جان سي. کالهون
جان کالډویل کالهون ( د ۱۷۸۲ ز کال د مارچ له ۱۸مې نه د ۱۸۵۰ ز کال د مارچ تر ۳۱ مې پورې) د سویلي کرولاینا یو امریکایی سیاستوال او سیاسي پوه و چې د ۱۸۲۵ ز کال نه تر ۱۸۳۲ ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د اووم مرستیال ولسمشر په ګډون، ډېرې نورې بنستيزې دندې پر مخ یووړې. نوموړي په کلکه د غلامۍ دفاع کوله او د سپین پوست-مېشته سوېل د ګټو خوندیتوب ته یې کار کاوه. نوموړي د یوه ملتپال، عصري غوښتونکي او د پیاوړي ولسي حکومت او له سوداګرۍ نه د ملاتړ کوونکو تعرفو د پلوي په توګه خپل سیاسي ژوند پیل کړ. د نوموړي نظریات د ۱۸۲۰ ز کلونو لسیزې په وروستیو کې په بنسټیز ډول بدل شول او د یالتي حقونو، محدود حکومت، د ایالتونو له خوا د فدارالي قوانیونو د لغوې د صلاحیت مخکښ پلوی او د لوړو تعرفو مخالف شو. نوموړي د شمال له خوا د دې سیاستونو منل، په اتحادیه کې د سوېل د پاتې کېدو د شرط په توګه لیدل. د هغه لیدلوري او ګواښونو د ۱۸۶۰ – ۱۸۶۱ ز کلونو په اوږدو کې له اتحادیې نه د سوېل په جلا کېدو باندې پراخ اغېز درلود. [۱۰] کالهون خپل سیاسي ژوند په ۱۸۱۰ ز کال کې د استازو مجلس ته په ټاکلو سره پیل کړ. کالهون د ۱۸۱۲ ز کال له جګړې نه د جګړې غوښتونکې ډلې د مخکښ مشر په توګه په کلکه ملاتړ وکړ. نوموړي د ولسمشر جېمز مونرو تر مشرۍ لاندې د جګړې وزیر و او په دې دنده کې یې د جګړې وزات بېرته تنظیم او عصري کړ. د ۱۸۲۴ ز کال په ټاکنو کې کالهون د ولسمشرۍ چوکۍ ته نوماند و، خو وروسته له هغه چې د ملاتړ په ترلاسه کولو کې پاتې راغی، هوکړه یې وکړه چې د مرستیال ولسمشر په توګه ډګر ته راشي. ټاکنیز کالج په غوڅ اکثریت سره کالهون د مرستیال ولسمشر په توګه وټاکه. نوموړي د جان کوینسي آدمز تر مشرۍ لاندې دنده ترسره کړه چې د انډریو جیکسن تر مشرۍ لاندې، چې د ۱۸۲۸ ز کال په ټاکنو کې یې اډمز مات کړ، دندې ته دوام ورکړ. کالهون له جکسن سره، په ځانګړې توګه د ایالتونو له خوا د فدارالي قوانیونو د لغوې د صلاحیت د ناورین او د پیتیکوټ رسوایي له امله ترینګلې اړیکې درلودې. کالهون د خپل پخواني ملتپاله لیدلوري پرخلاف په کلکه د فدرالي تعرفو د قانون په لغوه کېدو کې د سوېلي کرولاینا د حق ملاتړ وکړ، ځکه چې هغه په دې باور و چې دا قانون په غیرعادلانه توګه د شمال په ګټه دی، چې نوموړی یې د جکسن په څېر د اتحاد غوښتونکو سره په شخړه کې ښکېل کړ. په ۱۸۳۲ ز کال کې د دویمې دورې یوازې څو میاشتې مخکې کالهون د مرستیال ولسمشر له چوکۍ نه استعفا ورکړه او سنا ته ولاړ. په ۱۸۴۴ ز کال کې نوموړي د ډېموکراتانو په استازیتوب د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ غوښتنه وکړه، خو حیرانووکي نوماند جېمز ناکس پولک عمومي ټاکنې وګټلې او د هغه له خوا یې ماتې وخوړه. د ۱۸۴۴ ز کال نه تر ۱۸۴۵ ز کال پورې کالهون د ولسمشر جان ټیلر تر مشرۍ لاندې د بهرنیو چارو په برخه کې کار کاوه او په دې دنده کې نوموړي د غلام د مالکانو ځواک د پراختیا لپاره د د تګزاس د الحاق نه یوې وسیلې په توګه ملاتړ وکړ او له بریتانیا سره یې د اوریګون د پولې د شخړې په حل کې مرسته وکړه. کالهون سنا ته راستون شو، چې په دې ځای کې هغه په ۱۸۵۰ ز کال کې تر خپلې مړینې وړاندې د مکسیکو-امریکا جګړې، د ویلموت پرویسو وړاندیز او د ۱۸۵۹ ز کال د جوړجاړي مخالفت وکړ. نوموړي زیاتره د یو بالقوه خپلواک په توګه کار کاوه، چې د اړتیا سره سم په بېلابېلو تګلارو د ډیموکراتانو او ویګز سره یوځای کېده. کالهون په خپل وروسته ژوند کې، د سوېلي سپین پوستو د لیدلوري او کړنو د سخت ملاتړ له امله د "بدلون نه منونکي څېرې" په توګه شهرت ترلاسه کړ. د نوموړي جمهوریت غوښتونکي مفهوم د غلامۍ په تائید او د لږه کیو ایالتونو، په ځانګړې هغه چې د سوېل له خوا را منځ ته شوي وو، په حقوقو ټینګار کاوه. هغه د سوېلي کرولاینا په فورټ هیل کې د لسګونو غلامانو مالک و. کالهون ټینګار وکړ چې: غلامي د "ضروري شر" پر ځای یو "مثبت خیر" دی چې هم د غلامانو او هم د مالکینو په