اوژیني ډو مونټیژو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډونا ماریا اوژینا ایګناسیا اګوستینا ډو پالافوکس کرکپاټرېک، د ټېبا ۱۹مه کونټیس، د آردالس ۱۶مه مارچیونس (زوکړه: د ۱۸۲۶ زکال د مۍ ۵مه – مړینه: د ۱۹۲۰ زکال د جولای ۱۱مه) چې د اوژیني ډو مونټیژو په نوم شهرت لري، د ۱۸۵۳ زکال د جنوري میاشتې په ۳۰مه نېټه له سترواک دریم ناپلیون سره له واده کولو وروسته د ۱۸۷۰ زکال د سپټمبر په ۴مه نېټه د سترواک د ګوښه کېدو ترمهاله د فرانسې ملکه وه. نوموړې د ۱۸۷۰ زکال د جولای له ۲۸مې نېټې څخه د سپټمبر تر ۴مې نېټې وروسته په عملي (ډي فکټو) بڼه د فرانسې واکمنه وه.

اوژیني د مخکښو هسپانوي اشرافو په ډله کې وزیږېده او زده کړې یې په فرانسه، هسپانیا او انګلستان کې وکړې. د سترواک د مېرمنې په توګه هغې له خپل نفوذ څخه د «استبدادي او کلیسايي سیاستونو» د دفاع په موخه ګټنه وکړه. د سیاست په ډګر کې یې ونډه لامل وګرځېده ګڼ شمېر هم مهاله کسان یې پرې نیوکې وکړي. ناپلیون او اوژیني یو ماشوم درلود؛ شهزاده ناپلیون (۱۸۵۶ – ۱۸۷۹ زکال). د سترواکۍ له سقوط وروسته دوی دواړو په انګلستان کې د تبعید ژوند پیل کړ؛ اوژیني له مېړه او زوی دواړو څخه ډېر ژوند وکړ او د خپل ژوند پاتې برخه یې د خپل ژوندانه او د دویمې سترواکۍ د خاطراتو په یادونه تېر کړ. [۱][۲][۳][۴][۵]

ځواني[سمول]

ډونا ماریا اوژینا ایګناسیا اګوستینا د ۱۸۲۶ زکال د مۍ په ۵مه نېټه د هسپانیا په ګراناډا کې وزیږېده. نوموړې د ډان سیپریانو ډو پالافوکس پورتوکارو او د ماریا مانویلا کرکپاټرېیک ډو کولسبورن ډو ګریوژیني تر ټولو کوچنۍ ماشومه او لور وه؛ پلار یې درې ځله د هسپانیا ګرانډو اشرافي وټاکل شو او په القابو کې یې د پنارانډا ډو ډویرو ۱۵م دوک، د مونټیژو ۹م کنټ، د ټیبا ۱۵م کنټ، د ابلیتاش ۸م کنټ، د فوینټیډینا ۸م کنټ، د اردلس ۱۴م مارکوس، د مویا ۱۷م مارکوس او د لا الجابا د ۱۳م مارکوس لقبونه شامل وو. [۶][۷]

د اوژیني مشرې خور، ماریا فرانسېسکا ډو سیلس ډو پالافوکس پورتوکارو کرکپاټرېک چې د «پاکا» په مستعار نوم پېژندل کېده، د خپلې کورنۍ ډېری میراثي ویاړونه او القاب یې په میراث کې ترلاسه کړل او په دې سره د پنارندا ۱۲مه دوشیزه، د هسپانیا ګرانډي او د مونټیژو ۹مه کونټیس وه چې دغه القاب په ۱۸۴۹ زکال کې د البا له ۱۵م دوک سره د هغې له واده وروسته اوژیني ته اړوند شول. اوژیني په ۱۸۵۳ زکال کې د واده تر مهاله په متفاوته بڼه د ټیبا د کونټیسې او یا د مونټیژو د کونټیسې القاب ځانته کارول. ورته مهال د هغې مشرې خور لا هم د خپلې کورنۍ یو شمېر القاب له ځانه سره لرل او د هغې له اړخه البا کورنۍ ته اړوند شول. د پلار له مړینې وروسته اوژیني د ټیبا ۹مه کونټیسه شوه چې په المانچا ډو ګوتا (د ۱۹۰۱ زکال نسخه) کې په دغه نامه یاده شوې ده. د اوژیني له مړینې وروسته د مونټیژو کورنۍ ټول القاب فیتز – جیمزیز کورنۍ (د البا او برویک دوک ګانو) ته اړوند شول.

