بست کلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د بست لرغونې کلا
د بست لرغونې کلا
د بست لرغونې کلا

د بست کلا د افغانستان د هلمند ولايت د بست په سيمه کې يوه لرغونې کلا ده. په هغه ځای کې چې د افغانستان دوه نامتو هلمند او ارغنداب سيندونه سره يوځای کيږي يوه ډيره لويه کلا چي دهغي له پورتنې برخې څخه ټول لښکرگاه ښارمالوميږي جوړه شوي ده داکلادبُست په نامه ياديږي چي دهلمندولايت دلښکرگا ښارته څيرمه پرته ده چي دافغانستان اوآن دنړي په تاريخ کي ځانگړی اومشهورنوم لري .

دهلمندولايت دا‌طلاعاتواوکلتورمسوولين وايي: چي نوموړي کلاداسلام دسپيڅلي دين دظهورنه مخکي جوړه شوي ده نوموړي مسوولين وايي تاريخ پوهانو په دي هکله بيلا بيل نظريات لري ځيني وايي چي نوموړي کلااوځاي دانوشيروان دپاچاهي په دوره کي جوړه شوي ده خو ډيرپوهان لاوايي چي نوموړي کلااودبُست نورکلاگاني ۳۰۰۰ کاله مخکي دحضرت عيسي (ع) ترزيږيدولو نه مخکي جوړه شوي ده خويوه خبره چي جوته ده داچي نوموړي کلاډيرلرغون تاريخ لري. کله چي دکلاسرته وغيږو نوهغه وخت به وپوهيږو چي نوموړي کلاپه ډيرمهارت جوړشوي دي چي دهغه وخت دانسانانو دخښتو دجوړولو اودودانيو دجوړولو مسالي په څومره مهارت جوړشوي دي دکلاپلن ديوالونه چي اوس هم ډيراثار ېې له ورایه ليدل کيږي تر۶ مترو هم لا لوړې دي ددي ښکاروندوي دي چي پرنوموړو ديوالونو باندي آسان ،گاډي اوسرتيري دکلايوکونج نه بل کونج ته تگ اوراتگ کاوه دکلامخ ته دنړي دعجايبو نه يو ډيرغټ ښيښک اويا کمان دي چي دومره غټ ښيښک اوکمان دنړي په هيڅ تاريخي اثارو کي نه دي ليدل شوي اوس هم داښيښک هسي جگ روغ رمټ ولاړدي اوسيلانيانو ته دهغه وخت چي دوي جوړشوي وو خپل قصي اوداستانونه په پټه خوله وايي . دلرغوني افغانستان دتاريخونو دپاڼو په لوستلو سره داڅرگنديږي چي بست د افغانستان دهغه وخت يوډيرمشهوراوستراتيژيک ځاي وو ديوي خوا بُست د دو سيندونو په مينځ کي موقعيت درلود، بل داچي دوريښمو مشهورلاريعني داچي ايران ،هندوستان ،چين او ځيني عربي هيوادونو له همدي لاري خپل سوداگريز چاري پرمخ بيولي . هغه وخت بُست کي ډيرلوي سمسورباغونه ډيرلوي تجارتخاني ،کاروانسرايونه اوبازارونه جوړې شوي وو دافغانستان دنورو سيمو نه خلک دکاراوژوند له پاره دي سيمي ته راتلل .خو دجگړوله امله چي دپاچايانو په مينځ کې يوعادي کاراوعادت وو دبُست کلااودهغه دبدبه ديرغلگرو لخوا له خاروسره برابرشو. خو وروسته يوځلي بيا افغان زړه وړاومشهورپاچا سلطان محمودغزنوي اودهغه داولاده په وخت کي بيا بُست خواته پاملرنه ډيره شوه . نوموړي سلطان بًست دخپل يو مهم ښارپه ډول خوښه کړه اودبُست په بيارغولو کي ېې ډيرې هلې ځلې وکړې چې ددې سلطان دبيارغولو اودکلاگانو دجوړولو نړيدلي اثاراو کلاگاني تراوسه هم پرځاي پاتې ده .کله چي هرسيلاني دبُست دکلاگانو اومشهورښيښک ته وگوري نو په واقعيت هم گوته په غاښ پاته کيږي چي په هغه وخت اوزمان کي انسانان څومره مخ ته تللي وه اوڅنگه يي کولاي شول دومره جگ اوپلن ديوالونه جوړکړي؟ اوس مهال دکلانه بهرشاوخواډيرزراعتي ځمکي ترسترگوکيږي اوخلک هلته په خپلو ځمکو کي پاليزونه ،باغونه غنم اونورغلې دانې کري. يو سپين ږيري سړي چي دبُست دکلااوسيدونکي دي حاجي محمد راته وويل : داکلادانوشيروان دپاچاهي په وخت کي جوړه شویده اودهغه وزيربستک نوميدي نو بُستک ددي کلاپه جوړولو کي ډيرکوښښونه وکړه اوداکلااوښاردهغي په نامه ياده شوه . نوموړي زياتوي کله چي افغانستان اوهلمند دنړي دخلکو په ذهنونو کي ياديږي نو هرومروهرچاته اوهرچاچي بُست ليدلي وي او يايي هم اوريدلي وي نو دبُست کلااو دهغه دښيښک عظمت په ياديږي. دهلمند ولايت داطلاعاتو اوفرهنگ مسوولين زياتوي چي دنوموړي رياست اوددي ولايت دولتي چارواکو شپه اوورځ زيارباسي ترڅود دی ولایت تاريخي ځايونو ته چي دافغانستان اوپه تيره بیا دهلمندولايت دتير وختونو اوزمانو يادگارونه دي کوم زيان ونه رسيږي ځکه زموږ ملي هويت ښکاروندوي کوي يو هم ددغه شان تاريخي اثارو له رويه څرگنديږي که څوک غواړي دهلمند اوافغانستان په هکله معلومات ولري نودهغه تيرتاريخ ته مراجعه کوي نو ددي تاريخي کلاگانو دښه ساتلو اوبيارغولو له پاره دهلمند ولايت داطلاعاتو اوفرهنگ اونوردولتي چارواکي دافغانستان دلوړپوړواوذيربطو مسوولينو سره په څوڅو ځلو خبري اتري کړي اوښه نتيجي اوپايلي يي هم درلودلي دي نو دولت هم په ټينگه نظرکي لري چي دهلمندولايت تاريخي اثارو په ساتلو اوبيارغولو کي ان دنړيوالو پام ددي ولايت تاريخي اثاروته راجلب کړي چي تريوه حده هم خپل په کارکي بريالي شوي دي .

