Jump to content

بنسټ پالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بنسټ پالنه په افراطي یا زیاته اندازه باندي د یوې نظريې پاللو ته ویل کیږي. یاده اصطلاح په دودیزه توګه په سیاسي یا مذهبي مفهوم کي یوې ایډیالوژۍ یا نظریې ته راجع کیږي، چي له امله یې یوه پدیده په سختۍ سره تر نورو لوړه یا ښه ګڼل کیږي.

د افراطیانو نظرونه په عمومي توګه د منځلارو نظرونو سره توپیر لري. په لویدیځو هیوادونو کي د اسلام یا اسلامي سیاسي خوځښتونو په اړه په معاصرو نظریو کي د افراطي او منځلارو مسلمانانو ترمنځ توپیر په عمومي توګه زیات یادیږي.