جان مویر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان مویر
(انګلیسي: John Muir د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان مویر
جان مویر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ اپرېل ۱۸۳۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 24 ډيسمبر 1914 (76 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاس انجلس   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات (۱۹۰۳–)
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ځمکپېژندونکی
ليکوال [۹]
فیلسوف   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۰][۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه چاپېريال ساتنه
ځمکپېژندنه
چاپېريالپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک چاپېريال پالنه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د لوبې هيواد سکاټلينډ   د (P1532) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان مویر
جان مویر

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان مویر (زوکړه: د ۱۸۳۸ زکال د اپرېل ۲۱مه – مړینه: د ۱۹۱۴ زکال د ډسمبر ۲۴مه) چې «دغرونو د جان» او «د ملي پارکونو د پلار» په توګه هم پېژندل کېږي سکاټلنډي الاصله امریکايي طبیعت پوه، لیکوال، د چاپیریالي موضوعاتو فیلسوف، بوټي پېژندونکی، ژوي پېژندونکی، د طبیعي یخچالونو پېژندونکی او په متحده ایالاتو کې د شاړو ځمکو د ساتنې لومړنی مدافع و. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د هغه لیکونه، مقالې او کتابونه چې په طبیعت په ځانګړې توګه په سیرا نوادا کې د هغه ماجرایي چارې توصیف کوي، په میلیونونو کسانو لوستي دي. د هغه چارو د یوسمیتي درې او د سکویا د ملي پارک په ساتنه کې مرسته وکړه او د هغه وړاندې کړو بېلګو د ګڼ شمېر نورو شاړو سیمو د ساتنې په برخه که الهام بخښونکی رول لوبولی دی. د سیرا کلب په نامه بنسټ چې نوموړی یې یو له بنسټګرو څخه دی، په متحده ایالاتو کې د چاپېریال ساتنې یو له مخکښو بنسټونو څخه دی. مویر د خپل ژوند په وروستیو کې خپل زیات وخت د لویدیځو ځنګلونو ساتنې ته ځانګړی کړ. په ملي پارک باندې د یوسمیتي د اړولو د مبارزې د برخې په توګه مویر د شاړو ځمکو د ساتنې اړوند خپلې دوه اغېزمنې مقالې په سینچري مجله کې خپرې کړې؛ دغه دوه مقالې د یوسمیتي د خزانو (The Treasures of the Yosemite) او د یوسمیتي د وړاندیز شوي ملي پارک د ځانګړنو (Features of the Proposed Yosemite National Park) تر عنوان لاندې وې. دغو مقالو د متحده ایالاتو په کانګرس باندې په فشار راوړو مرسته وکړه چې کانګرس په ۱۸۹۰ زکال کې د یوسمیتي ملي پارک د جوړولو په موخه لایحه تصویب کړي. د هغه په لیکنو کې بیان شوی معنوي کیفیت او د طبیعت اړونده علاقه لامل وګرځېده چې د ولسمشرانو او د کانګرس د غړو په ګډون یې ټول لوستونکي وهڅول څو د لویو طبیعي سیمو په خوندي ساتلو کې ګام واخلي. [۱۷][۱۸]

جان مویر «امریکایانو او سکاټلنډیانو ته د الهام بخښونکي» په توګه په پام کې نیول کېږي. د مویر ژوند لیک لیکونکی سټیون جي. هولمز باوري دی چې مویر هم له سیاسي او هم له تفریحي پلوه «د شلمې پېړۍ پر مهال په امریکا کې د ژوندانه چاپېریال ته د اړوندو چارو یو له ملاتړ کوونکو فرښتو څخه و». له همدې امله د هغه لیکنې په کتابونو او مجلو کې د بحث موضوع جوړوي او د آنسل آدامز په څېر د طبیعت ډیری انځور اخیستونکي له هغه څخه نقل قول کوي. [۱۹][۲۰][۲۱]

