توماس رایلې مارشال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
توماس رایلې مارشال
توماس رایلې مارشال
توماس رایلې مارشال

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Thomas Riley Marshall د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۴ مارچ ۱۸۵۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 1 جون 1925 (71 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶] او 1 جون کال 1925 (70–71 کاله)[۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ليکوال [۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
توماس رایلې مارشال
توماس رایلې مارشال

توماس رایلې مارشال (د ۱۸۵۴ ز کال د مارچ له ۱۴ مې – د ۱۹۲۵ ز کال د  جون تر ۱ نېټې پورې) یو امریکایی سیاستوال و، چې له ۱۹۱۳ ز کال نه تر ۱۹۲۱ ز کال پورې یې د ولسمشر ووډرو وېلسن تر واک لاندې د متحده ایالاتو د اته وېشتم مرستیال ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړي چې په اندیانا کې یو مشهور وکیل و، د ډیموکرات ګوند نورو نوماندانو ته د کمپایني ویناوو او غونډو د برابرولو پر مټ یو کارنده او نامتو غړی شو چې وروسته یې د اندیانا د ۲۷م والي په توګه له نوموړي سره د ټاکنو په ګټلو کې هم مرسته وکړه. توماس د دندې پرمهال د اندیانا په اساسي قانون کې د جنجالي بدلونونو د پلي کولو وړاندیز وکړ، خو ایالتي محکمو د نوموړي د هڅو پر وړاندې ودرېدې.  

د اندیانا د والي په توګه د نوموړي شهرت او د برخلیک ټاکونکي ایالت په توګه د اندیانا درېځ، په ۱۹۱۲ ز کال کې له مارشال سره مرسته وکړه چې د وېلسن سره په ټکټ کې د دیموکرات ګوند په استازیتوب د مرستیال ولسمشر د چوکۍ لپاره خپله نوماندي خوندي کړي او ورپسې ټولټاکنې وګټي. د ایډیالوژیکي واټن له امله چې دوی تر منځ د لومړۍ دورې په اوږدو کې رامنځ ته شو، وېلسن په اداره کې د مارشال نفوذ محدود کړ او د مارشال اخلاقي  او د ټوکو چلند د دې لامل شو چې وېلسن د نوموړي دفتر له سپینې ماڼۍ نه ګوښه ځای ته ولېږدوي. د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې، مارشال د خپلې دویمې دورې په اوږدو کې په ټول هېواد کې مورال لوړولو ویناوې کولې او د متحده ایالاتو لومړی مرستیال ولسمشر و چې د کابینې د غونډو مشري یې وکړه. نوموړي دا غونډې په هغه وخت کې رهبري کړې چې وېلسن په اروپا کې په سفر بوخت و. لکه څنګه چې هغه د متحده ایالاتو د سنا رئیس و، د جګړې ضد لږ شمېر سناتورانو د بحثونو په نه ختمېدو د سنا بهیر ډپ ساتلی و. د دې لپاره چې د جګړې د وخت مهم تقنیني اسناد تصویب شي، مارشال د سنا غړي اړ کړل چې داسې کړنلاره را منځ ته کړي چې د دوه پر درېیو اکثریت رایو پر بنسټ ځنډوونکو بحثونو ته د پای ټکۍ کېږدي ، چې دا کړنلاره په لږ تو پیر سره تر اوسه هم د اجرا وړ ده.

