د ښځو زده کړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د ښځو زده کړې د نجونو او مېرمنو لپاره د پېچلو موضوعاتو او بحثونو يوه پراخ بنسټه اصطلاح ده چې لومړنۍ زده کړې، ثانوي زده کړې، له ښوونځي څخه پورته (لوړې زده کړې) او په ځانګړي ډول روغتيايي زده کړې احاطه کوي. دې ته په مکرر ډول د نجونو تعليم يا د ښځو تعليم ويل کېږي، چې د جنسيت مساواتو او زده کړو ته د لاسرسي برخې په کې شاملې دي. د ښځو او نجونو زده کړه د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره مهمه اړيکه ده. په اړوندو پراخو موضوعاتو کې د ښځینه وو لپاره له نارينه وو څخه په بېلو ټولګيو کې زده کړې او ديني زده کړې شاملې دي چې زده کړه په کې د جنسيت په ليکو وېشل شوې ده.

په زده کړو کې د ښځو او نجونو لپاره نابرابرۍ پېچلې دي. ښځې او نجونې ښوونځي ته د تللو له ښکاره خنډونو لکه د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی يا نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منعه کولو سره مخامخ کېږي. په داسې حال کې چې نورې ستونزې لکه: د ساينس، ټيکنالوژۍ، انجينرۍ او رياضياتو (STEM) زده کړې ډېرې منظمې، لږ څرګندې خو ان په اروپا او شمالي امريکا کې ژورې ريښې لري. په ځينو لويديځو هېوادونو کې مېرمنې د نارينه وو په پرتله د زده کړې په زياتره کچو کې غوره دي. د بېلګې په توګه: په ۲۰۰۵/۲۰۰۶ کلونو کې په متحده ايالاتو کې ښځو د ټولنې درجو ٪۶۲، د لېسانس ٪۵۸، د ماسټرۍ درجې ٪۶۰ او ٪۵۰ دوکتورا ترلاسه کړې.[۱][۲]

ويل کېږي چې د نجونو د زده کړې کچې ته وده ورکول د ځوانو مېرمنو په روغتيا او اقتصادي راتلونکي باندې روښانه اغېزې لري چې په خپل وار د دوی د ټولې ټولنې منظرې يا راتلونکې ته وده ورکوي. د هغو ماشومانو د مړينې کچه چې ميندو يې لومړنۍ زده کړې کړې د هغو ماشومانو په پرتله نيمايي ده چې ميندې يې نالوستې دي. د نړۍ په بې وزلو هېوادونو کې ٪۵۰ نجونې منځني ښوونځي ته نه حاضرېږي. بيا هم څېړنې ښيي چې د نجونو لپاره د ښوونځي هر اضافي کال د دوی د ژوند عاید ٪۱۵ پورې زياتوي. دا چې ښځې د نارينه وو په پرتله د خپلو عايداتو ډېره برخه پانګونه په خپلو کورنيو کې کوي، له همدې امله د ښځو زده کړې ته وده ورکول او په دې ډول د ښځو د عايد پټه ځواک او وړتيا د هغوی د ماشومانو د ژوند معيار ښه کوي. سره له دې ټولو بيا هم د نجونو د زده کړو لپاره ډېر خنډونه پاتې دي. په ځينو افريقايي هېوادونو لکه بورکينا فاسو (Burkina Faso) کې د نجونو لپاره د خصوصي تشنابونو د نشتوالي غوندې د بنسټيزو دلایلو له امله د نجونو ښوونځي ته تلل ناشوني دي.[۳][۴][۵][۶]

ښوونه او روزنه د يوې ښځې او د هغې د ژوند ملګري او کورنۍ د روغتيا او روغتيا پوهاوي کچه لوړوي. د ښځو د زده کړې او پرمختللې روزنې د کچې لوړول د جنسي فعاليت، لومړني واده او د لومړني ماشوم زيږون د ځنډ لامل کېږي. بله دا چې ډېرې زده کړې د مجرد پاتې کېدو، ماشومانو نه لرلو يا د رسمي واده نه لرلو احتمال زياتوي؛ په داسې حال کې چې د اوږد مهال ملګرتيا کچه لوړوي. د ښځو زده کړه د ښځو د روغتيا لپاره هم مهمه ده اوپه داسې حال کې چې جنسي لېږد شوي انتانات کموي او د هغو مېرمنو لپاره د شته سرچينو کچه لوړوي چې طلاق ورکوي يا د کورني تاوتريخوالي په حالت کې دي. همدارنګه ښوونه او روزنه د ژوند ملګرو او ګومارونکو سره د مېرمنو د اړيکو او د ټولنيز ګډون کچې ته وده ورکوي.[۷][۸]

