اپولو ۱۰

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Apollo 10
Apollo 10 (انګليسي)[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نښان
عامه معلومات
عمومي معلومات
هېواد
چلوونکی
اړين معلومات
مهمې پیښې
  لړۍ...
وزن
۴۴٬۵۷۶ کيلوګرامه — ۴٬۹۴۵ کيلوګرامه ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
نور معلومات
د کښېنستو ظرفیت
۳ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

اپولو ۱۰ (د ۱۹۶۹ زکال د مۍ ۱۸ – ۲۶مه نېټه) فضا ته د انسان د لېږلو په برخه کې د متحده ایالاتو د اپولو ماموریت څلورمه او همدارنګه د سپوږمۍ مدار ته دویمه الوتنه وه. د دغه ماموریت مخته وړونکې ناسا ادارې دغه فضایي سفر د سپوږمۍ په سطحه باندې د ناستې لپاره (اپولو ۱۱، دوه میاشتې وروسته) د «جامو د ازمیښت» په توګه توصیف کړ. دا د «اف» ماموریت (F mission) په نوم ونومول شو او موخه یې هم د سپوږمۍ په سطحه باندې د واقعي ناستې په موخه د ستورمزلي د ټولو اجزاوو او پړاوونو ازمیښت و. [۳]

هغه مهال چې ستورمزلی توغندی د سپوږمۍ مدار ته ورسېد؛ ستور مزلی جان یانګ د قوماندې او خدماتو په خونه کې پاتې شو او دوه نورو ستور مزلو توماس سټافور او یوجین سرنان د اپولو مصنوعي سپوږمکۍ د سپوږمۍ د سطحې تر ۱۴.۴ کیلومترۍ (۷.۸ نانو مایله) پورې والوزوله، هغه نقطه چې له دغه ځایه بیا د ناستې ماموریت پیلېده. له دغې چارې وروسته دوی بېرته د قوماندې په خونه کې له یانګ سره یوځل شول او وروسته له هغه چې د قوماندې برخې د سپوږمۍ په مدار خپل ۳۱م څرخ هم بشپړ کړ، په سلامتۍ سره ځمکې ته راوګرځېدل.

په داسې حال کې چې ناسا په پام کې لرله د اپولو ۱۰ پر مټ د سپوږمۍ په سطحه لومړنۍ ناسته ترسره کړي، خو د دغه ماموریت پلان جوړونکو بلاخره پرېکړه وکړه چې عاقلانه دا ده، د خپلو کړنلارو او تخنیکونو د غوره والي په موخه ازمیښتي الوتنه ترسره کړي. د دغې الوتنې خدمه د الوتنې پر مهال له یو لړ ستونزو سره مخ شوې وه چې د توغولو پر مهال پوګو اهتزازات او همدارنګه د انفرادي الوتنې پر مهال د سپوږمکۍ د پورته تګ په حالت کې لنډ او نه کنټرول کېدونی سقوط په کې شاملېده. ورته مهال دغه ماموریت خپلو اصلي اهدافو ته لاسرسی وموند. سټافورد او سرنان د اپولو ۱۱ د ناستې لپاره د سپوږمۍ په سطح پلان شوی ځای د ارامښت په سیند (ویل کېږي په سپوږمۍ کې پخوا سیند شتون درلود) کې ولید او له هغو یې انځورونه واخیستل. اپولو ۱۰ د سپوږمۍ په مدار کې ۶۱ ساعته او ۳۷ دقیقې وخت تېر کړ چې له دغو څخه سټافورډ او سرنان د جدا سپوږمکۍ پر مټ له یانګ څخه جلا الوتنه وکړه او په ټولیزه توګه ۸ ورځې په فضا کې وو. سربېره پر دې اپولو۱۰ په بېرته راګرځېدو کې د ۳۹۸۹۷ کیلومتره په ساعت کې (۱۱.۰۸ کیلومتره په ثانیه یا ۲۴۷۹۱ مایله پر ساعت) چټکتیا په لرلو د تر ټولو چټکې خدمې لرونکې نقلیه وسیلې ریکارډ هم خپل کړ.[۴][۵]

مخینه[سمول]

په ۱۹۶۷ زکال کې ناسا د خپلو ماموریتونو د ډولونو نوملړ ترتیب کړ چې د تورو پر مټ مشخص شوي وو او باید د ناستې له ماموریت وړاندې چې «جي» (G) ماموریت یې باله ترسره شوي وای. له خدمې پرته لومړنۍ الوتنې د «اې» یا «بي» ماموریتونو په توګه په پام کې نیول شوې وې، په داسې حال کې چې اپولو ۷ ماموریت چې د قومندانۍ او خدمې خونه یې لرله «سي» ماموریت یې باله. د سپوږمۍ په مدار کې د خدمې لرونکې سپوږمکۍ لومړنۍ الوتنه د اپولو ۹ ماموریت پر مهال وه چې «ډي» ماموریت یې باله. اپولو ۸ چې له خدمې پرته د سپوږمۍ مدار ته ولېږل شو «سي پرایم» ماموریت وو، خو بریا یې ناسا ته ډاډ ورکړ؛ له «اي» ماموریت څخه تېر شي چې موخه یې د ځمکې په ټیټ او لوړ مدار کې د ستور مزلي د ګرځېدو ازمیښت و. د جامو د ازمیښت ماموریت یا اپولو ۱۰ په پام کې و چې «اف» ماموریت وي.[۶][۷]

