جي.اي.ايم انسکيمب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جي.اي.ايم انسکيمب
جي.اي.ايم انسکيمب
جي.اي.ايم انسکيمب

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Gertrude Elizabeth Margaret Anscombe د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۸ مارچ ۱۹۱۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 5 جنوري 2001 (82 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب کاتولیکه کلیسا[۷]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
ڈاکٹری شاگرد روګر سکروتن  د (P185) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فیلسوف
دينپوهنه
ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۸][۹]
آلماني ژبه[۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر شخصیات ارستو[۷]
ټوماس آکوینس[۷]
لوډویګ ویټګنشټاین[۷]  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګرتروډ اليزابت مارګريټ انسکيمب (۱۸ مارچ ۱۹۱۹ – ۵ جنوري ۲۰۰۱ز کلونه) زیاتره يې د نوم يادونه د « G. E. M. Anscombe » يا « Elizabeth Anscombe » په ډول کېږي، نوموړې یوه بریتانوۍ تحليلي فیلسوفه وه. هغې د دماغو په فلسفې، کار په فلسفې، منطق په فلسفې، ژبې په فلسفې او اخلاقياتو په موضوعاتو ليکنې کړې دي. هغه د تحليلي توميزم (توميزم پرتليز الهياتي اصول دي چې سينټ تاماس اکويناس ته يې نسبت کېږي) پېژندل شوې څېره، د اکسفورډ سومروايل کالج همکاره او د کمبريج په پوهنتون کې د فلسفې پروفيسره وه.[۱۰]

انسکيمب د «لوډوينګ ويټګينسټاين» محصله وه او په خپل کار کې د باور وړ وګرځېده، د ټولو فلسفي څېړنو تر څنګ يې ګڼ کتابونه چې د هغې له ليکنو اخستل شوي وو، وژباړل او تصحيح کړل. د «نوې اختلافي فلسفه» په عنوان د انسکيمب د ۱۹۵۸ز کال ليکنې د تحليلي فلسفې په ژبه کې د «پايلواخستنې» اصطلاح متعارفه کړه او پر اوسنۍ اخلاقي برترۍ يې بنسټيز اغېز پرېښود. «ډونالډ ډيويډسن» د هغې مونوګراف «intention» (۱۹۵۷) «له ارستو وروسته د کار تر ټولو مهمه څېړنه» بللې ده. او د ارادې، کار او عملي استدلال په تصوراتو کې په پرله پسې ډول فلسفي لېوالتيا په اړوند يې ويل کېدای شي چې بنسټيز محرک يې له همدې اثر څخه اخستل شوی دی.[۱۱][۱۲][۱۳]

ژوند[سمول]

انسکيمب د «ګرټروډ اليزابت» (née Thomas) او «کيپټين الین ويلز انسکيمب» کره د ۱۹۱۹ز کال د مارچ په اتلسمه نېټه د ايرلينډ په «ليمريک» کې زېږېدلې وه، چېرې چې د هغې پلار د ايرلينډ د خپلواکۍ د جګړې پر مهال «Royal Welch Fusiliers» (د بریتانيې يو خاص پلی پوځي کنډک) سره مېشت و. مور او پلار دواړه يې په تعلیمي برخه کې فعال وو. مور يې سرښوونکې او پلار يې په «ډولويچ کالج» کې د ساينس او انجنيرۍ د برخې مشر و.[۱۴][۱۵]

انسکيمب د «ساډينهام عالي لېسې» ته ولاړه او بيا په ۱۹۳۷ز کال کې يې د اکسفورډ په «سينټ هاګس کالج» کالج کې انساني ادب (د سترو) ولوست. په ۱۹۳۹ز کال کې هغې ته د شرف په عامه ازموينه کې دويمه درجه ورکړل شوې وه (که څه هم د لرغوني تاريخ ارزونکو په دې برخه کې اندېښنې درلودلې) او په ۱۹۴۱ز کال کې يې د وروستيو ازموينو سند تر لاسه کړ.[۱۶]

کله چې په ساينډهام عالي ليسه کې وه، انسکيمب په مذهبي لحاظ کاتوليک کليسا ته واوښته. په «سینټ هاګز» کې د زده کړې د لومړي کال پر مهال هغه کليسا ته ومنل شوه او له دې وروسته يې په منظم ډول کاتولیک مذهب عملي کاوه. [۱۵]

په ۱۹۴۱ز کال کې هغې له «پيټر ګيچ» سره واده وکړ. کاتوليک هم د دې په څېر کاتولیک مذهب منلی و، څوک چې د «ويټګينسټاين» شاګرد او يو پياوړی اکاډميک فيلسوف شو. دوی درې زامن او څلور لوڼې درلودې.[۱۵]

