بیل نېلسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بیل نېلسون
(انګلیسي: Bill Nelson د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بیل نېلسون
بیل نېلسون

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ سپټمبر ۱۹۴۲[۱]
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
تشیالیونی (۱۹۸۶–)[۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی ناسا   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جگتورن [۲]  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د ویتنام جګړه [۲]  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
بیل نېلسون
بیل نېلسون

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه[۳]  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دویم کلارنس ویلیام بیل نېلسون (Clarence William Nelson II) (زېږون ۱۹۴۲ ز کال، د سپتمبر ۲۹ مه) امریکايي سیاستوال او وکیل دی چې د هوانوردۍ او فضايي څېړنو د ملي ادارې (NASA) د مدیر په توګه خدمت کوي. له دې وړاندې نېلسون له ۲۰۰۱ ز کال نه تر ۲۰۱۹ ز کال پورې له فلوریدا ایالت نه د امریکا د سناتور په توګه خدمت کړی. د دیموکرات ګوند غړی دی چې له ۱۹۷۲ ز کال نه یې تر ۱۹۷۸ ز کال پورې د فلوریدا د استازو په جرګه ګۍ او له ۱۹۷۹ ز کال نه تر ۱۹۹۱ ز کال پورې د امریکا د متحده ایالاتو په کانګرس کې خدمت کړی. د ۱۹۸۶ ز کال په جنوري میاشت کې، له جک ګارن وروسته چې د کلمبیا په فضايي شاتل کې یې د بار د برخې د متخصص په توګه خدمت وکړ، د کانګرس دویم برحاله غړی و چې فضا ته یې سفر وکړ. نوموړی وړاندې له دې چې سیاست ته مخه کړي، د ویتنام د جګړې پر مهال یې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ په ریزرف ځواکونو کې خدمت وکړ.[۴]

نېلسون په ۱۹۹۰ ز کال کې له کانګرس نه تقاعد شو، څو د فلوریډا ایالت ولایت ته ځان نوماند کړي، خو بریالی نه شو. وروسته له دې هغه د فلوریډا ایالت د خزانه دار، د بیمې د کمیشنر او د اور وژنې ادارې د مشر په توګه وټاکل شو، چې له ۱۹۹۵ ز کال نه تر ۲۰۰۱ ز کال پورې یې په دغه چوکیو خدمت وکړ. په ۲۰۰۰ ز کال کې نېلسون، د امریکا د متحده ایالاتو د سنا چوکۍ ته چې د جمهوري غوښتونکي سناتور درېم کاني مک په تقاعد سره تشه شوې وه، په ۵۱ سلنه رایو وټاکل شو. هغه بیاځلي په ۲۰۰۶ ز کال کې په ۶۰ سلنه رایو او په ۲۰۱۲ ز کال کې په ۵۰ سلنه رایو دغه چوکۍ ترلاسه کړه. نېلسون په ۲۰۱۸ ز کال کې، د څلورم ځل لپاره هم ځان نوماند کړ، خو په عمومي ټاکنو کې  یې د وخت د والي ریک سټاک له خوا په ډېر لږ توپیر ماته وخوړه. د ۲۰۱۹ ز کال په مۍ میاشت کې نېلسون د ناسا په مشورتي شورا کې د خدمت په موخه وټاکل شو.[۵][۶][۷]

د امریکا په سنا جرګه کې، نوموړی په عام ډول د یوه منځلاري دیموکرات په توګه پېژندل کېده. نېلسون د همجنس ګرایانو له ودونو، د منځنۍ او ټیټې کچې په کورنیو د مالیاتو له راکمولو، د چاپېریال ساتنې د پروګرامونو او مقرارتو له پراختیا، د ناروغانو نه د پالنې او ساتنې له کم لګښت لرونکې لایحې ملاتړ وکړ. نېلسون له ۲۰۱۳ ز کال نه تر ۲۰۱۵ ز کال پورې د سنا لوړ عمر لرونکو وګړو ته د اړوندې کمېټې د مشر او له ۲۰۱۵ ز کال نه تر ۲۰۱۹ ز کال پورې د سنا د سوداګریزې کمېټې د لوړ پوړي غړي په توګه خدمت وکړ.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ۲۰۲۱ ز کال په مارچ میاشت کې ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې، هوډ لري نېلسون د ناسا د مدیر په توګه وټاکي. د ۲۰۲۱ ز کال د اپریل په ۲۹ مه د سنا له خوا تایید شو او د ۲۰۲۱ ز کال د مۍ په ۳ مه نېټه یې د ولسمشر د مرستیالې کاملا هریس په وړاندې لوړه وکړه.[۱۷]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