ناسا پلان درلود چې «اف» ماموریت له پامه وغورځوي او په سپوږمۍ باندې د لومړي ځل لپاره د ناستې ماموریت د اپولو ۱۰ پر مټ ترسره کړي. د دغې ادارې یو شمېر غړو له یاد پلان ملاتړ وکړ، ځکه چې دوی احساس کاوه چې ستورمزلي تر دې کچې د سپوږمۍ سطحې ته په نږدې کېدو ولې بېرته راوګرځي. په داسې حال کې چې د سپوږمۍ په سحطه ناسته کوونکې سپوږمکۍ په اپولو ۱۰ کې هم په پام کې نیول شوې وه، خو دغه سپوږمکۍ د اپولو ۱۰ لپاره ډېره درنه پرېوته او د اپولو ۱۱ لپاره په پام کې نیول شوې سپوږمکۍ چې له اپولو ۱۰ څخه یوه میاشت وروسته جوړه شوې وه کولای یې شو د ۱۹۶۹ زکال په مۍ میاشت کې د هغو ځای ونیسي. د ناسا مسئول جورج مولر د سپوږمۍ په سطحه باندې د اپولو ۱۰ له ناستې ملاتړ وکړ، ځکه چې نوموړي د اپولو پروګرام په مخته وړو کې د جدي کړنلارې د لرلو له امله شهرت درلود. ورته مهال د پروازي عملیاتو مدیر کریسټوفر سي کرافټ او نورو له دغه فکر سره مخالفت وکړ او څرګنده یې کړه چې د سپوږمۍ په مدار کې د بېرته یوځای کېدنې په موخه باید نوې کړنلارې په پام کې ونیول شي ځکه چې ناسا د سپوږمۍ د کثافت اړوند ناقص اطلاعات لري او کولای شي د سپوږمکۍ مسیر بدل کړي. د اپولو پروګرامونو مدیر د دواړو لورو د بحثونو له اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې یوځل ازمیښت ډېر مهم دی. [۸]

د ۱۹۶۸ زکال د نومبر په ۱۳مه نېټه ناسا د اپولو ۱۰ ماموریت د خدمې غړي اعلان کړل. توماس پي سټافورډ د قومندان په توګه چې د دغه ماموریت پر مهال یې ۳۸ کاله عمر درلود. هغه په ۱۹۵۲ زکال کې د سمندري ځواکونو له اکاډمۍ فارغ او بیا هوايي پوځ ته ولېږل شو. نوموړی په ۱۹۶۲ زکال کې د ستورمزلو په دویمه ډله کې وټاکل شو او د جیمینای شپږ اې (۱۹۶۵ زکال) او جیمینای ۹ اې (۱۹۶۶ زکال) د پیلوټ په توګه یې فضا ته الوتنه ترسره کړې وه. د قومندانۍ د خونې پیلوټ جان یانګ هم ۳۸ کاله عمر درلود او د اپولو ۱۰ د توغولو پر مهال د سمندري ځواکونو قومندان و. نوموړی په ۱۹۵۲ زکال کې د جورجیا پوهنتون د ټکنالوژۍ له څانګې څخه فارغ شوی و او بیا سمندري پوځ ته شامل شو؛ په ۱۹۵۲ زکال ازمیښتي پیلوټ شو او بیا په ۱۹۵۹ زکال کې یې د پیلوټۍ ځایګی خپل کړ؛ دی د سټافورډ سره یوځای په دویمه ډله ستورمزلو کې وټاکل شو. هغه د ۱۹۶۵ زکال پر مهال په جیمینای ۳ الوتنه کې له ګاس ګریسوم سره یوځای فضا ته الوتنه وکړه او له مرکیوري اووه ډلې بهر لومړنی امریکايي شو چې فضا ته ولاړ. له دې وروسته یانګ د جیمینای ۱۰ (۱۹۶۶ زکال) قومنداني وکړه چې پیلوټي یې مایکل کالینز کوله. د سپوږمۍ پر سطحه د ګرځېدونکې سپوږمکۍ پیلوټ بیا یوجین سرنان و چې ۳۵ کاله عمر یې درلود او د اپولو ۱۰ ماموریت پر مهال په سمندري ځواکونو کې و. نوموړی په ۱۹۵۲ زکال کې له پوردو پوهنتون څخه فارغ او له فراغت وروسته سمندري پوځونو ته شامل شوی و. سرنان په ۱۹۶۳ زکال کې د ستورمزلو په دریمه ډله کې وټاکل شو او په اپولو ۱۰ کې یې له خدمت کولو وړاندې له سټافورډ سره د جیمینای ۹ اې په فضایي الوتنه کې برخه واخیسته. له دې وړاندې پنځو الوتنو پرته د فضايي شاتل تر مهال پورې د اپولو ۱۰ خدمه فضا ته د رسېدو په برخه کې تر ټولو مجربه خدمه وه او لومړنی فضايي امریکايي ماموریت و چې ټوله خدمه یې له پخوانيو فضايي سرتېرو څخه جوړه وه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د مرکیوري او جیمینای پروژو لپاره یوه اصلي خدمه او همدارنګه یوه ریزرف خدمه ټاکل شوې وه، خو د اپولو لپاره دریمه ډله ستورمزلي بیا د ملاتړ کوونکې خدمې په نامه وټاکل شول. سلایټون د ملاتړیزې خدمې ډله د اپولو پروګرام په لومړیو کې د مک ډیوېټ په لارښوونه چې د اپولو ۹ مشري یې کوله جوړه کړې وه. مک ډیوېټ باوري و چې د متحده ایالاتو په ټولو برخو کې د تاسیساتو په چمتوالي سره هغه غونډې چې د فضايي الوتنو خدمه ورته اړتیا لري، هر چېرې نه شي جوړېدلای. د ملاتړیزې خدمې غړي باید د ماموریت د قومندان د امر له مخې له هغه سره مرستې وکړي. دوی په معمول ډول د لوړو ځایګیو لرونکي نه و او دنده یې لرله د ماموریت قوانین، د الوتنې پلان او چک لېستونه راغونډ او هغه اپډېټ وساتي. د اپولو ۱۰ لپاره د دغې ډلې غړي جو انګل، جیمز اروین او چارلز دوک وو. [۱۶]