په ټولنې د ښځينه زده کړو د پراخو اغېزو له امله د ښځو لپاره د زده کړې په برخه کې د نابرابرۍ کمول د زغم وړ پرمختګ ۴ موخې  (Sustainable Development Goal 4) "معياري زده کړه د ټولو لپاره" په کې په نښه شوي دي او د زغم وړ د پرمختګ د پينځمې ۵ موخې (Sustainable Development Goal 5) "د جنسیت مساوات" سره په ژور ډول وصل دي. د نجونو زده کړې او په عمومي ډول د ښځو پياوړتيا په پرمختللو هېوادونو کې د چټک پرمختګ او د نفوسو د چټک کمښت لامل کېږي. په دې توګه د ښځو زده کړې په محيطي موضوعاتو لکه د اقليم د بدلون لږونه کې د پام وړ رول لوبوي. د نړېوالې تودوخې د کمېدو (Drawdown) پروژه اټکل کوي چې پر نجونو تعليم کول د اقليم د بدلون پر وړاندې د لمريزو فارمونو او اټومي برېښنا مخکې شپږم خورا اغېزناک عمل دی.[۹]

د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی[سمول]

په پاکستان کې له ۲۰۱۳ ز کال وروسته د ښځو د رسمي کچې زده کړې تر منځ منفي اړيکه او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي احتمال وموندل شو. څېړونکي د نمونې اخېستو واورې توپ يانې (Snowball) مېتود څخه کار واخېست چې ګډون کوونکي په کې راجع شوي دي. اخلاقي او د محرميت موضوعاتو دا يو مناسب مېتود ګرځولی دی. يو معلومات ورکوونکي د معلوماتو په راټولولو کې لويه ونډه ولوبوله چې وروسته بيا کراس چک شوې وه. د تاوتريخوالي د قربانيانو نمونه د کليوالو او ښاري ټولنو دواړو ټولنو څخه د ۶۰ - ۱۸ کلونو عمر لرونکو مېرمنو څخه جوړه شوې وه. څېړنې د فزيکي تاوتريخوالي بېلابېل ډولونه بيان کړل چې د مخه وو او په دې اړه يې يو نظر وړاندې کړی چې په مېرمنو ان په کليوالي او ښاري ټولنو کې څه تېرېږي. په دې څېړنه کې په ښوونه او روزنه کې د تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې د حل او اړتيا په توګه ټينګار شوی و. د سياسي او ټولنيزو خنډونو په اړه بحث ته اړتيا ده.[۱۰]

اړيکې د هغې په پرتله چې ښکاري خورا پېچلې دي. ښځې نالوستې کېدای شي خو بيا هم ځواکمنې کېږي (مارس فوسل (Marrs Fuchsel)، ۲۰۱۴). مهاجرې لاتينا مېرمنې  (Immigrant Latina Women) يا په لنډ ډول (ILW) يو وخت له ۸ تر ۱۰ ګډونوالو ډلو د کیفیتي څېړنې برخه وې او د ځان درناوي، د کورني تاوتريخوالي پوهاوي او صحي اړيکو په اړه د ۱۱ اونیو يو پروګرام يې بشپړ کړ. مهاجرې لاتينا مېرمنې (ILW) د کورني تاوتريخوالي خورا اغيزمنه شوې ډله ده. که څه هم دغه خپرونه يا پروګرام له دوديز ټولګي بهر ترسره شوې. د خبرو، انتقادي فکر او احساساتي هوساينې په ګډون په ټولو هغو برخو يې ټينګار کړی دی چې بايد په ښوونځي کې تر لاسه شي. په نهايت کې که څه هم ډېری مېرمنې نالوستې وې، خو بيا هم توانيدلې چې په خپل ژوند د کنټرول له پياوړي احساس سره چې د ژوند يو مهم مهارت دی، راشي.[۱۱]

د ښځو ځواکمنتيا[سمول]

