بوریس جانسون
بوریس جانسون | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د بریتانیا پنځه پنځوسم لومړی وزیر | |||||||
| |||||||
د بهرنیو چارو وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۳ جون ۲۰۱۶ – ۹ جون ۲۰۱۸ | |||||||
لومړی وزیر | ترزا می | ||||||
| |||||||
د لندن ښاروال | |||||||
د واکمنۍ دوران ۳ مي ۲۰۰۸ – ۸ مي ۲۰۱۶ | |||||||
| |||||||
د شخص مالومات | |||||||
زېږون نوم | الکساندر بوریس د ففل جانسون | ||||||
پيدايښت | کينډۍ:زوکړه او سن نیویورک ښار، نیویارک آیالات، د امریکا متحده آیالاتونه | ||||||
استوګنځی | کارلتون هاوس تریس | ||||||
تابعیت | د امریکا متحده ایالات (–۲۰۱۶)[۱] | ||||||
مذهب | د انګلستان کلیسا | ||||||
ګوند | د بریتانیا محافظه کار ګوند | ||||||
طبی کیفیت | کویډ–19 (۲۷ مارچ ۲۰۲۰–۱۲ اپرېل ۲۰۲۰)[۲][۳][۴][۵][۶] | ||||||
اولاد | ۵ | ||||||
عملي ژوند | |||||||
زده کړې | بیلیل کالج آکسفورد | ||||||
کار/مسلک | سیاستوال | ||||||
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه | ||||||
کاروونکې ژبه | انګرېزي ژبه [۷][۸]، فرانسوي ژبه | ||||||
د کړنې څانګه | سياست | ||||||
جايزې | |||||||
آی جي نوبل جایزه (۲۰۲۰)[۹] |
|||||||
لاسليک | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
ويبپاڼه | Commons website | ||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
الکساندر بوریس دی پففل جانسن (زېږد د ۱۹۶۴ز کال د جون ۱۹مه) يو بریتانوی سياستوال او ليکوال دی چې له ۲۰۱۹ز کال راهيسې د انګلستان د لومړي وزير او محافظه کار ګوند د مشر په توګه دنده تر سره کوي. نوموړی له ۲۰۱۶ز کال نه تر ۲۰۱۸ز کال پورې د بهرنيو چارو او ټولګټو چارو وزير و او تر هغې مخکې له ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۶ز کال پورې د لندن ښاروال و. جانسن له ۲۰۱۵ز کال راهيسې د اکسبريج او سويلي رايسليپ له خوا د پارلمان غړی و او له دې مخکې له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۸ز کال پورې له هينلي نه د پارلمان غړی و. هغه د يوه ملت د محافظه کارۍ د نظريې د پيرو په توګه پېژندل کېږي.[۱۰]
جانسن په ايټن کالج کې زده کړې وکړې او د اکسفورډ په باليل کالج کې يې کلاسيک وويل. نوموړی په ۱۹۸۶ز کال کې د اکسفورډ پوهنتون د اتحاديې رئيس وټاکل شو. په ۱۹۸۹ز کال کې هغه د برسل همکار او بيا يې په تلګراف ورځپاڼه کې سياسي ليکنې کولې، په دې ورځپاڼه کې د هغه مضامينو د سياست په بریتانوي ښي اړخو پياوړی اروپايي ضد اغېز پرېښود. هغه له ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۵ز کال پورې د سپيکټيټور مجلې چلوونکی و. په ۲۰۰۱ز کال کې پارلمان ته له ټاکل کېدو وروسته، جانسن د محافظه کارانو مايکل هوارډ او ډيويډ کامرون په حکومت کې مخالف وزير و. په ۲۰۰۸ز کال کې د لندن ښاروال وټاکل شو او د استازو له مجلس (ملي شورا) نه يې استعفا ورکړه، په ۲۰۱۲ز کال کې بيا د ښاروال په توګه انتخاب شو. د ۲۰۱۵ز کال په ټاکنو کې جانسن له اکسبريج او سويلي رايسليپ نه د پارلمان غړی وټاکل شو. په راتلونکی کال يې د ښاروالۍ ټاکنو کې ګډون ونه کړ، د ۲۰۱۶ز کال د اروپايي ټولنې له غړيتوب نه د برګزيټ د وتلو د بريالۍ رايې ورکولو په مبارزه کې په يوه پياوړې څېره بدل شو. له ټول پوښتنې وروسته ټریزا مې هغه د بهرنيو چارو وزير وټاکه، د برګزيت او چکرز سره د تړون په اړه د «مې» د تګلارې په وړاندې د اعتراض په توګه يې دوه کاله وروسته له دې دندې استعفا ورکړه.
