جوزف مک کارټي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
جوزف مک کارټي
جوزف مک کارټي

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Joseph Raymond McCarthy د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۴ نومبر ۱۹۰۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 2 مې 1957 (49 کاله)[۱][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) (۱۹۴۴–۱۹۵۷)
ديموکراتيک ګوند (۱۹۳۶–۱۹۴۴)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
قاضي[۹]   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۹۳۹  – ۱۹۴۲ 
قاضي[۹]   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۹۴۵  – ۲ مې ۱۹۵۷ 
عملي ژوند
دنده سياستوال
پوځي افسر
قاضي (۱۹۳۹–)[۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جگتورن
بريدمن  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جوزف مک کارټي

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جوزف ریمونډ مک کارټي (زوکړه: ۱۴ نومبر ۱۹۰۸ – مړینه: ۲ می ۱۹۵۷ زکال) امریکايي سیاستوال و چې له ۱۹۴۷ زکال څخه یې په ۱۹۵۷ زکال کې تر خپلې مړینې پورې د ویسکانسین ایالت د جمهوري غوښتونکي سناتور په توګه خدمت وکړ. مک کارټي د ۱۹۵۰ زکال په لومړیو کې په متحده ایالاتو کې د یوې دورې لپاره چې په پراخه کچه په کې د کمونېزم د پاشل کېدو په موخه د سړې جګړې ترینګالتیاو ته لمن ووهل شوه؛ په تر ټولو پېژندل شوې څېره واوښت. نوموړي د خپلې دغې ادعا له امله چې ګویا د متحده ایالاتو په فدرال اداره، پوهنتونونو، د فیلم په صنعت او نورو ځایونو کې ګڼ شمېر کمونېستانو او د شوروي جاسوسانو ځای موندلی؛ شهرت وموند. بالاخره د تور پورې کولو د هغو تاکتیکونو له امله چې ده کارول د متحده ایالاتو سنا نوموړی تنبیه کړ. د «مک کارټېزم» اصطلاح په ۱۹۵۰ زکال کې د هغه فعالیتونو ته په اشارې کولو رامنځته شوه او ډېر ژر د کمونېزم ضد فعالیتونو لپاره وکارول شوه. نن ورځ دغه اصطلاح په پراخه کچه د عامه افکارو د منحرف کوونکو، بې مورده او بې بنسټونو تورونو او همدارنګه د یو چا پر شخصیت او وطن پالنې باندې د برید کولو په معنا کارول کېږي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

مک کارټي چې د ویسکانسین په ګرانډ چوټ کې وزېږېد، په ۱۹۴۲ زکال کې سمندري ځواک ته شامل شو او هلته یې د بم غورځونکو الوتکو لپاره د اطلاعاتي افسر په توګه خدمت وکړ. د دویمې نړیوالې جګړې وروسته هغه د جګړنۍ رتبه ترلاسه کړه. هغه په دواطلب ډول د توپچي - څارونکي په توګه ۱۲ عملیات ترسره کړل چې ډېری یې خوندي و. له یوه عملیاتو ترسره کولو وروسته هغه ته اجازه ورکړل شوه چې څومره مهمات چې زړه یې غواړي کارولی شي، تر ډېره هم د نارګیل (کوپرې) په ځنګلونو باندې چې له امله یې هغه د «تعقیب کوونکي ښکاري جو یا Tail-Gunner Joe» لقب خپل کړ. وروسته بیا وویل شول چې د هغه د اتلولیو په یو شمېر ادعاو کې له جعل او مبالغې کار اخیستل شوی چې لامل وګرځېد منتقدین یې له دغې اصطلاح څخه په هغه د ریشخند وهلو په موخه کار واخلي.[۱۶][۱۷][۱۸]

مک کارټي په ۱۹۴۶ زکال کې رابرټ ام. لا فولت جونیر ته په ماتې ورکولو د متحده ایالاتو سنا ته لار وموند. په سنا کې د دریو بشپړ ناڅرګندو کلونو په تېرولو سره مک کارټي د ۱۹۵۰ زکال په فبروري کې هغه مهال شهرت ته ورسېد کله چې یې په خپله یوه وینا کې ادعا وکړه چې د متحده ایالاتو په بهرنیو چارو وزرات کې د «کمونېست ګوند او د هغو د جاسوسي کړۍ د غړو» نوملړ له ځان سره لري. نوموړي په ۱۹۵۰ زکال کې له خپلې دغې وینا څو کاله وروسته په بهرنیو چارو وزارت، د ولسمشر هري اس. ټرومن په اداره، امریکا غږ او د متحده ایالاتو په پوځ کې د کمونیستانو د نفوذ اړوند بله ادعا وکړه. هغه همدارنګه په دولت کې دننه او بهر د یو شمېر سیاستوالو پر وړاندې د کمونېزم اړوند له بېلابېلو تورونو لکه له کمونېزم سره د ملتیا، دولت ته د نه ژمنتیا او همدارنګه د جنسي جنایاتو له تورونو کار واخیست. په دغو تورنو کې همدارنګه د همجنسګرایانو اړوند د باج اخیستنې ګواښ هم شتون درلود ځکه هغه مهال همجنس ګرايي د قانون له مخې منع وه او تصور کېده چې له وګړو څخه د باج اخیستنې ګواښ زیاتوي.[۱۹][۲۰][۲۱]

