اډولف تیرس
| اډولف تیرس | |||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|
| [[language|]]: Adolphe Thiers | |||||||
| د شخص مالومات | |||||||
| زېږون نوم | [[language|]]: Marie-Joseph-Louis-Adolphe Thiers | ||||||
| پيدايښت | ۱۵ اپريل ۱۷۹۷[۱][۲][۳][۴][۵] | ||||||
| مړینه | 3 سېپتمبر 1877 (80 کاله)[۶][۷][۸][۹][۲][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۴][۳] | ||||||
| تابعیت | |||||||
| رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي | ||||||
| واک | |||||||
| |
|||||||
| د واکمنۍ دوران ۳۱ اگست ۱۸۷۱ – ۲۴ می ۱۸۷۳ |
|||||||
| |||||||
| عملي ژوند | |||||||
| کار/مسلک | قانونپوه ، سياستوال [۴]، خبريال [۴]، تاریخ پوه [۴]، ليکوال [۲۰] | ||||||
| مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه | ||||||
| کاروونکې ژبه | فرانسوي ژبه [۸][۲۱] | ||||||
| لاسليک | |||||||
| سمول |
|||||||
ماري ژوزف لوئی اډولف تیرس (۱۵ اپرېل ۱۷۹۷ – ۳ سپټمبر ۱۸۷۷ زکال) فرانسوي چارواکی او تاریخ لیکونکی و. نوموړی د فرانسې دویم منتخب ولسمشر او د فرانسې د درېیم جمهوریت لومړنی ولسمشر و.
تیر د ۱۸۳۰ زکال د جولای د انقلاب، چې پاچا لسم چارلز یې د آزادي غوښتونکي پاچا لوئي فیلیپ په ګټه راوپرځاوه او همدارنګه د ۱۸۴۸ زکال د فرانسې د انقلاب یو له کلیدي شخصیتونو څخه و چې د اورلئان لړۍ سلطنت ته یې پای ټکی کېښود او د فرانسې دویم جمهوریت یې تاسیس کړ. نوموړي له ۱۸۳۶ زکال څخه تر ۱۸۴۰ زکال پورې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ؛ هغه د بریا څلی جوړ کړ او لار یې برابره کړه څو د ناپلیون پاتې شوني له سنت هلنا څخه فرانسې ته راوګرځي. هغه په پیل کې د لوئي ناپلیون بوناپارټ (له ۱۸۴۸ زکال څخه یې تر ۱۸۵۲ زکال پورې د دویم جمهوریت د ولسمشر او له ۱۸۵۲ زکال وروسته تر ۱۸۷۱ کال پورې یې د سترواک دریم ناپلیون په توګه واک وچلاوه) ملاتړی او وروسته یې کلک مخالف شو. هغه مهال چې دریم ناپلیون واک ته ورسېد؛ تیر ونیول شو او د لنډ مهال لپاره له فرانسې تبعید شو. هغه بېرته فرانسې ته راوګرځېد او د دولت مخالف شو.
د فرانسې او پروس په جګړه کې د فرانسې له ماتې وروسته؛ تیر چې له دغې جګړې سره مخالف و د فرانسې د نوي دولت د اجرایوي مشر په توګه وټاکل شو او د جګړې د پای اړوند د مذاکرې میز ته کښېناست. هغه مهال چې د پاریس کمون د ۱۸۷۱ زکال په مارچ میاشت کې واک ته ورسېد، تیر پوځ ته امر ورکړ هغوی وځپي. نوموړی د ۱۸۷۱ زکال په اګست میاشت کې د ۷۴ کلونو په عمر د فرانسې د ملي شورا له خوا د فرانسې د ولسمشر په توګه اعلان شو. د ولسمشر په توګه د هغه اصلي لاسته راوړنه دا وه چې جرمني ځواکونو د فرانسې اشغالي سیمې د وتو له ټاکل شوې نیټې دوه کاله وړاندې خوشې کړې. د فرانسې په ملي شورا کې د سلطنت غوښتونکو او د کیڼ اړخو جمهوري غوښتونکو د مخالفت له امله نوموړي د ۱۸۷۳ زکال د مۍ په ۲۴ مه استعفا ورکړه او پاتریس دو مک ماهون د هغه ځای ناستی شو. هغه مهال چې نوموړی په ۱۸۷۷ زکال کې ومړ، د جنازې مراسم یې په مهمه سیاسي پېښه واوښتل؛ د جنازې له مراسمو څخه یې ویکتور هوګو او لئون ګامبتا چې وړاندې د سلطنت غوښتونکو محافظه کارانو پر ضد د هغه ملاتړي او همدارنګه د جمهوري غوښتونکي خوځښت مشران و لاریون پیل کړ.
