جولیا وارډ هاو
| جولیا وارډ هاو | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۲۷ می ۱۸۱۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹] نيويارک |
| مړینه | 17 اکتوبر 1910 (91 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۱۰][۶][۷][۸] |
| تابعیت | |
| رکنیت | امریکا د هنرونو او ادبیاتو اکاډمي |
| ميړه | سامويل ګريډلي هاو (۱۸۴۳–)[۱۱] |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | شاعر ، ليکوال [۱۲][۱۳]، ټولنیز فعال |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱۴]، اېټاليايي ژبه ، فرانسوي ژبه ، يوناني ژبه |
| د کړنې څانګه | شعر |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB مخونو[۱۵] | |
| سمول |
|
جولیا وارډ هاو (د ۱۸۱۹ ز کال د مې ۲۷مه – د ۱۹۱۰ ز کال د اکتوبر ۱۷مه) یوه امریکايۍ شاعره او لیکواله وه چې د «جمهوریت د جګړې سندرې» د لیکلو او په ۱۸۷۰ ز کال کې د مور د ورځې لپاره د سولې غوښتنې د اصلي اعلامیې د لیکلو له امله مشهوره شوه. اغلې هاو د تور پوستو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو پلوۍ او ټولنیزه فعاله هم وه، په ځانګړې توګه د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو لپاره. [۱۶]
د ژوند لومړي وختونه او زدهکړې
[سمول]هاو په نیویارک ښار کې وزېږېده. د مور او پلار د ۷ بچیانو په ډله کې ۴مه بچۍ وه. پلار یې «ساموېل وارډ» نومېده، چې د «وال سټرېټ» ونډهوال، بانکوال او کلک کالوينېست و. مور یې «جولیا راش کاټلر وارډ» هم شاعره وه. کله چې هاو پنځه کلنه وه، مور یې د زېږون پر مهال مړه شوه.[۱۷]
هاو تر شپاړس کلنۍ پورې، د خصوصي ښوونکو په مرسته او د ځوانو نجونو په ښوونځیو کې زدهکړې وکړې. مشر ورور یې «ساموېل کاټلر وارډ» اروپا ته سفر وکړ او کور ته یې یو خصوصي کتابتون راوړ. هاو په دغه کتابتون کې، هغو کتابونو ته لاسرسی درلود چې ډېری یې له کالوېنېستي نظریو سره په ټکر کې وو. دا یوه ښه لوستونکې شوه، ټولنیز او علمي کتابونه یې ولوستل. پلار یې یو بریالی بانکوال و او هاو هم له همدې امله له چارلېز ډېکنز، چارلېز سامنر او مارګرېټ فولر سره ولیدل.[۱۸][۱۹][۲۰]
ورور یې «سام» له اسټور کورنۍ سره واده وکړ [په متحدو ایالتونو او بریتانیا کې په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې په سوداګرۍ، ټولنه او سیاست کې مشهوره کورنۍ وه]، ده ته یې ډېره ټولنیزه آزادي ورکړه او دا آزادي یې له خور سره شریکه کړه. وروڼه او خویندې یې په ۱۸۳۹ ز کال کې د پلار، ورور «هنري»، د ساموېل د مېرمنې «امیلي» او نوي زېږېدلي ماشوم په مړینه ډېر غمجن شول. [۲۱]
شخصي ژوند
[سمول]که څه هم جولیا د پروټسټانټ کلیسا پلوۍ وه، خو په ۱۸۴۱ز کال کې توحیدپاله شوه. دې په بوسټون کې له «ساموېل ګرېډلي هاو» سره ولیدل چې ډاکتر او اصلاحغوښتونکی و او د «پرکینز» په نامه یې د ړندو لپاره ښوونځی جوړ کړی و. هاو له دې نه د واده غوښتنه وکړه. په ۱۸۴۳ ز کال کې دوی پر اتلس کاله سني توپیر سربېره واده وکړ. د اروپا په چکر کې يې لومړنی بچی وشو. د دوی وروستی بچی، په ۱۸۵۹ ز کال کې وزیږېد او دا مهال اغلې هاو څلوېښت کلنه وه. دوی شپږ بچیان لرل: «جولیا رومانا هاو»، «فلورانس ماریون هاو»، «هنري ماریون هاو»، «لورا الیزابېت هاو»، «موډ هاو» او «ساموېل ګرېډلي هاو». هاو د ناوللیکوال «فرانسیس ماریون کرافورډ» عمه وه. اغلې هاو ته واده په سر خوږي بدل شو. ځکه مېړه یې د دې لیکوالي نه منله او هر څه یې چې له لاسه کېدل ویې کړل، تر څو یې د پنځونو مخه ونیسي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
په ۱۸۵۲ ز کال کې یې د «روډ ایسلنډ» په پورتسموت سیمه کې له ۴.۷ هکتاره ځمکې سره یو «کلیوالي کور» واخیست، چې هغه یې «اوک ګلن» ونوماوه. دوی په بوسټون او نیوپورت کې د کورونو ساتلو ته دوام ورکړ، خو هر کال یې په «اوک ګلن» کې څو میاشتې تېرولې. [۲۶][۲۷][۲۸]
مسلکي مخینه
[سمول]لیکوالي
[سمول]اغلې هاو په ویناوو کې ګډون کاوه، بهرنۍ ژبې یې لوستې او نندارې او ډرامې یې لیکلې. هاو تر واده وړاندې په «نیویارک ریویو او تیولوجیکل ریویو» کې د «ګوته»، «شیلر» او «لامارټین» په اړه لیکنې خپرې کړې وې. د شعر لومړۍ ټولګه یې په مستعار ډول په ۱۸۵۳ ز کال کې خپره شوه. په دې شعري ټولګه کې شخصي شعرونه را ټول شوي وو او خاوند یې پرې خبر نه و، خاوند یې هغه مهال د «کامن وېلت» خپرنۍ اېډېټر و. دویمه مستعاره شعري ټولګه یې د (Words for the Hour) په نامه په ۱۸۵۷ ز کال کې خپره شوه. دې د «لینورا»، «ورلډ اون» او «هیپولیتوس» په څېر نندارو لیکلو ته دوام ورکړ. په دغو ټولو آثارو کې یې خپل ناوړه واده ته اشارې کړې دي.[۲۹][۳۰]
اغلې هاو د ماموریتونو په ګډون په ډېرو سفرونو لاړه. په ۱۸۶۰ز کال کې يې د «کوبا ته سفر» په نامه لیکنه خپره کړه، چې د ۱۸۵۹ ز کال د سفر په اړه یې وه. د تور پوستانو په اړه يې سپکې نظریې د «ویلیم لویډ ګریسون» غوصه را وپاروله، هغه د تور پوستانو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو پلوی و. هاو د غلامانو پر آزادۍ باور درلود، خو پر نژادي برابرۍ یې باور نه درلود. په ۱۸۶۰ ز کال کې په نیویارک ټرېبیون کې د نیوپورت ټولنو په اړه څو لیکنې هم خپرې شوې دي.[۳۱]
د هاو لیکوالۍ او آثارو خپرولو یې خاوند ډېر ځوراوه، دلیل یې څو ځله د مېرمنې په توګه د ښځې پر رول، خپل واده او په ټولنه کې د ښځې پر رول نیوکه وه. د دوی د واده ستونزې داسې کچې ته ورسېدې، چې په ۱۸۵۲ ز کال کې جلا شول. ساموېل یې چې کله خاوند شو، د هغې د املاکو د عاید بشپړ کنترول یې واخیست. په ۱۸۷۶ ز کال کې يې د خاوند له مړینې وروسته پام شو چې پر ځینو ناوړه پانګونو یې ډېرې پیسې له منځه تللې دي. [۳۲][۳۳][۳۴]
د هاو لیکوالي او ټولنیز فعالیتونه تر ډېره له روزنې او د ښځې او خاوند له ګډ ژونده پیلېږي. د هاو د ستونزمن واده او د هغې پر کار يې د اغېز په اړه ډېرې څېړنې شوې دي. [۳۵]
سیاست
[سمول]هاو د ۱۸۷۰یمې ز لسیزې په لومړیو کې د «ماساچوسټ» د والي لهخوا د سولې د قاضي په توګه معرفي شوه، خو له دې سره سره یې د ټاکل کېدو په اړه ګنګوسې موجودې وې، ځکه ډېری په دې باور وو چې، ښځه د دغه پوست لپاره مناسبه نه ده. په ۱۸۷۱ ز کال کې د ماساچوسټ سترې محکمې پرېکړه وکړه چې، ښځې د قانون جوړوونکي له څرګند جواز پرته هېڅ قضايي منصب نه شي لرلی، په پایله کې یې د سولې د قاضي په توګه د هاو انتصاب وځنډاوه. دغه کار د دې لامل شو، چې فعالان د داسې قانون د تصویب غوښتنه وکړي، چې ښځو ته د خپل مقام او منصبت د ترلاسه کولو اجازه ورکړي.[۳۶]
مړینه او میراث
[سمول]هاو د ۱۹۱۰ز کال د اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د سږو ناروغۍ له امله په خپل کور کې د ۹۱ کلونو په عمر مړه شوه. د ماساچوسټ ایالت په کمبرېج سیمه کې د «مونټ اوبورن» په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. د یادګار په مراسمو کې یې شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو د «جمهوریت د جګړې سندره» دې ته د درناوي په توګه زمزمه کړله، کټ مټ، لکه: د هغې په هره وینا کې به یې چې زمزمه کوله. [۳۷][۳۸][۳۹]
تر مړینې وروسته یې بچیانو په ۱۹۱۶ ز کال کې د ژوندلیک په برخه کې همکاري وکړه. د بیوګرافۍ لپاره یې د پولیټرز جایزه وګټله.[۴۰][۴۱]
د دې په نامه څو ځایونه نومول شوي دي:[۴۲]