په ۱۹۵۴ زکال کې د مک کارټي د پراخو تبلیغاتي ناستو نشرېدو او ورپسې په همدغه کال کې د وایومینګ د سناتور لسټر سي هانټ ځان وژنې د هغه محبوبیت او ملاتړ کم رنګه کړ. د ۱۹۵۴ زکال د ډسمبر په ۲ مه سنا په ۶۷ موافقو او ۲۲ مخالفو رایو سره نوموړی وغانده او له سنا څخه یې ویوست؛ له همدې امله نوموړی د هغو لږ شمېر سناتورانو په کتار کې راغی چې تر اوسه په دې ډول تنبیه شوي. له دې وروسته یې د خپلې مړینې تر مهاله د کمونېزم او سوسیالېزم پر خلاف ویناوو ته دوام ورکړ. نوموړی د ۱۹۵۷ زکال د مۍ په دویمه د مریلنډ د بتزدا سیمې په پوځي روغتون کې د ۴۸ کلونو په عمر ومړ. ډاکټرانو له دې وړاندې د هغه د ناوړه روغتیايي حالت اړوند راپور نه و ورکړی، خو یو شمېر ژوند لیک لیکونکي څرګندوي چې هغه په الکولو باندې د اعتیاد او یا هم زیات څښاک له امله مړ شوی.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

مک کارټي وروستنۍ جمهوري غوښتونکی و چې د متحده ایالاتو په سنا کې یې د ویسکانسین لومړۍ درجه څوکۍ خپله کړې وه.

مسلک[سمول]

مک کارټي په ۱۹۳۵ زکال کې د وکیلانو ډلې ته لار ومونده. په ۱۹۳۶ زکال کې هغه مهال چې نوموړي د ویسکانسین د شاوانو سیمې په یو حقوقي دفتر کې کار کاوه د یو دیموکرات په توګه یې د خپلې سیمې څارنوالۍ ته د رسېدو هڅه وکړه خو پاتې راغی.[۲۶]

په ۱۹۳۹ زکال کې هغه مهال چې مک کارټي د ویسکانسین قضایي پلاوې ته د لار موندو په موخه د لسمې ناحیې د محکمې غیرګوندي منتخبې څوکۍ ته ځان نوماند کړ، بریالی شو. هغه مک کارټي، ادګار وي. وارنر ته په ماتې ورکولو سره چې ۲۴ کاله قاضي پاتې شوی و؛ د دغه ایالت په تاریخ کې د قضايي پلاوي په تر ټولو ځوان غړي واوښت. هغه په خپلو ټاکنیزو سیالیو کې په درواغو ادعا وکړه چې د وارنر عمر ۶۶ کاله نه بلکې ۷۳ کاله دی او له همدې امله هغه د لوړ عمر لرلو له امله نه شي کولای په سمه توګه خپلو چارو ته ورسېږي. ټیډ مورګان په خپل کتاب «وارنر په سره کرښه کې: د شلمې پېړۍ په امریکا کې مک کارټېزم» کې لیکي: «وکیلان د هغه (وارنر) له دبدبې او ځان خوښونې څخه ستړي شوي و. د هغه فیصلې تر ډېره پورې د ویسکانسین د سترې محکمې له خوا رد کېدلې او هغه دومره ټنبل و چې په پریمانه کچه دوسیې ورته پاتې وې».[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د مک کارټي قضايي چارو په ځانګړې توګه د هغو پاتې شوو دوسیو په حل کولو کې چټکتیا چې له وارنر ورته پاتې شوې یو شمېر بحثونه راوپارول. ویسکانسین د طلاق په برخه کې سخت قوانین لرل، خو هغه مهال به چې مک کارټي ته د طلاق دوسیه وړاندې شوه، په ممکن نږدې مهال کې به یې هغه څېړله او همدارنګه به یې په اعتراضي طلاقونو کې د ماشومانو اړتیاو ته لومړیتوب ورکاوه. په یو شمېر نورو قضایاو کې به هغه د خپلې تجربې کمښت د یو حقوق پوه په توګه د مدافع وکیلانو په دقیقو توضیحاتو باندې په تکیه کولو سره جبران کاوه. د ویسکانسین سترې محکمې به هم د هغه له خوا د څېړل شویو دوسیو څخه ډېرې لږ رد کولې، خو په ۱۹۴۱ زکال کې د قیمتونو د تبدیل په یوه قضیه کې د شواهدو په ورکولو سره هغه جریمه کړای شو.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