له اکسفورډ څخه تر فراغت وروسته، انسکيمب ته له ۱۹۴۲ څخه تر ۱۹۴۵ز کال پورې د کمبريج په ناونهام کالج کې د خپلو تکميلي زده کړو لپاره څېړنيزه همکارۍ درجه ورکړل شوې وه. د هغې موخه دا وه چې د «لوډوينګ ويټجينسټاين» درسونو ته حاضره شي. د «ويټجينسټاين» په فلسفه کې د هغې لېوالتيا په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال د « Tractatus Logico-Philosophicus» له لوستلو وروسته راپورته شوه. هغې ادعا کوله، کله چې هغې په «بليکويلز» کې دا کتاب پرانيست او ۵.۵۳ برخه يې ولوستله، نو هغې ته له «ويټجينسټاين» سره د زده کړې فکر وروغورځېد، «د يو شي پېژندګلو چې زه يې څرګندونه د يوې نښې د پېژندګلو له لارې کوم، نه دا چې د پېژندګلو لپاره له يوې نښې کار اخلم. د شيانو د توپير څرګندونه زه د نښو په توپير سره کوم». هغه يوه لېواله او شوقي زده کوونکې شوه، دا يې محسوسوله چې د «ويټجينسټاين» درمليزه تګلارې مرسته کړې وه چې هغه له فلسفي ستونزو څخه په داسې لارو چارو وژغوري چې په منظمو دوديزو فلسفي روزنو کې ناشونی و. هغه ليکي:[۱۵]

د کلونو لپاره مې په چایخانو کې وخت تېراوه، د بېلګې په ډول: شیانو ته به مې په ځير کتل او خپل ځان ته به مې ويل: «زه يوه کڅوړه وينم. خو په حقيقت کې څه وینم؛ زه څه ډول ويلای شم چې دلته له ژیړ خپور رنګ څخه پرته بل څه هم وینم؟، ... ما د تل لپاره له ښکارنده پلوۍ څخه کرکه کوله، خو احساس مې کاوه چې د همدې په لومه کې غورځېدلې یم. له دې څخه د وتلو لاره مې نه لیدله، خو باور مې هم پرې نه درلود. د هغې اړوند ستونزو ته اشاره کول ښه نه و، د بېلګې په ډول: هغه شیان چې «رسل» په کې تېروتنې وموندلې. د هغې پیاوړتيا او مرکزي عصب ژوندی پاتې او په دردمن ډول پاريدلی و. دا په ۱۹۴۴ز کال کې یواځې د ويټجينسټاين په ټولګيو کې و چې ما ولیدل چې دا عصب وتلی دی، يعنې مرکزي فکر «زه په دې پوهه شوم او زه ژيړ  تعريفوم (ويلای شئ) چې په منظم ډول پرې بريد کېږي.

— 

ماوراء الطبيعة او د ذهن فلسفه: د جي.اي.ايم. انسکيمب د فلسفي لیکنو ټولګه، دويم جلد (۱۹۸۱ز کال ) پاڼه: له اومې تر لسمې.

کله چې په کمبريج کې د هغې دنده پای ته ورسېده، د اکسفورډ پوهنتون په «سامرويل» کالج کې د څېړندوی همکارې دنده ورکړل شوه، خو د ۱۹۴۶/۴۷ اکاډميک کال په اوږدو کې، هغه په اونۍ کې يو ځل کمبريج ته هم تله، تر څو د «ويټجينسټاين» په درسونو کې حاضره شي، کوم چې تر ډېره بريده د مذهب د فلسفې په اړه وو. هغه د «ويټجينسټاين» يوه له خوښې وړ محصلينو او د هغه له نژدې ملګرو وګرځېده. «ويټجينسټاين» به هغې ته له مينې څخه د «زوړ سړي» نوم اخيست – (د ری مونک په وينا: ) هغه د «ويټجينسټاين» لپاره يوه استثنا وه چې اکاډميکې ښځې يې نه خوښولې. پر انسکمب د هغه باور چې د نوموړي په ليد پوهېدلې ده، د هغه د فلسفي څېړنو د ژباړې لپاره د نوموړې په ټاکنه کې څرګند شو (د کومې موخې لپاره چې نوموړي انسکمب ته طريقه برابره کړه، تر څو په ويانا کې يو څه وخت تېر کړي او الماني ژبه ښه ياده کړي).[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

کله چې په ۱۹۴۷ز کال کې «ويټجينسټاين» له کمبريج ولاړ، بيا هم انسکمب له هغه سره څو ځلې وليدل، همدا راز د ۱۹۵۱ز کال په اپريل کې يې هم کمبريج ته سفر وکړ، څو له نوموړي سره د هغه د مرګ په بستر وګوري. «ويټجينسټاين» د «روش ريس» او «جورج هينريک ون رايټ» تر څنګ انسکيمب هم د خپلې ادبي وصي په توګه وټاکله. په ۱۹۵۱ز کال کې د هغه تر مړينې وروسته انسکيمب د وټجينسټاين د ډېرو خطي نسخو او کتابچو د سمون، ژباړې او خپرولو مسئوليت په غاړه درلود.[۲۱][۲۲]