- د شیکاګو په اسټین ټولنه کې د جولیا وارډ هاو په ویاړ یو ښوونځی نومول شوی.[۴۳]
- په میناپولیس کې یو ځای د دې په ویاړ نومول شوی. [۴۴]
- په ۱۹۱۳ ز کال کې د دې په ویاړ په فیلاډلفیا کې، د «جولیا وارډ هاو اکاډمیک پلس» ابتدايي ښوونځی هم د دې په نامه نومول شوی دي. [۴۵]
- په ۱۹۷۸ ز کال کې په «اوک ګلن» کې د دې کور، د تاریخي ځایونو په ملي نوملړ کې اضافه شو.[۴۶][۴۷]
جایزې او ویاړونه
[سمول]- اغلې هاو د ۱۹۰۸ ز کال د جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه، د ۸۸ کلونو په عمر لومړنۍ ښځه وه، چې د امریکا د هنر او ادبیاتو د اکاډمۍ غړیتوب ته ومنل شوه. [۴۸][۴۹]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb13596300k — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Julia-Ward-Howe — سکالو پېژند: Julia Ward Howe — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64b3354 — سکالو پېژند: Julia Ward Howe — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/516 — سکالو پېژند: Julia Howe — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ سکالو پېژند: Julia Ward Howe — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Howe,_Julia_Ward — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ سکالو پېژند: Julia Ward Howe — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=13956 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=wardj — سکالو پېژند: Julia Ward Howe
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/26917 — سکالو پېژند: Julia Ward Howe — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Latter-day Saint Literature database artist ID (archived): https://mormonarts.lib.byu.edu/people/julia-ward-howe
- ↑ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/840847 — سکالو پېژند: Julia Ward Howe — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Julia-Ward-Howe — سکالو پېژند: Julia Ward Howe — خپرېدونېټه: ۲ فېبروري ۲۰۲۵ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ سرليک: American Women Writers
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13596300k — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France
- ↑ MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/ed923caf-b8cc-4a37-8c1c-4ca94805e29a — خپرېدونېټه: ۶ سېپتمبر ۲۰۲۱ — خپروونکی: MetaBrainz Foundation
- ↑ "Julia Ward Howe". Oxford Learner's Dictionaries.
- ↑ کينډۍ:Cite ANB
- ↑ "Howe, Julia Ward (1819–1910)", Encyclopedia of the American Civil War: A Political, Social, and Military History. Santa Barbara: ABC-CLIO, 2000. Credo Reference. Web. 07 November 2013.
- ↑ "Julia Ward Howe Biography". ترلاسهکېدو نېټه 21 January 2014.
- ↑ Richards, Laura (1915). Celebration of Women Writers. Houghton Mifflin Company.
- ↑ Joann, Goodman. "Julia Ward Howe". خوندي شوی له the original on 2013-12-31.
- ↑ "Julia Ward Howe". National Women's History Museum.
- ↑ Biography Archived 2019-04-17 at the Wayback Machine. Dictionary of Unitarian & Universalist Biography
- ↑ Williams, Gary. Hungry Heart: The Literary Emergence of Julia Ward Howe. Amherst: University of Massachusetts Press, 1999: 33. ISBN 1-55849-157-0
- ↑ author., Showalter, Elaine (February 28, 2017). The civil wars of Julia Ward Howe : a biography. ISBN 978-1-4516-4591-0. OCLC 952647568.
{{cite book}}:|last=has generic name (help)CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ Martyris, Nina (16 March 2016). "Battle Hymn at the Dining Table: A Famous Feminist Subjugated Through Food". NPR. ترلاسهکېدو نېټه 2016-07-30.
- ↑ "Gardiner Public Library, Gardiner, Maine".
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ "Julia Ward Howe, Author of Battle Hymn, Spent Much of Her Life in Portsmouth". Zilian Commentary. March 24, 2014. ترلاسهکېدو نېټه 4 May 2017.
- ↑ کينډۍ:Cite ANB
- ↑ Williams, Gary. Hungry Heart: The Literary Emergence of Julia Ward Howe. Amherst: University of Massachusetts Press, 1999: 134–135. ISBN 1-55849-157-0
- ↑ "JULIA WARD HOWE (1819–1910)." Slavery in the United States: A Social, Political, and Historical Encyclopedia. Santa Barbara: ABC-CLIO, 2007. Credo Reference. Web. 14 November 2013.
- ↑ "Julia Ward Howe – National Women's Hall of Fame". National Women's Hall of Fame. ترلاسهکېدو نېټه 21 January 2014.
- ↑ "Open Collections Program: Women Working, Julia Ward Howe (1819–1910)". Women Working, 1800 – 1930. Harvard University Library. ترلاسهکېدو نېټه 21 January 2014.
- ↑ "Julia Ward Howe Biography". ترلاسهکېدو نېټه 21 January 2014.
- ↑ Lepore, Jill (29 February 2016). "'The Civil Wars of Julia Ward Howe,' by Elaine Showalter". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه 27 August 2020.
- ↑ Katz, Elizabeth D. (2021-07-30). "Sex, Suffrage, and State Constitutional Law: Women's Legal Right to Hold Public Office" (in انګليسي). Rochester, NY.
{{cite journal}}: Cite journal requires|journal=(help) - ↑ Ehrlich, Eugene and Gorton Carruth. The Oxford Illustrated Literary Guide to the United States. New York: Oxford University Press, 1982: 71. ISBN 0-19-503186-5
- ↑ Corbett, William. Literary New England: A History and Guide. Boston: Faber and Faber, 1993: 106. ISBN 0-571-19816-3
- ↑ Howe, Julia Ward (1819–1910)." Encyclopedia of the American Civil War: A Political, Social, and Military History. Santa Barbara: ABC-CLIO, 2000. Credo Reference. Web. 7 November 2013.
- ↑ Richards, Laura Elizabeth Howe; Elliott, Maud Howe; Hall, Florence Howe (1 January 1915). "Julia Ward Howe, 1819–1910". Houghton Mifflin – via Google Books.
- ↑ Ziegler, Valarie H. Diva Julia: The Public Romance and Private Agony of Julia Ward Howe. Harrisburg, PA: Trinity Press International, 2003: 11. ISBN 1-56338-418-3
- ↑ "Julia Ward Howe Stamp". Los Angeles Times (in American English). Associated Press. جنوري 23, 1987. ISSN 0458-3035. ترلاسهکېدو نېټه می 25, 2018.
- ↑ "About". Howe School of Excellence. Academy for Urban School Leadership. ترلاسهکېدو نېټه می 25, 2018.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ "Howe". City of Minneapolis, Minnesota.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ Moak, J.M. (May 1987). [[[:کينډۍ:NRHP-PA]] "Pennsylvania Historic Resource Survey Form: Julia Ward Howe School"] (PDF). ترلاسهکېدو نېټه 2012-06-16.
{{cite web}}: Check|url=value (help) - ↑ "NRHP nomination for Oak Glen" (PDF). Rhode Island Preservation. ترلاسهکېدو نېټه نومبر 3, 2014.
- ↑ "Back Bay East". Boston Women's Heritage Trail.
- ↑ "Julia Ward Howe". Songwriters Hall of Fame. خوندي شوی له the original on جنوري 21, 2021. ترلاسهکېدو نېټه می 26, 2018.
- ↑ National Women's Hall of Fame, Julia Ward Howe
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1910ز مړينې
- 17 اکتوبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P26
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- CS1 errors: generic name
- CS1 maint: multiple names: authors list
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه
- CS1 errors: missing periodical
- CS1 American English-language sources (en-us)
- CS1 errors: URL