کله چې مې په ۲۰۱۹ز کال کې استعفا ورکړه، جانسن د محافظه کارانو مشر او لومړی وزير وټاکل شو. هغه د برګزيټ مذاکرات بيا پيل کړل او د سپتمبر په لومړيو کې يې په لانجمن ډول پارلمان وځنډاوه، د همدې مياشتې په وروستيو کې سترې محکمې دا اقدام غیر قانوني وباله. له اروپايي اتحاديې نه د برګزيټ د وتلو تړون د بیا کتنې سره له موافقې وروسته، د کوم له امله چې د ايرلنډي ملاتړ ځای نوي شمالي ايرلينډ پروتوکول ونيو، خو د پارلمان د ملاتړ په تر لاسه کولو کې بريالی نه شو، جانسن په ۲۰۱۹ز کال کې له وخت مخکې د ټاکنو غوښتنه وکړه، په کومو ټاکنو کې محافظه کاره ګوند د ۴۳.۶٪ رايو په خپلولو او له ۱۹۸۷ز کال راهيسې د دې ګوند تر ټولو سترې برخې په تر لاسه کولو سره ټاکنې وګټلې، د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ په يو دېرشمه نېټه، انګلستان له اروپايي اتحاديې ووت، يوې انتقالي دورې او د سوداګرۍ مذاکراتو ته داخل شو او په پايله کې يې د اروپايې اتحاديې او انګلستان د سوداګرۍ او همکارۍ تړون رامنځ ته شو. د کرونا وبا په انګلستان ستر اغېز درلود؛ د هغه حکومت دې وبا ته په ګڼو بېړنيو واکونو ځواب ورکړ او په ټول هېواد کې يې داسې اقدامات تر سره کړل، تر څو د دې وبا اغېزې کمې کړي. جانسن په لومړي سر کې د ناروغۍ د خپرېدو په وړاندې سست غبرګون وښود، د ټولبنديز د پلي کولو اقداماتو په وړاندې يې مقاومت وکړ، که څه هم په دې هېواد کې د واکسين پروسه په نړيواله کچه لومړۍ وه.
جانسن د بریتانيې په سياست کې يوه لانجمنه څېره بلل کېږي. د هغه ملاتړي هغه ظريف او ساعت تيروونکی بولي، په داسې حال کې چې له دوديزو محافظه کارو ورهاخوا يې هم زیات رايه ورکونکي لېوال دي، خو د دې په مقابل کې، پر هغه نيوکه کوونکي هغه په خواص پالنې، ملګرتيا پالنې او تعصب تورنوي. مبصرين د هغه د سياست بڼه په موکه پالنې، په تشو ژمنو، د خلکو جلبولو او واقعيت پال بولي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۴][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۱۶][۲۰][۲۱]
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]ماشومتوب
[سمول]الکساندر بورس دی پففل د نيويارک ښار د منهاتن په بره ختيځه برخه کې د ۱۹۶۴ز کال د جون په نولسمه زېږېدلی، د زېږد پر مهال يې د پلار سټينلي جانسن عمر دروېشت کاله و او هغه مهال یې د کولمبيا په پوهنتون کې اقتصاد لوست، د زېږد پر مهال يې د مور شارلوټ فاوست عمر دوه وېشت کاله و، هغه يوه هنرمنده او د يوې روښانفکره کورنۍ غړې وه. متحده ايالاتو ته له تګ وړاندې د جانسن مور او پلار په ۱۹۶۳ز کال کې واده کړی و. د ۱۹۶۴ز کال په سپتمبر مياشت کې، دوی خپل پلرني هېواد انګلستان ته ستانه شول، چېرې چې شارلوټ کولای شول، په اکسفورډ پوهنتون کې زده کړې و کړي، پر دې مهال هغه له خپل زوی سره په سامرټاون کې اوسېده چې د اکسفورډ يوه ناحيه ده، په ۱۹۶۵ز کال کې د هغې لور راشل وزېږده. د ۱۹۶۵ز کال د جولای په مياشت کې دا کورنۍ د شمالي لندن کروچ اينډ ته کډه شوه او د ۱۹۶۶ز کال د فبرورۍ په مياشت کې بیا په واشنګټن ډي سي کې ميشته شوه، چېرې چې سټينلي په نړيوال بانک کې دنده تر لاسه کړې وه. د دوی درېیم ماشوم ليو د ۱۹۶۷ز کال په سپتمبر کې وزېږېد. له دې وروسته سټينلي د نفوسو د کنترول په برخه کې د تګلارې له يوه پلاوي سره دنده تر لاسه کړه او دا کورنۍ د جون په مياشت کې د کنکټکټ نورواک ته ولاړه.[۲۲][۲۳][۲۴]
