براء بن عازب
| زېږونځای | |
|---|---|
| ښاروندتوب | |
| زېږون نېټه | |
| مړينې نېټه | |
| مړينې ځای | |
| دنده |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| غړی د | |
| دین |
| جګړه |
|---|
| برخه د |
|---|
ابو عمارة البراء بن عازب الانصاري (چې په ۷۲ هجري کي وفات سوی دی) د رسول الله صلی الله [۲] وسلم په فتوحاتو او د عراق او فارس په فتوحاتو کي ګډونوال او د علی بن ابی طالب سره په جمل او صفین جګړو کي برخه اخیستونکی مشهوره انصاري صحابي وو، چي له مدیني منورې سره یې تړاو درلود.
ژوندلیک
[سمول]براء بن عازب په مدینه منوره کي زیږیدلی او په ځوانۍ کي یې اسلام قبول کړ. د نوموړي پلار عازب هم د حضرت محمدﷺ له اصحابو څخه ګڼل کیږي. د براء د مور نوم حبيبه بنت ابي حبيبه وو، خو ځیني روایتونه وایي چي مور يې ام خالد بنت ثابت بن سنان نومېدل چي د ابو سعيد الخدري د تره خور وه. د روایتونو پر اساس براء د بدر په مشهوره غزا کي له حضرت محمدﷺ څخه د ګډون غوښتنه کړې وه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د نوموړي د لږ عمر له خاطره دئ پرېښود چي له همدې امله یې د بدر څخه ماسېوا د حضرت محمدﷺ سره په شاوخوا 15 غزاګانو کي ګډون وکړ.
د حضرت محمدﷺ تر رحلت وروسته براء بن عازب د عراق او پارس په فتوحاتو کي ستره ونډه درلوده، چي تر دغي ونډي له پای ته رسېدو سره یې په کوفه کي ژوند غوره کړ. په راشده خلافت کي د حضرت عثمان تر شهادت وروسته براء د علي بن ابي طالب په لښکر کي شامل سو او د جمل، صفین او النهروان په جګړو کي یې له هغه سره ملګرتیا وکړه. [۳] [۴]
د اسلامي تاریخونو پر بنسټ براء بن عازب نژدې اتیا کاله ژوند وکړ او په 690 زیږدیز کال کي د مصعب بن زبیرؓ د خلافت پر مهال وفات سو.
- 1 2 ويل شوي په: al-Aʻlām (Dār al-ʻIlm, 2002). Page(s): 46. Volume: 2. خپروونکی: Dar El-Ilm Lilmalayin. اثر ژبه: عربي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۲. ليکوال: Khayr al-Din al-Zirikli.
- ↑ الخطيب البغدادي. تاريخ بغداد. Vol. الأول. دار الكتب العلمية. p. 177.
- ↑
- ↑
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P607 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- CS1: long volume value
- هغه مخونه چې د سرچينو تېروتنې لري