اپولو ۱۲

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اپولو ۱۲
Apollo 12 (انګليسي)[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نښان
اړوند
تولیدونکی
عامه معلومات
عمومي معلومات
بشري تشيال‌الوتنه
Moon landing (en) ژباړل (۱۹۶۹ – ۱۹۶۹) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
چلوونکی
اړين معلومات
مهمې پیښې
  لړۍ...
کچه او لوړوالۍ
وزن
۴۹٬۹۱۵٫۱۲ کيلوګرامه[۴] — ۵٬۰۱۲٫۳ کيلوګرامه[۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د

اپولو ۱۲ (د ۱۹۶۹ زکال د نومبر ۱۴ – ۲۴مه نېټه) د متحده ایالاتو د اپولو ماموریت شپږم خدمه لرونکی فضایي ماموریت او همدارنګه دویم هغه ماموریت و چې خدمه یې د سپوږمۍ په سطحه کښته شوه. په دغه ماموریت کې کارول شوی توغندی د ۱۹۶۹ زکال د نومبر په ۱۴مه نېټه د ناسا له خوا په فلوریډا کې د کنېډې فضايي مرکز څخه وتوغول شو. د دغه ماموریت قومندان چارلز «پیټ» کنراډ او د مصنوعي سپوږمکۍ پیلوټ آلن ال. بین د سپوږمۍ په سطحه باندې یوه ورځ او اووه ساعته پاتې شول په داسې حال کې چې د قومندانۍ د خونې پیلوټ ریچارډ اف. ګورډون د سپوږمۍ په مدار کې پاتې شو.

که چېرې د اپولو ۱۱ ماموریت د سپوږمۍ په سطحه باندې د ناستې په برخه کې پاتې راغلی وای، بیا به نو اپولو ۱۲ د سپوږمۍ په سطحه باندې د ناستې له امله لومړنی ماموریت و، خو د اپولو ۱۱ په ماموریت کې د نیل ارمسټرانګ په بریالي کېدو اپولو ۱۲ دوه میاشتې وځنډېده او د اپولو نور ماموریتونه هم په کراره سره ترسره شول. د جیولوژیکي روزنو په موخه د اپولو ۱۱ په پرتله د اپولو ۱۲ ماموریت لپاره زیات وخت په پام کې نیول شوی و؛ همدا و چې کنراډ او بین خپل ماموریت ته د چمتووالي په موخه څو جیولوژیکي میداني سفرونه ترسره کړل. د اپولو ۱۲ سپوږمکۍ او توغندی تر ډېره پورې د اپولو ۱۱ سره ورته وو. یوازې په کې د استراحت په موخه راځوړندو د خوب ځایونو شتون درلود چې پر مټ یې کنراډ او بین کولای شو د سپوږمۍ په سطحه باندې په ښه توګه استراحت وکړي.

د یوې باراني ورځې پر مهال د کنېډې فضايي مرکز څخه د دغه ماموریت د ستورمزلي توغندي له توغوولو لږ وروسته اپولو ۱۲ دوه ځله له تندر سره مخ شو چې د ستورمزلي په وسایلو کې یې یو لړ ستونزې رامنځته کړې خو دغه ستونزې ډېرې کوچنۍ وې. د انرژۍ کومکي منبع ته د توغندي د انرژۍ بدلون د هغو د ریلې ستونزه حل کړه او د هغو ماموریت یې وژغوره. که یې داسې نه وای کړي بیا یې سپوږمۍ ته سفر له یو لړ ستونزو سره مخ کېدونی و. د نومبر په ۱۹مه کنراډ او بین وکولای شول د خپل ټاکل شوي ځای څخه څو ګامه لرې چې سرویر ۳ څېړنیز روباټ ته نږدې و ښکته شول؛ دغه روباټ د ۱۹۶۷ زکال د اپرېل په ۲۰مه نېټه د سپوږمۍ په سطحه کوز کړای شوی و. د دغه ډول کره ناستې په ترسره کولو سره هغوی وښووله چې ناسا کولای شي خپل راتلونکي ماموریتونه په دې هیله پلان کړي چې ستورمزلي کولای شي د علمي لیوالتیا وړ ځایونو په نږدې کې کوز شي. په دغه ماموریت کې کنراډ او بین د سپوږمۍ د سطحې د ازمیښت په موخه د اټومي انرژۍ په واسطه د کارکوونکو علمي وسایلو یوه ټولګه او همدارنګه یوه رنګه تلویزیوني کمره له ځان سره سپوږمۍ ته یووړه، خو هغه مهال یې چې په تصادفي توګه د کمرې لنز د لمر مخې ته ونیو؛ لنز یې وسوزېد او نشرات یې قطع شول. هغوی د سپوږمۍ په سطحه باندې د دویم ځلي ګرځېدو پر مهال له سرویر ۳ روباټ څخه لیدنه وکړه د هغو یو شمېر پرزې یې راخلاصې کړې څو له ځان سره یې ځمکې ته راوړي.

