جیمز اټکینسن (ځمکپوه)
ښاروندتوب | |
---|---|
زېږون نېټه |
۱۷ مارچ ۱۷۸۰[۱] |
مړينې نېټه | |
ښخولو ځای | |
زدکړنځی | |
ژبې | |
دنده |
عمومي مالومات |
---|
جیمز اتکینسن (۱۷ مارچ ۱۷۸۰ – ۷ اګست ۱۸۵۲) یو جراح، هنرمند او ځمکپوه وو، چي د بریتانوي هند په منځ کي د رینسانس شخص بلل کېدی. [۵]
اټکینسن په ۱۸۰۲ کال کي هند ته د جراح په توګه راغی، ورپسې په ۱۸۱۲ کي د کلکتې په منت کي د (Assay) ماسټر مرستیال وټاکل سو، او همدارنګه یې د کلکتې گزیټ د مدیر دنده هم ترسره کړه. نوموړي په هند کي د برتانوي استعماري چارواکو او د دوی له ټولني سره نږدې اړیکۍ درلودې، خو وروسته یې د هغه ځای له واکمنو لارډ منټو او لارډ بینټیک سره اړیکي ترینګلي سوې. اټکینسن د پارسي ژبي د مطالعې او انګلیسي ته د یو شمیر متنونو د ژباړې له امله خورا شهرت وموندی، او یو شمیر انځوریز کتابونه یې هم خپاره کړل، چي یو له هغو څخه د 1840 لسیزي په لومړیو کي افغانستان ته د هغه د سفرونو په اړه وو.
په افغانستان کي دنده
[سمول]جیمز اټکینسن په 1838 کي د سیند، بنګال ډیویژن د اردو د جراح (د ډګروال د رتبې سره) وټاکل سو. [۶] نوموړي د سر جان کین په مشرۍ د انګلیسي اردو سره افغانستان ته د انګلیس پلوه شاه شجاع الملک د ځای په ځای کولو او د دوست محمد خان د ګوښه کولو لپاره ولاړی. اټکینسن د ۱۸۳۹ کال د جولای په میاشت کي د غزنی په طوفان او لږ وروسته د لومړۍ افغان جګړې په پای کي د کابل د نیولو پر وخت هم حاضر وو، او د همدې چوپړ په پار هغه ته د دوراني امپراتورۍ (دریم ټولګي) جایزه ورکړل سوه. د ۱۸۴۰ کال په ډسمبر کي اټکینسن هند ته واستول سو ترڅو د کانپور ډویژن د سپرنټنډنګ جراح په توګه خپله دنده په غاړه واخلي او په دې توګه له هغه حالت څخه وژغورل سو چي په ۱۸۴۱ کال کي برتانوي فوځیان د افغانستان په جلال اباد کي ورسره مخ سول.
اتکینسن په ۱۸۴۲ کال کي په افغانستان کې د جګړې اړ په جګړه کي د خپلي ښکېلتیا په اړه خپل ژورنالونه خپاره کړل، او په دي یې کي یې د جګړې شالید، د پوځ سره د یوځای کیدو لپاره د شمالي هند په اوږدو کي د خپل سفر او بیرته راستنیدلو، هغه سختۍ چي د اردو او پیروانو لخوا یې زغملې. د افغانستان سخته خاوره، د بلوچي قومونو لخوا محاصره ده او په کابل کي رامنځ ته سوي پیښي ټولي ولیکلې.
دئ د افغانستان د ودانیو او خلکو د تاریخ په اړه لیکي: چي د جګړې په ترڅ کي یې د شاه شجاع الملک او دوست محمد خان په ګډون د ډیرو مشهورو شخصیتونو سره لیدلي او کتني کړي دي. همدارنګه لیکي چي د افغانستان خاوره د همېشه لپاره اېل کول بیخي سخته ده. [۷]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w65t69sz. Subject named as: James Atkinson (Persian scholar). Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 107445565. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: AlKindi. Diamond Catalog ID for persons and organisations: 18064. Subject named as: James Atkinson.
- ↑ ذکر کېدنه: Find a Grave. Retrieved: ۱۰ جون ۲۰۲۴. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ p.185 The Raj, India and the British 1600-1947, various contributors edited by C. A. Bayly, Published by the National Portrait Gallery Publications 1990
- ↑ Oxford Dictionary of National Biography
- ↑ Preface vii, The Expedition into Affghanistan, James Atkinson, Published by W H Allen & Co 1842
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي