جان کېنېث ګالبرېث

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان کېنېث ګالبرېث
(انګلیسي: John Kenneth Galbraith د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان کېنېث ګالبرېث
جان کېنېث ګالبرېث

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ اکتوبر ۱۹۰۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
مړینه 29 اپرېل 2006 (98 کاله)[۱۵][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا
د امریکا متحده ایالات (۱۹۳۷–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ډیپلوماټ
سياستوال
ليکوال [۱۶]
سفارت [۱۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۷][۱۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه وټپوهنه [۱۹]
ديپلوماسي [۱۹]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک د کينز اقتصاد   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان کېنېث ګالبرېث د OC  (په کاناډا کې د وړتیا دویم ملي نښان) ګټونکی چې د کېن ګالبرېث په توګه هم پېژندل کېږي، یو امیکايي-کاناډایی اقتصاد پوه، ديپلومات، دولتي چارواکی او روڼ‌اند و، چې د ۱۹۰۸ ز کال د اکتوبر په ۱۵ زېږېدلی او د ۲۰۰۶ ز کال د اپرېل په ۲۹ مړ شوی. له ۱۹۵۰ ز څخه تر ۲۰۰۰مې ز لسیزې پورې د اقتصادي موضوعاتو په اړه د هغه کتابونه له تر ټولو ډېرو پلورل شویو کتابونو څخه وو. هغه د یو اقتصاد پوه په توګه د بنسټيز لیدلوري له پلوه پر پوست-کنیزیا اقتصاد (د اقتصادي فکر ښوونځی) ډډه لګوله.    [۲۰][۲۱]

ګالبرېث د هاوارډ پوهنتون د علمي هیئت له غړو څخه و او نږدې نیمه پېړۍ د هاوارډ پوهنتون د اقتصاد په څانګه کې استاد پاتې شو. هغه یو بریالی لیکوال و د څو ناولونو په ګډون یې ۱۴ کتابونه ولیکل او په بېلابېلو برخو کې یې له زرو څخه زیاتې مقالې خپرې کړې. د اقتصاد درې‌ګونې مقالې، امریکايي کپيتالیزم/ شتمن‌توب (۱۹۵۲ز کال)، هوسا ټولنه (۱۹۵۸ز کال) او نوی صنعتي دولت (۱۹۶۷ز کال) د هغه له اثارو څخه وو. د هغه ځينې کارونه د اقتصاد‌پوهانو هر یو میلټون فرېډمن، پل کروګمن، رابرت سولو او توماس سوول له نيوکو سره مخامخ شوي.  [۲۲]

ګالبرېث د فرانکلېن ډي. روزوېلټ، هري اېس. ترومن، جان اېف کنېډي او ولېنډون بي. جانسون په ادارو کې د دیموکرات ګوند په سیاست کې فعال و. هغه د کنېډي د واکمنۍ پر مهال په هند کې د متحده ایالاتو سفیر و. د هغه سیاسي فعالیتونو، ادبي تولیداتو او فصېح ویناوالۍ هغه ته د هغه په ژوند کې خورا شهرت ور په برخه کړ. ګالبرېث یو له هغه محدود شمېر کسانو څخه و چې هم یې د دویمې نړیوالې جګړې د خپلواکۍ مډال (۱۹۴۶ز کال) او هم یې د عمومي خدمت او علمي مرستې لپاره د ولسمشرۍ د خپلواکۍ مډال (۲۰۰۰) تر لاسه کړ. د فرانسې دولت نوموړی د لیژون دونر (د فرنسې د دولت تر ټولو لوړ ویاړلی نښان) قومندان کړ. [۲۳][۲۴]

ژوند[سمول]

لومړنی ژوند[سمول]

ګالبرېث د ۱۹۰۸ ز کال د اکتوبر په ۱۵مه په یوه سکاټلندي الاصله کاناډايي کورنۍ کې د سارا کاترین (کېنډال) او ارچېبالډ «ارچي» ګالبرېډ په کور کې د کاناډا د ایونا اونتاریو په سټېشن کې زېږېدلی او د اونتاریو په ډانوېچ ښار کې لوی شوی. هغه د الېس، کاترین او ارچېډبال وېلیم (بال) په نوم درې خویندې وروڼه لرل. د نوې ځوانۍ پر مهال یې ځان کېن ونوماوه او وروسته یې دا نه خوښول چې د جان په نوم دې ورته غږ وشي. ګالبرېث له لویېدو سره په یو ډېر لوړ کس بدل شو چې لوړوالی یې ۶ فوټه او ۹ اېنچ (۲۰۶ سانتي متر) ته رسېده. [۲۵][۲۶][۲۷]