د سپوږمۍ په سطحه باندې ناسته کوونکې انټرپېډ نومي سپوږمکۍ د نومبر په ۲۰مه نېټه د سپوږمۍ له سطحې پورته او د سپوږمۍ په مدار کې د قومندانۍ له خونې سره مل شوه او بیا یې د ځمکې پر لور حرکت وکړ. د اپولو ۱۲ ماموریت د نومبر په ۲۴مه نېټه په اوبو کې په بریالي ډول د دغه ماموریت د خدمې په راکوزېدو پای ته ورسېد.

خدمه او د ماموریت کنټرول کوونکی پرسونل[سمول]

د اپولو ۱۲ ماموریت د سمندریزې پوځي خدمې قومندان چارلز «پیټ» کنراډ و چې د دغه ماموریت پر مهال یې ۳۹ کاله عمر درلود. نوموړی په ۱۹۵۳ زکال کې د پرینسټون پوهنتون د هوانوردۍ د انجینرۍ له څانګې څخه د لېسانس سند له ترلاسه کولو وروسته په سمندري پوځ کې پیلوټ شو او د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د پیلوټۍ کورس یې د پاټوکسېنګ رېور په سمندري هوايي اډه کې پای ته ورساوه. نوموړی په ۱۹۶۲ زکال کې د ستورمزلو دویمې ډلې ته وټاکل شو او په ۱۹۶۵ زکال کې یې د جیمینای ۵ پر مټ فضا ته سفر ورکړ؛ ورپسې یې په ۱۹۶۶ زکال کې د جیمینای ۱۱ د قومندانۍ د خونې د پیلوټ په توګه هم خدمت وکړ. د قومندانۍ د خونې پیلوټ یې بیا ۴۰ کلن ریچارډ «ډیګ» ګورډون و چې په ۱۹۵۳ زکال کې د واشنګټن پوهنتون د کیمیا له څانګې څخه له فراغت وروسته د سمندریزو ځواکونو پیلوټ شوی و او د پیلوټۍ کورس یې هم په هماغه اډه کې ویلی و چېرې چې کنراډ و. نوموړی په ۱۹۶۳ زکال کې د دریمې ډلې ستورمزلو په کتار کې وټاکل شو او له کنراډ سره یې د جیمینای ۱۱ په ماموریت کې هم ونډه لرله. [۶][۷]

