية)، په رومي: al-Jumhūriyya al-Jazāʾiriyya ad-Dīmuqrāṭiyya aš-Šaʿbiyya؛ په بیربري ژبه: تګ‌ډوډا ټایمېګډېټ ټای‌فرانټ تأزرېت په بیربري ژبه (ⵜⴰⴳⴷⵓⴷⴰ ⵜⴰⵎⴳⴷⴰⵢⵜ ⵜⴰⵖⵔⴼⴰⵏⵜ ⵜⴰⴷⵣⴰⵢⵔⵉⵢⵜ) بیربري ژبه: تڨذوذا تازايريت تاماڨذايت تاغرفانت، په فرانسوي ژبه رېپابلېک الجېرین ډيموکراتک اېټ پاپیولرې، چې اختصاري بڼه يې (RADP) ده.    [۵]

ایتمولوژي/ د کلیمي ريښه پېژندنه

د دې هیېواد نوم له الجزایر ښار څخه اخیستل شوی دی چې په ترتیب سره د عربي ژبې له ال‌-جزایر (الجزائر، «ټاپو»)، د پخوانیو بني مزغنه جزایرو (جزائر بني مزغنة، د مزغنه ټبرجزیرې) له لنډه شوې بڼې څخه اخیستل شوې، چې د ال-ادریسي په څېر د منځنۍ پېړۍ د جغرافیه پوهانو له‌خوا کارول شوې.  [۶][۷][۸]

تاریخ

له تاریخ څخه مخکې او لرغونې تاريخچه

د عین‌حنچ (الجزایر) څخه نږدې ۱.۸ میلیون کلن ډبریز مصنوعیات د افریقا په شمال کې د لرغون‌پېژندنې د تر ټولو پخوانیو موادو په توګه په پام کې نیول کېږي. پرې کړل شوي هډوکني او ډبریز مصنوعیات چې عین‌بوچریت د تېلو زېرمې ته څېرمه ترلاسه شوې او څېړل شوي نږدې ۱.۹ میلیون کاله پخواني دي او پخواني ډبریز اثار ان تر ۲.۴ میلیون کلونو پورې لرغونتوب لري. په دې توګه د عین بوچریت شواهد ښيي چې د انسانانو نیکونو تر هغه څه چې تصور کېږي ډېر مخکې د افریقا په شمال کې د مدیترانې په څنډو کې ژوند کاوه. د افریقا له ختيځ څخه شواهد  په ځواکمن ډول د ډبریزو وسایلو د لومړنۍ جوړونې او کارونې اړوند تیت‌والی ښيي یا د افریقا په شمال او ختيځ کې د ډبرو د تېکنالوژۍ څو سرچينې استدلالوي. [۹]

د نېندارټال وسایلو جوړوونکو د شام تبرونو ته ورته د لوالوئزي او موستري په سبک تبرونه (۴۳۰۰۰) تولید کړل. الجزایر د ډبرمهال په منځني دور کې د ډبري وسایلو د جوړونې د پرمختګ د وضعیت له پلوه تر ټولو لوړ ځای درلود. د دې دور وسایل چې نږدې له ميلاد څخه ۳۰۰۰۰ کاله وړاندې پيلېږي د اتریان (د تبسه په سویل کې د لرغون‌پېژندنې سايت له نوم Bir el Ater څخه اخیستل شوی) په نوم ياديږي. [۱۰][۱۱][۱۲]

د افریقا په شمال کې د تېغ جوړونې لومړنۍ صنایع د اېبرومرېسین/ Iberomaurusian په نوم یاديږي (چې تر ډېره د اوران په سیمه کې پرتې دي). داسې برېښي چې دې صنعت به له ميلاد څخه ۱۵۰۰۰ تر  

۱۰۰۰۰ کاله مخکې د مغرب په ټولو ساحلي سيمو کې پراختیا موندلې وي. د نيلوتیک تمدن ښايي په لومړيو کې له ميلاد څخه ۱۱۰۰۰ کاله مخکې يا هم د ۲۰۰۰ څخه ۶۰۰۰ کاله مخکې پراختیا موندلې وي. دغه ژوند چې په تاسیلي ناجر نقاشیو کې په غني ډول انځور شوی تر کلاسیکې دورې په الجزیره کې غالب و. په پای کې د افریقا د شمال د خلکو مخلوط په یو بېل لرغوني نفوس بدل شو، چې د افریقا د شمال لرغوني اوسېدونکي شول او بربریان ونومول شول، چې د افریقا د شمال لرغونو خلک دي.  [۱۳][۱۴]

تاریخ

جغرافیه

کلتور

اقتصاد

سرچینه

کينډۍ:د عرب ليګ غړي هېوادونه

  1. "Démographie" [Demography]. Office National des Statistiques (په الفرنسية ژبه کي). 30 دسمبر 2018. مؤرشف من الأصل في 6 مارچ 2012. د لاسرسي‌نېټه 25 جنوري 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ "World Economic Outlook Database". IMF.org. د پیسو نړیوال صندوق. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "GINI index (World Bank estimate)". data.worldbank.org. نړیوال بانک. مؤرشف من الأصل في ۱۸ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Africa: largest countries by area 2020". Statista (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Proclamación de la República argelina, Journal officiel de la republique algerienne, 1st year, 1st issue, 1962, páge 5.
  6. LLC, Forbidden Fruits (30 January 2013). iAfrica – Ancient History UNTOLD (په انګلیسي ژبه کي). Forbidden Fruit Books LLC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bazina, Abdullah Salem (2010). The spread of Islam in Sub-Saharan in Africa (په اراگونېسي ژبه کي). Al Manhal. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9796500024. مؤرشف من الأصل في ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. al-Idrisi, Muhammad (12th century) Nuzhat al-Mushtaq
  9. Sahnouni (14 December 2018). "1.9-million- and 2.4-million-year-old artifacts and stone tool–cutmarked bones from Ain Boucherit, Algeria". Science 362 (6420): 1297–1301. doi:10.1126/science.aau0008. PMID 30498166. Bibcode2018Sci...362.1297S. https://www.science.org/doi/10.1126/science.aau0008. Retrieved 22 November 2021. 
  10. Sahnouni, Mohamed; de Heinzelin, Jean. "The Site of Ain Hanech Revisited: New Investigations at this Lower Pleistocene Site in Northern Algeria" (PDF). Journal of Archaeological Science. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۰ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Research at Ain Hanech, Algeria". Stoneageinstitute.org. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جولای ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Eric Delson; Ian Tattersall; John Van Couvering; Alison S. Brooks (2004). Encyclopedia of Human Evolution and Prehistory: Second Edition. Routledge. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-58228-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Brett, Michael; Fentress, Elizabeth (1997). "Berbers in Antiquity". The Berbers. Wiley-Blackwell. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-20767-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Henn, Brenna M.; Botigué, Laura R.; Gravel, Simon; Wang, Wei; Brisbin, Abra; Byrnes, Jake K.; Fadhlaoui-Zid, Karima; Zalloua, Pierre A. et al. (12 January 2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Genomic Ancestry of North Africans Supports Back-to-Africa Migrations"]. PLOS Genetics 8 (1): e1002397. doi:10.1371/journal.pgen.1002397. PMID 22253600.