پلار یې کروندګر او د ښوونځي ښوونکی و. مور یې د کور مېرمنه او ټولنیزه فعاله وه، کله چې هغه ۱۴ کلن و مور یې مړه شوه. د دوی کورنۍ کرونده/فارم د تامسون پر کرښه پرته وه. د هغه مور او پلار دواړه په ۱۹۲۰ ز لسیزه کې د اونتاریو د بزګرانو د اتحادیې ملاتړي وو. [۲۸]

د هغه لومړني کلونه د ایونا سټېشن د ویلي په ۹۴۶۸ سړک کې په یو، یواتاقه ښوونځي کې تېر شول چې اوس مهال هم شته او وروسته د ډاتون او سېنټ توماس عالي ښونځي ته لاړ. ګالبرېث په ۱۹۳۱ ز کال کې د اونتاریو د کرنې له کالج څخه چې هغه مهال یې د ټورنټو له پوهنتون سره تړاو درلود د کرنې په برخه کې خپل لیسانس سند ترلاسه کړ. هغه د مالدارۍ په څانګه کې زده‌کړې وکړې. هغه د کرنیز اقتصاد په برخه کې جیانیني سکالرشېپ/بورس (په میاشت کې ۶۰ ډالره ورکول کېدل) تر لاسه کړ. چې هغه ته یې برکلي او کلفورېنیا ته د سفر اجازه ورکړه چېرته چې هغه د کرنیز اقتصاد په برخه کې خپله د ماسترۍ درجه او د فلسفې په برخه کې یې خپله د دوکتورا درجه د برکلي له کلفورېنیا پوهنتون څخه تر لاسه کړه. ګالبرېث اقتصاد له پروفیسور جورج مارتین پيترسون څخه زده کړ او دواړو په ګډه د «حاشیه‌يي ځمکې د مفهوم» په نوم یوه اقتصادي مقاله ولیکله چې په ۱۹۳۲ ز کال کې د امریکا د کرنیز اقتصاد په مجله کې خپره شوه.  [۲۹][۳۰][۳۱]

تر فراغت وروسته یې په ۱۹۳۴ زکال کې په هاروارډ پوهنتون کې د استاد په توګه کار پيل کړ. ګالبرېث له ۱۹۳۴ ز کال څخه تر ۱۹۳۹ ز کلونو په دوره کې په پرلپسې ډول په هاروارډ کې تدریس وکړ او له ۱۹۳۹ ز کال څخه تر ۱۹۴۰ ز کال پورې يې د پرېنسټون په پوهنتون کې تدریس وکړ. په ۱۹۳۷ ز کال کې يې د متحده ایالاتو ښاروندي/تابیعت ترلاسه کړ او نور د بریتانیا تبعه نه و. په ورته کال کې هغه د انګلستان له کمبرېج کالج څخه د یو کلنو زده‌کړو د مالي لګښت مرسته ترلاسه کړه، چېرته چې نوموړی د مېنارډ کېنز تر اغېز لاندې راغی. وروسته هغه په ۱۹۳۸ ز کال کې د څو میاشتو لپاره اروپا ته سفر وکړ او په یو نړیوال اقتصادي کنفرانس کې يې ګډون وکړ چې خپلو نظریو ته یې پراختیا ورکړه. هغه د ۱۹۳۴ ز کال په اوړي کې د څو میاشتو لپاره د متحده ایالاتو د کرنې په وزارت کې خدمت وکړ. هغه ته د هاروارد پوهنتون د استاد په توګه په ۱۹۳۸ز کال کې د ملي سرچینو هیئت د برنامې جوړولو لپاره د يوې څېړنيزې پروژې مسؤلیت ورکړل شو. هغه له ۱۹۴۳ ز کال څخه تر ۱۹۴۸ ز کال پورې د فورچېن مجلې د اېډېټور/خپروونکي په توګه کار وکړ. په ۱۹۴۹ کال کې د هاروارډ پوهنتون د استاد په توګه منصوب شو. هغه د هاروارډ په پراختیايي ښوونځي کې هم تدریس کړی.  [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