انسکيمب هم له اختلافاتو ډډه نه کوله. د پوهنتون پر مهال په ۱۹۳۹ز کال کې هغې په دويمه نړيواله جګړه کې د بریتانيې پر ګډون عامه نيوکه وکړه. او په ۱۹۲۶ز کال کې کله چې هغه څېړونکې همکاره وه، هغې د اکسفورډ د دې پرېکړې په وړاندې ناکام اعتراض وکړ چې «هيري ايس. ترومن» ته يې افتخاري سند ورکاوه، د چا په اړه چې هغې ګومان کاوه چې په هيروشيما او ناګاساکي د اتومي بمونو په کارولو سره د ډله یيزې وژنې مرتکب شوی دی. د سند لپاره د ټرومين له نوماندېدو سملاسي وروسته هغې په شخصي ډول په چاپ کړيو پاڼو کې خپل دريځ (کله نا کله يې ناسم تاريخ ښودل کېږي) زیات خپور کړ. په همدې ډول هغې وويل چې: «اينکينيا» (د سند ورکولو مراسمو) ته له تګ بايد وېره ولري «که چېرې د خدای صبر په ناڅاپي ډول پای ته ورسیږي». هغې به د کاتوليک کليسا له خوا د حمل د ممنوعيت مخالف دريځ نيولو څخه دفاع کوله او کله ناکله به د خپلو ملګرو سره په شخړه اوښته. د عمر په وروستيو کې نوموړې د حمل د غورځولو د يو روغتون مخې ته د اعتراض پر مهال ونيول شول او دا هغه مهال و چې په بریتانيا کې د حمل ساقطول قانوني شوي و (دا قانوني کېدل له محدوديتونو سره مل و).[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

