جان شټاینبېک
| جان شټاینبېک | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۲۷ فېبروري ۱۹۰۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷] |
| مړینه | 20 ډېسمبر 1968 (66 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷] هارلم ، نيويارک [۱۸][۱۹] |
| د مړینې لامل | زړه نابری ، د زړه ناروغي |
| هديره | کالېفورنیا |
| تابعیت | |
| رکن | امریکا د هنرونو او ادبیاتو اکاډمي |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | ليکوال [۱۶][۱۹]، سکرين ليکوال |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲][۲۰] |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې[۲۱] | |
| سمول |
|
جان ارنسټ شټاین بېک جونیور (/ˈstaɪnbɛk/؛ زوکړه د ۱۹۰۲م کال د فبروري ۲۷مه – مړینه د ۱۹۶۸م کال د ډسمبر ۲۰مه) امریکایی لیکوال او «د خپلو رښتینو او تخیلي کیسو له امله چې د هغه د شوخ طبیعت او ټولنیز زړه سواندي طنز یو ترکیب په کې پروت وو» له امله یې په ۱۹۶۲م کال کې د ادبیاتو د نوبل ډالۍ وګټله. هغه ته «د امریکایي مقالو د لوی لیکوال» نوم هم ورکړی دی. [۲۲][۲۳][۲۴]
هغه د خپلې لیکوالۍ دورې په لړ کې، ۳۳ کتابه ولیکل چې یو کتاب یې له اډوارډ ریکټس سره یوځای ولیکه، په هغو کې ۱۶ ناوله، شپږ غیر افسانوي کتابه، او د لنډو کیسو دوه ټولګې شاملې وې. هغه په پراخه توګه د Tortilla Flat (۱۹۳۵) او Cannery Raw (۱۹۴۵) طنزي ناولونو، د عدن ختيځ څو نسلیزه حماسه (۱۹۵۲) او د the Red Pony (۱۹۳۳) او Of Mice and Men (۱۹۳۷) ناولونو له لوري پېژندل شوی دی. د غوصې انګور (۱۹۳۹) چې د پولیټزر ډالۍ یې ګټلې، د شټاینبېک یو شاهکار او د امریکا د ادبي قانون یوه برخه ګڼل کېږي. له خپرېدو وروسته په لومړیو ۷۵ کلونو کې د دې کتاب ۱۴ میلیونه نسخې خرڅې شوې.[۲۵][۲۶][۲۷]
د شټاینبېک ډېری آثار د کالیفورنیا په مرکز کې، په ځانګړې توګه د سالیناس په دره کې او د کالیفورنیا ساحلي سیمه کې ترسره شوي دي. د هغه اثرونه په مکرر ډول د برخلیک او بې عدالتۍ موضوعات، په ځانګړې توګه د ځپل شوو خلکو یا د هر انسان کردار په هکله، څېړي.
لومړنی ژوند
[سمول]شټاینبېک د ۱۹۰۲م کال د فبروري په ۲۷مه د کالیفورنیا په سالیناس کې زېږېدلی دی. هغه په اصل کې له آلماني، انګلیسي او آیرلنډي نسل څخه وو. یوهان آډولف ګروسشټاین بېک (زوکړه ۱۸۲۸ – مړینه ۱۹۱۳)، د شټاینبېک پلرنی نیکه، د Mount Hope بنسټګر وو، کومه چې په فلسطین کې د مسیحي کرنې کالوني لنډمهاله مستعمره وه چې د بریدکوونکو لخوا د هغه د ورور له وژنې او د هغه د ورور په مېرمنې او خواښې له جنسي تېري وروسته له منځه لاړه. هغه په ۱۸۵۸م کال کې متحده ایالتونو ته د ننه شو او خپل کورنی نوم یې شټاینبېک ته را لنډ کړ. د هغوی د کورنۍ کرونده د آلمان په مېټمان، هیلیګنهاوس کې اوس هم د «Großsteinbeck» په نوم نومېږي.[۲۸][۲۹]
د هغه پلار، جان ارنسټ شټاینبېک (زوکړه ۱۸۶۲ – مړینه ۱۹۳۵) د مونټري ښارګوټي د خزانه دار په توګه خدمت کاوه. د جان مور، اولیو همیلټون (زوکړه ۱۸۶۷ – مړینه ۱۹۳۴) چې د ښوونځي پخوانۍ ښوونکې وه، د شټاینبېک لوستلو او ویلو لپاره یې ډېره جذبه لرله. شټاین بېکان د اسقفي کلیسا غړي وو، که څه هم شټاینبېک وروسته بیا آګنوسټیک شو. شټاین بېک په یوه کوچنۍ کلیوالي دره (د سرحدي مېشت ځایونو په څېر ځای کې) ژوند کاوه چې د نړۍ یوه ډېره حاصلخېزه خاوره کې، له آرام سمندر ساحل څخه کابو ۲۵ مایله لرې پرته ده، قرار لري. هم دره او هم ساحل د هغه د ځینو غوره کیسو لپاره د ځای په توګه کارول شوي دي. هغه خپل اوړي په بیګ سور کې د Post Ranch په شمول د شاوخوا فارمونو په هکله په کار کولو تېرول. هغه وروسته