باربرا باډيشان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
باربرا باډيشان
باربرا باډيشان
باربرا باډيشان

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۸ اپرېل ۱۸۲۷[۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 11 جون 1891 (64 کاله)[۲][۳][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال [۱]
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۷][۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فیمینزم [۹]
د ښځو زده کړې [۹]
هونر [۹]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
باربرا باډيشان
باربرا باډيشان

باربرا لي سميت باډيشان (۸ اپريل ۱۸۲۷ – ۱۱ جون ۱۸۹۱ز کال) د تعلیمي چارو ماهره او انګرېزه هنرمنده وه، د نولسمې پېړۍ مخکښه ښځمنپاله او د ښځو د حقوقو فعاله وه. هغې په ۱۸۵۴ز کال کې د ښځو اړوند د انګلستان د قوانينو اغېزناک لنډ لنډيز خپور کړی و. هغه په ۱۸۵۸ز کال کې د انګريزو  ښځو (بریتانوي ښځو) د جريدې شریکه بنسټګره وه. باډيشان د کامبريج د «ګريټن کالج» (۱۸۶۹ز کال) شریکه بنسټګره هم ده.[۱۰]

کورنۍ او پالنه[سمول]

باډيشان د «ان لانګډن» لور وه، چې له واده پرته يې زېږولې وه، مور يې د «الفريټن» «ډربيشاير» اوسېدونکې کارګره او ويګ سياستواله وه، پلار يې «بنجامين (بين) لي سميت» (۱۸۶۰-۱۷۸۳) نومېده چې د مریيتوب بنسټپال مخالف «وليام سميت» يواځينی زوی و. هغه څلور خوېندې درلودې، يوه يې «فرانسس (فيني) سميت» نومېده چې له «وليام نايټينګل» (né Shore) سره يې واده کړی و او د «فلورينس» په نوم يې يوه لور زېږېدلې وه، هغه يوه رنځورپاله او شمېرپوه وه، دويمه خور يې «جوانا ماريا» نومېده چې له «جان بونهام کارټر» (۱۷۸۸-۱۸۳۸) سره يې واده کړی و، هغه د پارلمان غړی و، چې د «بونهام کارټر» کورنۍ بنسټ يې ايښی و. له «بين سميت» څخه يې پلار وغوښتل چې له «ميري شور» سره واده وکړي، څوک چې د «وليام نايټينګل» خور وه او اوس یې په واده سره خپلوانه ګرځېدلې وه.

د بين سميت کور د لندن په «ميريليبون» کې و، خو له ۱۸۱۶ز کال راهيسې، هغه له «هاسټينګز» سره نژدې څه ځمکه په مېراث وړې او څه يې رانيولې وه: له «رابرټس برج» سره نژدې د «براونز فارم» په نوم، چېرې چې په ۱۷۰۰ز کال کې يو جوړ شوی کور هم و، او همدا راز د ويسټ فيلډ «کروهم مانور»، په کوم ځای کې چې دوه سوه جريبه (۰.۸۱ کيلومترمربع) ځمکه هم شامله وه. که څه هم د زميندارو اشرافو له کورنۍ څخه و، سميت بنسټپاله اندونه لرل. هغه د کليسا مذهبي مخالف، موحد، د آزادې سوداګرۍ پلوی او د بې وزلو خېر غوښتونکی و. په ۱۸۲۶ز کال کې، هغه د وسټ منيسټر د «ونسنټ سکواير» ښار په داخل کې د بې وزلو لپاره د يوه ښوونځي د جوړولو لګښتونه وګالل، هره اونۍ به يې د هر زده کونوکي د فيس په توګه يوه پيسه ورکوله، چې په همدې اندازه لګښت به د هغوی والدينو هم ادا کاوه.[۱۱]

سميت هغه مهال له «ان لنګډن» سره وکتل، کله چې هغه په «ډربيشاير» کې د خپلې خور لیدو ته ورغلی و. «ان» له همده څخه اميندواره شوه او بيا يې د انګلستان سويل ته بوتله، هلته يې د ختيځ سسيکس سره نژدې د «وټلنګټن بيټل» سره نژدې په يو کرايي کور کې استوګنه اختیار کړه. هلته يې د «اغلې لي» په نوم ژوند کاوه، کوم چې د نژدې «وايټ» په ټاپو کې  د سمت د اړيکو کورنی نوم و. د باربرا زېږېدو يوه رسوايي جوړه کړه، ځکه چې دې دواړو واده نه و کړی. سميت به هره ورځ د دوی د ليدلو لپاره په موټر کې ورته او په اته اونيو کې «ان» بيا اميندواره شوه. کله چې د دوی زوی «بين» وزېږېد، دا څلور واړه د دوو کلونو لپاره امريکا ته ولاړل او په دې موده کې يې بل بچی وزېږېد.

