توره ګوبلکه
توره ګوبلکه يا قارچ په انګرېزي: (Black Fungus) د يوه ویروس نوم دی، توره ګوبلکه يا فنګس په خاوره کې د موکورمايکوزيس په نوم يوه راشنه کېدونکې ماده ده او په خاورو کې رشد يا وده کوي.
نښې[سمول]
تبه د سردرد، په خوله پزې او نور بدن کې ډېر نامنظمه ټپونه، اسهال، د نفس تنګون. د دې ناروغۍ يوه ترټولو لويه نښه په بدن کې يو ټپ يا زخم دی. دا زخم يا ټپ د بدن هر ځای کې ممکنه ده چې رامېنځ ته شي.
لامل[سمول]
دا ناروغي تر ډېره يو وېروس ګڼل شوی، خو تر ډېره بيا يوه ناروغي ده، چې د هوا ککړتيا, او نظافت، پاکوالي نه مراعاتولو له امله پېښېږي.
څومره دا ناروغي خطرناکه ده؟[سمول]
د خواشينۍ خبره دا ده چې کله دا زخم پر کوم ځای را شين شي، بايد سمدلاسه هغه ځای پرې شي او له بدنه لېرې شي. نو د همدې امله کله چې پر خولې يا ژبې دا ټپ راڅرګند شي، ناروغ نه پاتې کېږي سله په سلو کې مړ کېږي.
درملنه[سمول]
دا ناروغي باید ژر ترژره څرګنده شي، ناروغ که په بدن کې پورته يادې شوي نښې ولري، ژر تر ژره بايد ډاکټر ته مراجعه وکړي، ترڅو د فنګس ضد درمل ورکړي. او تر ډېره حده کابو شي.