جيمز ماډيسن
| جيمز ماډيسن | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۱۶ مارچ ۱۷۵۱[۲][۳][۴][۵] |
| مړینه | 28 جون 1836 (85 کاله)[۶][۲][۷][۸][۳][۴][۵] |
| د مړینې لامل | زړه نابری |
| تابعیت | |
| قد | 1.63 متر ، 163 سانتي متره |
| دين | ډئيزم [۹] |
| ګوند | ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند |
| رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
| واک | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال [۱۰]، ليکوال [۱۱]، ډیپلوماټ ، فیلسوف ، قانونپوه |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲][۱۲]، لاتيني ژبه ، فرانسوي ژبه ، عبراني ژبه ، يوناني ژبه |
| لاسليک | |
| سمول |
|
جيمز ماډيسن (۱۷۵۱ د مارچ ۱۶مه – ۱۸۳۶ز- د جون ۲۸) يو امریکايي سياستدان، ديپلومات، پراختيا غوښتونکی، فيلسوف او د متحده ايالاتو د جوړوونکو له ډلې و، چا چې له ۱۸۰۹ز څخه تر ۱۸۱۷ز پورې د متحده ايالاتو د څلورم ولسمشر په توګه دنده تر سره کړه. د متحده ايالاتو د اساسي قانون او متحده ايالاتو د حقوقو د منشور د لیکلو او خپرولو په برخه کې د هغه مهمې ونډې ته په کتنې سره «د اساسي قانون پلار» په توګه د هغه ستاينه کېږي. هغه د فدرالي پاڼو په لیکلو کې برخه درلوده، ديموکراتيک-جمهوري ګوند يې جوړ کړ او له ۱۸۰۱ز څخه تر ۱۸۰۹ز پورې يې د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د پنځم وزير په توګه کار وکړ.
د ويرجينيا په يوې وتلې کروندګرې کورنې کې زېږېدلی ماډيسين، د امريکا د انقلابي جګړې په اوږدو کې او له جګړې وروسته د ويرجينيا د استازو د جرګه ګۍ او لویې وچې د کانګريس د غړي په توګه کار وکړ. هغه د کانفدريشن د اصولو پر بنسټ له رامنځته شوي کمزوري حکومت څخه خوښ نه و او د اساسي قانون د کنوانسيون په جوړولو کې يې مرسته وکړه، د کوم په پايله کې چې نوی اساسي قانون جوړ او د کانفدريشن د اصولو ځای ناستی شو. د ماډيسن د ويرجينيا طرحې د اساسي قانون د مذاکراتو لپاره د بنسټ په توګه کار وکړ او هغه د دې کنوانسيون يو له تر ټولو اغېزناکو شخصيتونو څخه و. ماډيسن د اساسي قانون د تصويب په خوځښت کې يو مشر شخص و، هغه له الکساندر هميلټن او جان جای سره په شریکه فدراليست پاڼې ولیکلې، دا د اساسي قانون د تصويب پر پلوۍ د لیکنو يوه لړۍ وه، کوم چې د امریکا په تاريخ کې د سياسي علومو تر ټولو اغېزناک آثار و.
د اساسي قانون تر تصويب وروسته، ماډيسن د متحده ايالاتو د استازو په جرګه کې د يوه مهم مشر په توګه راڅرګند شو او د ولسمشر جورج واشنګټن د نژدې سلاکار په توګه یې دنده تر سره کړه. هغه د متحده ايالاتو د حقوقو د منشور د تصويب تر شا مرکزي ځواک و، کوم منشور چې په اساسي قانون کې فردي خپلواکي او حقوق تضمينوي. د ۱۷۹۰يمو کلونو په لومړيو کې ماډيسن د هغه اقتصادي ځواک د مرکزي کولو طرحې مخالفت وکړ چې د خزانې وزير الکساندر هميلټن غوره کړې وه. هغه له تاماس جفرسن سره يو ځای ديموکراتيک-جمهوري غوښتونکی ګوند منظم کړ، دا او د هميلټن فدراليست ګوند په هېواد کې لومړي ستر سياسي ګوندونه وو. کله چې جفرسن د ۱۸۰۰ز کال د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، ماډيسن له ۱۸۰۱ څخه تر ۱۸۰۹ز کال پورې د هېواد د بهرنيو چارو د وزير په توګه دنده تر سره کړه. د دې دندې پر مهال، هغه د لويزيانا د پيرلو چاره تر څار لاندې نيولې وه، کوم چې د متحده ايالاتو اندازه دوه برابره کړه.