سسيکس ته د دوی په راستنېدو سره، دوی په «براون» کې په ښکاره يو ځای اوسېدل او دوه نور بچيان يې وزېږېدل. کله چې په ۱۸۳۳ز کال کې د دوی وروستی  بچی وزېږېد، «ان» په نري رنځ اخته شوه. سميت ۹پيلهام، هاسټنګز په اجاره ونیو چې مخه يې د سمندر پر لور وه او هغه مهال يې ډېرو ښو ځانګړتياوو توجه راجلبوله. يوه سيمه ييزه ښځه «هانا واکر» وګومارل شوه، څو په ماشومانو پام وکړي. «ان» ښه نه شوه او له همدې امله «سميت» هغه د وايټ ټاپو «رايد» ته بوتله، نوموړې په همدې ځای کې په ۱۸۳۴ز کال کې مړه شوه.

سميت د دې پر ځای چې مشران هلکان د ليليې يا د ورځې له مخې د غوره کسانو ښوونځي ته واستوي، هغه به د تل لپاره په عمومي توګه خپل بچيان سيمه ييز ښوونځي ته استول، تر څو د خواريکښې طبقې له ماشومانو سره زده کړې وکړي. هغه وروسته ټولې مالي مرستې په خپلو ټولو بچيانو، هلکانو او نجونو په يو ډول برابرې ووېشلې، هر يو ته به يې د بلوغ له عمر (۲۱) څخه په کلني ډول ۳۰۰۰ پاونډه ورکول. [۱۲][۱۳]

ژوند[سمول]

د خپل ژوند په لومړيو کې، باربرا د خپل شخصي ځواک او پراخې خواخوږۍ څرګندونه وکړه چې د بشرپالانو او ټولنيزو مرسته کوونکو په منځ کې يې د شهرت لامل وګرځېد. خپلواک عايد هغې ته داسې آزادي ورکړه چې په عام ډول ډېرو ښځو نه وه حس کړې، په ۱۸۵۰ز لسيزه کې بوډيشان او د هغې د ملګرو یوې ډلې په منظم ډول ناستې کولې، تر څو د ښځو د حقوقو په اړه بحثونه وکړي، همدوی د «د لينګم پيلس ښځې» په نوم مشهورې شوې. دا په بریتانیا کې د ښځو له لومړي منظم خوځښت څخه وګرځېد. دوی په سختۍ سره ډېرې موخې تعقيب کړې چې د واده شويو ښځو د شتمنۍ کميټه يې له ډلې یوه وه. په ۱۸۵۴ز کال کې، هغې د ښځو په اړوند د انګلستان د قوانينو لنډ لنډيز خپور کړ، کوم چې د واده شويو ښځو د شتمنۍ قانون ۱۸۸۲ز کال  په تصويب کې یې مرسته وکړه. په دې پړاو کې بوډيشان له هنرمندې «انا ميري هووټ» سره ملګرې شوه، د چا لپاره چې هغه په څو ځايونو کې کېناسته.[۱۴][۱۵][۱۶]

د بوډيشان لومړۍ اړيکه، له «جان چامپمين» سره وه، څوک چې د «ويسټ مينيسټر» مدير و، خو هغې له نوموړي سره واده کول ونه منل او په دې ډول يې خپل قانوني حقوق وبايلل. د ۱۸۵۷ز کال د جولای په دويمه نېټه، هغې له يو مشهور فرانسوي ډاکټر «يوجين بوډيشان» سره په «ليټل پورټلینډ سټريټ» «چاپيل» کې واده وکړ. په تصادفي ډول دا «د ودونو د قضاياوو قانون ۱۸۵۷ز کال» قانون د تصويب له کال سره برابر و، د کوم لپاره چې بوډيشان هڅې کړې وې، دې قانون له ښځو سره مرسته وکړه چې په محکمو کې د طلاق لپاره لاسرسی ولري، خو په الجزاير کې د څو سړو کلونو پر مهال، بوډيشان د انګريزو ښځو له اړخه د پيل شويو خوځښتونو مشري وکړه.[۱۷][۱۸]

په ۱۸۵۸ز کال کې، بوډيشان د انګريزو ښځو اونیزه(جريده )پيل کړه، دا هغه ارګان و چې نېغ په نېغ ښځو ته د کار ورکولو او د ښځو لپاره د برابرۍ د حقوقو، په ځانګړي ډول د لاسي کار يا فکري صنعت استخدام، په کار د ګومارلو د موکو پراختيا او د جنس اړوند قوانينو د سمون په څېر مسائلو يې بحث کاوه.

