Jump to content

تيمورګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تيمورګړه
اړوند
پلازمېنه د
عامه معلومات
عمومي معلومات
د وګړو شمېر
۵۸٬۰۵۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
هېواد
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۴۹′۴۱″شمال ۷۱°۵۰′۲۷″ختیځ / 34.8281°شمال 71.8408°ختيځ / 34.8281; 71.8408 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

تيمورګړه يا تيمرګره د پاکستان لردير ولسوالۍ مرکز دی. تیمورګړه د پنجکوړې سیند په ختیځه څنډه کې پروت دی. په لردير کې ترټولو لوی بازار تیمورګړه دی - د تیمورګړې نوم په اړه ډېری افسانې شته، مګر ځینې ځایي خلک وایي کله چې ګوډ تیمور په هند باندې برید کولو لپاره روان و، هغه له دې سیمې څخه تېر شو او ګوډ تیمور دلته خپله کيږدۍ ولګوله، دا چې ګوډ تيمور او د هغې لښکرو په دې ځای کې پړاو کړی و، نو د دې سيمې نوم تيمورګړه شوه چې وروسته ورو ورو په تیمورګرې بدل شو. او دويم دا هم ويل کيږي چې امير تيمور ترک وو، نو (تيمور) ته په فارسي کې (تيمر) ويل کېده، ځکه چې اردو ژبه ډېر وروسته اختراع شوې، په داسې حال کې چې د تيمور زمانه ډېره پخوانۍ ده.

چاپېریال او تاریخ[سمول]

لرغونی تاریخ[سمول]

په تیمرګره کې ځینې لرغوني قبرونه هم شته چې ویل کیږي د آریايانو پورې اړه لري او د دوی دوره د 1500 څخه تر 600 مخزېږديز پورې ښودل کیږي.

سیاحت[سمول]

د سیاحت لپاره ډېر ځایونه شته، خو له تیمرګر څخه پنځه یا څلور کیلومتره د پېښور په لور روان شئ، تاسو به سدو ومومئ چېرې چې د عمر خیل قوم اوسیږي. د کمراني غونډۍ چې د سېلانيانو د جذابيت مرکز دی، خو د ځنګلونو بې ځايه پرې کولو دغه طبيعي ښکلا ته زيان رسولی دی.

د تیمرګرې څخه شاوخوا 30-35 کیلومتره لرې د لړم ټاپ دی، چې د لردير ترټولو لوړه غونډۍ ګڼل کیږي، چې د ادینزو په تحصیل کې راځي.

که تاسو له تیمرګرې څخه ثمرباغ ته لاړ شئ، د شاهي بڼ شاهي ښکلې دره به وګورئ، چې د هغې ځای يخه هوا به تاسې پر هغه ځای مين کړي.

د تیمرګرې د شاوخوا غرونو ښکلا هم په هره ژبه کې عامه ده، چې د ايالتي حکومت لخوا یې سپړلو ته اړتیا ده.

تجارت[سمول]

د تيمرګرې سوداګرۍ له نوابي دورې ډېره ښه شوې،د دې سيمې سوداګري ترډېره په ځايي ځمکو پېر او پلور، موټرو پېر او پلور ولاړه ده، خو اوسمهال د موټرو کاروبار کمرنګه شوی دی، ځکه چې د دې سيمې اکثره وګړي په بهر کې، په ځانګړې توګه په سعودي عربستان کې، کې دي او په هغه ځای کې د زياتو محدوديتونو له کبله د تيمرګرې په سوداګرۍ هم اغېز غورځېدلی دی.