تاج الدین احمد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
تاج الدین احمد
(بنګالي: তাজউদ্দীন আহমদ د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د شخص معلومات
پيدايښت ۲۳ جولای ۱۹۲۵
مړینه 3 نومبر 1975 (50 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ډاکه  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت بنګله دېش
برطانوي هند
پاکستان  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه بنګالي ژبه  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) بنګالي ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تاج الدین احمد (زوکړه: د ۱۹۲۵ زکال د جولای ۲۳ مه – مړینه: د ۱۹۷۵ زکال د نومبر ۳ مه) بنګالي سیاستوال و. هغه په ۱۹۷۱ زکال کې د بنګلادیش د آزادي غوښتونکې جګړې پر مهال د لومړي وزیر په توګه د بنګلادیش د لنډ مهالي دولت مشري وکړه او په همدې سره د بنګلادېش په رامنځته کېدو کې د مخکښې څېرې په توګه پېژندل کېږي.

تاج الدین په بریتانوي هند کې د مسلم لیګ د ځوان کارګر په توګه سیاست ته مخه کړه. هغه په ډاکا کې مستقر د مسلم لیګ سیکولر څانګې ته چې له دیموکراسي یې ملاتړ کاوه اړوند و. د مسلم لیګ سیکولر څانګه د هند له ویش او د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته د مسلم لیګ ګوند له ارتجاعي ګوندي خط څخه ووته. د جابو لیګ په نامه د ځوانانو د لنډ مهالي سازمان د غړي په توګه نوموړي په ۱۹۵۲ زکال کې په فعاله توګه د ژبې په خوځښت کې ونډه واخیسته. په ۱۹۵۳ زکال کې هغه له عوامي مسلم لیګ (وروسته عوامي لیګ) سره چې د مسلم لیګ مخالفه ډله و یوځای شو. راتلونکی کال نوموړی د ختیځ پاکستان د ایالتي شورا د غړي په توګه وټاکل شو. نوموړي شیخ مجیب الرحمن ته د باوري کس په توګه د ۱۹۶۰ مې لسیزې په وروستیو کې د ایوب خان د واکمنۍ پرمهال د یو سیکولر سیاسي ګوند په توګه د عوامي لیګ په بېرته را ژوندي کولو کې مرسته وکړه.

له ۱۹۶۶ زکال راپدیخوا د عوامي لیګ د عمومي منشي په توګه تاج الدین د ۱۹۶۰ مې لسیزې له وروستیو څخه د ۱۹۷۰ مې لسیزې تر لومړیو پورې ګوند همغږی کړ او آن په ځینو مواردو کې یې بند هم تېر کړ. هغه د شپږ ماده یې غوښتنلیک لومړنۍ مسوده برابره کړه چې په پایله کې د بنګلادیش د رامنځته کېدو لامل وګرځېده. هغه په ۱۹۷۰ زکال کې د پاکستان د عمومي ټاکنو لپاره د عوامي لیګ ټاکنیز کمپاین همغږی کړ چې له امله یې لیګ په تاریخي بڼه په پارلمان کې اکثریت چوکۍ خپلې کړې. نوموړي همدارنګه د ۱۹۷۱ زکال په مارچ میاشت کې د نه همکارۍ خوځښت له دې امله رامنځته کړ چې ولسمشر یحیی خان منتخبو قانون جوړونکو ته د واک لېږد وځنډاوه. تاج الدین د مجیب او یحیی ترمنځ د پاکستان د ختیځ او لویدیځ ترمنځ په اساسي قانون کې د اختلافاتو او همدارنګه ملي شورا ته د واک د لېږد پر سر په مذاکراتو کې د شیخ مجیب الرحمن د پلاوي غړی و. د ۱۹۷۱ زکال د مارچ په ۲۵ مه د پاکستان د پوځ له خوا د بنګالي وګړو له ځپلو وروسته تاج الدین هند ته وتښتېد. د شیخ مجیب په غیاب کې هغه د ۱۹۷۱ زکال پر مهال په تبعید کې د بنګلادیش د موقت دولت په جوړولو لاس پورې کړ او د لومړي وزیر په توګه یې د هغو مشري وکړه.

