لویدیځه نړۍ
لویدیځه نړۍ، چې د لویدیځ په نامه هم یادیږي هغو بېلابېلو سیمو، ملتونو او دولتونو ته اطلاق کېږي چې زیاتره یې په اروپا، شمالي امریکا او استرالیا براعظم کې پراته دي. لویدیځه نړۍ د اکسېډینټ Occident (چې په لاتین ژبه کې Occidens «لمرپرېواته، لویدیځ») معنی ورکوي هم راغلی دی، چې اورینټ Orient (چې په لاتین ژبه کې ورته oriens «لمرختل، ختیځ») وایې هغه بیا د ختیځې نړۍ لپاره کارول کېږي. یعنې د ځمکې د کرې نیمايي شمالي برخه هغه هېوادونه دي چې زیاتره یې پرمختللي دي. [۱][۲]
د ځمکې د لویدیځې برخې مفهوم د لویدیځ رومان کاتولیک او ختیځ ارتودوکس د کلیساګانو تر منځ د الهیاتو، کلامي وېش او مېتودپېژندنې په برخه کې رېښه لري. لویدیځ په اصل کې همغه لویدیځ مسیحیت دی، چې له کاتولیک او پروټیسټانټ اروپا او د ارتودوکس اروپا له کلتورونو او تمدنونو سره مخالف دی، چې منځنی ختیځ او د افریقا شمال، د افریقا نیمه صحرا، سویلي اسیا، سویل ختیځه اسیا او ختیځه اسیا او د منځنیو پېړیو پخوانۍ عصري لویدیځه اروپا ته هم د ختیځ په سترګه کتل کېږي.[۳]
د شلمې پېړۍ په نیمايي کې، لویدیځ کلتور ټولې نړۍ ته د فلم، راډیو، ټلویزیون او ثبت شوې موسیقي پر مټ ورسېد او د نړیوال ترانسپورت او مخابراتو (لکه ترانس اټلانټیک کیبل او راډیوتلیفون) په عصري نړیوالتوب کې پرېکنده رول ولوباوه.
په اوسني وخت کې کله نا کله لویدیځه نړۍ اروپا او هغو سیمو ته ویل کېږي چې له ۱۵مې پېړۍ راهیسې یې زیاتره وګړي اروپايي نژاد لري. په دې لړ کې کولای شو اسټرالیا او نوی زیلانډ هم د لویدیځې نړۍ په تعریفونو کې شامل کړو: که څه هم دا هېوادونه د ختیځې نیمه کرې اړوند دي، خو دا چې په دغو سیمو کې د برتانوي کشافانو د مستعمره کولو له مهال نه تر اوسه پورې برتانوی اغېز شتون لري او په تیره بیا په ۲۰مه پېړۍ کې په زیات شمېر سره اروپایان هلته کډوال شول، نو هغوی هم له سیاسي او کلتوري اړخه لویدیځ هېوادونه بلل کېږي. [۴][۵][۶][۷]
سریزه
[سمول]لویدیځ کلتور د لرغوني منځني ختیځ د ډېرو پخوانیو تمدنونو په مټ اغېزمن شوی دی، لکه فلسطین، مینان سریت، سومر، بابل او همداشان لرغونی مصر. د دې ټولو سرچینه د مدیترانې حوزه او شاوخوا سیمې دي. لرغون یونان او لرغونی روم په معمول ډول د لویدیځ د تمدن زانګو بلل کېږي. یونان پر روم باندې خورا پراخ اغېز درلود. یونان زیاتره پر فلسفې، دیموکراسي، علم، ښایست پېژندنې او همداشان د خپلو طراحیو او ودانیو د معماریو له امله زیات اغېز پرېیښی او روم بیا پر هنر، قانون، جګړې، حکومتولي، جمهوریت غوښتنې، انجینري او مذهب باندې خورا پراخ اغېز درلودلی. لویدیځ تمدن همداشان له مسیحیت سره کلک تړلی بلل کېږي (او تر یوه بریده پورې له یهودیت سره)، چې دا هم په خپل وار سره د هلنیسټي فلسفې او رومي کلتور په مټ بڼه نیسي. په معاصره دوره کې، لویدیځ کلتور په کلکه سره د رنسانس، د کشف او روښانتیا او د صنعتي او علمي انقلابونو تر اغېز لاندې راغی. په ۱۵ او ۲۰ پېړیو کې د ځینو لویدیځو ځواکونو له خوا د پراخ امپریالیزم، استعمار او مسیحیت له لارې او بیا وروسته د پراخ کلتور په صادرولو سره، د نړۍ زیاتره سیمې په پراخه کچه د لویدیځ تر کلتور لاندې راغلې، کوم چې دې پدیدې ته یې د لویدیځتوب (غربي سازي) کلیمه هم کاروله. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د وخت په تیریدو سره، د لویدیځ سترواکیو لومړی ختیځ او لویدیځ ته وغځیدې تر څو د مدیتراني او تورې بحیرې په څنډو کې پراته هېوادونو فتح او ځان ته را جذب کړي. وروسته، دوی د مدیتراني د سمندر شمال ته پسې پراخې شوې تر څو لویدیځ، مرکزي او سویل ختیځه اروپا هم تر واک لاندې ولري. د ایرلنډ مسیحي کول (۵مه پېړۍ)، د سکاندیناویا مسیحي کول (ډنمارک، ناروي او سویډن په ۱۲ مه پېړۍ کې) او د لیتوانیا په مسیحي کولو سره (په ۱۴مه پېړۍ کې) د نن ورځې د اروپايي قلمرو ټولې برخې په لویدیځ تمدن کې را شاملې شوي.