د سپوږمۍ په سطحه باندې د ښکته کېدونکې سپوږمکۍ اصلی پیلوټ یې بیا کلېفټون سي ویلیامز جونیر و چې په ۱۹۶۷ زکال کې تالاهاسي ته څېرمه د ټي-۳۸ جیټ الوتکې په سقوط کې ومړ. کنراډ د خپلې خدمې د غړو ټاکلو پر مهال آلن ال. بین غوښت چې د پیلوټۍ په کورس کې د ده شاګرد پاتې شوی و، خو د پروازي خدمې د عملیاتو مدیر ډېک سلایټون ورته ویلي و چې نوموړی د اپولو ماموریت په بله مهمه دنده کې بوخت دی. د ویلیامز له مړینې وروسته کنراډ یوځل بیا د بین غوښتنه وکړه او دغه ځل سلایټون د هغه غوښتنه ومنله. بین د دغه ماموریت پر مهال ۳۷ کاله عمر درلود او په ۱۹۵۵ زکال کې د تکزاس پوهنتون د هوانوردۍ د انجینرۍ له برخې څخه فارغ شوی و. نوموړی همدارنګه سمندري پیلوټ و، نوموړی په ۱۹۶۳ زکال کې د ګورډون په خوا کې وټاکل شو او د لومړي ځل لپاره یې په اپولو ۱۲ ماموریت کې فضا ته سفر وکړ. د اپولو ۱۲ ماموریت درې تنه خدمې له دې وړاندې په ۱۹۶۹ زکال کې د اپولو ۹ په ملاتړیزه ډله کې ونډه لرلې وه. [۶][۸][۹][۱۰]

د اپولو ۱۲ په ملاتړیزه خدمه کې ډېوېډ آر سکاټ د سپوږمۍ په سطحه باندې د ناستې کوونکې سپوږمکۍ قومندان، آلفرډ ام. ورډن د قومندانۍ د خونې پیلوټ او جیمز بي. ایروین د یادې سپوږمکۍ پیلوټ و. دوی بیا وروسته د اپولو ۱۵ د اصلي خدمې په توګه خدمت وکړ. د اپولو لپاره د ستورمزلو دریمه ډله چې د ریزرف ډلې په توګه پېژندل کږي هم وټاکل شوه چې د مرکیوري او جیمینای په پروژو کې یې شتون درلود. سلایټون د ریزرف خدمې د جوړولو چارې مخته یووړې ځکه چې د اپولو  ۹ قومندان جیمز مک ډیوېټ باوري و چې د متحده ایالاتو په بېلابېلو برخو کې د تاسیساتو په جوړېدو سره هغه غونډو ته د پرواز خدمه لاسرسی بیا نه شي موندلای چې ډېرې اړینې دي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د سپوږمۍ په سطحه باندې فعالیتونه[سمول]

هغه مهال چې د ستورمزلو له لومړۍ ډلې څخه تر ټولو لنډ قد لرونکي کنراډ د سپوږمۍ په سطحه ګام کېښود لومړنۍ جمله یې چې وویله دا وه، «واو! سړیه دا کېدای شي د نیل لپاره کوچنۍ چاره وي، خو زما لپاره ډېره لویه ده». دا یو غیر مجاز څرګندونه نه وه: کنراډ له خبریالې اوریانا فالاچي سره ۵۰۰ ډالر شرط تړلی و چې دی به د سپوږمۍ په سطحه باندې دغه خبره کوي؛ وروسته له هغه ترې وپوښتل شول ایا نیل ارمسټرانګ ته ناسا امر کړی و چې په سپوږمۍ باندې د پښې اېښودو پر مهال څه ووايي. کنراډ وروسته وویل چې هغه هېڅکله هم ونشو کولای پیسې راغونډې کړي. [۱۹][۲۰]

د سپوږمۍ له سطحې څخه د تلویزیوني انځورونو د غوره کیفیت په موخه په اپولو ۱۲ ماموریت کې یوه رنګه کمره هم د سپوږمۍ سطحې ته یووړل شوه؛ په داسې حال کې چې د اپولو ۱۱ ماموریت پر مهال یوازې یو رنګ لرونکې کمره وړل شوې وه. هغه مهال چې دوی دغه کمره په سپوږمۍ باندې د ښکته شوې سپوږمکۍ په خوا کې په ټاکل شوي ځای باندې د نصب کولو په موخه یووړه په تصادفي ډول یې لنز د لمر مخې ته شو، دغې چارې د هغو ثانوي الکترون رسونکی ټیوب له منځه یووړ. له همدې امله د دغه ماموریت تلویزیوني پوښښ له ځنډ پرته له منځه ولاړ. [۲۱][۲۲]

