اپیکوروس
اپيکوروس (/ɛpɪkjʊərəs/؛ په یوناني: Ἐπίκουρος؛ ۳۴۱ تر ۲۷۰ مز) د لرغوني یونان یو فیلسوف او حکیم، او د اپیکوریزم خورا اغېزمن فلسفي مکتب بنسټګر دی. د یونان په ساموس ټاپو کې له آتني مور او پلار څخه زېږېدلی. هغه د دېموکریتوس، ارېستیپوس، پیرون او ګنې کلبیانو تر اغېزې لاندې، خپل د وخت اپلاتونیزم ته مخه کړه او په آتن کې یې خپله شخصي مدرسه د «The Garden – بڼ» تر نامه لاندې پرانېستله. اپیکوروس او د هغه لارویان د لږ او ساده خوراک په خوړولو او د فلسفي سکالوګانو په اړه په ډېر بحث کولو مشهور وو. هغه په ښکاره ښځو او غلامانو ته اجازه ورکړه ترڅو مدرسه کې شامل شي. ویل کېږي چې اپیکوروس د بېلابېلو سکالوګانو په هکله کابو ۳۰۰ اثرونه لیکلي دي خو د دغو لیکنو یوه ستره برخه ورکه شوې ده. له هغه یوازې درې لیکونه (مېنوسیوس، پیتوکلېس او هېرودوت ته لیک)، د ویناوو دوه ټولګې (بنسټیز عقیدتي اصول او د واتیکان ویناوې) او لږشمېر نورې لیکنې روغې او پرته له لاس لګېدنې پاتې دي. د هغه ډېري ورکې لیکنې او ښوونې د وروستیو لیکوالانو، په ځانګړې توګه د ژوندلیک لیکونکي «دیوجانس لایرتي»، اپیکوري رومي شاعر «لوکریتیوس» او د اپیکوري فیلسوف «فیلودموس» له لیکنو او همدا راز د پیرونپال فیلسوف «سېكستوس امپيريكوس» او اکاډمیک شکمنوال او سیاستوال سیسرون د توندو خو خورا دقیقو څرګندونو څخه لاسته راغلې دي. [۱۰][۱۱] د اپیکوروس په اند، د فلسفې موخه وګړو ته د یوه خوشحاله او هوسا ژوند (ایودایمونیک) په موندلو کې مرسته ده چې ځانګړنې یې آتاراکسیا (هوساینه او له ډاره خلاصون) او اپونیا (د رنځ نهشتون) دي. د هغه په باور، خلک هغه مهال د فلسفې پر ښېګڼو پوهېدلای شي چې ځانبسیا ژوند ولري او له ملګرو سره ناسته ولاړه ولري. هغه وښودله چې د انسان د ټولو روحي او عصبي رنځونو ریښه، له مړینې څخه انکار کې پرته ده او که چېرې انسان له مړینې وبېرېږي او هغه خوږمنه او کړوونکې وانګېري، نو دا به د نااړین زړهخوړینوالي، ځانمنۍ، محافظهکارۍ او تزویر د رامنځته کولو لامل وګرځي. د اپیکوروس په اند، مړینه د جسم او روح دواړو لپاره د پای ټکی دی، نو بېره او ډار نهښایي. د اپیکوروس د ښوونو لهمخې، که څه هم خدایان شتون لري، خو په انساني چارو کې ښکېل نهدي. هغه وایي چې خلک باید اخلاقي چلند ولري، نه لهدې امله چې خدایان انسانانو ته د هغو د اعمالو لپاره مجازات یا مکافات ورکوي، بلکې پهدې چې غیراخلاقي چلند د هغو د ګناهانو بار درنوي او آتاراکسیا ته یې د رسېدلو په لار خنډ ګرځي. اپیکوروس، د ارسطو په شان، یو تجربهپال پاتې شوی، یعنې د هغه په باور د نړۍ په اړه د پوهې ترلاسه کولو په موخه، یوازېنۍ موثقه او باوري سرچینه د انسان حسونه دي. هغه خپله فزیک او کیهانپوهنې ته اړوند پوهه له مخکېني فیلسوف «دېموکریتوس» (کابو ۴۶۰ تر ۳۷۰ مز) څخه ترلاسه کړه. د دېموکریتوس په څېر، اپیکوروس هم پر دې باور ؤ چې نړۍ بېپایه او ابدي ده او هره ماده د اټوم په نوم له ډېرو کوچنیو ذرو څخه جوړه شوې ده. همدا راز وایي چې، په طبیعي نړۍ کې ټولې پېښې، په تشه فضا کې د اټومونو د حرکت او تعامل په پایله کې رامنځته کېږي. اپیکوروس د اټومي «انحراف» مفکورې په وړاندې کولو سره، خپله لاره له دېموکریتوس څخه بېله کړه؛ د هغه په باور اټومونه له خپل ټاکل شوي لوري څخه اوښتلای شي او په پایله کې یې انسان مجال مومي ترڅو په جبرپالې نړۍ کې د خپلواکې ارادې خاوند شي. که څه هم د اپیکوروس اصول تل خپل پلویان درلود، خو لانجمن بحثونه یې راپارول. اپیکوریزم د روم جمهوریت په وروستیو کلونو کې د خپل شهرت څوکې ته ورسېد. دغه مکتب د لرغوني پېر په وروستیو کې، له لومړني مسیحیت سره په دښمنۍ کې لهمنځه ولاړ. په منځنیو پېړیو کې یې په ناوړه توګه خپل پلویان وموندل او د دایمالخمر، بدعملو او نغلاندو کسانو ځانګړنه ګڼل کېده. د هغه اصول په تدریج سره په پنځلمسې پېړۍ کې د