تاریخ لیکونکي، لکه کارول کویګلي د «تمدنونو په تکامل» کې پر دې باور دی چې د لویدیځ تمدن له میلاد نه ۵۰۰ کاله وروسته یعنې د لویدیځ روم د سترواکۍ له بشپړ ماتې وروسته رامنځته شو او په دې سره یې د نویو ایډیاګانو د غوړیدو لپاره تشه رامنځته کړه، چې په کلاسیک ټولنو کې دا کار ناشونی و. په دواړو برخو کې، یعنې د لویدیځ روم د سترواکۍ په سقوط او رنسانس سره، لویدیځ (یا هغه سیمې چې وروسته د لویدیځ په کلتوري مرکز واوښتې) لومړی یې د پام وړ انحطاط دوره تجربه کړه او بیا وروسته یې مجدده سازګارتیا، مجدده جهت ګیري او د موادو، تکنالوژي او سیاست د پام وړ پرمختګ تر لاسه کړه. دغې ټولې زریزې ته د منځنیو پېړیو په سترګو کتل کېږي، چې لومړۍ برخې ته یې «توره پېړۍ» ویل کېږي، چې په دې دوره کې رنسانس رامنځته شو. [۱۵][۱۶]
د لرغونې لویدیځې نړۍ پوهه په دغه دوره کې د ختیځ روم د سترواکۍ د پایښت او د کاتولیک کلیسا په معرفي کېدو سره وساتل شوه. همداشان د عربانو له خوا د لرغوني یونان-روم په وارداتو او د عربانو له لارې له هند او چین څخه اروپا ته د نوي تکنالوژۍ په راوړلو سره دا لا پراخ شو. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د رنسانس له وخت راهیسې، لویدیځ د لرغوني یونان او روم او اسلامي نړۍ نه هم د دویم کرهڼيز، سوداګریز، علمي او صنعتي انقلاب (د عصري بانکوالۍ) په مټ وکولای شول چې په دغو برخو کې پر مخ ولاړ شي. لویدیځ د ۱۸مې پېړۍ د روښانتیا په عصر سره لا وکولای شول چې پرمختګ وکړي او د اکتشاف په عصر کې یې د لویدیځې او مرکزي اروپا د سترواکیو په تېره بیا په ټوله نړۍ کې یې د اتلسمې او نوولسمې پېړۍ د استعماري سترواکیو په جوړولو سره لا پراختیا ومونده. دا پراختیا په بې شمېره توګه د کاتولیک مبلغانو سره مل وه، چا چې غوښتل د مسیحیت دین ته تبلیغ وکړي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
لویدیځ/اروپايي کلتور
[سمول]د «لویدیځ کلتور» اصطلاح په پراخه توګه د ټولنیزو نورمونو میراث، اخلاقي ارزښتونو، دودیزو رواجونو، مذهبي عقایدو، سیاسي نظامونو او مشخص مصنوعاتو او تکنالوژیو ته د اشارې کولو لپاره کارول کېږي.
په ځانګړې توګه لویدیځ کلتور ښايي د دې متضمن وي چې:
- د انجیل د کتاب مسیحي کلتوري اغېز پر معنوی تفکر، دودونو، قوانینو، زده کړو، هنر، ادبیاتو او له کلاسیک عصر وروسته پر نژادي او اخلاقي دودونو باندې.[۲۶][۲۷][۲۸]
- د اروپايي کلتور اغیزې پر هنري، موسیقايي، فولکلوري، اخلاقي او شفاهي دودونو، د کومو چې موضوعګانې د رومانتیسیزم په مټ لا پسې پراخې شوي دي.
- د کلاسیک یونان-روم او رنسانس کلتوري اغېز پر هنري، فلسفي، ادبي او حقوقي موضوعګانو او دودونو باندې، د کډوالۍ د دورې کلتوري ټولنیزې اغېزې او د سلتیک، ژرمانیک، سلاویک او نورو قومي ډلو میراث او همداشان د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې د عقل پالنې دود چې د هلنیسټي فلسفې، سکولاسټيک پالنې، اومانیزم رنسانس، علمي انقلاب او روښانتیا له لارې یې پراختیا موندلې ده.
سرچینې
[سمول]- ↑ Western Civilization, Our Tradition; James Kurth; accessed 30 August 2011
- ↑ "Introduction: Concepts of the Global South". gssc.uni-koeln.de. خوندي شوی له the original on 2016-09-04. بياځلي په 2016-10-18.
- ↑ Bideleux, Robert; Jeffries, Ian (1998). A history of eastern Europe: crisis and change. Routledge. p. 48. ISBN 978-0-415-16112-1.
- ↑ Western Civilization, Our Tradition; James Kurth; accessed 30 August 2011
- ↑ Thompson, William; Hickey, Joseph (2005). Society in Focus. Boston, MA: Pearson. 0-205-41365-X.
- ↑ Gregerson, Linda; Juster, Susan (2011). Empires of God: Religious Encounters in the Early Modern Atlantic. University of Pennsylvania Press. ISBN 978-0812222609. بياځلي په 28 June 2018.
- ↑ Peter N. Stearns, Western Civilization in World History, Themes in World History, Routledge, 2008, ISBN 1134374755, pp. 91-95.
- ↑ Jackson J. Spielvogel (14 September 2016). Western Civilization: Volume A: To 1500. Cengage Learning. pp. 32–. ISBN 978-1-337-51759-1.
- ↑ Religions in Global Society – Page 146, Peter Beyer – 2006
- ↑ Cambridge University Historical Series, An Essay on Western Civilization in Its Economic Aspects, p.40: Hebraism, like Hellenism, has been an all-important factor in the development of Western Civilization; Judaism, as the precursor of Christianity, has indirectly had had much to do with shaping the ideals and morality of western nations since the christian era.
- ↑ Role of Judaism in Western culture and civilization, "Judaism has played a significant role in the development of Western culture because of its unique relationship with Christianity, the dominant religious force in the West". Judaism at Encyclopædia Britannica
- ↑ Marvin Perry, Myrna Chase, James Jacob, Margaret Jacob, Theodore H. Von Laue (1 January 2012). Western Civilization: Since 1400. Cengage Learning. p. XXIX. ISBN 978-1-111-83169-1.
{{cite book}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ "Western culture". Science Daily.
- ↑ "A brief history of Western culture". Khan Academy.
- ↑ "The Evolution of Civilizations – An Introduction to Historical Analysis (1979)". 10 March 2001. p. 84. بياځلي په 31 January 2014.
- ↑ Middle Ages "Of the three great civilizations of Western Eurasia and North Africa, that of Christian Europe began as the least developed in virtually all aspects of material and intellectual culture, well behind the Islamic states and Byzantium."
- ↑ H. G. Wells, The Outline of History, Section 31.8, The Intellectual Life of Arab Islam "For some generations before Muhammad, the Arab mind had been, as it were, smouldering, it had been producing poetry and much religious discussion; under the stimulus of the national and racial successes it presently blazed out with a brilliance second only to that of the Greeks during their best period. From a new angle and with a fresh vigour it took up that systematic development of positive knowledge, which the Greeks had begun and relinquished. It revived the human pursuit of science. If the Greek was the father, then the Arab was the foster-father of the scientific method of dealing with reality, that is to say, by absolute frankness, the utmost simplicity of statement and explanation, exact record, and exhaustive criticism. Through the Arabs it was and not by the Latin route that the modern world received that gift of light and power."
- ↑ Lewis, Bernard (2002). What Went Wrong. Oxford University Press. p. 3. ISBN 978-0-06-051605-5. "For many centuries the world of Islam was in the forefront of human civilization and achievement ... In the era between the decline of antiquity and the dawn of modernity, that is, in the centuries designated in European history as medieval, the Islamic claim was not without justification."
- ↑ "Science, civilization and society". Es.flinders.edu.au. خوندي شوی له the original on 27 March 2016. بياځلي په 6 May 2011.
- ↑ Richard J. Mayne, Jr. "Middle Ages". Britannica.com. بياځلي په 6 May 2011.
- ↑ InfoPlease.com, commercial revolution
- ↑ "The Scientific Revolution". Wsu.edu. 6 June 1999. خوندي شوی له the original on 1 May 2011. بياځلي په 6 May 2011.
- ↑ Eric Bond; Sheena Gingerich; Oliver Archer-Antonsen; Liam Purcell; Elizabeth Macklem (17 February 2003). "Innovations". The Industrial Revolution. بياځلي په 6 May 2011.
- ↑ "How Islam Created Europe; In late antiquity, the religion split the Mediterranean world in two. Now it is remaking the Continent". TheAtlantic.com. May 2016. بياځلي په 25 April 2016.
- ↑ Cf., Arnold J. Toynbee, Change and Habit. The challenge of our time (Oxford 1966, 1969) at 153–56; also, Toynbee, A Study of History (10 volumes, 2 supplements).
- ↑ G. Koenig, Harold (2009). Religion and Spirituality in Psychiatry. Cambridge University Press. p. 31. ISBN 9780521889520.
The Bible is the most globally influential and widely read book ever written. ... it has been a major influence on the behavior, laws, customs, education, art, literature, and morality of Western civilization.
- ↑ Burnside, Jonathan (2011). God, Justice, and Society: Aspects of Law and Legality in the Bible. Oxford University Press. p. XXVI. ISBN 9780199759217.
- ↑ V. Reid, Patrick (1987). Readings in Western Religious Thought: The ancient world. Paulist Press. p. 43. ISBN 9780809128501.