ماډيسن د ۱۸۰۸ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جفرسن ځای ناستی شو. له هغې وروسته چې ديپلوماتيکو اعتراضونو او سوداګريزو بنديزونو پر امريکايي بېړيو د بریتانيې واک پای ته ونه رساوه، هغه په ۱۸۱۲ز کال کې متحده ايالات په جګړه کې ښکېل کړل. دا جګړه يو غشی و او بې له کومې پايلې پای ته ورسېده، خو ډېرو امريکايانو دې جګړې ته د بریتانيې پر ضد «د آزادۍ د دویمې بريالۍ جګړې» په سترګه کتل. دې جګړې ماډيسن د يوه پياوړي مرکزي حکومت اړتيا ته قانع کړ. هغه په ۱۸۱۶ز کال کې د متحده ايالاتو د دویم بانک د جوړولو او ملاتړې تعرفې د تصويب مشري په غاړه درلوده. د تړون يا جګړې له لارې د ماډيسن ولسمشرۍ له متحده ايالاتو سره د امريکايي-هندي درويشت ميليونه جريبه ځمکه يو ځای کړه. هغه په ۱۸۱۷ز کال کې له دندې څخه تقاعد شو او په ۱۸۳۶ز کال کې ومړ. ماډيسن کله هم خپل جمهوري شخصي باورونه د مريانو له ملکيت سره يو ځای نه کړل. ماډيسن د متحده ايالاتو د جوړوونکو له جملې يوه مهمه څېره بلل کيږي اوتاريخ پوهان هغه په درجه بندۍ کې له منځنۍ درجې پورته ولسمشر بللی دی.
ژوند ليک
[سمول]د ژوند لومړي کلونه او زده کړې
[سمول]جيمز ماډيسند ۱۷۵۱ز کال د مارچ په شپاړسمه نېټه د ويرجينيا مستعمرې اړوند د «پورټ کانوی» سره نژدې په «بيل ګروو» کې زېږېدلی و، د پلار نوم يې «جيمز ماډيسن ايس ار» او د مور نوم يې «نلي کانوی ماډيسن» و. د هغه کورنۍ د ۱۶۰۰ز کلونو له نيمايي څخه په ويرجينيا کې ژوند کاوه. ماډيسن د اوو وروڼو او څلورو خویندو په منځ کې رالوی شو، چې يوازې شپږ يې بلوغ ته ورسېدل. د هغه پلار د تمباکو کروندګر و، په هغه کروندځای کې رالوی شو، چې وروسته ورته د «ماونټ بليزانت» نوم ورکړل شو او کله چې بلوغ ته ورسېد، همدا ځای ورته په میراث کې پاتې شو. د سلو مريانو او پنځه زره جريبه ځمکې په لرلو سره د ماډيسن پلار په «پيډامينټ» کې تر ټولو زياتو ځمکو لرونکې او مخکښ استوګن و. د ماډيسن مورنی نیکه د تمباکو پياوړی کروندګر او سوداګر و. د ۱۷۶۰مو کلونو په منځ کې د ماډيسن کورنۍ نوي جوړ کړي کور ته وکوچېده، چې دوی د «مونتپيلر» نوم و رکړی و.[۱۳][۱۴][۱۵]
له يوولس کلنۍ څخه تر شپاړس کلنۍ پورې ماډيسن له ډونالډ روبرټسن سره زده کړې وکړې، ډونالډ يو سکاټلنډی ښوونکی و، چې په سويل کې يې د نومياليو کروندګرو کورنيو ته زده کړې ورکولې. ماډيسن رياضيات، جغرافيه، نوي او لرغونې ژبې زده کړې – هغه په ځانګړي ډول په لاتيني ژبه کې فوق العاده پوهه درلوده. په شپاړس کلنۍ کې ماډيسن مونټپيلر ته راستون شو، چېرې چې هغه د پوهنځي لپاره د چمتووالي په موخه له توماس مارتين سره زده کړې وکړې. په داسې حال کې چې هغه مهال ډيری ويرجينيايان اړ وو، چې پوهنځی ولولي، ماډيسن د ويليام اوماري پوهنځي ته نه دي تللي، دا پوهنځی د «ويليامزبورګ» په هوارو ځمکو کې و، د کوم ځای د اب و هوا په اړه چې باور دا و چې د ساري ناروغيو د اخته کېدو شونتيا په کې زیاته ده او فکر کېده چې د هغه نازکې روغتيا ته به زيان ورسوي. د دې پر ځای، په ۱۷۶۹ز کال کې يې په پرينسيټون کې د لېسانس په دوره کې داخله واخسته (وروسته دا پوهنځی په رسمي ډول د نيو جرسي په پوهنځي ونومول شو).[۱۶][۱۷][۱۸]
په پرنسيټون کې د هغه په زده کړو کې لاتيني، يوناني، الاهیات او ذهني روښانتيا شاملې وې. په ويناوالۍ او بحث يې زيات ټينګار کاوه؛ ميډيسن د امريکا د «ويګ» ټولنې مخکښ غړی و، چې په پوهنتون کې يې د خپلې سيالې سياسي کليوسوفيک ټولنې سره سيالي کوله. په پرينسيټون کې د هغه نژدې ملګری راتلونکی لوی څارنوال وليام براډفورډ و. ماډيسن له خپل بل ټولګيوال سره يو ځای د زده کړې سخت پروګرام په غاړه واخيست او د پوهنځي د درې کلونو د فنونو لېسانس سند يې يوازې په دوه کلونو کې بشپړ کړ او په ۱۷۷۱ز کال کې فارغ شو. ماډيسن په دې فکر کړی و، چې له فراغت وروسته به يا د روحانيت ټولنې ته ننوځي يا به وکالت کوي، بيا هم په پريسنټن کې پاتې شو، تر څو د پوهنځي د رئيس جان ويترسپون تر څار لاندې عبري ژبه او سياسي فلسفه ووايي. هغه د ۱۷۷۲ز په لومړيو کې په مونپلير کې خپل کور ته راستون شو.