مویر د یو ایکولوژیکي متفکر، سیاسي ویاند او چاپېریالي ملاتړي په توګه پېژندل کېږي، چې لیکنې یې د طبیعت په برخه کې د ډیری وګړو لپاره د شخصي لارښود په توګه ګرځېدلې او له امله یې د معاصر چاپیریالي درک په برخه کې نوم نږدې هر چېرې شتون لري. د لیکوال ویلیام اندرسون په خبره مویر «له ځمکې سره زموږ د یو موټي توب بنسټیزه» نمونه ده، په داسې حال کې چې ژوند لیک لیکونکی ډونالډ ورسټر وايي چې هغه باوری و ماموریت یې «بشپړې ماده پالنې ته له تسلیمۍ څخه د امریکايي ارواه ژغورنه» ده. د ۲۰۱۳ زکال د اپرېل په ۲۱مه د لومړي ځل لپاره د جان مویر کالیزه په سکاټلنډ کې ولمانځل شوه، چې دا د هغه د زیږون ۱۷۵مه کالیزه وه او په دغه لمانځغونډه کې د ژوندانه د چاپیریال دغه ساتونکي ته درناوی وشو. [۲۲][۲۳]

فلسفي باورونه[سمول]

د طبیعت او الهیاتو اړوند[سمول]

مویر باوري و چې باید د حقیقت د موندلو په موخه هغو منابعو ته مراجعه وشي چې پر باور یې تر ټولو کره منابع دي. مویر کلکه سکاټلنډي پرسبیتري تربیه لرله. د هغه په کتاب، زما د ماشومتوب او ځوانۍ قصه (The Story of My Boyhood and Youth؛ ۱۹۱۳ زکال) کې راغلي چې د ماشومتوب پر مهال یې پلار هره ورځ اړ کاوه څو بایبل ولولي. له همدې امله بالاخره مویر د لرغوني تړون (د بایبل لرغونې نسخه) درې پر څلورمه برخه او ټول نوی تړون په یادو زده کړ. د مویر پلار د یوسیفوس د یهودانو د جګړې (War of the Jews) په نامه اثر لوستی و څو د لومړنیو پېړیو د یهودانو کلتور درک کړي، هماغه ډول چې د هغه د ژوندانه یو عیني شاهد لیکي چې ده د نوي تړون پر مهال لرغوني دودونه را ژوندي کړل. خو هغه مهال چې مویر څېړنې پیل کړې هغه د امریکا د طبیعي ښکلاوو سره اړیکه پیدا کړه؛ ویلیامز یادونه کوي چې هغه په دې چارې سره «د خدای د درک په موخه د اصلي منبع لیدو ته مخه کړه: د طبیعت کتاب». د ویلیامز په خبره په طبیعت په ځانګړې توګه په شاړو ځمکو کې مویر وکولای شول هغه بوټي او ژوي مطالعه کړي چې د هغه پر باور «په مستقیم ډول د خدای له لوري راغلي او تمدن او اهلي سازۍ نه دي خراب کړي». هماغه ډول چې تالمج اشاره کوي، د «طبیعت په کتاب» باندې د مویر باور هغه دې ته متقاعد کړ څو «د دغه خلقت کیسې په داسې کلماتو بیان کړي چې هر لوستونکی وکولای شي هغه درک کړي». له همدې امله د هغه لیکنې په «نبوي لیکنو واوښتې، ځکه [هغو] کولای شول زموږ د لید زاویه بدله کړي». [۲۴][۲۵][۲۶]