نېلسون د ۱۹۴۲ ز کال د سپتمبر په ۲۹ مه د فلوریډا ایالت په میامي کې وزېږېد. هغه د ناني مرلي (ني نېلسون) او کلارنس ویلیام نېلسون یوازنی ماشوم و. هغه له سکاټلنډي، آیرلنډي، انګلیسي او ډنمارکي نسل نه دی. هغه مهال چې نېلسون ۱۴ کلن و، پلار یې د زړه د حملې له امله مړ شو او مور یې د ده د ۲۴ کلنۍ پر مهال د لوګرېګ مغزي ناروغۍ (Lou Gehrig's disease) له امله مړه شوه. نېلسون د فلوریډا په ملبرون کې را لوی شو، چېرې چې نوموړی ملبرون عالی ښوونځي ته ولاړ.[۱۸][۱۹].[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

نېلسون د فلوریډا په پوهنتون کې شامل شو، همالته هغه د محصلینو اتحادیې (Florida Blue Key) غړی و او بیتا تیتا پي (Beta Theta Pi) ټولنیزې ډلې ته ولاړ. نوموړی یئل پوهنتون ته ولاړ او هلته د کتاب او مار (Book and Snake) پټې ټولنې غړی شو. نېسلون په ۱۹۶۵ ز کال د سیاسي علومو لېسانس ترلاسه کړ او په ۱۹۶۸ ز کال کې د ویرجینا د حقوقو له ښوونځي نه د حقوقو دوکتورا لاسته راوړه.[۲۴][۲۵]

په ۱۹۶۵ ز کال کې، د ویتنام د جګړې پر مهال هغه د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ له ریزرف برخې سره یوځای شو. او له ۱۹۶۸ ز کال نه یې تر ۱۹۷۰ ز کال پورې فعاله دنده ترسره کړه چې د کېپټان تر رتبې پورې ورسېد او تر ۱۹۷۱ ز کال پورې په پوځ کې پاتې شو. نېلسون په ۱۹۶۸ ز کال کې فلوریډا بار(هغه بنسټ چې د وکیلانو په مقرراتو او دسپلین جوړولو کار کوي) ته شامل شو او په ۱۹۷۰ ز کال کې یې په ملبورن کې وکالت پیل کړ. په ۱۹۷۱ ز کال کې هغه د قانون جوړونې په برخه کې د والي روبین سکیو د یاور په توګه دنده ترسره کړه.[۲۶][۲۷][۲۸]

د امریکا د متحده ایالتونو سنا[سمول]

ټاکنې[سمول]

د ۲۰۰۰ ز کال ټاکنې[سمول]

په ۲۰۰۰ ز کال کې نېلسون، ځان د یوه دیموکرات په توګه د تقاعد شوي جمهوري غوښتونکي سناتور درېم کاني مک تشې شوې چوکۍ ته نوماند کړ. هغه ټاکنې وګټلې او جمهوري غوښتونکي نوماند بېل مک کولم ته یې چې د امریکا د کانګرس غړی و، ماتې ورکړه.

د ۲۰۰۶ ز کال ټاکنې[سمول]

د ۲۰۰۴ ز کال له ولسمشریزو ټاکنو وروسته، چې جمهوري غوښتونکي جورج ډبلیو بوش یو ځل بیا د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې او جمهوري غوښتونکي ګوند په کانګرس او سنا دواړو کې اکثریت ترلاسه کړ. نېلسون د زیان منونکي په توګه وپېژندل شو، ځکه هغه له هغه ایالت نه دیموکرات و چېرې چې بوش ټاکنې وګټلې، هغه هم یوازې د ۵ سلنه رایو په اکثریت.[۲۹]