پوځي خدمت[سمول]

په ۱۹۴۲ زکال کې ډېر ژر وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالات په دویمه نړیواله جګړه کې ښکېل شوه، مک کارټي؛ دې واقعیت ته په پام چې قضايي دفتر یې هغه له پوځي خدمت معاف کړ، خو د متحده ایالاتو له سمندریز ځواک سره مل شو. د هغه لوړو زده کړو نوموړی د افسرۍ په شرایطو برابر کړ او د لومړي بریدمن په توګه سمندریز ځواک ته شامل شو.[۳۶][۳۷]

د مورګان په خبره چې په ریډز کتاب کې یې لیکلې؛ څارنوال او قاضي اوربان پی. ون سوسټرن چې د مک کارټي ملګري او د کمپاین مدیر و د ۱۹۴۲ زکال په لومړیو کې د متحده ایالاتو په فعال هوايي ځواک کې شامل شو او مک کارټي ته یې وړاندیز وکړ: «اتل شه – په سمندري پوځ کې ځان شامل کړه». هغه مهال چې مک کارټي زړه نازړه و، ون سوسټرن ترې پوښتنه وکړه، «ستا وینه مرداره ده؟».[۳۸][۳۹][۴۰]

نوموړي د دیرشو میاشتو لپاره (اګست ۱۹۴۲ – فبروری ۱۹۴۵ زکال) په سولمون ټاپوګانو او بوګنویل کې د هوايي بم غورځونکو الوتکو لپاره د اطلاعاتي افسر په توګه خدمت وکړ او هغه مهال چې د ۱۹۴۵ زکال په اپرېل میاشت کې یې استعفا ورکړه د جګړنۍ رتبه یې لرله. هغه د توپچي - څارونکي په توګه ۱۲ عملیاتو ته دواطلب شو. دغه عملیات چې تر ډېره خوندي و له یوه وروسته یې اجازه ورکړل شوه هر څومره مهمات چې زړه یې غواړي کارولی یي شي په ځانګړې توګه د کوپرې په ونو باندې چې له امله یې «د تعقیب کوونکي ښکاري جو» لقب ترلاسه کړ. مک کارټي له جګړې وروسته د سمندري پوځ په ریزرف کې پاتې شو او د ډګرمنۍ تر رتبې ورسېد.[۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11958811p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/scripts/biodisplay.pl?index=M000315
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Joseph-McCarthy — subject named as: Joseph McCarthy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6xw4nph — subject named as: Joseph McCarthy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/691 — subject named as: Joseph McCarthy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/mccarthy-joseph-raymond — subject named as: Joseph Raymond McCarthy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0041612.xml — subject named as: Joseph Raymond McCarthy — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000003223 — subject named as: Joseph R. McCarthy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ http://bioguide.congress.gov/scripts/biodisplay.pl?index=M000315
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11958811p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. For a history of this period, see, for example: Caute, David (1978). The Great Fear: The Anti-Communist Purge Under Truman and Eisenhower. New York: Simon & Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-671-22682-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Fried, Richard M. (1990). Nightmare in Red: The McCarthy Era in Perspective |. New York: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-504361-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Schrecker, Ellen (1998). Many Are the Crimes: McCarthyism in America. Boston: Little, Brown. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-316-77470-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Youngblood, Denise J.; Shaw, Tony (2014). Cinematic Cold War: The American Struggle for Hearts and Minds. United States of America: University Press of Kansas. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0700620203. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Feuerherd, Peter (2 December 2017). "How Hollywood Thrived Through the Red Scare". JSTOR Daily. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. The American Heritage Dictionary (2000) defines "McCarthyism" as "the practice of publicizing accusations of political disloyalty or subversion with insufficient regard to evidence" and "the use of unfair investigatory or accusatory methods in order to suppress opposition". Webster's Third New International Dictionary, Unabridged (1961) defines it as "characterized chiefly by opposition to elements held to be subversive and by the use of tactics involving personal attacks on individuals by means of widely publicized indiscriminate allegations especially on the basis of unsubstantiated charges".
  15. Onion, Rebecca, We're Never Going to Get Our “Have You No Sense of Decency, Sir?” Moment, Slate, July 26, 2018
  16. Garraty, John (1989). 1,001 Things Everyone Should Know About American History. New York: Doubleday. p. 24
  17. O'Brien, Steven (1991). Santa Barbara, ABC-CLIO, p. 265
  18. "Connecticut Cartoonists #5: The Philosopher of Okefenokee Swamp". The Comics Journal. June 22, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Communists in Government Service, McCarthy Says". United States Senate History Website. د لاسرسي‌نېټه March 9, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. McDaniel, Rodger E. (2013). Dying for Joe McCarthy's Sins: The Suicide of Wyoming Senator Lester Hunt. Cody, WY: WordsWorth Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0983027591. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Simpson, Alan K.; McDaniel, Rodger (2013). "Prologue". Dying for Joe McCarthy's Sins: The Suicide of Wyoming Senator Lester Hunt. WordsWorth Press. د کتاب پاڼې x. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0983027591. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. McDaniel, Rodger. Dying for Joe McCarthy's Sins
  23. McCarthy's death certificate
