توکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

توکي په وټپوهنه کې هغه توليد شويو محصولاتو ته ويل کيږي چې د توليد کونکو لخوا د پلورلو لپاره د انسانانو د اړتياو د رفع کولو لپاره بازارونو ته وړاندې کيږي.

ټـول هغـه شـيا چـې د انسـان د غوښـتنو د پـوره کيـدو قابليـت ولري توکي بلل کيږي. لکه هوا ډوډۍ کتاب دا ټول د انسان اړتياو پوره کوي چې توکي بلل کيږي .انسان چې کوم تـوکي د خپلـو غوښـتنو د پـوره کيـدو لپـاره کـاروي ځينـې يـې پـه وړيـا توگـه ترلاسـه کـوي او ځينـې داسـې تـوکي دي چـې د شـتمنۍ او يـا د کـار پـه وسـيله تـرلاسـه کيـږي نـو ځکـه مـو تـوکي پـه دوو برخـو ويشلي دي :

غيراقتصادي توکي

غير اقتصادي توکي هغه توکو ته ويل کيږي چې انسان يې په وړيا توگـه تـرلاسـه کـوي داسـې تـوکي انسـان نـه شي پيدا کولی د ساري په ډول لکه باران رڼا او نور . موږ په اقتصاد کې لـه دا ډول توکو سره سرو کار نه لرو ځکه چې موږ يې په وړيا توگـه تـرلاسـه کـوو غيـر اقتصادي توکي لاندی ځانگړتياوی لري :

a) افــاده : پــه غيراقتصــاد توکــو کــې افاديــت شــتو لــري او د انســانانو د اړتياوو د پوره کيدو وړتيا لري.

b) طبعي ډالۍ : غيراقتصادي توکي طبعي ډالۍ ده د انسان زحمت په کې دخيل نـه دی د سـاري پـه توگـه د تـنفس لپـاره هـوا د لمـر رڼـا او نـور چـې څښـتن تعالی انسانانو ته ورکړي دي.

c) په ډير مقدار : د غيراقتصادي توکو درېيمه ځانگړتيـا دا ده چـې پـه ډيـر مقدار شتون لري انسان چې هر څومره وغواړي کارولی شي لکه د لمر رڼا او هوا .

d) ملکيـت : غيراقتصـادي تـوکي د چـا ملکيـت نـه دی هـر څـوک تـری گټـه پورته کولای شي.

e) اخيستل او خرڅول : غيراقتصادي توکي انسانان پـه وړيـا توگـه ترلاسـه کوي اخيستل او خرڅول کيږي نه .

اقتصادي توکي

هغه توکي چې د شتمنۍ او يا د کار پـه وسيله يې انسا ترلاسه کوي اقتصادي توکي بلل کيږي. چـې لاندی دوه ډولونـه لري :

وسايل

نوری تړنیې