د فلوریډا ایالت د بهرنیو اړیکو پخوانۍ وزیرې او د امریکا په کانګرس د دوو دورو غړې کاترین هاریس د جمهوري غوښتونکي ګوند په لومړنیو ټاکنو کې درې نورو نوماندانو ته ماتې ورکړه. د ۲۰۰۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو د هاریس ونډې هغې ته یو قطبي شخصیت وربښلی و. د فلوریډا ګڼ شمېر جمهوري غوښتونکي لېواله وو چې هغې ته د بوش- الګور په ټاکنو کې د هغې د وفادارۍ انعام ورکړي، په داسې حال کې چې د فلوریدا ګڼ شمېر دیموکراتان له همدې امله د هغې پر خلاف رایې ورکولو ته چمتو و. په مۍ میاشت کې هغه مهال چې ګوند ونه شو کولای نوماند وټاکي او په لومړنیو ټاکنو کې هاریس ته ماته ورکړي، ګڼ شمېر جمهوري غوښتونکو فعالانو اعتراف وکړ چې دغې سیالي له وړاندې ماتې خوړلې ده.[۳۰][۳۱]

نېلسون په خوندي مسئلو تمرکز وکړ او ځان یې دوه ګوندیز ستونزه حل کوونکي په توګه څرګند کړ. هغه د فلوریډا د ټولو ۲۲ ورځپاڼو تائید خپل کړ. هریس ونشو کولای د جیب بوش ملاتړ خپل کړي او په عام ډول یې څرګنده کړه (جیب بوش څرګنده کړه) چې نوموړې بریالۍ کېدلای نشي؛ د امریکا د متحده ایالاتو د سوداګرۍ خونې هم چې له نوموړې یې د کانګرس په مبارزاتو کې ملاتړ کړی و، داځل یې له هغې ملاتړ ونکړ.[۳۲][۳۳]

د ټاکنو په رانږدې کېدو، یوې نظرپوښتنې څرګنده کړه چې هاریس له نېلسون نه له ۲۶ تر ۳۵ امتیازه شاته ده. نېلسون د ټاکنیزو مبارزو نږدې ۱۶.۵ میلیون ډالر بودیجه نورو دیموکراتو نوماندانو ته ولېږدوله او د ۲ میلیون  ۹۰۰۰۰ نوي زره ۵۴۸۸ رایو په ترلاسه کولو چې هاریس ۱ میلیون ۸۲۶ زره ۱۲۷ رایې خپلې کړې وې، ټاکنې وګټلې. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د ۲۰۱۲ ز کال ټاکنې[سمول]

مرستیال ولسمشر جوبایډن په ۲۰۱۲ ز کال کې په فلوریډا ایالت کې نېلسون د ولسمشر اوباما د بریا د چانس لپاره مهم وباله. د ۲۰۱۱ ز کال په مارچ میاشت کې بایډن څرګنده کړه، که چېرې نېلسون په ۲۰۱۲ ز کال کې ټاکنې وبایللې، «په دې معنا دی چې ولسمشر بارک اوباما او دیموکرات ولسمشریز ټکټ به د ایالت د سیالۍ په کلیدي ډګر کې بریالی نه شي». د کانګرس غړی څلورم کاني مک چې د نېلسون د سنا چوکۍ د پخواني سناتور زوی و، د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماندي وګټله. په پایله کې نېلسون مک ته د  ۵۵.۲ سلنه رایو په ګټلوسره  د مک ۴۲.۲ سلنه رایو په لرلو ماتې ورکړه.[۳۹][۴۰]

د ۲۰۱۸ ز کال ټاکنې[سمول]

نېلسون د بیاځلي ټاکل کېدو په موخه په ۲۰۱۸ ز کال کې نوماند شو. هغه د دیموکرات ګوند په لومړنیو ټاکنو کې چې د ۲۰۱۸ ز کال د اګست په ۲۸ مه ترسره شوې، له کومې سیالۍ پرته نوماند وټاکل شو. هغه د ۲۰۱۸ ز کال د نومبر د ۶ مې نېټې په عمومي ټاکنو د فلوریډا له برحاله والي ریک سکاټ (جمهوري غوښتونکی) سره مخامخ شو. سیالي ډېره سخته وه ، یوازې د ۰.۲۵ سلنه توپیر د دوی دواړو ترمنځ و، دغه چاره د دې لامل شوه چې، د ایالتي قانون له مخې رایې په لاسي ډول بېرته وشمېرل شي. بیا شمېرنې څرګنده کړه چې، سکاټ؛ نېلسون ته په۱۰۰۰۰ لس زره او ۳۳ رایو ماته ورکړې.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