د الوتنې مدیران یې بیا ګرې ګریفن، ګلین لونی، میلټ وینډلر او پیټ فرانک وو. دغو کسانو د اپولو ماموریت پر مهال یوازې یوه جمله دنده لرله: «د الوتنې مدیر کېدای شي د خدمې د خوندیتوب او د ماموریت د بریا په موخه هر ډول لازم اقدام ترسره کړي». [۱۷][۱۸][۱۹][۱۸][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Reference URL: https://history.nasa.gov/SP-4029/Apollo_18-10_Designations.htm.
  2. ۲٫۰۰ ۲٫۰۱ ۲٫۰۲ ۲٫۰۳ ۲٫۰۴ ۲٫۰۵ ۲٫۰۶ ۲٫۰۷ ۲٫۰۸ ۲٫۰۹ ۲٫۱۰ ۲٫۱۱ ۲٫۱۲ ۲٫۱۳ ۲٫۱۴ ۲٫۱۵ ۲٫۱۶ Stated in: Jonathan's Space Report. ليکوال: Jonathan McDowell.
  3. Press Kit، م. 1.
  4. McKinnon, Mika (April 30, 2014). "Snoopy the Astrobeagle, NASA's Mascot for Safety". Gizmodo. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Replicas of Snoopy and Charlie Brown decorate top of console in MCC". NASA. May 28, 1969. NASA Photo ID: S69-34314. د اصلي آرشيف څخه پر June 19, 2001 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 25, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) Photo description available here Archived October 5, 2021, at the Wayback Machine..
  6. LaPage, Andrew (May 29, 2019). "Apollo 10: The Adventure of Charlie Brown and Snoopy". Drew ex Machina (Blog). د لاسرسي‌نېټه July 11, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Brooks، مم. 234–235.
  8. Chaikin، مم. 151–152.
  9. LaPage, Andrew (May 29, 2019). "Apollo 10: The Adventure of Charlie Brown and Snoopy". Drew ex Machina (Blog). د لاسرسي‌نېټه July 11, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Thomas P. Stafford, Lieutenant General, U.S. Air Force (Ret.) NASA astronaut (former)" (PDF). Lyndon B. Johnson Space Center. March 2014. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Orloff & Harland، م. 471.
  12. Orloff & Harland، م. 279.
  13. Stafford & Cassutt، م. 545.
  14. Press Kit، مم. 71–72.
  15. Press Kit، مم. 69–70.
  16. Slayton & Cassutt، م. 236.
  17. Hersch, Matthew (July 19, 2009). "The fourth crewmember". Air & Space/Smithsonian. د لاسرسي‌نېټه October 4, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Orloff & Harland، م. 256.
  19. Brooks، م. 261.
  20. Slayton & Cassutt، م. 184.