دریم ناپلیون
دریم ناپلیون | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | فرانسه [۳] |
ښځه | اوژیني ډو مونټیژو (۲۹ جنوري ۱۸۵۳–۹ جنوري ۱۸۷۳)[۴] |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | فرانسوي ژبه |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د فرانسې او پروس جګړه |
لاسليک | |
سمول |
دریم ناپلیون (شارل لوئي ناپلیون بوناپارټ؛ ۲۰ اپرېل ۱۸۰۸ – ۹ جنوری ۱۸۷۳ زکال) له ۱۸۴۸ زکال څخه تر ۱۸۵۲ زکال پورې د فرانسې لومړنی جمهور رئیس او له ۱۸۵۲ زکال څخه تر ۱۸۷۰ زکال پورې د فرانسې سترواک و. د لومړي ناپلیون د وراره په توګه هغه وروستی پاچا و چې په فرانسې یې واکمني وکړه. نوموړی چې په ۱۸۴۸ زکال کې د دویم جمهوریت د ولسمشر په توګه وټاکل شو، په ۱۸۵۱ زکال کې یې هغه مهال واک په زور ونیو کله یې چې ونشو کولای د اساسي قانون له مخې بیاځلي واک ته ورسېږي؛ له دې وروسته هغه ځان د فرانسې سترواک اعلان کړ. هغه د دویمې سترواکۍ بنسټ کېښود او تر هغه مهاله یې واکمني وکړه کله چې د پروس او د هغو د متحدینو پر وړاندې په سدان جګړه کې د فرانسې پوځ ماته وخوړه او ونیول شو. دریم ناپلیون د فرانسې یو له محبوبو پاچایانو څخه و چې د فرانسې د اقتصاد په نوي کولو کې یې ونډه لرله او پاریس یې د نویو واټونو او پارکونو په جوړولو ښکلی کړ. هغه له سمندر هاغاړه د فرانسې سترواکۍ ته پراختیا ورکړه او د فرانسې سوداګریز سمندري ځواک یې په نړۍ کې دویم ځایګی ته ورساوه. هغه د ایټالیا د خپلواکۍ په دویمه جګړه او همدارنګه د فرانسې او پروس په ویجاړونکې جګړه کې ونډه واخیسته او د جګړې پر مهال یې د خپلو سرتېرو قومانداني وکړه، خو ونیول شو.
دریم ناپلیون په لویه کچه د پاریس د بیارغونې فرمان ورکړ او بارون جورج اوژن اوسمان یې د دغې چارې د مخته وړو په موخه وګماره. هغه په ټول هېواد کې د ریل پټلۍ سیسټم ته پراختیا ورکړه او د بانکداراۍ سیسټم یې معاصر کړ. دریم ناپلیون د سوئز کانال د جوړولو لپاره هڅه وکړه او معاصره کرهڼه یې رامنځته کړه چې د فرانسې قحطۍ ته یې پای ټکی کېښود او دغه هېواد یې د کرنیزو تولیداتو په صادرونکي هېواد بدل کړ. هغه په ۱۸۶۰ زکال کې له بریتانیا سره د فرانسې د آزادې سوداګرۍ د هوکړې او د فرانسې له نورو اروپايي سوداګریزو شریکانو سره د ورته هوکړو په موخه خبره وکړې. د هغه د مهال په ټولنیزو اصلاحاتو کې د اعتصاب کولو حق، د ټولګو جوړولو حق او همدارنګه د فرانسې په پوهنتونونو کې د ښځو د زده کړو حق شاملېږي.