د مارشال د مرستیال ولسمشرۍ دوره په مشرتابه کې د ناورین له امله، چې د ۱۹۱۹ ز کال د اکتوبر په میاشت کې وېلسن د سکتې له امله معیوب شو، تر ټولو تلیاده دوره ده. د وېلسن سلاکارانو او مېرمن ایډیت، له مارشال نه د شخصي ناخوښۍ له امله هڅه وکړه چې ،نوموړی د ولسمشر د حالت په اړه ناخبره وساتي، ترڅو ونه شي کړای چې د ولسمشرۍ واک او دندې ترلاسه کړي. د کابینې د چارواکو او د کانګرس مشرانو په ګډون ډېری خلکو، له مارشال نه وغوښتل چې سرپرست ولسمشر شي، خو نوموړي د فشار له لارې د وېلسن د واکونو او دندو په غاړه اخیستو نه ډډه وکړه ترڅو د یوې حقوقي رویې د را منځ ته کېدو نه مخنیوی وکړي.  په اجرائیه قوه کې د ځواکمن مشرتابه د نه شتون له امله، د دوی د اداري مخالفینو د ملتونو د ټولنې د تړون تصویب لغوه کړ او متحده ایالات یې په عملي توګه په بهرني سیاست کې انزوا ته یووړل. مارشال د متحده ایالاتو یوازینی مرستیال ولسمشر دی چې د دندې پرمهال یې د وژنې ځانګړې هڅه شوې ده. په همدې توګه، مارشال د دانیل ډي ټامپکېنز نه وروسته، چې نږدې یوه پیړۍ وړاندې مرستیال ولسمشر و، یوازینۍ کس

دی چې دوه بشپړې دورې یې خدمت وکړ.    

مارشال د خپل طبعیت او شوخ چلند له امله شهرت درلود. د نوموړي د تلپاتې ټوکونه یوه د سنا د مجلس په بحث کې وه چې په لویه کچه یې خپل همکاران خندا ته را وپارول. د سناتور جوزف بریسټو د هېواد اړتیاوو د نوملړ په ځواب کې مارشال وویل چې: "هغه څه چې په ریښتیا دا هېواد ورته اړتیا لري، یو پنځه سینټه غوره سیګار دی." د نوموړي د مرستیالۍ د دورو له پای ته رسېدو وروسته، په اندیاناپولیز کې حقوقي کار پیل کړ چې په دې ځای کې هغه لوی شمېر حقوقي کتابونه او د خپلو یادونو یوه ټولګه ولیکل. نوموړي خپلو عامه ویناوو او سفرونو ته دوام ورکړ او په ۱۹۲۵ ز کال کې د یو سفر پر مهال د زړه د حملې له امله مړ شو.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

کورنۍ او مخینه[سمول]

د توماس مارشال نيکه رايلې مارشال، په ۱۸۱۷ ز کال کې انديانا ته را کډه شو او د ويتلي په اوسني ناحیه کې په يوه کرونده کې مېشت شو. کله چې د نوموړي په کرونده کې د ګاز او تېلو یو متوسط کان کشف شو، نوموړی شتمن شو. هغه په ۱۸۲۷ ز کال کې دا کرونده په ۲۵۰۰۰ ډالرو وپلورله چې په ۲۰۱۵ ز کال کې د ۵۲۳۷۵۰ ډالرو سره برابر دي. د دې پیسو پر مټ هغه وتوانېد چې یو متوسط جایداد و پېري او نور خپل پاتې ژوند د اندیانا دیموکرات ګوند د فعال غړي په توګه تېر کړي، چې د ګوند لپاره یې د اندیانا ایالت د سناتور، د ګوند رئیس او مالي مرسته کوونکي په توګه خدمت وکړي. نوموړي وکړای شو ،چې خپل یوازینی زوی دانیال د طب پوهنځي ته واستوي. [۸]

د مارشال مورمارتا پیترسن، کله چې په اوهایو کې اوسېده، په دیارلس کلنۍ کې یتیمه شوه او وروسته اندیانا ته د خپلې خور کور ته لاړه چې د مارشال کور ته نږدې په يوه کرونده کې ژوند کاوه. مارتا د خپل طبعیت او شوخ چلند له امله شهرت درلود، لکه څنګه چې وروسته زوی هم د نوموړې په شان شو. مارتا او دانیل په ۱۸۴۸ ز کال کې له یو بل سره ولیدل او واده یې وکړ.  [۹]