وروسته له هغه چې دوی د سپوږمۍ په سطحه باندې د متحده ایالاتو بیرغ اوچت کړ، کنراډ او بین د سپوږمۍ په سطحه باندې د خپل لومړني ګرځېدن په موخه په سپوږمۍ باندې د راښکته شوې سپوږمکۍ له ازمیښتي کڅوړې څخه توکي د نصب په موخه راوویستل. د دغو توکو په ځای پر ځای کولو کې یو لړ جزیي ستونزو هم شتون درلود. ورته مهال بین له خوندي ساتونکي پوښ څخه د آرټي جي پولوتونیومي سون توکو په ویستو کې له ستونزو سره مخ شو او ستورمزلي اړ شول چې د هغو پوښ په څټګ مات او سون توکي ترې راوباسي. د سپوږمۍ په سطحه باندې د هغوی لومړني ګرځېدن ۳ ساعته، ۵۶ دقیقې او ۳ ثانیې وخت ونیو. [۲۳][۲۴][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. Reference URL: https://history.nasa.gov/SP-4029/Apollo_18-10_Designations.htm.
  2. ۲٫۰۰ ۲٫۰۱ ۲٫۰۲ ۲٫۰۳ ۲٫۰۴ ۲٫۰۵ ۲٫۰۶ ۲٫۰۷ ۲٫۰۸ ۲٫۰۹ ۲٫۱۰ ۲٫۱۱ ۲٫۱۲ ۲٫۱۳ ۲٫۱۴ ۲٫۱۵ ۲٫۱۶ Stated in: Jonathan's Space Report. ليکوال: Jonathan McDowell.
  3. ۳٫۰۰ ۳٫۰۱ ۳٫۰۲ ۳٫۰۳ ۳٫۰۴ ۳٫۰۵ ۳٫۰۶ ۳٫۰۷ ۳٫۰۸ ۳٫۰۹ ۳٫۱۰ ۳٫۱۱ ۳٫۱۲ ۳٫۱۳ ۳٫۱۴ ۳٫۱۵ ۳٫۱۶ Reference URL: https://nssdc.gsfc.nasa.gov/nmc/spacecraft/display.action?id=1969-099A.
  4. Stated in: Apollo: The Definitive Sourcebook. Page(s): 585. Publisher: Springer Science+Business Media. د اثر ژبه يا نوم: انګليسي ژبه. د خپرولو نیټه: ۲۰۰۶. ليکوال: Richard W. Orloff.
  5. Stated in: Apollo: The Definitive Sourcebook. Page(s): 581. Publisher: Springer Science+Business Media. د اثر ژبه يا نوم: انګليسي ژبه. د خپرولو نیټه: ۲۰۰۶. ليکوال: Richard W. Orloff.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Orloff & Harland 2006، م. 327.
  7. Press Kit، مم. 75–78.
  8. Chaikin 1995، مم. 246–248.
  9. Press Kit، م. 79.
  10. Orloff & Harland 2006، مم. 223–224.
  11. Hersch, Matthew (July 19, 2009). "The fourth crewmember". Air & Space/Smithsonian. د لاسرسي‌نېټه October 4, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. (په September 13, 2012 باندې). A legendary tale, well-told. Rice University Office of Public Affairs
  13. Orloff & Harland 2006، م. 577.
  14. Orloff & Harland 2006، م. 566.
  15. Orloff & Harland 2006، م. 614.
  16. Brooks, Grimwood, & Swenson 1979، م. 261.
  17. Slayton & Cassutt 1994، م. 184.
  18. Orloff & Harland 2006، مم. 327–328, 426.
  19. Chaikin 1995، مم. 261–262, 627.
  20. Chaikin 1995، مم. 261–262.
  21. Jones, Eric M., سمونګر (August 4, 2017). "TV troubles". Apollo 12 Lunar Surface Journal. NASA. د اصلي آرشيف څخه پر May 14, 2021 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 24, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Chaikin 1995، م. 264.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Orloff & Harland 2006، م. 335.
  24. Mission Report، مم. 9-12–9-14.