په ۱۹۶۹ز کال کې دا کورنۍ، بېرته انګلستان ته ستنه شوه او په سمرسيټ کې له وينسفورډ سره نژدې په لويديځ نيدرکوټ فارم کې مېشته شوه، دا د سټينلی لرې کور و چې په ويسټ کنټري اکسمور کې يې موقعيت درلود. په دې ځای کې جانسن د ګيدړې د ښکار لومړۍ تجربه وکړه. سټينلي په منظم ډول له نيدرکورټ نه لرې و، د جانسن پالنه تر ډېره بريده د هغه مور کوله او د کورنۍ لنډمهالي غړي يې مرستندويان وو. په ماشوموالي کې جانسن غلی او ډېره مطالعه يې کوله، له کوڼوالي ځورېده، له همدې امله، څو ځلې یې د جراحي عمليات وکړل او په غوږ کې يې ځانګړي وسايل دننه کړل. هغه او د هغه خویندې او وروڼه يې د ځوانۍ له وخته هڅول شوي وو چې په لوړو کارونو کې برخه واخلي، چې لاسته راوړنې يې د لوړ ارزښت لرونکي وي، د جانسن لومړۍ هيلې دا وې چې «د نړۍ پاچا» شي. له خپلو خویندو او وروڼو پرته يې ډېر کم يا بيخې ملګري نه لرل، له همدې امله دا ماشومان يو بل ته ډېر نژدې شول.[۲۵]
د ۱۹۶۹ز کال په وروستيو کې، کورنۍ د لويديځ لندن ميډا ويل ته وکوچېده، چېرې چې سټينلي د لندن د اقتصاد په پوهنځي کې د فراغت په څېړنه پيل وکړ. په ۱۹۷۰ز کال کې، شارلوټ او ماشومان يې د لنډې مودې لپاره نيدرکوټ ته راستانه شول، چېرې چې جانسن په پرايموز هيل کې د مېشتېدو لپاره لندن ته تر ستنېدو مخکې د وينزفورډ کلیوال ښوونځي کې زده کړې وکړې، هلته دوی د پرايموز هيل لومړني ښوونځي کې زده کړې تر لاسه کړې. څلورم ماشوم او درېيم زوی يې جوزف د ۱۹۷۰ز کال په وروستيو کې وزېږېد.[۲۶][۲۷][۲۸]
کله چې سټينلي په اروپايي کمېسيون کې دنده تر لاسه کړه، هغه خپله کورنۍ د ۱۹۷۳ز کال د اپريل په مياشت کې د برسلز اوکل ته ولېږدوله، هلته جانسن د «برسلز I » په اروپايي ښوونځي کې داخله واخیسته او په فرانسوي ژبه خبرې کول يې زده کړل. شارلوټ د عصبي حملې ښکار شوه او د روغتيايي فشار له امله، په روغتون کې بستر شوه، له دې وروسته جانسن او د هغه خویندې وروڼه په ۱۹۷۵ز کال کې بېرته انګلستان ته واستول، تر څو په اشډاون هاوس کې داخله وکړي، دا په ختيځ سکسيز کې د ليليې يو لومړنی ښوونځی و. په دې ځّای کې له رګبي لوبې سره د هغه مينه پیدا شوه، په لرغوني يونان او لاتيني ژبه کې يې پوهه تر لاسه کړه، خو د ښوونکو بدني سزاوو هغه بې زړه کړ. په ورته وخت کې، د ۱۹۷۸ز کال د دسمبر په مياشت کې، د هغه د مور او پلار اړيکې وشلیدې، دوی په ۱۹۸۰ز کال کې طلاق واخيست او شارلوټ د لويديځ لندن په نوټنګ هيل کې يو اپارتمان ته ولېږدېده، دلته د هغوی کوچنيانو له هغې سره زيات وخت تېر کړ.[۲۹]
ايتون او اکسفورډ: ۱۹۷۷ – ۱۹۸۷ز