ویلیامز څرګندوي چې د مویر فلسفه او نړیوال لرلید د تمدن او طبیعت څخه د هغه د دوه ګوني درک پر چاپېر څرخي. له همدې څخه د هغه اصلي باور چې «هر څه په خپله اصلي بڼه [وحشي بڼه] ښکلي دي» سرچینه اخلي. د طبیعت اړوندې د هغه لیکنې د سپېڅلي کتاب سره یوځای «د طبیعي الهیات پوهنې ترکیب» جوړوي چې له هغه سره یې د طبیعي نړۍ په درک کې مرسته کړې. د ویلیامز په خبره د توماس ډیک په څېر فیلسوفانو او الهیات پوهانو وړاندیز کړی چې «د خدای د واقعي ځانګړنو د کشف لپاره تر ټولو غوره مکان طبیعت دی». هغه دې باور ته ورسېد چې خدای تل د ژوندانه په خلقت کې فعاله دی او له همدې لارې څخه یې د نړۍ طبیعي نظم ساتلی دی. ویلیامز زیاتوي چې له همدې امله، مویر «ځان د یحیی په توګه معرفي کړی او دنده یې دا ده څو وښيي هر څوک کولای شي ځان په غرني تعمید کې غرق کړي». ویلیام دې پایلې ته رسېدلی چې مویر طبیعت ته د لوی ښوونکي په توګه کتلي، او د هغو پر مټ «د خدای فکر ښکاره کوي»، همدغه باور د هغه د راتلونکو سفرونو او د طبیعت اړوند د هغه د «حاشیوي» لیکنو اصلي موضوع جوړوي. [۲۷]

هولمز لیکي، چې مویر د یو لیکوال په توګه په خپل مسلکي ژوند او هغه مهال چې په غرونو کې یې ژوند کاوه «په طبیعت کې یې د الوهیت د شتون» تجربه کولو ته دوام ورکړ. [۲۸][۲۹][۳۰]

شخصي ژوند[سمول]

په ۱۸۷۸ زکال کې هغه مهال چې ۴۰ کلنۍ ته نږدې و، ملګرو یې «هغه اړ کړ ټولنې ته راوګرځي». د اوکلنډ سیمې ته له راګرځېدو وروسته نوموړی ډیر ژر د جین کارا له خوا له لوئیزا سترنزل سره وپیژندل، چې د یوه ډاکټر او علمي باغوان لور وه او د ۲۶۰۰ جریبو (۱۱ کیلومتر مربع) په مساحت سره یې د کالیفورینا د مارټینز سیمې د اوکلنډ په شمال ختیځه برخه کې د میوې بڼ درلود. مویر الاسکا ته له سفر څخه په راګرځېدو په ۱۸۸۰ زکال کې له سترنزل سره واده وکړ. جان مویر له خپل خصر جان سترنزل سره همکاري پیل کړه او له لسو کالونو څخه زیاته موده یې د دغه لوی باغ په مدیریت ولګوله. مارکیز لیکي، په داسې حال کې چې مویر یو وفاداره مېړه او د دوه لوڼو پلار و، خو زړه یې «وحشي پاتې شو». ښځې یې اړتیاوې درک کولې او په باغ کې یې د هغه د بې قرارۍ له لیدو وروسته، کله کله غرونو ته لېږه. همدارنګه به یې ځینې مهالونه خپلې لوڼې هم له ځانه سره بوولې. [۳۱][۳۲][۳۳]

د هغوی کور او د دغه بڼ یوه برخه اوس مهال د جان مویر ملي تاریخي سایټ دی. سربېره پر دې ډبلیو.اېچ.سي فولسوم هاوس چې یو مهال په کې مویر د چاپ ګر په توګه کار کاوه د تاریخي ځایونو په ملي نوملړ کې شامل شوی. [۳۴]

مویر په ۱۹۰۳ زکال کې د متحده ایالاتو تابعیت ترلاسه کړ. [۳۵]

مړینه[سمول]