په Spreckels کې د شکر چوغندر کروندو کې د مهاجرو کارګرانو سره کار وکړ. هلته هغه د مهاجرت ژوند له ترخه اړخونو او د انسان د طبیعت له تیاره اړخونو سره اشنا شو، چې هغه یې د Of Mice and Men په کتاب کې د یوه مطلب په توګه بیان کړی. هغه د خپلې شاوخوا چاپېریال په هکله څېړنه وکړه او د ځنګلونو، کروندو او ځایي سیمو په منځ کې یې قدم وواهه. کله چې یې د Spreckels شکر فابریکه کې کار کاوه، کله کله به یې د هغوی په لابراټوار کې هم کار کاوه چې هغه ته یې د لیکلو فرصت برابروه. هغه د هغو میخانیکي شیانو چې په اختیار کې به یې وو د جوړولو د پام وړ وړتیا او لېوالتیا لرله.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
شټاینبېک په ۱۹۱۹م کال کې د سالیناس عالي ښوونځي څخه فارغ شو او پالو آلټو ته نږدې په سټانفورډ پوهنتون کې یې د انګلیسي ادبیاتو په رشته کې په زدهکړو پیل وکړ او په ۱۹۲۵م کال کې یې له تحصیلي سند پرته پوهنتون پرېښود. هغه د نیویارک ښار ته سفر وکړ او هلته په داسې حال کې چې د لیکلو هڅه یې کوله په بېلابېلو دندو بوخت شو. کله چې هغه ونشو کړای خپل اثرونه خپاره کړي، بېرته کالیفورنیا ته راوګرځېد او په ۱۹۲۸م کال کې د تاهو په سیند کې د ګرځندویي لارښود او ساتونکي په توګه په کار بوخت شو او هلته له خپلې لومړۍ مېرمنې، کارول هنینګ، سره اشنا شو. هغوی د ۱۹۳۰ کال په جنوري کې په لاس آنجلس کې واده وکړ، چېرته چې هغه له خپلو ملګرو سره هڅه وکړه ترڅو د ګچي مانکین (نانځکو) جوړولو له لارې پیسې لاس ته راوړي.[۳۷][۳۸][۳۹]
کله چې شپږ میاشتې وروسته د ورو بازار له امله د هغوی پیسې خلاصې شوې، شټاینبېک او کارول بېرته د کالیفورنیا پاسیفیک ګروو، د مونټري ښار له محدودې څخه څو بلوکه د باندې، د مونټري ټاپووزمه کې، د هغه د پلار اړوند یوه کور ته راغلل. مشرانو شټاین بېکانو، جان ته وړیا مېشت ځای، د هغه د لیکنو لپاره وړیا کاغذ او له ۱۹۲۸م کال څخه دومره پور ورکړ چې هغه ته یې اجازه ورکوله پرته له دې چې کار پسې وګرځي خپلې لیکنې وکړي. د ستر بحران په دوره کې، شټاین بېک یوه کوچنۍ بېړۍ وپېرله او وروسته یې ادعا وکړه چې کولی شي د هغو کبانو او چنګاښانو له لارې چې له سیند څخه یې لاس ته راوړل او له هغو تازه ترکارۍ چې له باغ او ځايي کروندو څخه یې لاس ته راوړل کولی شي خپل ژوند ته دوام ورکړي. کله چې دا سرچینې ناکامې شوې، شټاینبېک او د هغه مېرمنې هوساینه ومنله او په ډېرو نادرو پېښو کې به یې، د ځایي محصولاتو له بازار څخه بیکن غلا کول. هر خواړه چې به دوی لرل له خپلو ملګرو سره به یې وېشل. کارول د شټاینبېک په Cannery Row ناول کې د مري ټالبوټ لپاره یو نمونه شو.[۳۸][۳۷]
په ۱۹۳۰م کال کې شټاین بېګ له سمندري بیولوژسټ، اډ ریکټز، سره اشنا شو چې په بله لسیزه کې د شټاین بېک په نږدې ملګري او لارښود بدل شو او د بیولوژي او فلسفې په هکله یې هغه ته ډېر څه ور زده کړل. ریکټز، په معمول ډول ډېر آرام او په عین حال کې ډېر د خوښې وړ، له داخلي ځان بسیاینې او د بېلابېلو موضوعاتو څخه د علمي پوهې په لرلو سره، د شټاین بېک د پام وړ وګرځېد. ریکټز له وارډر کلایډ آلي څخه د کالج یو ټولګی اخیستی وو، څوک چې یو بیولوژسټ او ایکولوژیکي نظریه ورکوونکی وو او د ایکولوژي په هکله د لومړني کلاسیک کتاب لیکنې ته یې دوام ورکړ. ریکټز د ایکولوژیکي فکر په یوه پلوي بدل شو، په کوم کې چې انسان د شتون لویې سلسلې یوازې یوه برخه وه چې د یوه لوی ژوند په یوه شبکه کې راګیر شوی وو چې نې شو کولی هغه درک یا کنټرول کړي. په همدې حال کې، ریکټز د مونټري په سواحلو کې یو بیولوژيکي لابراټوار په لار واچوه، او د کوچني حیواناتو، کبانو، وړانګو، سمندري ستورو، کېشپونو او نورو سمندري ژوو بیولوژیکي نمونې به یې په ښوونځیو او کالجونو پلورلې.[۳۸][۳۷]
