باريس ولاديميروويچ پاسترناک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

باريس ليونيدوويچ پاسترناک (په روسي: Бори́с Леони́дович Пастерна́к) ( د ۱۸۹۰ ز کال د فبروري ۱۰ – د ۱۹۶۰ ز کال د می ۳۰ ) باريس پاسترناک » د روسيې د شلمې پېړۍ يو له سترو شاعرانو او ليکوالو څخه دی ، چې پر ۱۹۵۸ ز کال يې د ادبياتو په برخه کې د نوبل جايزه هم گټلې ده . پاسترناک د مسکو په یوه تخلیقي يهودي کورنۍ کې زېږېدلی دی . د ده پلار “ لیونيد اوسيپوويچ پاستېرناک “ نومېد چې انځورگر او د پيتربورگ د هنرونو اکاډېمۍ اکاډميسن وو . مور يې “ روزالييا ايسيدورووا پاستېرناک “ نومېده ، چې يوه پیانو غږوونکې وه . د “ پاسترناک “ مور او پلار پر ۱۸۸۹ ز کال له ادېسې څخه مسکو ته راغلل . يو کال وروسته پاسترناک د مسکو د “ اروژېیني پېرېوولک “ په “ فتورایا توېرسکايا - يمسکايا “ کوڅه کې وزېږېد . د پاسترناک کورنۍ له داسې نامتو انځورگرانو سره د دوستۍ اړېکي درلودل ، لکه “ اي . اي . لېويتان “ ، “ م . و . نېستېروف “ ، “ و . د . پوليونوف “ ، “ س . و . يوانوف “ ، “ ن . ن . گې “ . “ پاسترناک “ د ۱۹۰۵ ز کال د اکتوبر پر ۲۵ د مسکو په “ مياسنيڅکایا “ کوڅه کې د اس سپورو کازاکانو ډلې تر فشار لاندې راغی او نږدې وو چې د اسونو تر پښو لاندې شي . کازاکانو دا مهال په دغه کوڅه کې ميټينگ جوړ کړی وو او د پوليسو له خوا د شړل کېدو لامله د گڼې گوڼې فشار زيات شوی وو . دا پېښه دی وروسته په خپل يوه اثر کې هم راولي . “ باريس پاسترناک “ پر ۱۹۰۰ ز کال د مسکو په پېنځمه شمېره جمنازيا کې ( چې اوسمهال د ۹۱ شمېرې ښوونځي په نامه ياديږي ) کې ونه منل شو ، خو د مدير د وړانديز پر بنسټ پر راتلونکي ۱۹۰۱ ز کال په پېنځمه جمنازيا کې ومنل شو . ده جمنازيا په ډېرو ښو نومرو او سرو زرو مډال سره پای ته ورسوله . له يو څه ټکني توبه وروسته يې د مسلکي موسيقي جوړونکي او موسيقي غږوونکي له راتلونکې څخه هم ډډه وکړه . پر ۱۹۰۸ ز کال د مسکو پوهنتون د تاريخي - متنپوهنې پوهنځي په حقوقي څانگه کې شامل شو . د ۱۹۱۲ ز کال په دوبي کې يې د جرمني په “ مرگبورگ “ پوهنتون کې زده کړې کولې . پر ۱۹۱۲ ز کال له خپل مور ، پلار او خويندو سره يو ځای وېنس ته ځي ، چې د ده د هغه مهال په شعرونو کې يې هم غبرگون موندلی دی . “ باريس “ له مرگبورگ څخه وروسته له فلسفي بوختياوو څخه هم لاس پر سر شو . پر همدغه مهال دی د مسکو ښار له ادبي ډلو سره یو ځای کيږي . له ۱۹۱۴ ز کاله راهيسې د “ فوتوريستانو” د “ څېنتريفوگ “ له ادبي ډلې سره يو ځای شو . په دغه ډله کې داسې کسان شامل ول ، لکه “ نيکولای اسېېف “ ، او “ سېرگی بوبروف “ . پر همدغه کال يې له “ فوتوريست “ ولاديمیر ماياکوفسکي سره پېژندگلوي وکړه . د “ ماياکوفسکي “ شخصيت او پنځونې پر ده