د ۱۸۳۴ زکال د جولای په ۱۸مه ماریا مانویلا او لوڼې یې د کولرا وبا د رامنځته کېدو او همدارنګه د لومړنۍ کارلېست جګړې له ګواښونو څخه د ځان ژغورنې په موخه له مادرید څخه هسپانیې ته ولاړل. له دې یوه ورځ وړاندې اوژیني له خپل استوګنځای څخه په بهر میدان، کاسا اریزا کې د پاڅون او وژنو شاهده وه. [۸]

هماغه ډول چې په فرانسه کې یې یادونه کېږي، اوژیني ډو مونټیژو په پاریس کې زده کړې وکړې. له ۱۸۳۵ زکال څخه تر ۱۸۳۶ زکال پورې سنت پالونکې صومعې سکرې کوئیر (Convent of the Sacré Cœur) ته د زده کړو په موخه ولاړه. له ۱۸۳۶ زکال څخه تر ۱۸۳۷ زکال پورې د سیویل ایت ارتوزماټیک په نامه مترقي جمنازیوم ښوونځي ته ولاړه، چېرې چې نوموړې له ورزشي چارو سره ځانګړې لېوالتیا ومونده. په داسې حال کې چې یوه غیر عادي زده کوونکې نه وه، خو «غوره، بخښونکی، فعال او پیاوړی» شخصیت یې درلود. په ۱۸۳۷ زکال کې اوژیني او پاکا د لنډ مهال لپاره د بریسټول په کلیفټون کې رویال یورک کرېسنټ ښووځي ته ولاړل څو انګریزي ژبه زده کړي. اوژیني ته د هغې د سرو وېښتانو له امله د «ګازرې» نوم هم د ریشخند په توګه کارول کېده او هڅه یې وکړه څو له دغو ملنډو څخه د خلاصون په موخه هند ته ولاړه شي؛ د دغې چارې لپاره هغې د بریسټول په تم ځای کې ځان تر بېړیو هم ورساوه. د ۱۸۳۷ زکال په اګست میاشت کې نوموړې بیاځلي په پاریس کې ښوونځي ته را وګرځېده. په داسې حال کې چې دغه مهال ډیری نجونو په کور کې دننه زده کړې کولې له همدې امله هغوی هم د انګریزي ښووونکو مېرمن کول او میرمن پلاورز په ګډون د پروسپر مریمه او هنري بیل په څېر د خپلې کورنۍ له ملګرو سره زده کړې وکړې. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ۱۸۳۹ زکال په مارچ میاشت کې هغه مهال چې پلار یې په مادرید کې ومړ؛ دغو خویندو پاریس پرېښود او د خپلې مور خواته وګرځېدې. اوژیني په هسپانیا کې په یوې پیاوړې او زړورې مېرمنې واوښته چې د اس زغلونې سربېره یې له نورو ګڼ شمېر لوبو سره ځانګړې لېوالتیا لرله. نوموړې په عاشقۍ کې له ماتې خوړولو وروسته په اوبو کې له غرقېدو او همدارنګه دوه ځلې د ځان وژنې له هڅې څخه ژوندۍ راووته. له دې وروسته یې سیاست ته مخه کړه او د لویي ناپلیون د پخوانۍ معشوقې، النور ګورډن تر اغېز لاندې له بوناپارټېستي آرمان سره مل شوه. د اشرافیانو په ټولنه کې د خپلې مور د کوربه توب د رول له امله نوموړې د هسپانیا له ملکې دویمې ایزابل او لومړي وزیر رامون نارواز سره بلده شوه. ماریا مانویلا په مخ پر زیاتوالي ډول لېوالتیا لرله خپلې لور ته مېړه پیدا کړي؛ همدا و چې هغه یې په ۱۸۴۹ زکال کې پاریس او په ۱۸۵۱ زکال کې انګلستان ته بوتله. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

واده[سمول]

هغې د لومړي ځل لپاره له شهزاده لویي ناپلیون سره د ۱۸۴۹ زکال د اپرېل په ۱۲مه نېټه په الیزه ماڼۍ کې هغه مهال ولیدل چې نوموړی د دویم جمهوریت مشر وټاکل شو او مور یې له ځانه سره د هغه د مبارکۍ مراسمو ته بوتله. ناپلیون له هغې وپوښتل، «ستا د زړه لاره کومه ده؟» دې ځواب ورکړ «له عبادت خونې څخه ښاغلیه».[۲۰][۲۱]

د ۱۸۵۳ زکال د جنوري په ۲۲مه نېټه دریم ناپلیون له سترواک کېدو وروسته د خپلې کوژدنې اعلان وکړ او څرګنده یې کړه چې «زه هغه ښځه چې مینه ورسره لرم او ورته درناوی لرم د یو نه پېژندلې ښځې غوره ګڼم، له دې سره زما یوځای کېدل ماته ګټه رسوي ځکه چې زما لپاره ځان قربانوي». دوی دواړو د جنوري په ۲۹مه نېټه د یو لړ ټولنیزو مراسمو پر مهال په تویلري ماڼۍ کې واده کړ او په ۳۰مه نېټه یې د خپل واده لوی مذهبي مراسم په نوتردام کې ترسره کړل. [۲۲][۲۳]