د ۱۹۳۰ او ۱۹۳۶ کلونو ترمنځ، شټاین بېک او ریکټز ډېر نږدې ملګري شول. د شټاین بېک مېرمن په لابراټوار کې د منشي او دفتردار په توګه په کار پیل وکړ. شټاین بېک په غیر رسمي توګه مرسته کوله. هغوی موسیقي او هنر سره د خپلې مینې پر اساس یوه ګډه اړیکه رامنځته کړه او جان بیولوژي او د ریکټز ایکولوژيکي فلسفه زده کړه. کله چې شټاینبېک له عاطفي اړخه په خپګان اخته کېده، ریکټز به کله کله ورته موسیقي هم غږوله.[۴۰][۴۱][۴۲]
مسلک
[سمول]لیکنه
[سمول]د شټاین بېک لومړنی ناول، د سرو زرو جام، چې په ۱۹۲۹م کال کې خپور شو، د هنري مورګان په نوم یوه کس د ژوند او مړینې پر اساس لیکل شوی. د هغه تمرکز د مورګان په برید او د پاناما ویژو پر وېستلو دی، چې کله کله د «سرو زرو جام» په نوم هم یادېږي، او په هغو ښځو چې له لمر څخه روښانه څېرې لري، او ویل کېږي چې هلته پیدا کېږي، یې تمرکز دی. په ۱۹۳۰م کال کې، شټاین بېک «په پوره سپوږمۍ کې وژنه» په نوم د وېرولف د مړینې یوه معما ولیکله چې هیڅکله خپره نشوه ځکه چې شټاینبېک هغه د خپرېدو وړ نه بلله.[۴۳][۴۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118617338 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119254833 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6js9rqn — سکالو پېژند: John Steinbeck — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/6898 — سکالو پېژند: John Steinbeck — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/77964 — سکالو پېژند: John Ernst Steinbeck — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1257 — سکالو پېژند: John Steinbeck — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?746 — سکالو پېژند: John Steinbeck — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?NumAuteur=-51742 — سکالو پېژند: John STEINBECK — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ سکالو پېژند: John Steinbeck — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/42b258311b39484da02cae7e9545d5c3 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-52144-BD-.html — سکالو پېژند: John Steinbeck — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/steinbeck-john-ernst — سکالو پېژند: John Ernst Steinbeck — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ سکالو پېژند: John Steinbeck — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF15047
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=johnernststeinbeckj — سکالو پېژند: John Steinbeck
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=john;n=steinbeck — سکالو پېژند: John Steinbeck
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/3357 — سکالو پېژند: John Steinbeck
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/15679 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000002466 — سکالو پېژند: John Steinbeck — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1257
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118617338 — خپرېدونېټه: ۲۶ اگست ۲۰۲۵
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7303779
- ↑ منښتلیک: CC BY-SA 3.0 او GNU Free Documentation License
- ↑ "Nobel Prize in Literature 1962". Nobel Foundation. خوندي شوی له اصلي څخه په October 21, 2008. ترلاسهکېدو نېټه October 17, 2008.