د بهرني سیاست په برخه کې دریم ناپلیون هوډ درلود په اروپا او ټوله نړۍ کې د فرانسې ځایګی بیاځلي ثابت کړي. په اروپا کې هغه بریتانیا ته لاس ورکړ او د کریمه په جګړه (۱۸۵۳-۱۸۵۶ زکال) کې یې روسیې ته ماته ورکړه. د فرانسې او اتریش په جګړه کې یې د اتریش سترواکۍ ته په ماتې ورکولو سره د ایټالیا له اتحاد سره مرسته وکړه او وروسته یې ساوی او نیس د ټورین هوکړې له مخې د ډالۍ په توګه ترې ترلاسه کړل. ورته مهال د هغه ځواکونو د پاپي ایالت څخه دفاع وکړه چې ایټالیا غوښت ځانته یې الحاق کړي. نوموړی همدارنګه په ۱۸۵۹ زکال کې د دانوبي شاهزاده میشتو سیمو له اتحاد سره موافق و چې له امله یې د مولداوي او والاچیا متحد شهزاده میشت هېواد رامنځته شو. دریم ناپلیون په آسیا، آرام سمندر او افریقا کې د پرمختګ پر مټ د فرانسوي استعماري سترواکۍ مساحت دوه چنده کړ. بل پلو یې هڅه وکړه د فرانسې تر ملاتړ لاندې د مکسیکو دویمه سترواکي جوړه کړي خو دغه هڅه یې په بشپړ ډول ناکامه شوه. له ۱۸۶۶ زکال وروسته دریم ناپلیون د پروس د مخ پر زیاتېدونکي قدرت سره مخ و؛ ځکه چې لومړی وزیر اتو فون بیسمارک د پروس تر رهبرۍ لاندې له جرمني سره د اتحاد په لټه کې و. د ۱۸۷۰ زکال په جولای میاشت کې دریم ناپلیون زړه نا زړه د خلکو د فشار له امله له پروس سره د جګړې اعلان وکړ. خو د فرانسې پوځ ډېر ژر وروسته له هغه چې ناپلیون په سدان جګړه کې ونیول شو، ماته وخوړه. هغه ډېر ژر له واکمنۍ لرې شو او پر ځای یې په پاریس کې دریم جمهوریت اعلان شو. هغه انګلستان ته تبعید شو او په ۱۸۷۳ زکال کې همالته ومړ.
لومړنۍ سیاسي چارې
[سمول]د ۱۸۴۸ زکال انقلاب او د دویم جمهوریت رامنځته کېدل
[سمول]د ۱۸۴۸ زکال په فبروري میاشت کې لوئي ناپلیون دې ته متوجه شو چې د ۱۸۴۸ زکال د فرانسې انقلاب ترسره کېدونی دی؛ لويي فیلیپ په دولت او پوځ کې له مخالفتونو سره مخ شو او له سلطنت څخه پر شاه شو. هغه په دې باور چې وخت یې را رسېدلی؛ د فبروري په ۲۷ مه یې له انګلستان څخه د پاریس پر لور حرکت وکړ؛ په همدغه ورځ لوئي فیلیپ له فرانسې څخه انګلستان ته تبعید شو. هغه مهال چې پاریس ته ورسېد وه یې لیدل چې دویم جمهوریت د یو لنډ مهالي دولت په مشرۍ چې مشري یې د الفونیس دو لا مارتین په ریاست د یوه کمیسیون له خوا کېږي اعلان شوی او واک ته د رسېدو پر سر د جمهوري غوښتونکو د بېلابېلو ډلو ترمنځ چې له محافظه کارانو څخه نیولې تر کیڼ اړخو افراطي ډلو په کې شامل دي سیالي روانه ده. هغه لامارتین ته لیک ولیکه او د خپل راتګ خبر یې ورکړ او زیاته یې کړه چې «هېواد ته له خدمت پرته بله هېڅ شخصي غوښتنه نه لري». لامارتین په مودبانه توګه خو غوڅ ځواب ورکړ او له ده یې وغوښتل «تر هغه مهاله چې ښار ارام کېږي او د ملي شورا ټاکنې ترسره کېږي» پاریس خوشی کړي. د هغه نږدې سلاکارانو له هغه وغوښتل پاتې شي او واک ونیسي، خو هغه غوښتل جمهوریت ته د وفاداراۍ په لار کې له احتیاط کار واخلي. په داسې حال کې چې سلاکاران یې په پاریس کې پاتې شول هغه د ۱۸۴۸ زکال د مارچ په ۲مه بېرته لندن ته لاړ او له هغه ځایه یې روان حالات تعقیب کول. [۵]