[سمول]جانسن د ايتون په کالج کې د زده کړو لپاره د کينګز بورس تر لاسه کړ، دا په برکشاير کې له وينډزور سره نژدې د ليليې يو ښوونځی و. نوموړی د ۱۹۷۷ز کال د مني په موسم کې دلته ولاړ، دلته هغه د خپل لومړي نوم الکساندر پر ځای خپل منځنی نوم بورس کاراوه، «بې شانه انګليسي شخصيت» ته يې وده ورکړه او په همدې مشهور شو. د انګلستان له کليسا سره په يو ځای کېدو يې د مور کاتولیک مذهب پرېښود او انګليکان مذهب يې غوره کړ. د ښوونځي راپور د هغه له بې کارۍ، له ځانه د خوښۍ او ناوخته کېدو نه شکايت وکړ، خو هغه په ايتن کې مشهور او ښه پېژندل شوی و. د هغه ملګري له شتمنيو لوړو منځنيو او لوړو طبقو نه و، د هغه تر ټولو ښه ملګری هر يو داريوس ګوپي او چارلز سپنسر وو، دوی دواړه وروسته له هغه سره په اکسفورډ پوهنتون کې يو ځای شول او تر بلوغ پورې ملګري پاتې شول. جانسن په انګليسي او کلاسيک کې مهارت تر لاسه کړ، په دواړو کې يې جايزې وګټلې او د ښوونځي د بحثونو د ټولنې منشي او د ښوونځي د ورځپاڼې « The Eton College Chronicle» چلوونکی وټاکل شو. د ۱۹۸۱ز کال په وروستيو کې، هغه د پاپ د غړيتوب لپاره وټاکل شو، دا د اشرافو او زړه راښکونکو تر منځ د خپل منځني ټاکنو يوه کوچنۍ ډله وه. وروسته د جانسن په مسلک کې د ډاويډ کامرون په وړاندې دا د هغه د مخالفت يوه نقطه وه، څوک چې پاپ ته ننوتلو کې ناکام شوی و. د ايتن له پرېښودلو وروسته، جانسن د يوه کال په ځنډ سره استراليا ته ولاړ، چېرې چې هغه په ټيمبرټاپ کې د انګليسي اولاتيني استادي وکړه، دا هغه پوهنتوني ساحه ده، چې له يو اشرافي خپلواک شپې او ورځنې ښوونځي «Geelong Grammar» نه متاثره شوې ده.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
سرچینې
[سمول]- ↑ Guardian topic ID: https://www.theguardian.com/politics/2017/feb/08/boris-johnson-renounces-us-citizenship-record-2016-uk-foreign-secretary
- ↑ Script error: The function "Lang" does not exist. — خپرېدونېټه: ۲۷ مارچ ۲۰۲۰ — خپروونکی: Guardian Media Group
- ↑ X username: https://x.com/BorisJohnson — object named as: Over the last 24 hours I have developed mild symptoms and tested positive for coronavirus. — X post ID: https://twitter.com/statuses/1243496858095411200 — خپرېدونېټه: ۲۷ مارچ ۲۰۲۰
- ↑ https://orf.at/stories/3159583/ — خپرېدونېټه: ۲۷ مارچ ۲۰۲۰
- ↑ Script error: The function "Lang" does not exist. — خپرېدونېټه: ۳ مې ۲۰۲۰ — خپروونکی: Associated Press — خپرولونېټه: ۳ مې ۲۰۲۰
- ↑ Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb16693715k — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/291447139
- ↑ https://improbable.com/ig/winners/#ig2020
- ↑ کينډۍ:Cite episode
- ↑ Davies, Guy (23 July 2019). "Meet Boris Johnson: The UK's controversial new prime minister". ABC News (in انګليسي). بياځلي په 8 May 2021.
