جبهة النصرة (وسله واله ډله)
د النصره جبهه [pashto-alpha ۱] چي په عربي کي ورته جبهة النصرة وایي، [pashto-alpha ۲] یو سلفي جهادي سازمان دی چي د سوریې په کورنۍ جګړه کي د سوریې د حکومتي ځواکونو په وړاندې جنګیږي. د دې سازمان موخه ددوی په وینا د ولسمشر بشارالاسد نسکورول او په سوریه کي د شرعي قوانینو له مخي د اسلامي دولت جوړول دي. [۱]
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| هېواد |
| د ړنګېدو وخت | |
|---|---|
| جګړه |
| برخه د |
|---|
| بنسټګر |
|---|
یاد سازمان په 2012 کي رامینځته سو، او د هغه کال په نومبر کي واشنګټن پوسټ د یاغیانو "تر ټولو خوځنده او بریالئ" سازمان وباله. [۳] پداسي حال کي چي د سوریې د انقلاب سیکولر او دیموکراتیک پلوه یاغیانو ډلو لکه د آزادې سوریې پوځ د اسد کورنۍ د لسیزو اوږدې واکمنۍ د پای ته رسولو هیله درلودل، د النصره جبهې هم پخپل وار سره د اسد تر نسکورېدلو وروسته سوریه کي د اسلامي ځواکونو د یووالي غوښتنه وکړه. جبهة النصره د سوریې د اپوزیسیون د ملاتړ لپاره نړیوالي مرستي د " امپریالیزم " په توګه وغندلې، او دا کار یې په سوریه کي د خپلو اسلامپالو اهدافو لپاره د اوږدمهاله ګواښ په توګه وګاڼه. [۱]
د ۲۰۱۲ کال په ډسمبر کي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه سازمان د « بهرني تروریستي سازمان » په توګه اعلان کړ. ورپسې د ۲۰۱۳ کال د اپریل په میاشت کي النصره جبهه په رسمي توګه د القاعدې د عمومي څانګي په توګه هله وبلل سوه، [۴] کله چي ایمن الظواهري د ابوبکر البغدادي د جبري ادغام هڅه رد کړه، او داعش یې له القاعدې بېل وباله. [۵] د ۲۰۱۶ کال په جولای کي النصره جبهې خپل نوم له جبهة النصرة څخه جبهة فتح الشام ("د شام د فتحي محاذ") ته واړاوه او ددې ترڅنګ یې له القاعدې سره اړیکي هم پرې کړې. [۶] [۷]
دا النصرة اعلان د ایمن الظواهري سخت غبرګون له ځان سره درلود، او دا یې د "نافرمانۍ د عمل" په توګه وغندی. [۸] د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۸ مه د احرار الشام او نورو یاغی ډلو سره تر تاوتریخوالو وروسته جبهة فتح الشام (JFS) د څلورو نورو ډلو سره یوځای سوه ترڅو د هیئة التحریر الشام (HTS) یوه نوې سني اسلام پاله وسله واله ډله جوړه کړي. [۹] اوسنۍ تحریر الشام ډله له القاعدې شبکې سره هر ډول اړیکي ردوي او په یوه بیان کي یې ویلي دي چي دوی "یو خپلواکه اداره ده او د پخوانیو سازمانونو یا ډلو پراختیا نه ده". [۱۰]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ . 8 January 2013.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ سرچينې تړی: https://rewardsforjustice.net/de/rewards/muhammad-al-jawlani/.
- ↑ . 30 November 2012.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ . 25 November 2013.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ . 8 November 2013.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help) - ↑ . 28 July 2016.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ . 28 July 2016.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ . February 2018.
{{cite journal}}: Cite journal requires|journal=(help); Missing or empty|title=(help) - ↑ . 28 January 2017.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help) - ↑ . 10 February 2017.
{{cite web}}: Missing or empty|title=(help); Missing or empty|url=(help)
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- هغه پاڼې چې د P1448 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P576 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P607 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P112 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP154
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- CS1 errors: missing title
- CS1 errors: requires URL
- CS1 errors: missing periodical