باندې ټاکلی اغېز وکړ . “ پاسترناک “ پر ۱۹۲۰ کلونو د “ ماياکوفسکي “ د “ لېف “ په نامه ( یانې د هنرونو کيڼې جبهې ) سره اړېکي ټينگ کړل . په ټوله کې يې له اوښتونه ( انقلابه ) وروسته ناپېیلی دريځ غوره کړی او خپل کړی وو او په هيڅ ډول کومو اتحاديو کې نه شاملېده . د “ پاسترناک “ لومړني شعرونه پر ۱۹۱۳ ز کال د “ ليريکه “ په نامه کتاب کې ، چې د بېلابېلو شاعرانو شعرونه پکې راټول شوی ول ، چاپ شول . د ده لومړنی کتاب چې “ غبرگونی په تورو لړو کې “ نومېد ، يو کال وروسته پر ۱۹۱۴ ز کال له چاپه راووت . پر ۱۹۱۶ ز کال يې د “ پاوېرخ بارېروف “ په نامه د شعرونو غونډ چاپ شو . ده د ۱۹۱۶ ز کال ژمی او پسرلی په اورال کې تېر کړل . شاعر پر همدغه کال په “ کام “ کې د سوډا جوړولو د “ بېرېزنيکوفسکي “ کارخانې ته هم ولاړ . د شاعر “ پاسترناک “ مور ، پلار او خور پر ۱۹۲۱ ز کال ، د “ ا . و . لوناچارسکي “ په هیله له شوروي روسيې څخه وزي او برلين ته ځي . له دې وروسته يې له هغوی سره په جرمني کې او له نورو داسې نامتو روسي مهاجرو ، لکه مارييا څوېتاېوا سره د ليکونو لړۍ پیليږي . پر ۱۹۲۳ ز کال یې له “ ر . م . ريلکه “ سره هم ليکني تړاوونه پيليږي . “ پاسترناک “ پر ۱۹۲۳ زکال له انځورگرې “ ېفگېنيا لورې “ سره واده وکړ . ده د ۱۹۲۲ او ۱۹۲۳ ز کلونه ټول ژمی هماغلته په برلين کې له خپلې مېرمنې سره تېر کړ . پر هماغه ۱۹۲۲ ز کال يې بل کتاب ، چې “ سېستره مايا ژيزن “ نوميږي له چاپه راوزي . د دې کتاب ډېری شعرونه يې لا پر ۱۹۱۷ ز کال ليکل شوي ول . د راتلونکي ۱۹۲۳ ز کال د سيپټمبر پر ۲۳ يې زوی “ ېفگېني پاسترناک “ زيږي . دغه زوی يې پر ۲۰۱۲ ز کال ومړ . پر شلمو کلونو يې همدا راز د “ تېمي او وارياڅي “ ( ۱۹۲۳ ) ، رومان په شعرونو کې “ سپېکتورسکي “ ( ۱۹۲۵ ) ، “ ويسوکايا بالېزن “ ، بوللې “ دېويات سوت پياتی گود “ او “ لېيتينانت شميدت “ چاپیږي . پر ۱۹۲۸ ز کال هم د نثر پر ليکلو پیل کوي . د ۱۹۳۰ کال تر پايه “ اخراننايا گراماته “ ليکي . د شلمو کلونو په پای او دېرشمو په پیل کې “ پاسترناک “ په خلکو کې څخه ناڅه نامتو کيږي . دی د شوروي اتحاد د ليکوالو اتحاديې په کار کې کارنده ونډه اخلي او پر ۱۹۳۴ ز کال هم د ليکوالو اتحاديې په لومړنۍ کنگره کې وينا کوي . په همدغه کنگره کې “ ن . ي . بوخارين “ په خپله وینا کې وړانديز کوي ، چې “ پاسترناک “ دې په رسمي ډول د شوروي اتحاد د تر ټولو ښه شاعر په نامه ياد شي . د ده د شعرونو لوی ټوک له ۱۹۳۳ ز کاله د ۱۹۳۶ ز کلونو تر پايه هر کال چاپیږي . شاعر له “ زينایدا نیکولايونا نېيگاوز “ سره له پېژندگلوۍ وروسته د ۱۹۳۱ ز کال په پسرلي کې گورجيستان ته ځي او هلته له گورجي شاعرانو “ تابيدزې “ او “ ياشويلي “ سره پېژندگلوي کوي . “ پاسترناک “ له خپلې لومړۍ مېرمنې څخه بېليږي او د دويم ځل لپاره پر ۱۹۳۲ ز کال له “ نېیگاوز “ سر واده کوي . پر همدغه کال يې د “ فتورويې راژدېنيې “ کتاب له چاپه راوزي . پر ۱۹۳۸ ز کال یې له دويمې مېرمنې څخه زوی “ ليونيد “ زېږي ، چې وروسته بيا فزيک پوه شو او پر ۱۹۷۶ ومړ . پر ۱۹۳۵ ز کال په پاريس کې د ليکوالو په هغه نړیوال کانگرس کې برخه اخلي ، چې د سولې د ملاتړ لپاره رابلل شوی وو . دا بهر ته دده وروستی سفر وو . پر ۱۹۳۶ ز کال خپل دوه هغه شعرونه چاپوي ، چې پکې د سټالين په اړه خوشالي څرگنده شوې ، خو پر ۱۹۳۶ ز کال د ده پر وړاندې د چارواکيو سلوک بدليږي . پر ۱۹۳۷ ز کال ډېره پیاوړې هېودانۍ مېړانه ښيي او د دولت له خوا د توخاچېفسکي او يو شمېر نورو کسانو د چندمارۍ وړاندې کړی ليک نه لاسليکوي . شاعر او ليکوال “ باريس پاسترناک “ له ۱۹۳۹ ز کاله تر ۱۹۶۰ ز کلونو د مسکو د “ اوليڅه پاولينکه “ په درېيمه شمېره کور کې ژوند کوي . ( اوس په دغه ځای کې يادگاري موزيم جوړ شوی ) د ۳۰ مو کلونو په پای کې د ژباړې پر کارونو پیل کوي . د ده د ژوند تر پایه د ده يوازينی عايد هم د ژباړې لاسباړه ( حق الزحمه ) وي . دی داسې نامتو بهرني اثار روسي ژبې ته راژباړي لکه د شېکسپير ډېری تراژېدي ډارمې ، د گويته د فاووست ، د ف . شيلر د مارييا ستيوارت اثار او داسې نور . ليکوال “ پاسترناک “ پر ۱۹۴۲ – ۱۹۴۳ ز کلونو د تاتارستان په “ چيستاپول “ ښار کې ژوند کاوه ، او له ډېرو خلکو سره يې نغدي مرستې کولې . له هغه شمېر نه له داسې کسانو سره لکه د “ مارييا څوېتاېوا “ له لور “ اريادنې اېفرون “ سره . د “ باريس پاسترناک “ نامتو رومان ډاکتر ژېواگو د لسو کلونو په بهیر ۱۹۴۵ – ۱۹۵۵ ز کې ليکل شوی دی . دغه رومان پخپله د ليکوال د ارزونې له مخې د ده د پنځونې لوړترين ټکی دی . دغه رومان د پېړۍ له پیله د دويمې نړيوالې جگړې تر پیله د روسيې د روښاندو د ژوند یو پراخ او ستر انځور دی . رومان د لوړ شعريت په درلودلو سره منل شوی دی . نوموړی رومان د هغه د لوی کرکټر ( لوی اتل ) ډاکتر “ يوري اندرېېويچ ژېواگو “ په شعرونو بدرگه شوی دی . د رومان د ليکلو پر مهال ليکوال څو څو ځلي د هغه نوم بدل کړ . په لوېدیځ کې د دغه رومان چاپ پر ۱۹۵۷ ز کال له ایټاليا څخه پیل شو ، وروسته بیا په لويه بريتانیا کې چاپ شو . له ۱۹۴۶ ز کاله تر ۱۹۵۰ کلونو پورې “ پاسترناک “ هر کال د ادبياتو په برخه کې د نوبل ډالۍ ( جايزې ) ته نوماندېده . پر ۱۹۵۸ ز کال د ليکوال البېر کاميو له خوا دی د نوبل ډالۍ ته نوماند شو او د اکتوبر پر ۲۳ له بل روسي ليکوال بونين نه وروسته دويم روسی ليکوال شو ، چې د نوبل ډالۍ یې وگټله . “ باريس ولاديميروويچ پاسترناک “ د ۱۹۶۰ زېږدي کال د می پر ۳۰ د سرطان ناروغۍ لامله په “ پېرېدېلکينه “ ښار کې له دې نړۍ سترگې پټې کړې .