مویر د ۱۹۱۴ زکال د ډسمبر په ۲۴مه د ۷۶ کلونو په عمر د لاس انجلس په کلیفورنیا روغتون کې ومړ. نوموړی د خپلې لور هیلن مویر فنک د لیدو لپاره د کالیفورنیا دګت سیمې ته تللی و. د هغې لمسی روز هانا په ۲۰۱۴ زکال کې د ۹۱ کلونو په عمر ومړ. [۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 119315343  — د نشر نېټه: ۲۸ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11917175x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/John-Muir — subject named as: John Muir — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6v127gv — subject named as: John Muir — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/747 — subject named as: John Muir — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: John Muir — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Muir,_John — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/62016 — subject named as: John Muir — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=muirjohn — subject named as: John Muir
  9. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11917175x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/248806755
  12. "John Muir". Encyclopedia of World Biography. د لاسرسي‌نېټه September 25, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Miller, Barbara Kiely (2008). John Muir. Gareth Stevens. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0836883183. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. McGuckin, Travis (2015). John Muir: Father of the National Parks. Lulu Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781329556317. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kennedy White, Kim, المحرر (2013). America Goes Green: An Encyclopedia of Eco-Friendly Culture in the United States. Santa Barbara, California: ABC-CLIO. د کتاب پاڼې xxiii. John Muir (1838–1914) was a Scottish-born American citizen الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Fox, Stephen R. (1985). The American conservation movement : John Muir and his legacy. Univ of Wisconsin Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-299-10634-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Library of Congress. Documentary Chronology of Selected Events in the Development of the American Conservation Movement, 1847-1920.
  18. "The Life and Contributions of John Muir". Sierra Club. د اصلي آرشيف څخه پر March 31, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "John Muir: The Life and Times". Scotland.org. April 27, 2015. د اصلي آرشيف څخه پر October 19, 2022 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 13, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Adams, Ansel (2002). America's Wilderness: the Photographs of Ansel Adams, with the Writings of John Muir. Philadelphia: Courage Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0762413904. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Holmes, Steven (1999). The Young John Muir: An Environmental Biography. Madison: Univ. of Wisconsin Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Anderson, William (1998). Green Man: The Archetype of Our Oneness with the Earth. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0951703816. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Worster, Donald (2008). Passion for Nature. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195166828. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Muir, John (1916). The Story of My Boyhood and Youth. Houghton Mifflin Co. د کتاب پاڼې 25. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-883011-24-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Williams, Denis C (2002). God's Wilds: John Muir's Vision of Nature. College Station: Texas A&M Univ. Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1585441433. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Tallmadge, John (1997). Meeting the Tree of Life: A Teacher's Path. Univ. of Utah Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0874805314. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Williams, Denis C (2002). God's Wilds: John Muir's Vision of Nature. College Station: Texas A&M Univ. Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1585441433. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Muir, John (1938). Wolfe, Linnie Marsh (المحرر). John of the Mountains: the Unpublished Journals of John Muir. Boston: Houghton Mifflin. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0299078843. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Holmes, Steven (1999). The Young John Muir: An Environmental Biography. Madison: Univ. of Wisconsin Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Albanese, Catherine L (1990). Nature Religion in America: From the Algonkian Indians to the New Age. Chicago: University of Chicago Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Marquis, Amy Leinbach (Fall 2007). "A Mountain Calling". National Parks Magazine. د اصلي آرشيف څخه پر July 27, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  32. "Most Often Asked Questions at the John Muir National Historic Site". Sierra Club. د اصلي آرشيف څخه پر October 5, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 2, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Marquis, Amy Leinbach (Fall 2007). "A Mountain Calling". National Parks Magazine. د اصلي آرشيف څخه پر July 27, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  34. John Muir National Historic Site "The park's museum collection includes historic documents and artifacts that relate to the writing, travels, political activities and daily life of John Muir and his family in Martinez ... The collections are displayed in the home, carriage house and through exhibitions in the Visitor Center."
  35. Wood, Harold W. Jr. (January 12, 2018). "Chronology (Timeline) of the Life and Legacy of John Muir". Sierra Club. د لاسرسي‌نېټه February 19, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په June 22, 2014 باندې). Dixon mourns the loss of beloved resident Ross Erwin Hanna.
  37. this Day . Obituary: John Muir. The New York Times.
  38. "Obituary: John Muir". Claremont Colleges Digital Library. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)