د ښوونې او روزنې سیستمونه په اداره، نصاب او پرسونل يا غړو کې توپير لري خو ټول په زده کوونکو باندې چې دوی يې خدمت کوي، اغيزه لري. څنګه چې ښځو حقونه ترلاسه کړي دي، رسمي زده کړې د پرمختګ سمبول او د جنسيت د برابرۍ پر لور يو ګام ګرځېدلی دی. د دې لپاره چې د جنسيت ریښتیني مساوات وي، يو ټوليز او جامع چلند ته اړتيا ده. د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړو او په نارينه وو باندې د اقتصادي انحصار د حل په توګه د نجونو د ځواک او د ښځو د زده کړې بحث کولی شي کله نا کله حاکميت ته لاره هواره کړي او په دې د پوهېدلو مخنيوي لامل کېږي چې څنګه شرایط، تاريخ او نور عوامل په ښځو اغېزه کوي، (خوجه-مولجي (Khoja-Moolji)، ۲۰۱۵) د بېلګې په ډول: کله چې د دولت پخوانۍ مشرې يا منشۍ هيلري کلنټن (Hillary Clinton) په پاکستان کې د ملالې يوسفزۍ غميزې او د نايجيريا په چيبوک (Chibok, Nigeria) کې د نجونو تښتونې ته د پرتلنې وړ موضوعاتو په توګه او د نجونو زده کړې د تمرکز په ډول کارونې سره اشاره وکړه، تاريخ او شرایط له پامه غورځول شوي وو. هغه څه چې پر ملالې د ډزو لامل شو، يوازې د يوې نجلۍ په توګه د هغې زده کړې وې. د متحده ايالاتو لاسوهنې، بې وزلۍ او د حکومت فساد او بې ثباتۍ ته پام نه وو شوی.[۱۲]

د زده کړې سیستمونه او ښوونځي د STEM مضامينو (ساينس، تيکنالوژي، انجينري او رياضياتو) په ګډون په بېلابېلو مضامينو کې د نجونو د لېوالتیا په مشخص کولو کې مرکزي رول لوبوي چې د معياري STEM زده کړو ته د لاسرسي او ورڅخه د ګټې اخيستنې برابرو فرصتونو د چمتو کولو له لارې د ښځو پياوړتيا کې مرسته کولی شي.[۱۳]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Cracking the code: girls' and women's education in science, technology, engineering and mathematics (STEM). Paris: UNESCO. 2017. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789231002335. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Historical summary of faculty, students, degrees, and finances in degree-granting institutions: Selected years, 1869-70 through 2005-06". Nces.ed.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "CAMFED USA: What we do". CAMFED. د اصلي آرشيف څخه پر October 9, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 11, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Girls Education:A lifeline to development". 1995. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Plan Overseas - Why Girls?". Plan Canada. د اصلي آرشيف څخه پر November 13, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 29, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Plan Overseas - Education Girl-friendly schools see enrollment rates soar in Burkina Faso". Plan Canada. د اصلي آرشيف څخه پر October 11, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 29, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Farzaneh Roudi-Fahimi; Valentine M. Moghadam. "Empowering Women, Developing Society: Female Education in the Middle East and North Africa". Population Reference Bureau. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه October 29, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Population, Education and Development (PDF). United Nations. 2003. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-1-151382-0. د لاسرسي‌نېټه October 29, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "EDUCATING GIRLS". Drawdown. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Khan, Hafiz Muhammad Ather; Sindher, Riaz Hussain Khan; Hussain, Irshad (2013). "Studying the role of education in eliminating violence against women". Pakistan Journal of Commerce and Social Sciences. 7 (2): 405–416. hdl:10419/188100. کينډۍ:ProQuest. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Marrs Fuchsel, L. Catherine (2014). "'Yes, I Feel Stronger with More Confidence and Strength:' Examining the Experiences of Immigrant Latina Women (ILW) Participating in the Si, Yo Puedo Curriculum". Journal of Ethnographic & Qualitative Research. 9 (2): 161–182. کينډۍ:ERIC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Khoja-Moolji, Shenila (20 April 2015). "Suturing Together Girls and Education: An Investigation Into the Social (Re)Production of Girls' Education as a Hegemonic Ideology". Diaspora, Indigenous, and Minority Education. 9 (2): 87–107. doi:10.1080/15595692.2015.1010640. S2CID 143790091. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Cracking the code: girls' and women's education in science, technology, engineering and mathematics (STEM). Paris: UNESCO. 2017. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789231002335. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)