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د فلسفې او اخلاقو په اړه د ماډيسن اندونه په پیاوړي ډول د ويترسپون له خوا ترتيب شوي وو، چا چې ماډيسن فلسفې، ارزښتونو او د روښانتيا په نوي عصر کې د فکر کولو په ډولونو بدل کړ. ژوند لیک ليکونکی «ټرنس بال» ليکلي دي چې:
ماډيسن په پرينسيټون کې د روښنايۍ په ازادۍ کې ډوب شو او دا اند يې د اتلسمې پېړۍ په سخت دريځه سياسي اند بدل کړ. له هماغه وخته راوروسته د جيمز ماډيسن اندونه، د انسان د خوښۍ حقوقو ته وده ورکوي او د هغه زياتې فعالې هڅې په بشپړې مېنې سره د مدني او سياسي خپلواکۍ خدمت کوي.[۲۴]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118730029 — خپرېدونېټه: ۲۹ جنوري ۲۰۲۳ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb120252598 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/madison-james — سکالو پېژند: James Madison — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=madison — سکالو پېژند: James Madison
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=james;n=madison;oc=1 — سکالو پېژند: James Madison
- ↑ پیوستون : 118730029 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/James-Madison — سکالو پېژند: James Madison — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/James-Madison — سکالو پېژند: James Madison — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Madison, James (05 March 1751–28 June 1836), "the father of the Constitution" and fourth president of the United States — خپور کړی: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.0300303
- ↑ Stanford Encyclopedia of Philosophy ID: https://plato.stanford.edu/entries/enlightenment/ — وينا: Deism plays a role in the founding of the American republic as well. Many of the founding fathers (Jefferson, Franklin, Madison, Paine) author statements or tracts that are sympathetic to deism; and their deistic sympathies influence the place given (or not given) to religion in the new American state that they found.
- ↑ https://history.house.virginia.gov/search
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/14588771
- ↑ "The Life of James Madison". James Madison's Montpelier. ترلاسهکېدو نېټه October 21, 2017.
- ↑ Ketcham 1990, p. 5.
- ↑ Ketcham 2002، م. 57.
- ↑ Boyd-Rush, Dorothy. "Molding a founding father". Montpelier. ترلاسهکېدو نېټه March 25, 2013.
- ↑ "The Life of James Madison". The Montpelier Foundation. ترلاسهکېدو نېټه February 14, 2017.
- ↑ Feldman 2017, pp. 3–7
- ↑ Feldman 2017, pp. 5–6
- ↑ Ketcham, Ralph (2003). James Madison: A Biography. Newtown, CT: American Political Biography Press. p. 35.
- ↑ Ketcham, Ralph (2003). James Madison: A Biography. Newtown, CT: American Political Biography Press. p. 34.
- ↑ Feldman 2017, pp. 4–5
- ↑ Ketcham 1990, p. 51
- ↑ Ball, Terence (2017). کې James Madison. Taylor & Francis. pp. 45–46.
{{cite book}}: Check|url=value (help)
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- 1836ز مړينې
- 28 جون مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P140
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- CS1 errors: URL