- ↑ Blitz, James (23 July 2019). "Why is Boris Johnson such a divisive figure?". Financial Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 July 2019. بياځلي په 5 May 2021.
- ↑ Kirkup, James (7 January 2015). "Boris Johnson goes looking for Conservative friends in the north". The Telegraph. London. بياځلي په 5 May 2021.
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Edwards او Isaby 2008، م. 110.
- ↑ Conn, David; Pegg, David; Evans, Rob; Garside, Juliette; Lawrence, Felicity (15 November 2020). "'Chumocracy': how Covid revealed the new shape of the Tory establishment". The Observer. بياځلي په 15 November 2020.
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Purnell 2011، م. 365.
- ↑ Berend, T. Iván (2020). A century of populist demagogues: Eighteen European portraits, 1918-2018. Budapest: Central European University Press. p. 239. ISBN 978-963-386-334-3. JSTOR 10.7829/j.ctv16f6cn2.1.
- ↑ Staunton, Denis (23 June 2019). "Boris Johnson: The UK's deeply polarising next prime minister". The Irish Times (in انګليسي). بياځلي په 8 May 2021.
- ↑ Purnell 2011، م. 121.
- ↑ Purnell 2011، م. 327.
- ↑ Gimson 2012، م. 20.
- ↑ Lawless, Jill (23 July 2019). "Boris Johnson's Chaotic Path to Power Finally Pays Off". Associated Press. بياځلي په 31 July 2019.
- ↑ Llewellyn Smith, Julia (18 May 2008). "Boris Johnson, by his mother Charlotte Johnson Wahl". The Sunday Telegraph. London. خوندي شوی له the original on 23 January 2011. بياځلي په 16 April 2020.
- ↑ Purnell 2011، م. 16.
- ↑ Purnell 2011، مم. 28–29.
- ↑ Purnell 2011، م. 31.
- ↑ Purnell 2011، م. 30.
- ↑ Purnell 2011، م. 29.
- ↑ Johnson, Stanley (18 June 2016). "Stanley Johnson: Why I remain a fan of Brussels". The Daily Telegraph. London. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 July 2016. بياځلي په 5 May 2021.
- ↑ Purnell 2011، مم. 58–59.
- ↑ Bunbury, Stephanie (17 August 2013). "Boris Johnson and the right to write". The Sydney Morning Herald. بياځلي په 12 January 2018.
- ↑ Johnston, Chris (15 July 2016). "When Boris was just another Timbertop Rent-A-Pom". The Border Mail. خوندي شوی له the original on 13 January 2018. بياځلي په 12 January 2018.
- ↑ Purnell 2011، مم. 49, 53.
- ↑ Purnell 2011، م. 55.
- ↑ Purnell 2011، م. 53.
- ↑ Purnell 2011، مم. 49–50.
- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1050
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P166
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- Pages using the JsonConfig extension
- CS1 انګليسي-language sources (en)