تانبه:هرات/Selected article/1

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سلما بند د سلما پر بند کار د لومړی ځل لپاره د سردار محمد داود خان د جمهوریت په مهال په ۱۹۷۰م کال کې کار پیل شو، د دې بند کار تر ډېره بشپړ شو خو په نوي یمه میلادي لسیزه کې د کورنیو جگړو په ترڅ کې پر دې پروژې شوی کار تر ډېره ویجاړ شو. د سلما بند، چې د چشت شريف ولسوالۍ پر هریرود سیند جوړ شوی دی، نه یوازې د برېښنا د تولید لپاره دی بلکې د اوبه لگونې لپاره هم تری ګټه اخیستل کیږی . دا پروژه د محمد داوود خان د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته په افغانستان کې لومړنۍ لویه پروژه ده، چې په ۲۰۱۶م کال کی د هند په مرسته بشپړ او د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د ولسمشر نريندرا مودي لخوا پرانستل شو او دی بریښنا کوټ ته د افغان هند دوستی نوم هم ورکول شو.