محمدشريف دلښکرگاه يوتن اوسيدونکي وايي : دبست دتاريخ څخه داسي څرگنديږي چي بست دتاريخ په اوږدوکي څوځلي سخت تحولات ليدلي لومړي ځل د سکندرمقدوني بيا دچنگيزبيا هولاکووروسته تيموراو علاوالدين جهانسوزله لاسه ډيربدي ورځي ليدلي دي خو لاتراوسه هم پخپل ځاي کې تیر ویاړ او غرور سره هڅکه غاړه ولاړدي اودافغانستان په تيره بيا دهلمندخلکو له پاره ډيرلوي افتخاردي. نوموړي وايي هرکله چي دبُست کلادليدلو له پاره ځم نو ډيرخوندتري اخلم ځکه دا راته څرگنديږي چي زموږ هيواد ډيريوتاريخي هيواد دي اودلته زموږ په هيواد کي ډيريواوږد مدنيت تيرشوي دي .

__LEAD_SECTION__

بست کلا
غوري واکمني arch in Qala-e-Bost
غوري واکمني arch in Qala-e-Bost
غوري واکمني arch in Qala-e-Bost

اداري وېش
هیواد کينډۍ:Afghanistan
Province Helmand
پراخوالی
وروستي مالومات

قلعه بست ( پښتو :بست کلا ) چي په عامه توګه د قلعه بوست په نامه یادیږي د افغانستان د هلمند ولایت په بست سیمه کي یوه کلا ده، چې ۳۰۰۰ کاله وړاندي جوړه سوې ده. [۱] یاده کلا په 31° 30' 02″ N، 64 ° 21' 24″ E کي د هلمند او ارغنداب سیندونو یوځای کیدو ته نږدې موقعیت لري چي د لښکرګاه سوېل ته د نیم ساعت په واټن کي پرته ده. قلعه بست د یوولسمې پیړۍ د ډیزاین لرونکي آرشیف لپاره مشهوره ده چې د 100 افغانیو نوټ (افغانی اسعارو) کي هم ښکاري. د کلا یوه برخه د محراب د جومات د پاتي شونو په ډول ده.

  1. Picture of Qala-e-Bost Castle http://maiaibing.smugmug.com/Afghanistan/Helmand-Landscape-Pictures/i-vP7ch3k