اپولو ۱۱

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اپولو ۱۱
Apollo 11 (انګليسي)[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نښان
عامه معلومات
عمومي معلومات
هېواد
چلوونکی
اړين معلومات
مهمې پیښې
  لړۍ...
وزن
۴۹٬۷۳۴٫۶ کيلوګرامه[۶] — ۴٬۹۳۱٫۹ کيلوګرامه[۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د

اپولو ۱۱ (د ۱۹۶۹ زکال د جولای ۱۶ – ۲۴مه) هغه امریکایي فضایي ماموریت و چې پر مټ یې د لومړي ځل لپاره د سپوږمۍ په سطحه باندې انسان راښکته شو. په دغه ماموریت کې قومندان نیل ارمسترانګ او پیلوټ بازالدرین د ایګل په نامه د سپوږمۍ په سطحه باندې د ښکته کېدونکې فضایي بېړۍ پر مټ د ۱۹۶۹ زکال د جولای په ۲۰مه نېټه راښکته شول. د سپوږمۍ په سطحه باندې د دغې بېړۍ له ناستې ۶ ساعته او ۳۹ دقیقې وروسته ارمسترانګ د جولای په ۲۱مه نېټه د نړیوال مهال په ۲۰:۱۷ بجو له بېړۍ راښکته او د سپوږمۍ په سطحه وګرځېد؛ ۱۹ دقیقې وروسته الدرین هم پسې راکوز شو او په دې سره ارمسترانګ لومړنی کس شو چې د سپوږمۍ په سطحه یې ګام کېښود؛ دوی دواړه ۲ ساعته او ۱۵ دقیقې د سپوږمۍ په سطحه وګرځېدل او د هغه ځای اړوند یې پلټنه وکړه چېرې یې چې فضایي بیړۍ ناسته کړې وه؛ دوی دغه ځای د کېناستو پر مهال د ارامښت اډه بللې وه. ارمسترانګ او الدرین ۴۷.۵ پونډه (۲۱.۵ کیلوګرامه) د سپوږمۍ د سطحې مواد راغونډ کړل څو هغه بېرته له ځان سره ځمکې ته راوړي، دغه مهال مایکل کالینز هم د کلمبیا په نامه د قوماندې ورکوونکې فضایي بېړۍ پر مټ د سپوږمۍ په مدار کې الوتنه کوله؛ دوی وړاندې له دې چې له کلمبیا فضایي بېړۍ سره مل او بېرته راوګرځي، ۲۱ ساعته او ۳۶ دقیقې د سپوږمۍ په سطحه پاتې شول.

اپولو ۱۱ ماموریت د سترون ۵ (Saturn V) ستورمزلي توغندي پر مټ ترسره شو چې د جولای په ۱۶مه نېټه د نړیوال مهال په ۱۳:۳۲ بجو د فلوریډا په مرېټ ټاپو کې د کنېډې له فضايي مرکز څخه هوا ته وتوغول شو او په توغولو سره یې دا د ناسا د خدمې د ماموریتونو پنځم ماموریت وګرځېد. د اپولو ستورمزلي درې برخې لرلې: د قومندانۍ برخه (command module) چې د دریو ستورمزلو لپاره یې کابین درلود او یوازنۍ برخه یې وه چې بېرته ځمکې ته راوګرځېده؛ خدماتي برخه (service module) چې د قومندانۍ له برخې څخه یې د محرکې قوې، برېښنايي قوې، اکسیجن او اوبو په واسطه ملاتړ کوه او همدارنګه د میاشتې په سطحه ناسته کوونکې برخه (lunar module) چې د دوه چارو لپاره تنظیم شوې وه – یوه یې دا چې د سپوږمۍ په سطحه ناسته وکړي او بله یې هم دا چې ستورمزلي بېرته د سپوږمۍ تر مداره ورسوي. [۸]

د سپوږمۍ په سطحه باندې د ارمسترانګ لومړنۍ ګام د ژوندیو تلویزیوني نشراتو پر مټ په ټوله نړۍ کې مخاطبینو ته وښوول شو. هغه دغه چاره «د [یو] انسان لپاره تر ټولو کوچنی ګام خو د بشریت لپاره ډېر لوی بدلون توصیف کړ». د اپولو ۱۱ ماموریت هغه ملي موخه پوره کړه چې په ۱۹۶۱ زکال کې یې ولسمشر جان اف. کنېډې وړاندیز کړی و او غوښتي یې و چې «د دغې لسیزې له بشپړېدو وړاندې باید یو انسان د ځمکې په سطحه ښکته او بېرته په خوندي بڼه ځمکې ته راکوز کړای شي» څو په روانه فضایي سیالۍ کې د متحده ایالاتو برلاسي څرګنده کړي. [۹][۱۰]