تر ۱۹۴۶ز کال پورې په سامرويل کالج کې پاتې شوه، په ۱۹۷۰ز کال کې د کامبريج پوهنتون کې د فلسفې پروفيسره وټاکل شوه او انسکيمب دلته په ۱۹۸۶ز کال کې تر تقاعد پورې يې خدمت وکړ. هغه په ۱۹۶۷ز کال کې د بريتانوي اکاډمۍ د همکارې په توګه وټاکل شوه او په ۱۹۷۹ز کا ل کې د هنرونو او علومو امریکايي اکاډمۍ بهرنۍ ویاړمنه (افتخاري) غړې شوه.[۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 120712016  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118889102 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/anscombe-gertrude-elizabeth-margaret — subject named as: Gertrude Elizabeth Margaret Anscombe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2534 — subject named as: G. E. M. Anscombe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/173011 — subject named as: Gertrude Elizabeth Margaret Anscombe
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/173011 — subject named as: Gertrude Elizabeth Margaret Anscombe — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ دوتنه: Diané Collinson — سرليک: Biographical Dictionary of Twentieth-Century PhilosophersISBN 978-0-415-06043-1
  8. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118889102 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  9. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/18636387
  10. (په 2001-01-13 باندې). G. E. M. Anscombe, 81, British Philosopher. The New York Times.
  11. "Ninety-four pages & then some: Roger Teichmann interviewed by Richard Marshall". 3:16 (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۲۱. Anscombe's paper was rightly credited with having helped start up the renewed interest in Aristotelian ethics, an interest which produced what is now often called 'virtue ethics'. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Wiseman, Rachael (2015-01-01). "Anscombe's Intention". Jurisprudence. 6 (1): 182–193. doi:10.5235/20403313.6.l.182 (غير نشط 28 February 2022). ISSN 2040-3313. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Stoutland, Frederick (2011). "Introduction: Anscombe's Intention in Context". Essays on Anscombe's Intention. Anton Ford, Jennifer Hornsby, Frederick Stoutland. Cambridge, Mass.: Harvard University Press. د کتاب پاڼي 1–22. doi:10.4159/harvard.9780674060913.intro. OCLC 754715004. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-06091-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. کينډۍ:Cite ODNB
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ ۱۵٫۳ Teichman, Jenny (2003). Thompson, F.M.L (المحرر). Gertrude Elizabeth Margaret Anscombe, 1919–2001 (PDF). Proceedings of the British Academy, Volume 115 Biographical Memoirs of Fellows, I (په انګلیسي ژبه کي). British Academy. doi:10.5871/bacad/9780197262788.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-175421-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Teichmann, Roger (2008). "Introduction". The Philosophy of Elizabeth Anscombe. Oxford: Oxford University Press. OCLC 269285454. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-153845-2. The philosophy examiners wanted to give her a First ... but the ancient history examiners would agree to this only on condition that she showed a minimum knowledge of their subject in a viva voce (oral) examination. Anscombe's performance ... was less than spectacular... To the last two questions she answered 'No', these being 'Can you give us the name of a Roman provincial governor?' and (in some desperation) 'Is there any fact about the period you are supposed to have studied which you would like to tell us?' The examiners cannot have been well pleased, but somehow or other ended up being persuaded by the philosophers ... As Michael Dummett writes in his obituary ... 'For the [ancient historians] to have yielded, her philosophy papers must have been astonishing'. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Drury, M. O'C. (Maurice O'Connor) (21 September 2017). The selected writings of Maurice O'Connor Drury : on Wittgenstein, philosophy, religion and psychiatry. Hayes, John (Professor of Philosophy). London. د کتاب پاڼي 407–409. OCLC 946967786. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4742-5636-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Monk, Ray. (1990). Ludwig Wittgenstein : the duty of genius (الطبعة 1st American). New York: Free Press. د کتاب پاڼي 497–498. OCLC 21560991. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-02-921670-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Driver, Julia (2018), "Gertrude Elizabeth Margaret Anscombe", in Zalta, Edward N. (المحرر), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Spring 2018), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. The Oxford handbook of Wittgenstein. Kuusela, Oskari., McGinn, Marie. Oxford: Oxford University Press. 2011. د کتاب پاڼي 715 (fn.2). OCLC 764568769. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-928750-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  21. Teichman, Jenny (2003). Thompson, F.M.L (المحرر). Gertrude Elizabeth Margaret Anscombe, 1919–2001 (PDF). Proceedings of the British Academy, Volume 115 Biographical Memoirs of Fellows, I (په انګلیسي ژبه کي). British Academy. doi:10.5871/bacad/9780197262788.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-175421-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Driver, Julia (2018), "Gertrude Elizabeth Margaret Anscombe", in Zalta, Edward N. (المحرر), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Spring 2018), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. MEYERS, DIANA TIETJENS (2008). "Anscombe, Elizabeth". The Oxford encyclopedia of women in world history. Smith, Bonnie G. (ed.). Oxford [England]: Oxford University Press. OCLC 167505633. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-514890-9. Anscombe ... opposed Britain's entry into World War II on the grounds that fighting the war would certainly involve killing noncombatants. When Oxford decided to award the U.S. president Harry Truman an honorary degree in 1956, Anscombe protested vigorously, arguing that the atomic bombing of innocent civilians at Hiroshima and Nagasaki disqualified him for such an honor. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Elizabeth Anscombe // de Nicola Center for Ethics and Culture // University of Notre Dame". ethicscenter.nd.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۹. Anscombe ... was a vigorous opponent of the use of nuclear weapons and led a protest of Oxford's awarding a degree to President Harry Truman on the grounds that a mass-murderer should not be so honored. She was also a fierce opponent of abortion; on one occasion late in her life, she had to be dragged bodily by police away from a sit-in at an abortion clinic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Wiseman, Rachael (2016). "The Intended and Unintended Consequences of Intention" (PDF). American Catholic Philosophical Quarterly. 90 (2): 207–227. doi:10.5840/acpq201622982. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۹. On 1st May 1956, Oxford University's Convocation ...considered nominations for honorary degrees ... One of the nominations was Harry S. Truman ... Anscombe ..."caused a small stir" ... by arguing that the nomination should be rejected on the grounds that Truman was guilty of mass murder ... Anscombe's speech did not persuade ...The House was asked to indicate its attitude toward the nomination, and showed overwhelming support. ... On 20th June, Truman was awarded his honorary degree الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 2001-01-06 باندې). Professor G E M Anscombe. The Daily Telegraph.کينډۍ:Cbignore
  27. Gormally, L. – Kietzmann, C. – Torralba, J. M., Bibliography of Works by G.E.M. Anscombe, Seventh Version – June 2012 The date in CP is "1957" and there is no date in the original pamphlet. However, according to the facts it must have been published in 1956. The Honorary Degree was conferred on June 20th. 1956 and the Bodleian stamp of the pamphlet is "11 July 1956". See Torralba, J. M., Acción intencional y razonamiento práctico según G.E.M. Anscombe, Pamplona: Eunsa, 2005, pp. 58-61.
  28. "G. E. M. Anscombe "Mr. Truman's Degree"". 1956. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Rare Pics Surface of Elizabeth Anscombe Arrested for Blocking Abortion Clinic". ChurchPOP (په انګلیسي ژبه کي). 2016-10-18. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Book of Members, 1780–2010: Chapter A" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)