- ↑ "Swedish Academy reopens controversy surrounding Steinbeck's Nobel prize". The Guardian. January 3, 2013. ترلاسهکېدو نېټه January 12, 2019.
- ↑ "Who, what, why: Why do children study Of Mice and Men?". BBC News. BBC. March 25, 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په January 7, 2015. ترلاسهکېدو نېټه December 6, 2014.
- ↑ "Novel". The Pulitzer Prizes. خوندي شوی له اصلي څخه په August 21, 2008.
- ↑ Bryer, R. Jackson (1989). Sixteen Modern American Authors, Volume 2. Durham, NC: Duke University Press. p. 620. ISBN 978-0-8223-1018-1.
- ↑ Chilton, Martin. "The Grapes of Wrath: 10 surprising facts about John Steinbeck's novel". Telegraph (London). خوندي شوی له the original on December 13, 2014. ترلاسهکېدو نېټه December 6, 2014.
- ↑ "John Steinbeck Biography". Biography.com website. A&E Television Networks. February 6, 2018. ترلاسهکېدو نېټه February 26, 2018.
- ↑ "Okie Faces & Irish Eyes: John Steinbeck & Route 66". Irish America. June 2007. خوندي شوی له اصلي څخه په November 21, 2012. ترلاسهکېدو نېټه October 23, 2012.
- ↑ "John Steinbeck Biography". خوندي شوی له the original on March 5, 2010. ترلاسهکېدو نېټه April 14, 2010.. National Steinbeck Centre
- ↑ Alec Gilmore. John Steinbeck's View of God Archived March 4, 2016, at the Wayback Machine.. gilco.org.uk
- ↑ Jackson J. Benson (1984). The true adventures of John Steinbeck, writer: a biography. Viking Press. p. 248. ISBN 978-0-670-16685-5.
Ricketts did not convert his friend to a religious point of view—Steinbeck remained an agnostic and, essentially, a materialist—but Ricketts's religious acceptance did tend to work on his friend, ...
- ↑ John Steinbeck (1993). Of Mice and Men. Penguin Books. p. 0. ISBN 978-0-14-017739-8.
- ↑ "Billy Post dies at 88; Big Sur's resident authority". Los Angeles Times. 2 August 2009. ترلاسهکېدو نېټه 14 February 2022.
- ↑ Introduction to John Steinbeck, The Long Valley, pp. 9–10, John Timmerman, Penguin Publishing, 1995
- ↑ Jackson J. Benson, The True Adventures of John Steinbeck, Writer New York: The Viking Press, 1984. ISBN 978-0-14-014417-8, pp. 147, 915a, 915b, 133
- ↑ ۳۷٫۰ ۳۷٫۱ ۳۷٫۲ "John Steinbeck Biography". خوندي شوی له the original on March 5, 2010. ترلاسهکېدو نېټه April 14, 2010.. National Steinbeck Centre
- ↑ ۳۸٫۰ ۳۸٫۱ ۳۸٫۲ Jackson J. Benson, The True Adventures of John Steinbeck, Writer New York: The Viking Press, 1984. ISBN 978-0-14-014417-8, pp. 147, 915a, 915b, 133
- ↑ Introduction to 'The Grapes of Wrath' Penguin edition (1192) by Robert DeMott
- ↑ Jackson J. Benson, The True Adventures of John Steinbeck, Writer New York: The Viking Press, 1984. ISBN 978-0-14-014417-8, p. 196
- ↑ Jackson J. Benson, The True Adventures of John Steinbeck, Writer New York: The Viking Press, 1984. ISBN 978-0-14-014417-8, p. 197
- ↑ Jackson J. Benson, The True Adventures of John Steinbeck, Writer New York: The Viking Press, 1984. ISBN 978-0-14-014417-8, p. 199
- ↑ Scott, Sam (July 27, 2021). "Beast of Eden". Stanford Magazine.
- ↑ Jay Parini, John Steinbeck: A Biography, Holt Publishing, 1996
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1968ز مړينې
- 20 ډېسمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P119
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه

