بې پلوه هېواد
بې پلوه هېواد هغه هېواد ته ویل کېږي چې په یوه ځانګړې جګړه کې د ښکېلو غاړو په مقابل کې بې پرې یا بې طرفه وي او یا هم ځان په ټولو راتلونکو شخړو کې دایمي بې طرفه ساتي (چې له ناټو او سي.اېس.ټي.او غوندې پوځي اتحادونو سره نه یوځای کېدل په کې شاملېږي). د بې پلوه هېوادونو وګړي د دښمن هېواد د ملکیانو او جنګي بندیانو په نسبت ډېر خوندي دي او د جنګي اقداماتو په مقابل کې د جګړې د قانون ملاتړ ورسره دی. بېلابېل هېوادونه خپله بې پلويتوب په بېلابېلو ډولونو تفسیروي: ځینې هېوادونه لکه «کاسټاریکا» غیر پوځي شوي دي، په داسې حال کې چې سویس «وسلهوالې بې پلوۍ» ته پابند دی تر څو د کوم لوی پوځ له یرغل سره مخ نهشي، په داسې حال کې چې ځان له بهرنۍ لاسوهنې هم منع کوي.[۱]
ټول بې پلوه هېوادونه له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې یا بهرني اتحاد څخه ځانونه نه ساتي، ځکه چې اتریش، آیرلینډ او سویس د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې فعال ځواک لري او په اروپايي اتحادیه کې هم یو سیاسي اتحاد لري. د سویس معمول سیاست دا دی چې د جګړې په برخه کې د بې پلوۍ ساتلو لپاره په پوځي اتحادونو کې ګډون نه کوي. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته نارډیک هېوادونو خپله بې پلوي اعلان کړه، خو سویزرلنډ د ژمنۍ جګړې په پیل کې خپل دریځ غیر متخاصم حالت ته بدل کړ.
د تېرو پېړیو په جریان کې د بې پلوه چلند په تفسیر کې مهم بدلونونه رامنځته شوي دي. د سړې جګړې په جریان کې «یوګوسلاویا» د پوځي او ایډیالوژیکې بې پلوۍ دعوه کوله او دغه کار ته یې ځای ناستي «سربیا» هم دوام ورکړی دی.[۲][۳]
د یوه بې پلوه واک حقونه او مسؤولیتونه
[سمول]ښکېل لوری یا متخاصم نه شي کولای پر بې پلوه سیمه برید وکړي او که بې پلوه واک د دغسې یوې هڅې په مخ کې ودرېږي، بې پلوۍ ته یې څه زیان نه رسېږي.[۴][۵]
یو بې پلوه واک باید د ښکېلو غاړو هغه ځواکونه توقیف کړي چې د دوی سیمې ته ورغلي دي. متخاصم یا د ښکېلو غاړو پوځونه ښايي بې پلوه وګړي جذب نه کړي، خو ښايي په کې د شاملېدو لپاره له هېواده بهر لاړ شي. د متخاصمو یا ښکېلو پوځونو پرسونل او وسایل ښايي له بې پلوه سیمې څخه تېر نهشي یا ونه لېږدول شي، خو ټپيان ښايي ولېږدول شي. یو بې پلوه واک ښايي د متخاصمانو لپاره اړیکو اسانتیاوې برابرې کړي، خو جګړهييز توکي نه برابروي، که څه هم د دغسې توکو د صادراتو مخنیوي ته کومه اړتیا نه لري.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
په رسمیت پېژندنه او قانون جوړونه
[سمول]بې طرفي په بېلابېلو لارو په رسمیت پېژندل شوې ده او کله ناکله یو رسمي ضامن هم لري. د بېلګې په توګه اسټریا (اتریش) خپله بې طرفي د څلورو پخوانیو اشغالګرو قدرتونو په مرسته، سویزرلنډ د ویانا کنګرې د لاسلیکوونکو په مرسته او فنلنډ بیا د شوروي اتحاد په مرسته د سړې جګړې پر مهال تضمین کړې ده. د رسمي پېژندنې بڼې تر ډېره د دوه اړخیز تړون (فنلنډ)، ګڼ اړخیز تړون (اسټریا) او یا د ملګرو ملتونو د اعلامیې (ترکمنستان) په ډولونو بېلابېلې دي. کېدای شي دا تړونونه له ځینو اړخونو څخه پر یوه هېواد تحمیل شي (شوروي اتحاد د اسټریا پر بې طرفۍ ټینګار کاوه)، خو په نورو مواردو کې دا یوه جیوپالیټيکي موقعیت ته (لکه په دویمه نړیواله جګړه کې چې ایرلنډ و) د غبرګون لپاره د اړوند هېواد فعال سیاست دی.[۱۵]
د اړوند هېواد لپاره پالیسي معمولاً تر تړون لوړه تدوینېږي یا جوړېږي. اسټریا او جاپان خپلې بې طرفۍ په خپلو اساسي قوانینو کې راوړې دي، خو دغه کار یې د جزئیاتو په بېلابېلو کچو ترسره کېږي. د بې طرفۍ ځینې جزئیات باید د دولت له خوا تفسیر شي، په داسې حال کې چې ځینې نور یې بیا په څرګند ډول بیان شوي دي. د بېلګې په توګه اسټریا ښايي د هېڅ ډول بهرنۍ اډې کوربهتوب ونهکړي او جاپان نهشي کولای په بهرنیو جګړو کې برخه واخلي. له دې سره سره سویزرلنډ چې رسمي قانون یې نه درلود، د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې یې سرتېرو ته له خپل قلمرو څخه د تېرېدو په اجازه ورکولو کې نرمي کوله.[۱۵]
وسلهواله بې پلوي
[سمول]وسلهواله بې پلوي د یوه یا ډېرو دولتونو هغه حالت دی چې د جګړې له هېڅ یوې غاړې سره هم اېتلاف نه لري، خو ادعا کوي چې که له هر لوري څخه برید پرې وشي نو د ځان دفاع به وکړي. ښايي په دې کې لاندې موارد شامل وي:[۱۶]
- له ژمنې پرته پوځي چمتووالی، په ځانګړي ډول د جګړې پر مهال د یوه بې پلوه دولت د بیان شوې پالیسۍ په توګه او د هر متخاصم قدرت پر حقونو د برید مخ ته چمتووالی.[۱۷]
- وسلهواله بې پلوي داسې اصطلاح ده چې په نړیوال سیاست کې د یوه یا ډېرو هغو دولتونو د میلان او دريځ لپاره کارول کېږي چې له هېڅ یوې جګړهييزې غاړې سره اېتلاف نه کوي. دا په جګړه کې د یوه بې پلوه واک شرط دی چې ځان د هر یوه متخاصم لوري له هر ډول تېري سره د مقاومت لپاره چمتو وساتي.[۱۸]
- وسلهواله بې پلوي د دې لامل کېږي چې یو په ظاهر بې پلوه دولت د خپلې بې پلوۍ د ساتنې لپاره وسلې ته لاس اچوي تر څو خپله بې پلوي وساتي.
دا اصطلاح د «لوی کاترین» په مشرۍ د نارډیک هېوادونو او روسیې د وسلهوالې بې پلوۍ د لومړني لیګ له تاریخي سمندري بې پلوۍ څخه اخیستل شوې ده چې د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې رامنځته شوه، خو تر هغه وخت را وروسته یوازې د هېوادونو د بې پلوۍ لپاره کارول کېږي. سویډن او سویس د خپلو هغو وسلهوالو بې پلویو په خاطر مشهور دي چې د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې وساتلې. سویسیان او سویډنیان د بې پلوۍ اوږده مخینه لري: دوی په ترتیب سره له ۱۸۱۵ او ۱۸۱۴ کلونو را وروسته په نړیوال جګړهییز حالت کې نه دي واقع شوي. له دې سره سره فعال بهرنی سیاست مخته بیایي او په ټوله نړۍ کې د سولې جوړونې په پروسو کې برخه لري. د اډوین ریشاور په خبره "د بې پلوۍ لپاره باید د سویس او سویډن په څېر کلک پوځي حالت ته چمتو شئ."[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
د دې پر خلاف، نور بې پلوه دولتونه ښايي له خپل پوځي قدرته لاس واخلي (کاسټاریکا او لیخټن اشتاین د هغو هېوادونو بېلګې دي چې دغه کار کوي) یا یې کم کړي، یا هم ښايي د هېواد د دفاع او بې پلوۍ د ساتنې لپاره څرګنده استفاده ترې وکړي. خو د پوځ له منځه وړل د بې پلوۍ لامل نه کېږي، ځکه چې د ایسلنډ په څېر هېوادونه دایمي پوځونه لري چې یوه پیاوړي پوځي قدرت یې تضمین کړی دی.
سرچينې
[سمول]- ↑ Lottaz, Pascal; Reginbogin, Herbert (2019). Notions of Neutralities. Lanham: Lexington. ISBN 978-1-4985-8226-1.
- ↑ Stephen Neff: "Three-Fold Struggle over Neutrality: The American Experience in the 1930s" In: Pascal Lottaz/Herbert R. Reginbogin (eds.): Notions of Neutralities, Lanham (MD): Lexington Books 2019, pp.3-28
- ↑ O Vojsci at vs.rs
- ↑ Hague Convention, §5 Art.1
- ↑ Hague Convention, §5 Art.10
- ↑ Hague Convention, §5 Art.11
- ↑ Hague Convention, §5 Art.13
- ↑ Hague Convention, §5 Art.4,5
- ↑ Hague Convention, §5 Art.6
- ↑ Hague Convention, §5 Art.2
- ↑ Hague Convention, §5 Art.14
- ↑ Hague Convention, §5 Art.8
- ↑ Hague Convention, §13 Art.6
- ↑ Hague Convention, §13 Art.7
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ "Neutral European countries". nato.gov.si.
- ↑ Oppenheim, International Law: War and Neutrality, 1906, p. 325.
- ↑ "Armed Neutrality". Dictionary.com. بياځلي په 27 April 2014.
- ↑ "Armed Neutrality Law & Legal Definition". USLegal. بياځلي په 27 April 2014.
- ↑ Leos Müller: "The Forgotten History of Maritime Neutrality, 1500-1800". In: Pascal Lottaz/Herbert R. Reginbogin (eds.): Notions of Neutralities, Lanham (MD): Lexington Books 2019, pp.67-86
- ↑ Bissell and Gasteyger, The Missing link: West European Neutrals and Regional Security, 1990, p. 117; Murdoch and Sandler, "Swedish Military Expenditures and Armed Neutrality," in The Economics of Defence Spending, 1990, p. 148-149.
- ↑ "Switzerland - Knowledge Encyclopedia". Knowledge Encyclopedia. بياځلي په 27 April 2014.
- ↑ Chapin, Emerson. "Edwin Reischauer, Diplomat and Scholar, Dies at 79," New York Times. September 2, 1990.