په ۱۸۶۶ز کال کې، د «اميلي ډاويس» سره په همکارۍ بوډيشان داسې يوه طرحه جوړه کړه، چې ښځې د پوهنتون زده کړې ته لاسرسی پيدا کړي. په «هيچن» کې په دې کې لومړۍ کوچنۍ تجربه په ګريټن کالج، کيمبرج کې جوړه شوه، کومې ته چې بوډيشان خپل وخت او پيسې په آزادانه ډول ورکړې.[۱۸]

بوډيشان موحده وه (د يو خدای پرسته) چا چې د «تيودور پارکر» په اړه لیکلي: «هغه د پنځونکي عبادت کاوه، زموږ د ټولو د نامحدودې مور (په دې دعا کې يې د پلار پر ځای د تل لپاره د مور ټکی کاراوه). دا زموږ د ټولو دعا وه چې ما په خپل ژوند کې اورېدلې وه، کوم چې زما د انفرادي روح لپاره ريښتينې وه».[۱۸]

د ۱۸۶۵ز کال د نومبر په يو وېشتمه نېټه، بابرا بوډيشان د «جسي بوچريټ» او «هيلن ټيلر» په مرسته، د پارلماني اصلاحاتو فکر وموند چې موخه يې د ښځو لپاره د رايې ورکولو حق تر لاسه کول و.[۱۹]

د هغې د ټولو عامه لېوالتياو سره سره، بوډيشان د ټولنې او د هغې د خوښې هنر انځورګرۍ لپاره هم وخت وموند. بوډيشان د «وليام هولمن هانټ» څخه زده کړې وکړې. د «رايل اکاډمي» په سالون او نورو ځايونو کې نندارې ته د هغې اېښودل شويو رنګونو د اصليت او وړتيا څرګندونه وکړه، «کوروټ» او «ډاوبګني» يې ستاينه وکړه. د بوديشان د لندن په سالون کې د هغه مهال ډېر ادبي او هنري شخصيات شامل وو. هغه د ښځينه هنرمندانو د ټولنۍ (SFA) لومړۍ غړې وه او د ۱۸۵۸ او ۱۸۸۶ز کلونو تر منځ يې په دې ځای کې خپل نهه پنځوس آثار نندارې ته وړاندې کړل. هغه د «جارج ايليټ» نژدې ملګرې او د «اډم بيډي» د تصنيف لومړۍ پېژندونکې وه. ويل کېږي چې د «اليټ د ناول رومول د دنګې  سرو ويښتانو لرونکې اتلې کردار د باربرا د «ذاتي ظاهري شکل، وياړمن غرور او پټې سخت دريځۍ» الهام اخستی.[۲۰][۲۱]

بوډيشان د سسيکس په «رابرتبريج کې د ۱۸۹۱ز کال د جون په يوولسمه نېټه مړه شوه.[۱۸]

زده کړه او فعالیت[سمول]

نوموړې د ۱۸۰۰ز لسيزې په اوږدو کې، د ښځو لپاره د زده کړې او سياسي حقوقو د خوځښت انګرېزه مشره وه. کله چې هغې په ۱۸۵۷ز کال کې له فرانسوي ډاکټر «ايوجين بوډيشان» سره واده وکړ، نونوم يې په باربرا بوډيشان بدل شو، خو د هغې واده نوموړې د ښځو د زده کړې د حقوقو لپاره له مبارزاتو څخه منع نه کړه. [۲۲][۲۳]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنه: Virginia Blain ، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — پاڼه: 109
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Barbara-Leigh-Smith-Bodichon — subject named as: Barbara Leigh Smith Bodichon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w66q2v8m — subject named as: Barbara Bodichon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B00300336 — subject named as: Barbara Bodichon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Barbara Leigh Bodichon — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=3535 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Barbara Leigh Bodichon — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=3535 — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  7. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12044944b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  8. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=vse20221141181 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  9. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=vse20221141181 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  10. "Bodichon: founder of the women's movement?". Law Gazette. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Helena Wojtczak. "Barbara Leigh Smith Bodichon: The Hastings Connections". Hastings Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Barbara Bodichon". Spartacus Educational (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Awcock, Hannah (2016-12-29). "Turbulent Londoners: Barbara Leigh Smith Bodichon, 1827-1891". Turbulent London (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Awcock, Hannah (2016-12-29). "Turbulent Londoners: Barbara Leigh Smith Bodichon, 1827-1891". Turbulent London (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Barbara Leigh-Smith Bodichon, A Brief Summary of Laws Concerning Women, 1854". womhist.alexanderstreet.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ نومبر ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Hirsch, Pam (Jan 2011) [2004]. "Howitt [Watts], Anna Mary (1824–1884)". Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Married". Morning Post, Thursday 9 July 1857, p. 8, via British Newspaper Archive. Retrieved 9 April 2021.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ ۱۸٫۳ Chisholm 1911.
  19. "Jessie Boucherett". Spartacus Educational. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Baile de Laperriere, Charles (1996). The Society of Women Artists Exhibitors 1855-1996. Hilmarton Manor Press. د کتاب پاڼي 117, Volume 1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Uglow, Jenny (1987). George Eliot. London: Virago Press. د کتاب پاڼې 69. د کتاب نړيواله کره شمېره 0860684008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Barbara Leigh Smith Bodichon." Encyclopædia Britannica. 20 July 1998. Web. 20 February 2017 [۱].
  23. "Bodichon, Barbara (1827–1891)." Women in World History: A Biographical Encyclopedia. Encyclopedia.com. 23 February 2017 [۲].