دغه واده له یو لړ هغه پام وړ فعالیتونو وروسته ترسره شو چې څرګنده شوه هغه کولای شي د بهرنیو سیاستونو سره په مطابقت د سلطنتي کورنۍ د غړې په توګه فعاله واوسي. ورته مهال د دغه واده اړوند پام وړ مخالفتونه هم رامنځته شول. د یو شمېر کسانو پر باور اوژیني له ټولنیز پلوه له سترواک څخه ډېره شاته وه. په بریتانیا کې د ټایمز مجلې له دغو رامنځته شوو اندېښنو پرده پورته کړه او څرګنده یې کړه چې وېشل شوي بوناپارټان له ګرانډیزیانو سره خیښي کوي؛ هغه کورنۍ چې په هسپانیا کې پام وړ پېژندل شوې کورنۍ ده: «موږ په سرګرم کوونکې بڼه دې متوجه کېږو چې دغه عاشقانه کیسه د فرانسې د سترواکۍ په کلنیو نشریاتو کې خپره شوې ده. د فرانسې سترواک د خپلې کورنۍ، د وزیرانو د شورا او آن د سلطنتي ماڼۍ د ټیټ پوړو کارکوونکو شدید مخالفت او غصه راپاورلې؛ دوی ټول دغه واده یو حیران کوونکی سپکاوی بولي...».[۲۴][۲۵]

اوژیني ته د ماشوم زېږونه وروسته له هغې په ستونزمنې چارې واوښته چې په ۱۸۵۳ زکال کې یې لومړني ماشوم د امیدوارۍ په دریمه میاشت سقط شو، په دې سره هغه وډار شوه او ورته اندېښنې پیدا شوې. د ۱۸۵۶ زکال د مارچ په ۱۶مه نېټه نوموړې د امیدوارۍ له دوه ورځو کړاو وروسته چې د هغې او د ماشوم ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی و، د ملکې یوازنۍ زوی او د دغې سترواکۍ شهزاده، ناپلیون اوژیني لويي جین جوزف بوناپارټ وزیږېد او په دې سره اوژیني د اوږد مهال لپاره بېرته ښه شوه. [۲۶][۲۷][۲۸]

له واده څخه په لږ ځنډ د هغې مېړه وروسته له هغې یوځل بیا نورو ښځو ته مخه کړه چې اوژیني له هغه سره جنسي اړیکه «ستړې کوونکې» وبلله. داسې هم ویل کېږي چې وروسته له هغه چې د سترواکۍ وارث یې وزیږاوه؛ مېړه یې ورته د زیات نږدې والي اجازه ورکوله. له دې سره هم مېړه یې په ډېره لږ کچه له نورو ښځو سره اړیکې ساتلې. [۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. McQueen, 2011; p. 2
  2. Vizetelly, 1908; p. 62-63
  3. Roger Price (2001). The French Second Empire: An Anatomy of Political Power. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 47–48. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. McQueen 2011, p. 3.
  5. McQueen, 2011; p. 2-4
  6. "Cipriano Palafox y Portocarrero, 8. conde de Montijo". Geneall (په هسپانوي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Vizetelly, Ernest Alfred (1908). Court Life of the Second French Empire, 1852-1870: Its Organization, Chief Personages, Splendour, Frivolity, and Downfall (په انګلیسي ژبه کي). C. Scribner's sons. د کتاب پاڼي 62–63. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Seward 2004، صص. 4–5.
  9. Mehl, Scott (2016-12-28). "Eugénie de Montijo, Empress of the French". Unofficial Royalty (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Jones, Donald (1992). A History of Clifton. Chichester: Phillimore. د کتاب پاڼې 138. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-85033-820-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kurtz 1964، ص. 17.
  12. Kurtz 1964، صص. 13 et seq..
  13. Kurtz 1964، صص. 18 et seq..
  14. Seward 2004، ص. 7.
  15. Kurtz 1964، صص. 16–18.
  16. Seward 2004، صص. 20–26.
  17. Seward 2004، صص. 20–22.
  18. Seward 2004، صص. 17–18.
  19. Seward 2004، صص. 11–12.
  20. Bierman, M.F.E.M (1988). Napoleon III and His Carnival Empire. St Martin's Press (New York). د کتاب نړيواله کره شمېره 0-312-01827-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Kurtz 1964، ص. 29.
  22. Kurtz 1964، صص. 55–59.
  23. Kurtz 1964، ص. 50.
  24. Duff 1978، صص. 83–84.
  25. Kurtz 1964، صص. 45–52.
  26. Kurtz 1964، صص. 90, 94.
  27. Duff 1978، صص. 126–129.
  28. Duff 1978، صص. 104–105.
  29. Kelen, Betty (1966). Mistresses: Domestic Scandals of 19th Century Monarchs. New York: Random Hours. LCCN 65021242. OCLC 619857. OL 5948939M. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Bierman, M.F.E.M (1988). Napoleon III and His Carnival Empire. St Martin's Press (New York). د کتاب نړيواله کره شمېره 0-312-01827-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)