په خپلواک بنګلادیش کې تاج الدین له ۱۹۷۲ زکال څخه تر ۱۹۷۴ زکال پورې د شیخ مجیب په کابینه کې د مالیې او پلان جوړونې د وزیر په توګه خدمت وکړ. نوموړی همدارنګه د بنګلادیش د اساسي قانون د جوړونکې کمېټې غړی و. نوموړي په ۱۹۷۴ زکال کې له کابینې استعفا ورکړه څو آرامه عادي ژوند وکړي. د یوې کودتا په ترڅ کې د شیخ مجیب له ترور وروسته تاج الدین ونیول شو او د ۱۹۷۵ زکال د نومبر په ۳ مه د عوامي لیګ له دریو نورو مشرانو سره په بند کې اعدام شو.

لومړنی ژوند[سمول]

تاج الدین احمد خان د ۱۹۲۵ زکال د جولای په ۲۳ مه د بریتانوي هند د بنګال صوبې د ډاکا سیمې د دارداریا کلي (اوس مهال د بنګلادیش غازي پور سیمه) د مولوي محمد یاسین خان او د مهر النسا خانم په محافظه کاره او د منځنۍ کچې په کورنۍ کې وزېږېد. هغه د خپلو نهو خویندو وروڼو – درې وروڼو او شپږ خویندو – مشر و. [۲][۳]

د بنګال ایالت چې د هند ختیځه پوله وه له دوه مفهومي سیمو څخه جوړه وه: لویدیځ بنګال چې اکثریت وګړي یې هندوان و او اداري مرکز یې کلکته د سوداګریزو او کلتوري تبادلو مرکز و؛ ختیځ بنګال، یا د تاج الدین کور د غریبو لویدیځو بنګالیانو سیمه وه چې ډیری وګړي یې بېوزله مسلمان بزګران و. د تاج الدین د ودې د کلونو پر مهال په هند کې د بریتانیا حکومت مخ پر زوال و او بنګال هم د قحطۍ، جمعي اندېښنو او نورو ستونزو څخه ضربه ولیده. همدا و چې دغه ځای د انګلیس ضد فعالیتونو په مرکز واوښت. هم مهاله ورسره د هغه سیاسي فعالیتونه په کم عمر سره پیل شول او آن ځینې مهال به یې د هغه د تحصیلاتو مخه هم نیوله. د بنګال انګلیس ضد فعالان هغه ته لومړني سیاسي الهام بخښونکي و. [۳][۴][۵][۶]

د بنګلادېش د آزادۍ جګړه[سمول]

په داسې حال کې یحیی خان د مارچ په ۲۵ مه د مذاکراتو د بیاځلي پیلولو ژمنه ورکړه، خو ټول ډېر ژر د یوې وسله والې شخړې له رامنځته کېدو اندېښمن و. شیخ مجیب الرحمن به تل خپلو کارکوونکو ته لارښوونه کوله څو ځانونه خوندي ځایونه ته ورسوي. د تاج الدین او نورو له ډېر ټینګار سره مجیب الرحمن د مارچ تر ۲۵ مې پورې له دې امله تېښتې ته مخه نه کړه ځکه وېرېده چې دا به د ګڼ شمېر پاکستاني بېګناه وګړو د عام وژنې لامل وګرځي. تاج الدین هم د مارچ تر ۲۵ مې پورې په ډاکا کې پاتې شو؛ په همدغه شپه یحیی په پټه له ډاکا ووت او پاکستاني ځواکونو هم دلته د بنګلادیشي وګړو د ځپلو پر مهال زرګونه کسان ووژل. د ټول ملت په څېر د عوامي لیګ مشري هم غافلګیره شوې وه، دوی سره تیت شول او هر یو ځان ته د امن پټنځای موندلو په لټه کې شول او له یو بل سره یې د څو ورځو لپاره اړیکې پرې شوې. د مارچ د ۲۵ مې په شپه تاج الدین او د هغه پخواني ملګري امیرالاسلام خپل کور او کورنۍ پرېښودې او پټ شول. دوی په پټه توګه د مارچ په ۲۷ مه له ډاکا څخه ګاونډي هند ته ولاړل. [۷][۸][۹][۱۰]