ګټه دی. د اکثریت واکمنۍ په وړاندې د لږه کیو د حقونو د خوندیتوب لپاره نوموړي د موازي اکثریت غوښتنه وکړه، چې پرمټ یې لږه کیو ته حق ورکول کېده چې د آزادیو د محدودیت په حالت کې ځینې وړاندیزونه بند کړي. کالهون د دې موخې لپاره، د ایالتونو د حقونو او د ایالتونو له خوا د فدارالي قوانیونو د لغوې د صلاحیت نه ملاتړ وکړ، چې پر مټ یې ایالتونه کولای شو، هغه فدرالي قوانین باطل اعلان کړي چې د اساسي قانون سره په ټکر کې ولیدل کېدل. نوموړی د خپلو ملګرو، ډینیل ویبسټر او هینري کلی سره یوځای د کانګرس د مشرانو "لوی دریګوني" یا "فناه نه کېدونکي دریګوني" نه ګڼل کېدل. [۱۱] د ژوند لومړي کلونه[سمول]جان کالډویل کالهون د ۱۸۷۲ز کال د مارچ په ۱۸ مه د سوېلي کرولاینا په ابیویل ناحیه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او د پیټریک کالهون (۱۷۱۷ – ۱۷۹۶ز) او د هغه مېرمنې مارتا (کالډویل) څلورم ماشوم و. د پیټریک پلار، چې هغه هم پیټریک کالهون نومېده، د ډونیګال ناحیې نه سوېل لوېدیځې پنسلوانیا ته د سکاتلندي – آیرلنډي وګړو د کډوالۍ له خوځښت سره یوځای شو. نوموړې کورنۍ په ۱۷۱۴ ز کال کې د مشر پیټریک له مړینې وروسته، سوېل لوېدیځې ویرجینیا ته کډه شوه. په ۱۷۵۵ ز کال کې د مونونګاهلا په جګړه کې د بریتانوي جنرال اډوارډ برډاک له ماتې وروسته، د هندو وګړو د بریدونو له وېرې، نوموړي کورنۍ په ۱۷۵۶ ز کال کې جنوبي کرولاینا ته کډه شوه. [۱۲][۱۳] د پیټریک کالهون کورنۍ د سوېلي پولې د سکاتلنډي – آیریلنډي له یوې نغښتې ټولنې سره تړاو درلود. نوموړي د یوه هندي جنګیالي او یوه هوښیار سروې کوونکی، بزګر، کروندګر او سیاستوال په توګه شهرت درلود چې د سوېلي کرولاینا مقننه مجلس ته یې لاره و موندله. هغه د پریسبتر مذهبه په توګه، په چارلسټن کې د انګلیسي کلیسا له اشرافو سره مخالف و. هغه د امریکا په انقلاب کې وطنپال نه و او د ایالتونو د حقونو او شخصي آزادیو په برخه کې د فدرالي اساسي قانون د تصویب مخالف و. کالهون به په پایله کې د خپل پلار د ایالتونو د حقونو لیدلوری غوره کړ. [۱۴][۱۵] که څه هم د کرولاینا په پولو کې ښوونځي کم وو، ځوان کالهون ښوونیز استعداد څرګند کړ. نوموړی د لنډې مودې لپاره د جورجیا په اپلینګ کې په یوه اکاډمي کې شامل شو، خو له لنډې مودې ورسته وتړل شوه. هغه په شخصي توګه خپلې زده کړې پر مخ یووړې. کله يې چې پلار مړ شو، وروڼه یې د سوداګرۍ د پیل لپاره چمتو نه وو او له همدې امله ۱۴ کلن کالهون د کورنۍ د فارم او پنځو نورو فارمونو مدیریت په غاړه واخیست. څلور کاله یې په ورته ډول خپل لوست، ښکار او کب نیولو ته دوام ورکړ. کورنۍ یې پرېکړه وکړه چې، نوموړی باید خپلې زده کړې پر مخ بوځي او په دې توګه د اکاډمۍ له بیا پرانیستلو وروسته یې خپلې زده کړې پیل کړې. [۱۶] نوموړی د خپلو وروڼو په مالي مرسته، په ۱۸۰۲ ز کال کې د کانیکټیکټ ییل کالج ته ولاړ. کالهون په خپل ژوند کې د لومړي ځل لپاره، د جدي، پرمختللو، منظمو فکري خبرو اترو سره مخامخ شو چې کولای یې شول، د نوموړي ذهن ته غوره بڼه ورکړي. د ییل پوهنتون رئیس تیموتی ډوایټ و چې یو فدرالیست و او د هغه لارښود شو. د ډوایټ استعداد په کالهون باندې اغېز کاوه (او کله ناکله یې منع کاوه). ژوند لیک لیکونکی جان نیوین وايي:ډوایټ په پر له پسې توګه د جیفرسن ولسواکي غندله او کالهون هغه په ټولګي کې ګواښاوه. ډوایټ نه شو کولای، د کالهون جمهوري غوښتونکې ژمنتیا ومني. ډوایټ ځواب ورکړ: "ځوانه!" ستاسو استعدادونه خورا لوړ دي او ښایي زه ستاسو خبروته پاملرنه کړم، خو زه ډېر افسوس کوم چې تاسو د مغالطې نه پرته د غوره اصولو سره مینه نه لرئ – تاسو ښایي د غلطۍ لپاره خورا بدمرغه تعصب ولرئ." ډوایټ له ولسي حکومت سره د نوانګلنډ د مخالفت لپاره د قانوني حل لارې په توګه له اتحادیې نه د جلا کېدو ستراتیژي هم تشرېح کړه. [۱۸][۱۹][۲۰] کالهون په اسانۍ ملګري پیدا کړل، په پراخه کچه یې لوستل او د وروڼو په یووالي کې د بحث د ټولنې یو مهم غړی و. نوموړي په ۱۸۰۴ ز کال کې د ممتاز زده کوونکي په توګه فارغ شو. هغه د کانیکټیکټ په لېچ فیلډ کې د ټپینګ ریوي د قانون په پوهنځي کې چې د قانون په زده کړه کې د هېواد په کچه لومړي خپلواک بنسټ و، قانون ولوست، چې په دې ځای کې نوموړي ټپینګ ریو او جېمز ګولډ سره کار وکړ. هغه په ۱۸۰۷ ز کال کې د سوېلي کرولاینا د وکلات جواز ترلاسه کړ. [۲۱] ژوندلیک لیکونکی مارګریټ کویت استدلال کوي چې:
سرچینې[سمول]
|
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- ليکنې په کومو کې چي د اردو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوکرائني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اطالوی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د الماني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د چیک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ډېنمارکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آرمینیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلووین ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د هسپانوي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پرتگیزی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بیلا روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بلغارين ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پولش ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د قازق سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کرغیز ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د آذربائیجانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ازبکي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د ترکی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د صربیه سیریلیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د کروشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د بوسنیايي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سلوواک ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د یوناني ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاتفیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لیتوانیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د استونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د فنی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مجارستانی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د جارجیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د مقدونیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د منگولی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د رومانیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اسپرانتو ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د be-tarask ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د udm ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د باشقیر ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د تتاري سيريلية ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د سونسکا ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د طاجیكیه ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د alt ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د اوسیشیائی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د كتالونیه ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د خاصيت کارولو پاڼې P1477
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1850م وفاتونه
- 31 مارچ وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P551
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P102
- د خاصيت کارولو پاڼې P1050
- د خاصيت کارولو پاڼې P1971
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- دستخط ویکی ڈیٹا سے ماخوذ