تاجېکان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تاجېکان یا تاژېکان یا تاجکان په انګلیسي(Tajik) هغه قوم دی چې په منځنۍ اسیا کې اوسیږي اصلي سیمې یې شمالي افغانستان او تاجېکستان دی د دغه قوم شمېر تر ١٧-٢٧ مېلیونو پورې اټکل شوی دی په پاړسي دري ژبه خبرې کوي دوهمې ژبې یې پښتو ازبېکي او روسۍ دي د تاجېکستان د تاجېکانو ژبه تاجېکۍ ده او دوهمه ژبه یې روسۍ ده چې په سوداګرۍ کې یې کاروي افغان تاجېکان زیاتره افغانستان په شمالي سیمو کې اوسیږي او په پاړسي دري ژبه غږیږي دوی هم د پښتنو په شان د اریایانو یو پخوانی توکم دی دغه قوم پر افغانستان او تاجېکستان سربېره په چین اېران پاکستان ازبېکستان او یو شمېر نورو اروپایي هېوادو کې اوسیږي