تاج الدین څو ورځې وروسته خبر شو چې شیخ مجیب الرحمن د مارچ د ۲۵ مې په شپه نیول شوی. هغه له نیول کېدو وړاندې د بنګلادیش د خپلواکۍ اعلان د یوه راډیويي پیغام له لوري خپور کړی و. تاج الدین او امیرالاسلام له یوه ګواښ ډک سفر وروسته چې تر ډېره پورې یې په پیاده توګه ترسره کړ د کوشتیا او چوآدانګا له لارې یې وکولای شول د مارچ په ۳۰ مه د هند له پولې واوړي. د پولې په پوځي قرارګاه کې د هند د سرحدي ځواکونو سیمه ئیز قوماندان ګولوک مجومدار هغوی ومنل. مجومدار هغوی له ځنډ پرته له ځان سره کلکتې ته ولېږدول. دلته د مارچ د ۳۰ مې په شپه او راتلونکې ورځ تاج الدین، اسلام او د هند د سرحدي ځواکونو قوماندان رستم جي چې د دوی له راتګ څخه په خبرېدو له ډهلي څخه راغلی و؛ خبرې وکړې. د اپرېل په لومړۍ نېټه تاج الدین او اسلام له مجومدار سره په ګډه د یوې پوځي ترانسپورټي الوتکې په مرسته ډهلي ته ولاړل. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په تبعید کې د بنګلادیش د حکومت جوړول[سمول]

د اپرېل په څلورمه تاج الدین په ډهلي کې د هند له لومړي وزیر ایندیرا ګاندي سره ولیدل. راتلونکې ورځ په دویمه ناسته کې ګاندي ورته وویل چې شیخ مجیب نیول شوی او پاکستان ته لېږودل شوی، په داسې حال کې چې پاکستان دغه موضوع تر اوسه رسمي کړې نه ده. هغه یوه ورځ وړاندې له امیر اسلام سره په مشوره د بنګلادیش د دولت په اړه د سوال په ځواب کې وویل چې یو لنډ مهاله حکومت د شیخ مجیب الرحمن په مشرۍ او د کابینې د غړو په توګه د عوامي لیګ د هغو مخکښو مشرانو په ګډون چې د مجیب او یحیی په مذاکراتو کې یې ګډون درلود جوړ شوی. دلته تاج الدین ځان لومړی وزیر معرفی کړ. یوازې له شیخ مجیب پرته د نورو غړو پټن ځایونه معلوم نه و. همدا و چې په دغه ناسته کې دوه مهمې پرېکړې وشوې: هند د بنګلادیشي کډوالو پر مخ پولې پرانیستې او د میلیونونو هغو بنګلادیشي وګړو ژوند وژغورل شو چې د پاکستان د پوځ څخه له لویو ښارونو راتښتېدلي و؛ هند د بنګلادیش دولت ته اجازه ورکړه څو د هند له خاورې خپل فعالیت وکړي. سربېره پر دې د هند دولت ژمنه وکړه چې په هره ممکنه وسیله چې وکولای شي د بنګلادیش له آزادي غوښتونکې جګړې سره به مرسته وکړي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000013141 — subject named as: Tajuddin Ahmed — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. (په 25 July 2013 باندې). Reminiscing a true patriot.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Chowdhury 2019، ص. 12.
  4. Chowdhury 2019، ص. 7.
  5. Jahan 1994، ص. 25.
  6. Ahmed 2008، صص. 29–30.
  7. Hasan 1992، صص. 8–9.
  8. Islam 1985، ص. 62.
  9. Islam 1985، صص. 57–58.
  10. Islam 1985، صص. 56–57.
  11. Islam 1985، صص. 62–67.
  12. Islam 1985، ص. 67.
  13. Islam 1985، ص. 68.
  14. Islam 1985، ص. 69.
  15. Karim 2005، ص. 204.
  16. Islam 1985، ص. 71.
  17. Hasan 1992، ص. 13.
  18. Hasan 1992، ص. 11.
  19. Islam 1985، ص. 73.