نوموړی همدارنګه یو مشهور تاریخ لیکونکی و. هغه د فرانسې د لومړي انقلاب اړوند په لویه کچه تاریخ په ۱۰ ټوکه کې ولیکه چې د ۱۸۲۳ – ۱۸۲۷ زکال پر مهال خپور شو. تاریخ لیکونکی رابرټ تومبز څرګندوي چې دا «د بوربن د بیارغونې پر مهال زړور سیاسي ګام ... او همدارنګه د الترا سلطنت پالو د انقلاب ضد ګامونو پر وړاندې د آزادي غوښتونکو د فکري ودې لامل» و. هغه همدارنګه د ناپلیون بوناپارټ د کنسولي حکومت او سترواکۍ په اړه شل ټوکیز تاریخ ولیکه (Histoire du Consulat et de l'Empire) او په ۱۸۳۴ زکال کې یې د فرانسې د علومو اکاډمي غړیتوب ترلاسه کړ. [۲۲]
ژوند لیک
[سمول]لومړی ژوند
[سمول]اډولف تیر د ۱۷۹۷ زکال د اپرېل په ۱۵ مه د ډایرکټورا حکومت پر مهال په یوه یوناني کورنۍ کې وزېږېد. د هغه نیکه لوئي شارل تیر په ایکس – ان ایالت کې څارنوال و چې بیا مارسیل ته کډه شو ځکه هغه د ښار د آرشیف امانتدار او همدارنګه د ښاري ادارې عمومي منشي وټاکل شو، خو هغه د فرانسې د انقلاب پر مهال دغه ځایګی له لاسه ورکړ. د هغه پلار چې تل له قوانینو سره په ستونزه کې وه د ناپلیون د واکمنۍ پر مهال سوداګر و او ځینې مهال به یې دولتي دنده هم مخته وړله. پلار یې د اډولف له زیږون لږ وروسته د هغه مور خوشې کړه. [۲۳]
مور یې د بوک – بل – ایر اوسېدونکې وه او بډایه نه وه؛ تیر د خپلې خاله او یوې مادر خوانده په مالي مرسته وکولای شول ښې زده کړې وکړي. هغه د رقابتي سیالۍ له لارې د مارسیل لیسې ته لار ومونده او وروسته یې د خپلو خپلوانو په مرسته وکولای شول د ۱۸۱۵ زکال په نومبر میاشت کې د ایکس – آن ایالت د حقوقو پوهنځي ته ولاړ شي. د حقوقو په پوهنځي کې د زده کړو پر مهال هغه له فرانسوا میګنیټ سره تل پاتې انډیوالي پیل کړه. دواړو په ۱۸۱۸ زکال کې د وکیلانو ډلې ته لار ومونده. تیر د دریو کلونو لپاره د یو وکیل په توګه ډاډمن ژوند نه درلود. تیر چې له ادبیاتو سره یې ځانګړې مینه څرګنده وه د مارکي دو ووونارګ په اړه یې د مقالې لیکلو له امله پنځه سوه فرانکي علمي جایزه ترلاسه کړه. له دې سره هغه په ایکس آن کې له ژوند ناخوښه و. هغه خپل ملګري تولون ته ولیکل: «زه له کومې شتمنۍ، ځایګي او هیلې پرته دلته ژوند کوم». هغه هوډ وکړ پاریس ته کډه وکړي او د یو لیکوال په توګه خپل ژوند ته دوام ورکړي. [۲۴]
خبریالي
[سمول]په ۱۸۲۱ زکال کې ۲۴ کلن تیر په خپل جیب کې یوازې د ۱۰۰ فرانکو په لرلو پاریس ته کډه وکړه. د توصیه لیکونو په مرسته هغه وکولای شول د مخکښ بشرپالونکي او ټولنیز اصلاح غوښتونکي فرانسو الکساندر فریدریک چې د لاروشفوکالت – لیانکور دوک و؛ د منشي په توګه دنده ترلاسه کړي. هغه یوازې درې میاشتې له دوک سره پاتې شو، ځکه د هغه سیاسي لیدلوری له ده ډېر محافظه کاره و او ده د هغه په خوا کې د ځان چټک پرمختګ نه لید. وروسته په پاریس کې د Le Constitutionnel په نامه د هغه مهال د تر ټولو اغېزمن سیاسي او ادبي ژورنال مسئول مدیر شارلز ګولیام آتین ته ور وپېژندل شو. دغه ژورنال د سلطنتي دولت د اپوزیسیون تر ټول مخکښ اخبار و چې ۴۴۰۰۰ ګډونوال یې لرل په داسې حال کې چې سلطنتي مطبوعاتو یوازې ۱۲۸۰۰ ګډونوال لرل. هغه آتین ته د سیاسي مخکښ فرانسوا ګیزو په اړه (وروسته د ده سیال شو) داسې مقاله وړاندې کړه چې کره، جنجالي او برید کوونکې وه او لامل وګرځېده د پاریس په سیاسي او ادبي غونډو کې غوغا رامنځته کړي؛ خو اتین تیزر د یو عادي ګډونوال په توګه وګاڼه. د تیر د لیکنو سره هم مهاله په حقوقو پوهنځي کې د هغه ملګري میګنیټ هم د کوریر فرانسیس په نوم د اپوزیسیون په بل مخکښ ژورنال کې په کار پیل وکړ او وروسته یې د پاریس د کتابونو په لوی خپرندویه ټولنه کې په کار پیل وکړ. پاریس ته د هغه له رسېدو څخه څلور میاشتې وروسته تیر د ښار په مشهور اخبار لیکونکي واوښت چې مقالو یې له نورو ډېر لوستونکي لرل. [۲۵]
هغه د سیاست، هنر، ادبیاتو او تاریخ په برخو کې لیکنې وکړې. د هغه ادبي شهرت لامل وګرځېد د پاریس اغېزمنو ادبي او سیاسي سالونونو ته لار ومومي. هغه له ستنډال، د پروس له جغرافیه دان الکساندر فون هومبولټ، مشهور بانکوال ژاک لافیت، لیکوال او تاریخ لیکونکي پروسپر مریمه او نقاش فرانسوا ژرارډ سره بلد شو؛ هغه لومړنی خبریال و چې د ځوان نوي نقاش اوژن دلاکروا لپاره یې ځلیدونکی نقد ولیکه. هغه مهال چې په ۱۸۲۲ زکال کې په هسپانیا کې انقلاب وشو، هغه تر پیرنه غرونو پورې سفر وکړ څو د هغو اړوند لیکنه وکړي. هغه ډېر ژر د خپلو مقالاتو ټولګې خپرې کړې لومړۍ ټولګه یې په ۱۸۲۲ زکال کې د پاریس د سالون او دویمه یې بیا پیرنه د سفر اړوند وه. هغه ته یوهان فریدریش کوتا د کانسټیټیوشنل د شریک په توګه ښه معاش وټاکه. د هغه د مسلک په راتلونکې کې ټر ټولو مهه دا وه چې هغه له مخکښ دیپلمات تالیراند سره ولیدل چې بیا د ده سیاسي لارښود او مربي شو. د تالیران تر مشرۍ لاندې تیر د بوربون د رژیم د مخالفینو د حلقې فعاله غړی شو چې په کې شتمن خزانه دار لافایت او مارکیز دولافایت هم شامل و. [۲۵][۲۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ Gil Blas — پاڼه: 3 — پنځوونکی: Auguste Dumont — خپرولونېټه: ۵ سېپتمبر ۱۸۸۷