مخینه[سمول]

د ۱۹۵۰مې لسیزې په وروستیو او د ۱۹۶۰مې لسیزې په لومړیو کې متحده ایالات له شوروي اتحاد سره په سړه جګړه کې ښکېل و چې د دواړو ترمنځ جیوپولټینکي سیالي بلل کېږي. شوروي اتحاد د ۱۹۵۷ زکال د اکتوبر په ۴مه نېټه خپله سپوټنیک ۱ مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته ولېږله. دغې حیرانونکې بریا په ټوله نړۍ کې وېره او بېلابېل افکار رامنځته کړل. دغې چارې وښووله چې شوروي اتحاد د لویو وچو په کچه د اټومي وسلو د لېږد وړتیا لري او ورته مهال یې په پوځي، اقتصادي او ټکنالوژیکي برخو کې د متحده ایالاتو د برلاسۍ ادعاوې وننګولې. دغې چارې د سپوټنیک کړکېچ ته لمن ووهله او دواړو لورو فضایي سیالي پیل کړه څو ثابته کړي چې کوم ځواک د غوره فضايي الوتنو وړتیاوو ته لاسرسی موندلی شي. ولسمشر ایزنهاور د متحده ایالاتو د فضایي هوايي چلن د ملي سازمان (ناسا) په جوړولو او همدارنګه د مرکیوري پروژې په پیل کولو سره د سپوتنیک کړکېچ ته غبرګون وښود او موخه یې دا وټاکله چې یو انسان د ځمکې مدار ته ولېږي. له دې سره هم د ۱۹۶۱ زکال د اپرېل په ۱۲مه نېټه شوروي ستورمزلی، یوري ګاګارین لومړنی کس شو چې د ځمکې په مدار وڅرخېد. نږدې یوه میاشت وروسته د ۱۹۶۱ زکال د مۍ په ۵مه نېټه امریکايي الن شپرد هم فضا ته ولېږل شو او د ځمکې له مدار لاندې یې ۱۵ دقیقه یي سفر وکړ. وروسته له هغه چې نوموړی له آرام سمندرګي څخه د ژغورنې په عملیاتو کې وموندل شو، د ایزونهار د ځای ناستي جان اف کنېډې څخه یې د مبارکۍ تلیفوني اړیکه ترلاسه کړه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

له دې امله چې شوروي اتحاد لوړ ظرفیت لرونکي فضايي توغندي لرل، کنېډې د ناسا له خوا د وړاندې شوو ټاکنو څخه د اوسني نسل د توغندیو پر ځای لوړ ظرفیت لرونکي توغندي غوره کړل؛ په داسې توګه چې متحده ایالات او شوروي اتحاد له برابر موقعیت څخه پیل وکړي او موخه یې هم د سپوږمۍ په سطحه باندې د انسان د ښکته کېدو ماموریت وټاکه. [۱۸]

زه باوري یم چې زموږ ملت باید د دغې لسیزې [۱۹۶۰مه لسیزه] تر پایه دغې موخې ته ځانونه ژمن وبولي چې یو کس د سپوږمۍ په سطحه راکوز او بېرته هم ځمکې ته په سالمه توګه راوګرځي. په دغه دوره کې به هېڅ یوه فضايي پروژه له دې څخه په بشریت باندې دومره اغېزمنه او همدارنګه به په فضا کې د نورو اکتشافونو په برخه کې مهمه نه وي؛ همدارنګه به هېڅ یوه هم په دې کچه ستونزمنه او لګښتمنه نه وي. موږ وړاندیز کوو چې د یو مناسب ستورمزلي پراختیا ته چټکتیا وبخښو. موږ وړاندیز کوو چې د ځای نیونکو جامدو او مایعو سون توکو په برخه کې له بل هر څه زیات کار وکړو تر څو چې مالومه شي کوم یو یې غوره دي. موږ د نورو انجنونو د پراختیا او بې پیلوټه کشفي سپوږمکیو لپاره د اضافي بودیجې غوښتنه کوو – هغه موارد چې د یوې موخې لپاره ډېر مهم دي او دغه هېواد به هېڅکله هم په هغو سترګې پټې نه کړي: د هغه انسان بقا چې د لومړي ځل لپاره په زړوره بڼه دغه الوتنه ترسره کوي. په واقعي توګه دا سپوږمۍ ته د یوه کس تګ نه دی – که چېرې مثبت قضاوت وکړو دا سپوږمۍ ته د بشپړ ملت ختل دي. د همدې لپاره باید موږ ټول هڅه وکړو. -         کانګرس ته د کنېډې وینا [۱۹]