هغه د ملي شورا په لومړۍ ټاکنو کې چې د ۱۸۴۸ زکال په اپرېل میاشت کې ترسره شوې ځان نوماند نه کړ، خو د بوناپارټ کورنۍ درې غړي، ژروم ناپلیون بوناپارټ، پیر ناپلیون بوناپارت او لوسین مورات شورا ته انتخاب شول. د بوناپارټ نوم لا هم له سیاسي ځواک برخمن و. په راتلونکو ټاکنو کې چې د جون په ۴ مه ترسره شوې او نوماندانو کولای شوای څو ځایه ځان نوماند کړي هغه په څلورو بېلابېلو برخو کې انتخاب شو؛ په پاریس کې هغه د پنځو مخکښو نوماندانو په کتار کې راغی چې یوازې محافظه کاره مشران اډولف تیر او ویکټور هوګو ترې مخکې و. د هغه پلویان تر ډېره په کیڼ اړخ کې و چې د کاریګري او کروندګرې طبقې څخه و. [۶]
د ۱۸۴۸ زکال ولسمشریزې ټاکنې
[سمول]د دویم جمهوریت د نوي اساسي قانون مسوده چې د یو کمیسیون له خوا چې الکسي دو توکوېل هم په کې ګډونوال و ترتیب شوه او د یوې قوي مجریه قوې او ولسمشر غوښتنه یې وکړه چې باید د ملي شورا پر ځای د نارینه و د عمومي رایې پر بنسټ وټاکل شي. د ټاکنو لپاره نېټه هم د ۱۸۴۸ زکال د ډسمبر ۱۰-۱۱ وټاکل شوه. لوئي ناپلیون له ځنډ پرته د خپلې نوماندۍ اعلان وکړ. له ده سربېره د ولسمشر د څوکۍ لپاره څلور نور نوماندان هم شته و: جنرال کاوانیاک چې په جون میاشت کې یې په پاریس کې د پاڅونو د ځپلو مشري پر غاړه لرله؛ لامارتین، فیلسوف او شاعر چې د لنډ مهالي دولت مشر و؛ الکساندر اګوست لدرو رولین، د سوسیالیستانو رهبر او راسپیل، د کیڼ اړخو سوسیالیستانو رهبر. [۷][۸]
ټاکنې د ډسمبر په ۱۰-۱۱ نېټه ترسره شوې. تمه دا وه چې ټاکنې به لوئي ناپلیون ګټي خو د هغه د بریا کچې ټول حیران کړل. هغه ۵ میلیونه ۵۷۲ زره ۸۳۴ رایې چې د ټولو رایو ۷۴.۲ سلنه کېدلې وګټلې، په داسې حال کې چې کاوانیاک ۱ میلیون ۴۹۶ زره او ۱۵۶ رایې خپلې کړې. لدرو رولین ۳۷۶ زره ۸۳۴ رایې ترلاسه کړې. همدارنګه د کیڼ اړخو نوماند راسپیل ۳۷۱۰۶ او لامارتین یوازې ۱۷۰۰۰ رایې ترلاسه کړې. لوئي ناپلیون د ټولو وګړیزو ډلو؛ د هغو بزګرانو چې له قیمتیو ناخوښه و، د بېکاره کارګرانو، کوچنیو سوداګرو چې اسانتیاوې او نظم یې غوښت او همدارنګه د ویکټور هوګو په څېر د روڼ آندو، ملاتړ خپل کړ. [۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118586416 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118586416 — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/jgvx0mp23cfmh84 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپرونکی: National Library of Sweden — د خپرولو نیټه: ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۲
- ↑ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p4495.htm#i44941 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
- ↑ Séguin 1990، م. 102.
- ↑ Séguin 1990، م. 105.
- ↑ Milza 2006، مم. 182–90.
- ↑ Séguin 1990، م. 111.
- ↑ Séguin 1990، م. 115.
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P26
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه