Jump to content

تاپسي پانو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په انګرېزي: Taapsee Pannu
تاپسي په ۲۰۲۲ کې
تاپسي په ۲۰۲۲ کې
تاپسي په ۲۰۲۲ کې

د شخص مالومات
پيدايښت ۱ اگسټ ۱۹۸۷[۱][۲]
نوې ډیلي، هند
استوګنځای ممبای   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت هند   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ميړه ماتياس بو (واده ۲۰۲۴)
عملي ژوند
تعلیم د ګورو بهادر ټکنالوژۍ پوهنتون، د انجنيرۍ پوهنځی
کار/مسلک اداکاره
کاروونکي ژبه هندي ،  مليالم   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
فلمفير جايزه د ښه لوبګري لپاره (لپاره د: Thappad ) (۲۰۲۱)  ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

تاپسي پانو (د ۱۹۸۷ کال د اګست په لومړۍ نېټه زیږیدلې)، یوه هندي اداکاره ده چې په هندي، تیلګو او تامل فيلمونو کې کار کوي. پانو د خورا ډیرو جايزو ګټونکې ده چې مشهوره يې د «فيلم فاير» جايزې دي.

په ماډلينګ کې له څه مودې کار کولو وروسته نوموړي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ زېږديز کې د جيمنډي نادم په نوم يوه ټولګو ژبې فيلم کې کار پيل کړ. له هغه وروسته هندي سينما ته لاړه چې د چشم بدور، بيبي، ګلابي، زما نوم شبانه او داسې ډېرو نورو فیلمونه کې کارونه وکړل چې د ښه ځلېدو لامل يې وګرځېدل.

د لوبغاړۍ سربېره پانو د څو شرکتونه مشره هم ده.. پانو د پخواني لوبغاړي ماتیس بو سره واده کړی دی.

شخصي ژوند

[سمول]

تاپسي پانو د ۱۹۸۷ کال د اګسټ په لومړۍ نېټې په نوي ډیلي کې زېږېدلې ده، هغه په خټه سيکه ده. [۳] [۴] د هغې پلار دلموهن د املاکو (رهنمايي معاملاتو) په يوه دفتر کې کار کاوه او اوس يې تقاعد ترلاسه کړی دی، مور يې د کور جوړونې انجنيره ده. [۵] [۶] [۷] د دلموهن کورنۍ چې د ډیلي په شکتينګړ کې اوسېده د 1984 د سيکانو ضد پاڅون په ترڅ کې په نښه شوې وه، خو د خپلو هندو ګاونډیانو په کورونو کې د پناه موندلو وروسته ژوندي پاتې شوه. [۸] هغه د شګون په نوم يوه وړه خور هم لري. [۹] هغې خپلې لومړنۍ زده کړې د اشوک ویهار په عمومي ښوونځي کې کړې او د هرينګړ د بهادر ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ کې یې د کمپیوټر ساینس او انجینرۍ په برخه کې د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي. [۱۰] [۱۱]

د فراغت وروسته، پانو د سافټویر انجنیرې په توګه کار کاوه. [۱۲] . دې هرڅه سره سره، هغې له ماډلينګ سره هم مينه درلودل [۱۳] پد وخت په تېرېدو په یری چاپي او تلویزیوني اعلاناتو کې راڅرګند ه شوه تر دې چې يو وخت فيلمي نړۍ ته دننه شوه او ځان يې د باليووډ په مشهورو څېرو بدل کړ. [۱۲]

پانو د چشمه بدور ، 2013 فيلم کې
پانو د 2018 HT سټایل جايزو په نندارتون کې

پانو د ډينمارک د بیډمنټن لوبغاړي ماتیس بو سره یوولس کاله د مينې اړیکه درلوده او له واده کولو دمخه یې نهه کاله ورسره کوژده کړې وه. [۱۴] د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د محکمې له واده وروسته، [۱۵] پانو د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۳ مه په اودي پور کې په دودیز مراسمو کې له بو سره واده وکړ. [۱۶] [۱۷]

سرچينې

[سمول]
  1. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm3966456/ — د نشر نېټه: ۱۳ جولای ۲۰۱۶
  2. subject named as: Taapsee Pannu — ČSFD person ID: https://www.csfd.cz/tvurce/149157
  3. . 1 August 2021. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  4. . 22 January 2015. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  5. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named IT_May2020
  6. . 26 September 2018. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  7. . 20 September 2019. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  8. . 15 March 2023. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  9. . 12 October 2020. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  10. . 27 May 2017. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  11. . 13 January 2011. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ . 4 October 2011. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  13. . 25 January 2008. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  14. . 10 August 2024. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  15. . 15 December 2024. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  16. . 25 March 2024. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  17. . 25 March 2024. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)