د ۱۹۶۲ زکال د سپټمبر په ۱۲مه نېټه کنېډې د تکزاس، هوسټون سیمې د رایس پوهنتون د فوټبال په سټوډیوم کې د ۴۰ زره کسانو پر وړاندې بله وینا وکړه. هغه د خپلې وینا پر مهال وویل: [۲۰][۲۱]

تر اوسه پورې په فضا کې هېڅ جنجال، تعصب او ملي نښتې شتون نه لري. خو ګواښونه یې بیا د موږ ټولو لپاره جنجالي کېدای شي. د هغو فتح د تر ټولو غوره بشر وړ ده او د سوله ئیزې همکارۍ په برخه کې دغه فرصت کېدای شي بیا هېڅکله ترلاسه نه شي. یو شمېر وایي چې ولې سپوږمۍ؟ ولې دا د خپلې موخې په توګه ټاکو؟ کېدای شي وپوښتي چې ولې له جګو غرونو څخه پورته ځو؟ ولې ۳۵ کاله وړاندې مو په ارام سمندر الوتنه وکړه؟ ولې رایس په تکزاس کې لوبې کوي؟ موږ غوره کړې چې باید سپوږمۍ ته ولاړ شو! موږ غوره کړې چې سپوږمۍ ته ولاړ شو ... موږ غوره کړې چې باید په همدغه لسیزه کې سپوږمۍ ته ولاړ شو او نورې چارې ترسره کړو، نه له دې امله چې اسانه ده، بلکه له دې امله چې ډېره ستونزمنه ده؛ ځکه چې دغه موخه مرسته کوي موږ تر ټولو غوره انرژیو او وړتیاوو ته لاسرسی ومومو، ځکه چې دا داسې یوه سیالي ده چې موږ یې منلو ته چمتو شوي و، هغه سیالي چې نه باید یې وځنډوو او هوډ لرو وه یې ګټو، همدارنګه نورې سیالۍ هم. [۲۲]