د توماس ریلي مارشال د ۱۸۵۴ ز کال د مارچ په ۱۴ مه د اندیانا په شمالي منچسټر کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. له ده نه دوه کاله وروسته یې خور وزیږېده، خو په ماشومتوب کې یې له نړۍ نه مخه ښه وکړه. مارتا په نري رنځ (تبرکلوز) اخته وه، چې دانیل په دې باور دی چې د دوی د ماشومې لور د خرابې روغتیا لامل هم همدا و. کله چې مارشال لا تر اوسه زڼکی و، کورنۍ یې په دوامداره توګه د دانیال لپاره د ښه چاپېریال په لټه کې وه چې په مارتا د "کور نه د باندې درملنې" هڅې وکړي. په ۱۸۵۷ ز کال کې، لومړی دوی د الینویز کوینسي سیمې ته کډه شول. په الینویز کې د ژوند په اوږدو کې دانیال مارشال چې د امریکا د اتحادیې ملاتړی او وفادار ډیموکراټ و، خپل څلور کلن زوی توماس، د لینکن او ډګلاس مناظرې ته یووړ. مارشال وروسته په ۱۸۵۸ زکال کې یادونه وکړه چې د غونډې پر مهال نوموړی د دواړو نوماندانو سټیفن ډګلاس او ابراهیم لینکن په غېږ کې په نوبت سره ناست و، کله به چې یو یا بل خبرې نه کولې او هغه دا د یوې  پخوانۍ او تر ټولو خوږې تلپاتې خاطرې په توګه یادوي.  [۱۰][۱۱][۱۲]

په ۱۸۵۹ز کال کې د نوموړي کورنۍ د کنزاس ایالت اوساواټومي سیمې ته کډه شوه، خو د پولې په اوږدو کې تاوتریخوالي دې ته اړ کړل چې په په ۱۸۶۰ ز کال کې میسوري ته کډه شي. په پایله کې دانیال د مارتا د ناروغۍ په درملنه کې بریالی شو. د امریکا کورنۍ جګړې په را نږدې کېدو سره، د کنزاس د خونړیو پېښو په ترڅ کې تاوتریخوالی په میسوري کې هم خپور شو. د ۱۸۶۰ز کال په اکتوبر کې د ډف ګرین تر مشرۍ لاندې څو کسانو له دانیال مارشال نه غوښتنه وکړه چې غلامۍ پلوه ډلې ته طبي مرستې چمتو کړي، خو نوموړي و نه منله او هغه کسان ووتل. کله چې د مارشال ګاونډیانو هغه ته خبرداری ورکړ چې ګرین راستنېږي او هوډ لري چې دوی ووژني، کورنۍ یې په چټکۍ سره خپل توکي وتړل او د یوې کوچنۍ بخاربېړۍ پر مټ الینویز ته وتښتېدل. د مارشال کورنۍ د لنډ وخت لپاره په الینویز کې پاتې شوه او دوی بېرته اندیانا ته کډه شول چې له ناکراره پولې نه یوڅه لرې وه.  [۱۳][۱۴][۱۵]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Thomas-R-Marshall — subject named as: Thomas R. Marshall — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62v2h1g — subject named as: Thomas R. Marshall — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/675 — subject named as: Thomas Riley Marshall — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/26491178 — subject named as: Thomas Riley Marshall — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Thomas Riley Marshall — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Marshall, Thomas Riley (14 March 1854–01 June 1925), governor of Indiana and vice president of the United States — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.0600396
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=marshallt — subject named as: Thomas R. Marshall
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=marshallt — subject named as: Thomas R. Marshall — سمونګر: Donald E. Thompson — سرليک: Indiana Authors and their Books, 1917-1966 — خپرونکی: Wabash College
  8. Bennett 2007, p. 2.
  9. Bennett 2007, p. 3.
  10. Gray 1977, p. 281.
  11. Bennett 2007, p. 5.
  12. Gugin and St. Clair, eds. 2006, p. 232.
  13. Gugin and St. Clair, eds. 2006, p. 232.
  14. Bennett 2007, p. 6.
  15. Bennett 2007, p. 4.