د ناسا مدیریت ته نوماندي[سمول]

د ۲۰۲۱ ز کال د فبروي په ۲۲ مه، داسې راپورونه خپاره شول چې ولسمشر بایډن په پام کې لري، نېلسون د ناسا د مدیر په توګه وګماري. وروسته له هغه د ۲۰۲۱ ز کال د مارچ په ۱۸ مه نېټه، راپور خپور شو چې بایدڼ نېلسون د دغې چوکۍ لپاره ټاکلی او په راتلونکې ورځ بایډن په رسمي ډول د هغه په اړه خپله پریکړه اعلان کړه.  د امریکا د متحده ایالاتو سنا د ۲۰۲۱ ز کال د اپریل په ۲۹ مه د ناسا د مدیر په توګه نېلسون د رایو په اکثریت تایید شو. نېلسون ته مرستیال ولسمشرې کاملا هریس ، د ۲۰۲۱ ز کال د مۍ په ۳ مه نېټه لوړه ورکړه.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

سرچینې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6xm6cdm — subject named as: Bill Nelson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ http://bioguide.congress.gov/scripts/biodisplay.pl?index=N000032
  3. https://github.com/unitedstates/congress-legislators
  4. "Florida Marriage Collection, 1822–1875 and 1927–2001". Ancestry.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Sen. Bill Nelson (D)" Archived 2013-05-11 at the Wayback Machine., National Journal Almanac, December 31, 2008. Retrieved 2012-02-09.
  6. Woodall, Bernie (November 18, 2018). "Republican Scott wins Florida U.S. Senate seat after manual recount". Reuters. د لاسرسي‌نېټه November 18, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په May 28, 2019 باندې). Former U.S. Sen. Bill Nelson named to NASA advisory committee.
  8. "Bill Nelson pitches long-held moderate message in tight U.S. Senate race". Tampabay.com. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sullivan, Erin. "U.S. Rep. Connie Mack takes on longtime Sen. Bill Nelson | News". Orlando Weekly. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر April 23, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 9, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  11. "U.S. Sen. Bill Nelson: Nelson works hard to be seen as moderate - tribunedigital-orlandosentinel". Articles.orlandosentinel.com. October 25, 2012. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Florida Senator Bill Nelson no longer opposes gay marriage". CFN13. د اصلي آرشيف څخه پر April 7, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 4, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Davis, James. "The One Thing Congress Agrees on That Could Transform the Economy". Fortune. د لاسرسي‌نېټه March 22, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Perry, Mitch (August 11, 2017). "At Senate Commerce hearing in St. Pete, Bill Nelson vows to keep oil drilling moratorium". Florida Politics. د لاسرسي‌نېټه March 23, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "H.R. 3590 (111th): Patient Protection and Affordable Care Act". govtrack.us. د لاسرسي‌نېټه March 21, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Nelson, Bill. "Bill Nelson: Expanding Medicaid good for Florida's health, economy". Tampa Bay Times. د لاسرسي‌نېټه March 21, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "President Biden Announces his Intent to Nominate Bill Nelson for the National Aeronautics and Space Administration". The White House (په انګلیسي ژبه کي). 2021-03-19. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Senator Bill Nelson" Archived March 1, 2012, at the Wayback Machine.. Florida 4-H Hall of Fame. Retrieved December 15, 2009.
  19. "Bill Nelson". Florida 4-H Hall of Fame. د اصلي آرشيف څخه پر March 1, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 1, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Niuzer.com". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "bill nelson". Freepages.genealogy.rootsweb.ancestry.com. د لاسرسي‌نېټه November 20, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Despite Similarities, Senate Hopefuls Have Big Differences". Sun-Sentinel. October 29, 2000. د اصلي آرشيف څخه پر July 28, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 16, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Biography" Archived August 4, 2009, at the Wayback Machine.. U.S. Senator Bill Nelson – Florida (official U.S. Senate website). Retrieved December 16, 2009.
  24. Kiwanis Magazine, December 2012, p. 14.
  25. Stratton, Jim. "Nelson doesn't act like Christian, Harris says". Orlando Sentinel. October 6, 2006. Retrieved 2010-03-28.
  26. "Greeks in the 113th Congress". North American Interfraternity Conference. د اصلي آرشيف څخه پر March 27, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 2, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Van Ness, Carl (2021). "The Swamp, Undrained: What's Orange and Blue and Red? The Presidential Hopefuls and Other Politicians Who Have Made a Stop at the University of Florida. See Photos of Their Visits". Www.uff.full.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Bill Nelson (D-Fla.)". Archived September 29, 2009, at the Wayback Machine. WhoRunsGov.com. Retrieved December 15, 2009.
  29. "For Democrats in red states, 2006 daunting". Washington Times. November 29, 2004. Retrieved 2009-12-22.
  30. Kirkpatrick, David D. "Evangelical Leader Threatens to Use His Political Muscle Against Some Democrats". New York Times. January 1, 2005. Retrieved 2009-12-22.
  31. Allen, Mike, and Manuel Roig-Franzia. "Congress Steps In on Schiavo Case".[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore Washington Post. March 20, 2005. Retrieved 2009-12-22.
  32. Gibson, William E."Senate Race Centers on Images" Archived 2011-07-24 at the Wayback Machine.. Ft. Lauderdale Sun-Sentinel. October 20, 2006. Retrieved 2009-12-22.
  33. Kumar, Anita. "GOP can't elude Harris vs. Nelson" Archived May 23, 2011, at the Wayback Machine..St. Petersburg Times. May 11, 2006. Retrieved 2009-12-22.
  34. Clark, Lesley. "Nelson goes 22–0". Naked Politics (Miami Herald blog). October 30, 2006. Retrieved 2009-12-22.
  35. Kormanik, Beth. "Harris, Nelson tout testimonials". Florida Times-Union. October 31, 2006. Retrieved 2009-12-22.
  36. Copeland, Libby. "Campaign Gone South". Washington Post. October 31, 2006. Retrieved 2009-12-22.
  37. Gibson, William E. "Nelson Rolls To Second Term" Archived 2011-07-24 at the Wayback Machine.. Ft. Lauderdale Sun-Sentinel. November 8, 2006. Retrieved 2009-12-22.
  38. Miller, Lorraine C. (September 21, 2007). "Statistics of the General Election of 2006". Clerk of the US House of Representatives. د اصلي آرشيف څخه پر June 26, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 2, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Biden: If Bill Nelson loses Senate race, Obama won't win Florida in 2012". The Hill. د لاسرسي‌نېټه November 8, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "2012 U.S. Senate Election Results". The Washington Post. د لاسرسي‌نېټه December 24, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په August 10, 2018 باندې). U.S. Senate: Primary election a formality for Sen. Bill Nelson and Gov. Rick Scott. Tallahassee Democrat
  42. . Florida Primary Election Results. The New York Times.
  43. John McCarthy, Bill Nelson-Rick Scott Florida Senate race now in 'hand recount' territory, Florida Today (November 8, 2018).
  44. Man, Anthony. "Bad ballot design in Broward County cost Bill Nelson 9,658 votes in ultra-tight loss to Rick Scott". orlandosentinel.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Speck, Emilee (February 22, 2021). "Report: President Biden considering former Sen. Bill Nelson to lead NASA". Tampa Bay Times. د لاسرسي‌نېټه February 23, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. . President Biden Announces his Intent to Nominate Bill Nelson for the National Aeronautics and Space Administration. White House.
  47. "President Biden Announces his Intent to Nominate Bill Nelson for the National Aeronautics and Space Administration". The White House (په انګلیسي ژبه کي). 2021-03-19. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. (په 2021-03-20 باندې). Bill Nelson: Former astronaut and senator nominated as Nasa chief. BBC News.
  49. Foust, Jeff (March 19, 2021). "Widespread support for Nelson nomination to lead NASA". Space News. د لاسرسي‌نېټه April 18, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "Senate confirms ex-Sen. Nelson to NASA". The Hill. 29 April 2021. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)