تکبیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تکبير یو عربي لفظ دي چی د الله اکبر د اصطلاح لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. د الله اکبر اصطلاح په پښتو کی د خدای تر ټولو لوی دي معني لري. مسلمانان د تکبیر اصطلاح په ځانگري ډول د لمانځه په وخت کی وایی. خو کله چی مسلم خوښ وي نو الله اکبر هم وايي. مسلمان په سیاسی یا مذهبی ټولنو کی د چکچکي پر ځاي الله اکبر وايي. د جگړو په وخت کی کله چی د مسلمانو عسکران پر دښمنانو یرغل کوی نو الله اکبر چیغی وهی. د څو اسلامی هېوادونو (لکه افغانستان، ایران او عراق) پر بیرغونو باندي تکبیر لیکل شوي دي. کينډۍ:لمونځ په اسلام کې