  24. Ted Lewis (May 3, 1957). "Joseph McCarthy, the controversial senator, dies at 48 in 1957". New York Daily News. د لاسرسي‌نېټه August 19, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Reprinted May 1, 2016
  25. See, for example:Oshinsky, David M. (2005) [1983]. A Conspiracy So Immense: The World of Joe McCarthy. New York: Free Press. د کتاب پاڼي 503–504. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-515424-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Reeves, Thomas C. (1982). The Life and Times of Joe McCarthy: A Biography. New York: Stein and Day. د کتاب پاڼي 669–671. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-56833-101-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Herman, Arthur (2000). Joseph McCarthy: Reexamining the Life and Legacy of America's Most Hated Senator. New York: Free Press. د کتاب پاڼي 302–303. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-684-83625-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Oshinsky explains this (p. 17) as resulting partially from the financial pressures of the Great Depression. He also notes (p. 28) that even during his judgeship, McCarthy was known to have gambled heavily after hours. Oshinsky, David M. (2005) [1983]. A Conspiracy So Immense: The World of Joe McCarthy. New York: Free Press. د کتاب پاڼي 17, 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-515424-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Judge on Trial, McCarthy – A Documented Record, The Progressive, April 1954 Archived May 11, 2011, at the Wayback Machine.
  28. The Wisconsin Legislative Reference Library (1940). "The Wisconsin Blue Book". Wisconsin Blue Books (Madison, WI: State of Wisconsin). http://digicoll.library.wisc.edu/cgi-bin/WI/WI-idx?type=article&did=WI.WIBlueBk1940.i0003&id=WI.WIBlueBk1940&isize=M. 
  29. Commire, Anne (1994). Historic World Leaders: North & South America (M–Z). Gale Research Incorporated. د کتاب پاڼې 492. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0810384132. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Herman, Arthur (2000). Joseph McCarthy: Reexamining the Life and Legacy of America's Most Hated Senator. The Free Press A Division of Simon and Schuster. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0684836256. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Morgan, Ted (2003). Reds: McCarthyism In Twentieth-Century America. New York: Random House. د کتاب پاڼې 328. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-679-44399-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) In turn citing Michael O'Brien, McCarthy And McCarthyism in Wisconsin. Columbia, Mo. 1980.
  32. Oshinsky, David M. (2005) [1983]. A Conspiracy So Immense: The World of Joe McCarthy. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-515424-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Morgan, Ted (2003). Reds: McCarthyism In Twentieth-Century America. New York: Random House. د کتاب پاڼې 330. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-679-44399-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Oshinsky, David M. (2005) [1983]. A Conspiracy So Immense: The World of Joe McCarthy. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-515424-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Ryan, James G.; Schlup, Leonard (2006). Historical Dictionary of the 1940s. M.E. Sharpe, Inc. د کتاب پاڼې 245. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0765621078. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Belknap, Michal R. (2004). The Vinson Court: Justices, Rulings, and Legacy. Santa Barbara, CA: ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 214. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-542-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. O'Connell, Aaron B. (2012). Underdogs: The Making of the Modern Marine Corps. Cambridge: Harvard University Press. د کتاب پاڼې 109. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-05827-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Herman, Arthur (2000). Joseph McCarthy: Reexamining the Life and Legacy of America's Most Hated Senator. The Free Press: A Division of Simon and Schuster. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0684836256. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Morgan, Ted (2004). Reds: McCarthyism in Twentieth-Century America. Random House. د کتاب پاڼې 420. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0812973020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Morgan, Ted (2003). Reds: McCarthyism In Twentieth-Century America. New York: Random House. د کتاب پاڼې 338. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-679-44399-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Morgan again cites Michael O'Brien, writing in McCarthy And McCarthyism in Wisconsin.
  41. Oshinsky describes the nickname "Tail-Gunner Joe" as the result of McCarthy's wish to break the record for most live ammunition discharged in a single mission.Oshinsky, David M. (2005) [1983]. A Conspiracy So Immense: The World of Joe McCarthy. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-515424-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Morgan, Ted (2003). Reds: McCarthyism in Twentieth-Century America. New York: Random House. د کتاب پاڼې 341. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8129-7302-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. کينډۍ:Cite magazine