مهمو کتابونو او اثرونو په بیا موندلو سره لا ښې وپېژندل شوې، خو تر اوولسمې پېړۍ پورې د منلو وړ ونهګرځېدې؛ پهدې پېړۍ کې د فرانسوي کاتولیک کاهن «پېیر ګاسندي» په هڅه د هغه د ښوونو او لیکنو یو اصلاح شوی ټوک خپور او وروسته بیا د والتر چارلېتون او رابرټ بویل په څېر لیکوالانو لهلورې پراخ کړل شو. د اپیکوروس باورونه د روښانتیا پېر په اوږدو کې او هم وروسته له هغه خورا اغېزمن تمام شول او د جان لاک، ټوماس جېفرسن، جرمي بېنتام او کارل مارکس په څېر د لویو متفکرانو په مفکورو کې یې ژوره اغېزه لېدل کېږي. ژوند[سمول]روزنه او اغېزښندنې[سمول]اپیکوروس د ۳۴۱ ز په فبروري میاشت کې د اېجین سمندرګي د آتنیانو تر واک لاندې ساموس ټاپو کې وزېږېد. مور او پلار یې نیوکلېس او چایرستراته، دواړه په آتن کې زېږېدلي وو او پلار یې د آتن تبعه ؤ. اپیکوروس د یوناني کلاسیک پېر په وروستیو کلونو کې لوی شو. اپلاتون د اپیکوروس له زېږېدنې څخه اووه کاله مخکې مړ شوی ؤ او اووه کلن ؤ چې مقدوني سکندر له هېلېسپانت (دردنېل یا چناقکلا تنګي) څخه فارس ته واوښت. اپیکوروس په ماشومتوب کې د لرغوني یونان معمولي زدهکړه ترلاسه کړه؛ لهدې امله، د نورمن وېنتورت دېویت په اند، «داسې نهبرېښي چې هغه دې د اپلاتوني هندسې، دیالکتیک او بلاغت څخه بېبرخې پاتې شوی وي». داسې ویل کېږي چې اپیکوروس له سامي اپلاتوني روزونکي «پمفیلوس» څخه کابو څلور زدهکړې ترلاسه کړې دي. د اپیکوروس «د مېنوسیوس لیک» او نور پاتې شوي اثرونه ښیي چې هغه په بلاغت کې په پراخ او هراړخیز ډول وروزل شو. د مقدوني سکندر له مړینې وروسته، پېردیکاس ساموس مېشتي آتنیان کولوفون (د اوسنۍ ترکیې لوېدیځې سیمې) ښار ته وشړل. اپیکوروس د عسکري خدمت دورې په تېرولو سره، کولوفون کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شو. هغه د نوزیفانس تر څارنې لاندې خپلې زدهکړې ترلاسه کړې. نوزیفانس لومړی د دېموکریتوس او وروسته بیا د پیرهون مکتب لاروی ؤ او اپیکوروس د هغه ژواک خورا ستایلی دی.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷] مړینه[سمول]دیوجانس لایرتي وایي چې د اپیکوروس ځایناستي «اېرمارخوس» له قوله، هغه په ۲۷۰ مز کال او په ۷۲ کلنۍ کې، د مثانې تیږې له امله، په کراره او دردناکه توګه مړ شو. له ډېر کړاو سره، سره، هغه خپله روحیه ونهبایلله، مسکی ؤ او تر پایه یې تدریس ته ادامه ورکړه. د اپیکوروس د مړینې په هکله بیان ګواکې د «ایدومېنیوس ته رساله» خورا مجمل لیک کې وموندل شي؛ دغه رساله د دیوجانس لایرتي په لسم کتاب «د سترو فیلسوفانو ژوندلیک او اندونه» کې راغلې ده. څرګنده نهده چې دا لیک څومره رښتینی او سم دی او کېدای شي له اپیکوروس وروسته د هغه د کوم لاروي لهخوا لیکل شوی وي، چې غوښتلي یې دي هغه د یوه افسانوي فیلسوف په څېره کې انځور کړي ترڅو له هغو ګڼشمېر جعلي رسالو او لیکوالانو څخه غچ واخلي چې هغه یې ناوړه او نامطلوبه ښودلی دی.[۱۸]که چېرې دغه لیک باوري وي، نو تاییدوي چې اپیکوروس ترپایه له ژوند څخه خوند واخېست، ان د رنځونو او کړاوونو په شېبو کې یې هم خپله خوشحالتیا وساتله. همدا راز په ډاګه کوي چې هغه ته د ماشومانو هوساینه ځانګړی ارزښت درلود.[۱۸][۲۰] سرچینې[سمول]
|
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P268
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د فرانسیسی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- ليکنې په کومو کې چي د روسي ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کې چي د پخوانۍ يوناني ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- 270 ق مم وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د خاصيت کارولو پاڼې P119
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- د خاصيت کارولو پاڼې P737
- د خاصيت کارولو پاڼې P135
- د خاصيت کارولو پاڼې P935