باچا خان پوهنتون
باچا خان پوهنتون یو عام پوهنتون دی چې د پاکستان هېواد، خیبر پښتونخوا پهچارسدې ولسوالۍ کې موقعیت لري.[۲] د چارصدې پوهنتون جولای په درېیمه، ۲۰۱۲مه نیټه جوړ شو چې موخه یې د څېړنو او تعلیم په وسیله د پوهې او زده کړې هدف رسول وه.[۲]
پوهنځي
[سمول]په دې پوهنتون کې د انگلیسي، ځمکپوهنې (جيالوجي)، جیوتخنیکپوهنتې (بایو ټېکنالوژۍ)، شمېرپوهنې، بوټپوهنې (باټني)، کیمیا، پنځپوهنې (طبیعیات یا فېزېکس)، کمپیوټرپوهنې، مېنېجمنټ ساینس (مدیریت) ، ټولنپوهنې (سوشیالوژۍ)، کرنې (زراعت) او خزدکپوهنې (علم الحشرات یا اېنټامولوژي) څانگې شاملې دي.
پر دې سربېره په دغه پوهنتون کې د پښتونخوا د مطالعاتو څېړنیز مرکز هم دی.
ترهگریزه برید
[سمول]کينډۍ:آرنۍ د جون په ۲۰مه نیټه، ۲۰۱۶ز کال تحریک طالبان غړو د خیبرپښتونخوا ایالت، چارصدې ولسوالۍ په باچا خان پوهنتون وسله وال برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۲۲ زده کړیالان (محصلین) ووژل شول او څه باندې ۶۰ ټپیان شول چې په وژل شویو او ټپیانو کې څوکیداران، محصلین، استادان او نور شامل دي.[۳] په ورته وخت کې د باچا خان په پوهنتون باندې د برید مسؤلیت پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دا برید یې په قابیلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په غچ کې کړی دی. په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون له برید نه پس د پاکستان د پوځ ویاند وویل په برید کې څلورو وسلوالو برخه اخیستې وه، څلور واړه وژل شوي او دوی پوره معلومات لري چې دوی څوک وو ؟ څنگه یې برید ترتیب کړ؟ او د چا په اشاره یې دا هرڅه وکړل؟ عاصم باجوه دا هم وویل چې دوی کافي شواهد او معلومات راټول کړي چې په تناظر کې یې دوی پلټنې کوي خو په دې اړه یې رسنیو ته نور معلومات ورنکړل.
دا هم وگورئ
[سمول]سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ "Bacha Khan University" (in انګليسي ژبه). Higher Education Commission of Pakistan. بياځلي په ۳ جنوري ۲۰۲۶.
{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ http://www.bkuc.edu.pk/
- ↑ "Pakistan Charsadda: Gun battle at Bacha Khan university". BBC News. بياځلي په 2016-01-20.
- CS1 maint: unrecognized language
- د سياس۱ تېروتنې: نېټې
- هغه پاڼې چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P131 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P793 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P112 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- پاکستان کې سوداگریز ښوونځي
- پاکستان کې د کمپیوټرپوهنې انسټېټیوټونه
- د خیبر پښتونخوا پوهنتونونه
- نخشهکښوونکي پراختيا کاروونکي مخونه
