بشري تشيال‌الوتنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د انسان فضايي الوتنه د فضايي بېړۍ هغې الوتنې ته ویل کېږي چې خدمه یا مسافر په کې وي او چلوونکي یې هم هغه انسانان وي چې په کې سپاره وي. د دې تر څنګ، فضايي بېړۍ د ځمکنیو تم‌ځایونو له لارې په مستقیم ډول د انسان له دخالت پرته هم کارېدلی شي. هغه کسان چې د فضايي الوتنو لپاره روزل شوي دي، په امریکا او نورو ځایونو کې اسټرېنټوس (astronauts)، په روسیه کې کاسمېنوټس (cosmonauts) او په چین کې ټایکانوټس (taikonauts) بلل کېږي؛ او غیر مسلکي اشخاص د فضايي الوتنو د ګډونوالو (spaceflight participants) یا فضایي مسافرو په نامه پېژندل کېږي.[۱]

په فضا کې لومړنی انسان شوروي ستور مزلی «یوري ګاګارین» و چې د ۱۹۶۱ زکال د اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه د شوروي اتحاد د «وسټوک پروګرام» په لړ کې فضا ته ولېږل شو. دغه پروګرامونه په لومړیو کې د یوې سیالۍ په توګه پیل شول. د ۱۹۶۱ ز کال د مې میاشتې په ۵مه نېټه «الن شپرډ» د مرکوري پروژې په لړ کې لومړنی امریکایی شو چې فضا ته لاړ. انسانانو د ۱۹۶۸ او ۱۹۷۲ ز کلونو تر منځ د متحدو ایالتونو د اپولو پروګرام په لړ کې ۹ ځله سپوږمۍ ته سفرونه وکړل او ۲۱ کاله او ۱۲۵ ورځې په نړیوال فضايي سټېشن (ISS) کې په پر له پسې ډول په فضا کې پاتې شول. انسانانو د ۱۹۷۲ ز کال د ډسمبر میاشتې تر ماموریت «اپولو ۱۷» را وروسته، د ځمکې له ښکتني مدار څخه بهر ته سفر نه دی کړی.[۲]

دا مهال متحد ایالتونه، روسیه او چین یوازني هېوادونه دي چې د انسان د فضايي الوتنې عمومي یا سوداګریز پروګرامونه لري. د ۲۰۰۳ ز کال د اکتوبر میاشتې په ۱۵مه نېټه لومړنی چینایي ستور مزلی «یانګ لیوي» و چې د «شنژو ۵» پروګرام په لړ کې فضا ته لاړ. د فضايي الوتنو غیر دولتي شرکتونه د خپلو انساني فضايي پروګرامونو د پراختیا لپاره کار کوي، د بېلګې په توګه غواړي فضايي تګ راتګ وکړي یا په فضا کې څېړنې وکړي. لومړنی خصوصي انساني پرواز په «SpaceShipOne» کې تر مدار لاندې الوتنه وه چې د ۲۰۰۴ کال د جون میاشتې په ۲۱مه نېټه وشوه. لومړنۍ سوداګریزه او داسې مداري الوتنه چې خدمه یا ستور مزلي هم په کې وو، د ۲۰۲۰ ز کال په مې میاشت سپېس‌اېکس شرکت وکړه او د متحدو ایالتونو د دولت له تړون سره سم یې د ناسا ادارې ستور مزلي نړیوال فضايي سټېشن ته ولېږدول.[۳]

تاریخچه[سمول]

د سړې جګړې دوره[سمول]

د انسان د فضايي الوتنې وړتیا په لومړي ځل د متحدو ایالتونو او شوروي اتحاد تر منځ د سړې جګړې په جریان کې رامنځته شوه. دغو هېوادونو د خپلو اتومي وسلو د لېږد لپاره بالسټیک توغندي جوړ کړل، د دې تر څنګ یې دومره لوی لوی توغندي جوړ کړل چې د ځمکې ښکتني مدار ته د لومړنیو مصنوعي سپوږمکیو د لېږد وړتیا ولري.

د شوروي اتحاد له‌خوا په ۱۹۵۷ او ۱۹۵۸ ز کال کې د لومړنیو سپوږمکیو له توغول کېدو وروسته متحدو ایالتونو مدار ته د انسان د لېږلو په موخه پر «مرکوري» پروژه کار پیل کړ. شوروي اتحاد هم د ورته موخې لپاره په پټ ډول د «وسټوک» پروګرام پیل کړ او د ۱۹۶۱ ز کال د اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه یې ستور مزلی «یوري ګاګارین» د «Vostok 3KA» توغندي په مرسته فضا ته ولېږه او یو مدار یې بشپړ کړ. د ۱۹۶۱ ز کال د مې میاشتې په ۵مه نېټه متحدو ایالتونو خپل لومړنی ستور مزلی «الن شپرډ» د مرکوري-رډسټون (Mercury-Redstone) توغندي په مرسته د مدار لاندې الوتنې لپاره وتوغاوه. د ګاګارین پر خلاف «شپرډ» خپله فضايي بېړۍ د لاس په مرسته وچلوله. د ۱۹۶۲ ز کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه «جان ګلن» لومړنی امریکایی شو چې په مدار کې فرېنډشیپ ۷ (Friendship 7) فضايي بېړۍ ته وخوت. شوروي اتحاد د ۱۹۶۳ ز کال د جون میاشتې په ۱۶مه نېټه پنځه نور ستور مزلي هم په «وسټوک ۶» فضايي بېړۍ کې فضا ته ولېږل چې لومړنۍ ښځه «ولنټینا ټرشکووا» هم په کې شامله وه. تر ۱۹۶۳ ز کال پورې متحدو ایالتونو په ټولیز ډول دوه ستور مزلي په مدار لاندې الوتنو کې او څلور ستور مزلي په مداري الوتنو کې ولېږل. متحدو ایالتونو د شمالي امریکا دوه X-15 پروازونه هم وکړل چې جوزف واکر یې چلوونکی یا پیلوټ و او له کارمان کرښې څخه پورته شول، دا هغه کرښه وه چې ۱۰۰ کلومتره (۶۲ مایله) لوړه وه او د هوايي چلند د نړیوال فدراسیون (FAI) له‌خوا د فضايي څنډې د ښودلو لپاره کارول کېده.

په ۱۹۶۱ ز کال کې د متحدو ایالتونو ولسمشر «جان اف کنډي» موخه وټاکله چې د ۱۹۶۰مې ز لسیزې تر پای پورې باید سپوږمۍ ته انسان ولېږي او بېرته یې روغ راستون کړي او په دې سره یې د فضايي سیالۍ خطر لوړ کړ. په همدغه کال متحدو ایالتونو د دغه کار لپاره د درې‌کسیزو کپسولونو د توغولو لپاره «اپولو پروګرام» پیل کړ. په ۱۹۶۲ ز کال کې یې «جمیني» پروژه پیل کړه او په ۱۹۶۵ او ۱۹۶۶ ز کلونو کې یې د دوه‌کسیزې خدمې د لېږلو ۱۰ ماموریتونه ترسره کړل چې دغه ماموریتونه یې د «Titan II» توغندي په مرسته فضا ته ولېږل. د جمیني پروژې موخه دا وه چې د سپوږمۍ په ماموریت کې د کارېدو لپاره د مداري فضايي الوتنې تنخنیکونه پراخ کړي او په دې توګه د اپولو پروګرام ملاتړ وکړي.[۴][۵]

چین[سمول]

چین تر شوروي اتحاد او امریکا متحدو ایالتونو را وروسته درېیم هېواد و چې انسان یې فضا ته ولېږه. د دوو زبرځواکونو تر منځ د فضایي سیالۍ په جریان کې چې دغه سیالي په «اپولو ۱۱» ماموریت سره سپوږمۍ ته د انسان په رسېدو سره اوج ته ورسېده، «مایو تسه ټونګ» او «ژو انلای» د ۱۹۶۷ ز کال د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه پرېکړه وکړه چې چین شا ته پرېنږدي او خپل فضايي پروګرام یې پیل کړ: دا فوق العاده پټه پروژه وه چې «۷۱۴ پروژه» نومېده او موخه یې دا وه چې تر ۱۹۷۳ ز کال پورې د «شوګوانګ فضايي بېړۍ» په مرسته فضا ته دوه کسان ولېږي. د ۱۹۷۱ ز کال په مارچ میاشت کې د دغې موخې لپاره ۱۹ پیلوټان انتخاب شول. شوګوانګ-۱ (Shuguang-1) فضايي بېړۍ چې ټاکل شوې وه د «CZ-2A» توغندي په مرسته وتوغول شي، د دوو کسانو د لېږدولو لپاره ډیزاین شوې وه. دغه پروګرام د ۱۹۷۲ ز کال د مې میاشتې په ۱۳مه نېټه د اقتصادي ستونزو له امله په رسمي ډول لغوه شو.

په ۱۹۹۲ ز کال کې د چین د خدمې فضايي پروګرام (CMS) چې د «۹۲۱ پروژې» په نامه هم پېژندل کېږي، د خدمې یا ستور مزلو د فضايي الوتنې لپاره د درېیمې بریالۍ هڅې لومړني پراو ته اجازه او بودیجه ورکړه. چین د انسان د خپلواکې فضايي الوتنې د وړتیا موندلو لپاره په راتلونکو څو کلونو کې د انسان د فضايي الوتنو لپاره «شنژو» فضايي بېړۍ او « Long March 2F» توغندی جوړ کړل چې د توغولو سایټ او د کنټرول د مرکز په څېر مهمې زېربناوې هم په کې شاملې وې. لومړنۍ بې‌پيلوټه فضايي بېړۍ «شنژو ۱» د ۱۹۹۹ ز کال د نومبر میاشتې په ۲۰مه نېټه فضا ته وتوغول شوه چې دا په چین کې د انسان د فضايي الوتنې د وړتیا لومړنی ګام و. په راتلونکو څو کلونو کې هم درې بې‌پیلوټه ماموریتونه ترسره شول. د ۲۰۰۳ ز کال د اکتوبر میاشتې په ۱۵مه نېټه «شنژو ۵» د چین د خدمې یا ستور مزلو لومړنی فضايي ماموریت و چې «یانګ لیوي» یې ۲۱ ساعته په مدار کې وساته او روغ رمټ یې داخلي منګولیا ته راستون کړ، په دې سره چین درېیم هېواد شو چې انسان یې په خپلواک ډول مدار ته لېږلی دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

سوداګریزه خصوصي فضايي الوتنه[سمول]

د ۲۰۰۰ ز کال له لومړۍ لسیزې راهیسې د خصوصي فضايي الوتنو لپاره بېلابېلې پانګونې شوې دي. د ۲۰۲۱ ز کال له مې میاشتې راهیسې «سپېس‌اېکس» شرکت مدار ته انسانان لېږلي دي، د دې تر څنګ «ویرجین ګلاکټیک» هم په مدار لاندې مسیر کې ۸۰ کیلومتره (۵۰ مایله) ارتفاع ته خدمه یا ستور مزلي بېولي دي. ګڼ نور شرکتونه - لکه بلو اورجن (Blue Origin) او سیاره نواډا (Sierra Nevada) – خدمه لېږدوونکې فضايي بېړۍ جوړوي. دا څلور واړه شرکتونه په پام کې لري چې مسافر په سوداګریز ډول فضا ته ولېږدوي.[۱۱]

سپېس‌اېکس شرکت د کریو ډراګن (Crew Dragon) په نامه فضايي بېړۍ جوړه کړې ده چې د «فالکن ۹» توغندي په مرسته الوزي. دغې فضايي بېړۍ په لومړي ځل د ۲۰۲۰ ز کال په مې میاشت کې د «ډیمو-۲» ماموریت په لړ کې نړیوال فضايي سټېشن ته ستور مزلي ولېږدول. دغه کپسول چې د ناسا ادارې د سوداګریزې خدمې د پراختیا پروګرام په لړ کې جوړ شوی دی، د نورو مشتریانو د الوتنې لپاره هم د لاسرسي وړ دی. لومړنی توریستي ماموریت یې «Inspiration4» د ۲۰۲۱ ز کال په سپټمبر میاشت کې ترسره شو.[۱۲]

سرچینې[سمول]

  1. Mars, Kelli (2018-03-27). "5 Hazards of Human Spaceflight". NASA. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Counting the Many Ways the International Space Station Benefits Humanity". 5 April 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "SpaceX Astronauts Reach Space Station After Milestone Voyage". www.bloomberg.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Cite AV media
  5. Loff, Sarah (21 اکتوبر 2013). "Gemini: Stepping Stone to the Moon". Gemini: Bridge to the Moon. Washington, DC: National Aeronautics and Space Administration. د اصلي آرشيف څخه پر 21 دسمبر 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه 4 جنوري 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Shenzhou V". China Manned Space. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "About CMS". China Manned Space. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Shenzhou VII". China Manned Space. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Shenzhou VIII". China Manned Space. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Shenzhou IX". China Manned Space. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Malik, Tariq (13 December 2018). "Virgin Galactic's 4th Powered Test Flight of SpaceShipTwo Unity in Twitter Posts". Space.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اپرېل ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Atkinson, Ian (15 September 2021). "SpaceX launches Inspiration4, first all-private orbital mission". NASASpaceflight.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)