له دې سره هم دغه پروګرام د ګڼ شمېر امریکايي وګړو له مخالفت سره مخ شو چې یو له دغو څخه هم د ماساچوست د ټکنالوژۍ د انستیتیوت ریاضي پوه نوربرت وینر و او څرګنده یې کړه چې دا د پیسو او وخت بې ځایه لګول دي. هغه مهال چې کنېډې د شوروي اتحاد له لومړي وزیر نیکیتا خروشچف سره د ۱۹۶۱ زکال په جون میاشت کې ولیدل، وړاندیز یې ورته وکړ چې دغه پروژه په ګډه سره مخته یوسي، خو خروشچف دغه وړاندیز وه نه مانه. کنېډې بیاځلي د ۱۹۶۳ زکال د سپټمبر په ۲۰مه نېټه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال سپوږمۍ ته د ګډ ماموریت اړوند وړاندیز وکړ، خو دغه فکر د کنېډې له مړینې وروسته له پامه وغورځول شو. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Reference URL: https://history.nasa.gov/SP-4029/Apollo_18-10_Designations.htm.
  2. ۲٫۰۰ ۲٫۰۱ ۲٫۰۲ ۲٫۰۳ ۲٫۰۴ ۲٫۰۵ ۲٫۰۶ ۲٫۰۷ ۲٫۰۸ ۲٫۰۹ ۲٫۱۰ ۲٫۱۱ ۲٫۱۲ ۲٫۱۳ ۲٫۱۴ ۲٫۱۵ ۲٫۱۶ Stated in: Jonathan's Space Report. ليکوال: Jonathan McDowell.
  3. ۳٫۰۰ ۳٫۰۱ ۳٫۰۲ ۳٫۰۳ ۳٫۰۴ ۳٫۰۵ ۳٫۰۶ ۳٫۰۷ ۳٫۰۸ ۳٫۰۹ ۳٫۱۰ ۳٫۱۱ ۳٫۱۲ ۳٫۱۳ ۳٫۱۴ ۳٫۱۵ ۳٫۱۶ "Apollo 11 Mission Overview". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. ۴٫۰۰ ۴٫۰۱ ۴٫۰۲ ۴٫۰۳ ۴٫۰۴ ۴٫۰۵ ۴٫۰۶ ۴٫۰۷ ۴٫۰۸ ۴٫۰۹ ۴٫۱۰ ۴٫۱۱ ۴٫۱۲ ۴٫۱۳ ۴٫۱۴ ۴٫۱۵ ۴٫۱۶ Reference URL: https://nssdc.gsfc.nasa.gov/planetary/lunar/lunar_sites.html.
  5. ۵٫۰۰ ۵٫۰۱ ۵٫۰۲ ۵٫۰۳ ۵٫۰۴ ۵٫۰۵ ۵٫۰۶ ۵٫۰۷ ۵٫۰۸ ۵٫۰۹ ۵٫۱۰ ۵٫۱۱ ۵٫۱۲ ۵٫۱۳ ۵٫۱۴ ۵٫۱۵ ۵٫۱۶ ۵٫۱۷ ۵٫۱۸ ۵٫۱۹ ۵٫۲۰ ۵٫۲۱ ۵٫۲۲ ۵٫۲۳ ۵٫۲۴ ۵٫۲۵ ۵٫۲۶ ۵٫۲۷ ۵٫۲۸ ۵٫۲۹ ۵٫۳۰ ۵٫۳۱ ۵٫۳۲ ۵٫۳۳ ۵٫۳۴ ۵٫۳۵ ۵٫۳۶ ۵٫۳۷ ۵٫۳۸ ۵٫۳۹ ۵٫۴۰ ۵٫۴۱ ۵٫۴۲ ۵٫۴۳ ۵٫۴۴ ۵٫۴۵ ۵٫۴۶ ۵٫۴۷ ۵٫۴۸ ۵٫۴۹ ۵٫۵۰ Reference URL: https://airandspace.si.edu/explore-and-learn/topics/apollo/apollo-program/landing-missions/apollo11-facts.cfm.
  6. Stated in: Apollo: The Definitive Sourcebook. Page(s): 585. Publisher: Springer Science+Business Media. د اثر ژبه يا نوم: انګليسي ژبه. د خپرولو نیټه: ۲۰۰۶. ليکوال: Richard W. Orloff.
  7. Stated in: Apollo: The Definitive Sourcebook. Page(s): 581. Publisher: Springer Science+Business Media. د اثر ژبه يا نوم: انګليسي ژبه. د خپرولو نیټه: ۲۰۰۶. ليکوال: Richard W. Orloff.
  8. Orloff 2000، م. 109.
  9. Jones, Eric M., سمونګر (1995). "One Small Step". Apollo 11 Lunar Surface Journal. NASA. خونديځ د اصلي څخه August 8, 2019. د لاسرسي‌نېټه June 13, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. (په May 25, 2001 باندې). Man on the Moon: Kennedy speech ignited the dream.
  11. Logsdon 1976، م. 121.
  12. Swenson، Grimwood او Alexander 1966، مم. 332–333.
  13. Swenson، Grimwood او Alexander 1966، م. 134.
  14. Swenson، Grimwood او Alexander 1966، مم. 101–106.
  15. Brooks، Grimwood او Swenson 1979، م. 1.
  16. Logsdon 1976، مم. 13–15.
  17. Logsdon 1976، م. 134.
  18. Logsdon 1976، مم. 112–117.
  19. "Excerpt: 'Special Message to the Congress on Urgent National Needs'". NASA. May 25, 1961. خونديځ د اصلي څخه March 1, 2021. د لاسرسي‌نېټه September 16, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. (په September 19, 1962 باندې). 'Visiting Professor' Kennedy Pushes Space Age Spending.
  21. Boyd, Jade (August 30, 2012). "JFK's 1962 Moon Speech Still Appeals 50 Years Later". Rice University. خونديځ د اصلي څخه February 2, 2018. د لاسرسي‌نېټه March 20, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. "John F. Kennedy Moon Speech—Rice Stadium". NASA. خونديځ د اصلي څخه July 6, 2015. د لاسرسي‌نېټه March 19, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. "Address at 18th U.N. General Assembly". John F. Kennedy Presidential Library & Museum. September 20, 1963. خونديځ د اصلي څخه March 11, 2018. د لاسرسي‌نېټه March 11, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Glass, Andrew (September 20, 2017). "JFK Proposes Joint Lunar Expedition with Soviets, September 20, 1963". Politico. خونديځ د اصلي څخه September 23, 2020. د لاسرسي‌نېټه March 19, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Logsdon 2011، م. 32.
  28. Brooks، Grimwood او Swenson 1979، م. 15.