دویمه نړیواله جګړه[سمول]

متحده ایالات په داسې حال کې دویمې نړیوالې جګړې ته دننه شول چې لا په بشپړ ډول د لوی اقتصادي رکود څخه نه وو رغېدلي. ځکه چې د جګړې مهال تولیداتو د بودیجې لوی کسر او یو سازګار پولي سیاست ته اړتیا لرله تورم او د مزدورۍ ورځنی مارپېچ لګښت د منلو وړ ښکارېدل. ګالبرېث د جګړې د هڅو د شنډولو او له تورم څخه د مخنیوي د ټيم د برخې/غړي په توګه د نرخونو د ادرې (OPA) د مرستیال په توګه له ۱۹۱۴ ز کال څخه تر ۱۹۴۳ ز کال پورې د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې خدمت وکړ. یادې ادارې د نرخونو او اجارو د ثبات لړۍ د لارښوونې مسؤلیت پر غاړه درلود. [۳۸][۳۹]

د ۱۹۴۱ ز کال د مې میاشتې په ۱۱ ولسمشر روزوېلټ د غیر نظامي عرضو او د نرخونو د مدیریت اداره رامنځته (OPACS) کړه. یاده اداره د ۱۹۴۱ ز کال د اګوست په ۲۸ د نرخ په اداره (OPA) بدله شوه. د ۱۹۴۱ ز کال په ډېسمبر کې جګړې ته د متحده ایالاتو تر ننه کېدو ورسته OPA د نرخونو کنترول او د جیره‌بندۍ مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د بېړني نرخ د کنترول قانون د ۱۹۴۲ ز کال د جنوري په ۳۰ تصویب شو، چې OPA ته یې د یو جلا فېدرال اژانس په توګه مشروعیت ورکړ. دې چارې OPA له دوه نورو اژانسونو/اجنسیو سره یو ځای کړه: له مصرف کوونکو څخه د ملاتړ برخه او د ملي دفاع شورا د مشورتي کمسیون د نرخ د ثبات برخه. دا شورا د ملي دفاع د مشورتي کمیسیون د شورا (NDAC) په نوم یادېده، چې د ۱۹۴۰ ز کال د مې میاشتې په ۲۹ جوړه شوې وه. NDAC د نرخونو په ټيټ ساتلو کې پر رضاکارانه او مشورتي ميتودونو ټينګار کاوه. د نرخ د ثبات لپاره د NDAC کمېشنر لیون هېندرسون د ۱۹۴۱ او ۱۹۴۲ ز کلونو تر منځ د OPACS او OPA رئیس شو. هغه د نرخ پر جبري او سختو مقرراتو د څار مسؤلیت پر غاړه درلود چې د ۱۹۴۲ ز کال په مې میاشت کې د اعظمي نرخونو د عمومي مقرراتو (GMPR) تر معرفي کولو وروسته د OPA له خوا پیل شو. دا د سوداګریزې ټولنې له سختې نیوکې سره مخ شوه. OPA يې په ځواب کې د نوي دستورالعمل په استازیتوب خلک چمتو کړل او ویې ویل چې دا د هغو کسانو واک راټيټوي چې د لوړو نرخونو یا کرایو په لټه کې دي. OPA خپله د پلي کولو څانګه لرله چې د سرغړاوي مخ پر زیاتېدونکې څپې يې مستندې کړې: یو پر څلورم ميلیون برخه په ۱۹۴۳ کال کې او تر ۳۰۰۰۰۰ زیات د بل کال په بهیر کې. [۴۰][۴۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118537199  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11903914r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tx3d88 — subject named as: John Kenneth Galbraith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/14125803 — subject named as: John Kenneth Galbraith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: John Kenneth Galbraith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Galbraith, John Kenneth (15 October 1908–29 April 2006), economist and author — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.1501338
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?123383 — subject named as: John Kenneth Galbraith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/3776206 — subject named as: John Kenneth Galbraith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?numauteur=-44447 — subject named as: John Kenneth GALBRAITH — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: Prof. Dr. John Kenneth Galbraith — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/3ecc07d9f453400e9769f59d2efa2b83 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/galbraith-john-kenneth — subject named as: John Kenneth Galbraith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0028704.xml — subject named as: John Kenneth Galbraith — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/118454 — subject named as: John Kenneth Galbraith
  13. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/22501 — subject named as: John Kenneth Galbraith — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000007084 — subject named as: J. Kenneth Galbraith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  15. http://www.nytimes.com/2006/04/30/obituaries/30galbraith.html
  16. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990002532 — د نشر نېټه: ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۲
  17. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11903914r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  18. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/13606755
  19. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990002532 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  20. Keller, Robert R. (1983). "Keynesian and Institutional Economics: Compatibility and Complementarity?". Journal of Economic Issues. 17 (4): 1087–95. doi:10.1080/00213624.1983.11504189. JSTOR 4225383. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Davidson, Paul (2005). "Galbraith and the Post Keynesians". Journal of Post Keynesian Economics. 28 (1): 103–13. JSTOR 4225383. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Marglin, Stephen A.; Parker, Richard; Sen, Amartya; Friedman, Benjamin M. (February 7, 2008). "John Kenneth Galbraith". Harvard Gazette. د لاسرسي‌نېټه July 2, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په May 4, 2006 باندې). John Kenneth Galbraith.
  24. "John Kenneth Galbraith, Longtime Economics Professor, Dies at 97". Harvard Crimson. April 2006. د لاسرسي‌نېټه July 3, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Galbraith, John Kenneth. The Scotch. Toronto: Macmillan, 1964.
  26. Dunn, Stephen P.; Pressman, Steven (2005). "The Economic Contributions of John Kenneth Galbraith" (PDF). Review of Political Economy. 17 (2): 161–209. doi:10.1080/09538250500067254. S2CID 153867413. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر November 29, 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "John Kenneth Galbraith". August 16, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Dunn, Stephen P.; Pressman, Steven (2005). "The Economic Contributions of John Kenneth Galbraith" (PDF). Review of Political Economy. 17 (2): 161–209. doi:10.1080/09538250500067254. S2CID 153867413. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر November 29, 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Dunn, Stephen P.; Pressman, Steven (2005). "The Economic Contributions of John Kenneth Galbraith" (PDF). Review of Political Economy. 17 (2): 161–209. doi:10.1080/09538250500067254. S2CID 153867413. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر November 29, 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. http://www.duttondunwich.on.ca/sites/default/files/Dutton%20Heritage%20Register%20November%202018%20WEBSITE%20VERSION.pdf Archived 2022-01-21 at the Wayback Machine. کينډۍ:Bare URL PDF
  31. Peterson, G. M.; Galbraith, J. K. (1932). "Am. J. Agric. Econ. (1932) 14 (2): 295-310 (link last visited 23 March 2017)" (PDF). Journal of Farm Economics. 14 (2): 295. doi:10.2307/1230112. JSTOR 1230112. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Galbraith (1981) ch. 6.
  33. Galbraith, Name-Dropping: From F.D.R. On (1999) pp 14–15.
  34. Galbraith, A Life in Our Times, pp. 90, 93.
  35. He wrote National Resources Planning Board, The economic effects of the federal public works expenditures, 1933-1938 (1940) online
  36. Shinagel, Michael (2010), The Gates Unbarred: A History of University Extension at Harvard, 1910–2009, Harvard University Press, د کتاب پاڼې 52, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0674051355 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "John Kenneth Galbraith, Longtime Economics Professor, Dies at 97". Harvard Crimson. April 2006. د لاسرسي‌نېټه July 3, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Miller, J. P. (1943). "The Tactics of Retail Price Control". The Quarterly Journal of Economics. 57 (4): 497–521. doi:10.2307/1884653. JSTOR 1884653. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Digests of Interpretation of the General Maximum Price Regulation. Washington, DC: Office of Price Administration, 1942.
  40. Mansfield, Harvey C. et al. (1948) A Short History of OPA, Office of Temporary Controls, Office of Price Administration.
  41. Carson, Thomas, and Mary Bonk. Gale Encyclopedia of U.S. Economic History. Detroit: Gale Group, 1999. [۱]