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ subject named as: Marie, Joseph, Louis, Adolphe Thiers — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/7032 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: National Assembly
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/marie-joseph-louis-adolphe-thiers — خپرېدونېټه: ۱ ډېسمبر ۲۰۲۰
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/118622 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- ↑ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=819 — subject named as: Adolphe Thiers — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bruno Delmas او Rémi Mathis — سرليک: La France savante
- ↑ پیوستون : 118801937 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ senat.fr ID: https://www.senat.fr/senateur-3eme-republique/thiers_adolphe1814r3.html
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12125381w — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ Adolphe Thiers
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6x640cq — subject named as: Adolphe Thiers — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/12657 — subject named as: Adolphe Thiers — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/198525 — subject named as: Adolphe Thiers — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-34909-BD-.html — subject named as: Adolphe Thiers — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/thiers-adolphe — subject named as: Adolphe Thiers — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0065871.xml — subject named as: Louis Adolphe Thiers — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=thiersa — subject named as: Adolphe Thiers
- ↑ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=adolphe;n=thiers — subject named as: Adolphe Thiers
- ↑ HDS ID: https://hls-dhs-dss.ch/fr/articles/013725 — subject named as: Adolphe Thiers — ليکوال: various authors — سرليک: Historische Lexikon der Schweiz، Dictionnaire historique de la Suisse او Dizionario storico della Svizzera
- ↑ Diamond Catalog ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/29895 — subject named as: Adolphe Thiers
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/215155043
- ↑ Robert Tombs, "Making the Revolution History: Adolphe Thiers, 1823–73," in Historicizing the French Revolution (2008): 79–95 at p. 80.
- ↑ Martinengo-Cesaresco, Evelyn Countess (2020). Essays in the Study of Folk-Songs (in انګليسي). p. 105. ISBN 978-3-7524-1526-1.
Even with her own citizens Marseilles is stern; only after protest does she grant a monument to Adolphe Thiers—himself just a Greek Massaliote thrown into the French political arena.
- ↑ René De la Croix de Castries, Monsieur Thiers (1983) p. 27.
- ↑ ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Castries 1983، مم. 36–37.
- ↑ Saintsbury 1911، م. 848.
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1877ز مړينې
- 3 سېپتمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- سياستمداران ويکيډاټا معلومات
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P580
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P582
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1365
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1366
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي

