Jump to content

اپولو 9

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اپولو 9 (3 – 13 مارچ، 1969) د ناسا د اپولو په پروګرام کې تشيال ته د انسان درېيم ځل الوتنه وه. کوم چې د ځمکې ښکته مدار کې الوزول شوی و، دا الوتنه د اپولو د ماموريت عمله لرونکی دويم ماموريت و، کوم چې متحده ايالاتو د Saturn V توغندي په مټ وتوغولو، او د بشپړ اپولو تشيالي بېړۍ لومړۍ الوتنه وه: چې د کمانډ او سرويس موډيول (CSM ) تر څنګ يې سپوږميز موډيول (LM) هم درلود. دا ماموريت د سپوږمۍ په مدار کې په لومړي ځل د ښکته کېدو د چمتوالي په موخه، د LM د ښکته کېدو او پورته کېدو د سيستم د وړتيا لپاره الوزول شوی و، له کوم څخه چې دا روښانه شوه چې عمله يې کولای شي په خپلواک ډول يې والوزوي، او بېرته له CSM سره په تشیال کې وصل او هلته لنګر واچوي، څه ډول به چې د عمله لرونکې لومړۍ سپوږميزې ښکته کېدنې لپاره اړينه وي. د دې الوتنې په نورو موخو کې د تشيالي بېړۍ د زېرمه کولو د احتياطي بڼې په توګه مخ په وړاندې وړلو لپاره د LM د کوزېدلو ماشين توغول (څه ډول به چې د اپولو 13 په ماموریت کې اړين وي) او د LM د خونې دباندې د وړلو وړ ژوند ملاتړ سيستم د کڅوړې استعمال شامل وو.

د درې کسانو عمله له قوماندان «جيمز ميک ډيوټ»، د کمانډ ماډيول پيلوټ «ډيوډ سکاټ» او د لمريز ماډيول پيلوټ «رسټي شويکارټ» څخه جوړه وه. د لس ورځني ماموريت په اوږدو کې، دوی په سپوږمۍ د ښکته کېدو لپاره، د LM ماشينونه، د ژوند ملاتړ احتياطي سيستمونه، د سفر کولو سيستمونه او د لنګر اچولو مانوريو په ګډون مهم سيستمونه او کړنلارې و ازمويلې.

د 1969ز کال د مارچ په درېيمه نېټه له توغول کېدو وروسته، دې عملې د لمريز موډيول لومړۍ عمله لرونکې الوتنه تر سره کړه، دا لومړی ځل لنګر اچول او بېرته راوتل و، د دوه کسانو يو تشيالي قدم وهل (EVA) و، او د دوه عمله لرونکو تشيالي بېړيو دويم لنګر اچول و – يعنې د شوروي اتحاد له خوا د Soyuz 4  او Soyuz 5 تر منځ په تشيال کې د قدم وهلو له لارې د عملې له انتقال دوه مياشتې وروسته. دا ماموريت د مارچ په ديارلسمه نېټه پای ته ورسېد، او بشپړ بريالی و. دې ثابته کړه چې LM د عمله لرونکي تشيالي الوت وړتيا لري، او په سپوږمۍ د ښکته کېدو وروستۍ موخې څخه مخکې، د اپولو 10 لپاره يې په سپوږمۍ د ښکته کېدو د لباس تمرين ته زمينه برابره کړه.

د ماموريت مخينه[سمول]

د 1966ز کال د اپريل په مياشت کې، «ميک ډيوټ، سکاټ» او «شويکارټ» د الوتنې د عملې د عملياتو د مشر «ډيک سليټن» له خوا د دويم اپولو د عملې په توګه وټاکل شول. د ودی ابتدايي دنده د As-204 نومول شوي block I command and service module  د لومړۍ عملې د ځمکې د مداري الوتنې لپاره د ټاکل کېدونکې لومړي اپولو د عملې، «ګس ګريسوم، ايډ وايټ» او «راجر شيفي»  لپاره احتياطي ملاتړ و. د block I CSM په جوړولو کې ځنډ AS-204 تر 1967ز کال پورې شاته کړ. بيا کتل شوي پلان کې د «ميک ډيوټ» عمله د دويم عمله لرونکي CSM لپاره مهال وېش شوې وه، کومه چې د ځمکې په مدار کې د عملې نه لرونکې LM سره وصل کېده، او هغه په جلا ډول توغول شوی وه. د عملې لرونکی  رېيم ماموريت، چې مشري يې «فرانک بورمين» کوله، د عمله لرونکي Saturn V لومړی توغول و. [۱][۲]

د 1967ز کال د جنورۍ په اوه ويشتمه نېټه، د «ګريسوم» عملې د فبرورۍ مياشتې د يوويشتمې ڼېټې پلان شوي ماموريت لپاره د توغولو له ځای څخه کتنه کوله، کوم ماموريت ته چې دوی د Apollo 1 نوم ورکړی و، چېرته چې د عملې په خونه کې اور ولګېد، او درې کسان يې ووژل. له دې وروسته د اپولو د پروګرام د خونديتوب بشپړه بيا کتنه تر سره شوه. په دې موده کې  5 Apollo منځ ته راغی، کوم چې د عملې نه لرونکی توغول و، تر څو لومړی سپوږميز ماډيول (LM-1) و ازمايي.[۳][۳][۴]

د نوي مهالوېش تر مخې، د تشيال ته تلونکي دعملې لرونکي اپولو لومړی ماموريت Apollo 7 و، چې د 1968ز کال د اکتوبر په مياشت کې پلان شوی و. دې ماموريت به د block II command module ازموينه کوله، خو لمريز ماډيول پکې شامل نه و. په 1967ز کال کې، ناسا د ليکونو د ماموريتونو يوه لړۍ تر سره کړه، چې په پایله کې يې په سپوږمۍ د عملې ښکته کېدل منځ ته راغلل، "G ماموريت"، په کوم کې چې د يو ماموريت بشپړېدل د بل لپاره لازمي شرط و. اپولو 7 به "C ماموريت" وای، خو "D ماموريت" د عملې لرونکي سپوږميز ماډيول ازموينې ته اړتيا درلوده، کوم چې له مهالوېش وروسته روان و، او د «جان ايف. کينيډي» دا موخه یې له ګواښ سره مخ کوله چې د 1960ز لسيزې په پای کې به امريکايان په سپوږمۍ قدم ووهي، او په خوندي ډول به بېرته ځمکې ته راستانه شي. د «ميک ډيوټ» عمله د 1967ز کال په نومبر کې د ناسا له خوا د "D ماموريت" لپاره د ابتدايي عملې په توګه اعلان شوه، کوم چې د ځمکې په مدار کې د کمانډ او سپوږميزو ماډيولونو ازموينې اوږدې کړې.[۵][۶][۷][۸][۹]

د «کينيډي» د موخې د مهال وېش سره سم د هڅو په کولو سره، د 1968ز کال د اګست په مياشت کې د اپولو پروګرام مدير «جورج ايم. لو» وړانديز وکړ چې که په اکتوبر کې اپولو  7  ښه جريان پيدا کړ، نو اپولو 8 به د سپوږمۍ مدار ته له LM پرته ولاړ شي. تر هغه وخته پورې، اپولو 8 د D ماموريت و، په داسې حال کې چې اپولو 9 "E ماموريت" و، چې د ځممکې په منځني مدار کې يې ازموينې کولې. له هغه وروسته چې ناسا سپوږمۍ ته د اپولو 8 استول تاييد کړل، په داسې حال کې چې اپولو 9 "D ماموريت" وګرځېد، سليټن «ميک ډيوټ» ته فرصت برابر کړ، تر څو له اپولو 8 سره پاتې شي او په دې ډول د سپوږمۍ مدار ته ولاړ شي. «ميک ډيوټ» د خپلې عملې په استازولۍ دا رد کړل، او غوره يې وګڼله چې له D ماموريت سره پاتې شي چې اوس اپولو 9 دی.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

اپولو 7 ښه عمل وکړ، او عمله يې بدله شوه. د عملې بدلون همدا راز په دې هم اغېز وکړ چې په سپوږمۍ ښکته کېدونکی لومړی ستورمزلی به څوک وي، له دې امله چې د اپولو 8 او 9 عمله بدله کړای شوې وه، په ورته توګه احتياطي عمله هم بدله کړای شوې وه. له دې امله چې د تجربې پر اساس ولاړو اصولو غوښتنه د احتياطي عملې په ملاتړ کې وه، تر څو له درې ماموريتونو وروسته د اصلي عملې په توګه الوتنه وکړي، په دې ډول د «نيل ارمسټرانګ» عمله (د بورمن احتياطي عمله) د «پيټ کونراټ» د عملې پر ځای د اپولو 11 کې د لومړي ښکته کېدونکي د هڅې کونکې موقعيت ته راورسېده، او «پيټ کونراډ» په اپولو 12 دويم ځلې ښکته شو.[۱۵][۱۶][۱۷]

کارچوکاټ[سمول]

عمله او د ماموريت د کنترول مهم کارمندان[سمول]

دنده ستورمزلی
قوماندان جيمز ای. ميک ډايوټ

د تشيال دويمه او وروستۍ الوتنه

د کمانډ ماډيول پيلوټ (CMP) ډايوډ ار. سکاټ

د تشيال دويمه الوتنه

سپوږميز ماډيلول پيلوټ (LMP) رسل ايل. شويکارت

د تشيال يوازینۍ الوتنه

ميک ډيوټ په هوايي ځواک کې و؛ په 1962ز کال کې د ستورمزلو د دويمې ډلې په توګه غوره شو، نوموړی د Gemini 4 (1965) قوماندان پيلوټ و. سکاټ هم د هوايي ځواک څخه و، په 1963ز کال کې د ستورمزلو د درېیمې ډلې لپاره غوره شو، او په Gemini 8 کې يې له «نيل ارمسټرانګ» سره الوتنه وکړه، په کومه الوتنه کې چې د تشيالي بېړۍ لومړي ځل وصل کېدل هم تر سره شول. «شوايکارټ» يو ملکي و، د ماساچوسټ د ملي هوايي ځواک کې يې په هوايي قواوو کې دنده تر سره کړې وه، د ستورمزلو د درېيمې ډلې په توګه ټاکل شوی و، خو په Gemini ماموريت کې ونه ګومارل شو، او د تشيالي الوت تجربه یې نه درلوده.[۱۸][۱۹][۲۰]

احتياطي عمله کې «پيټر کوانراډ» د قوماندان، «رچرډ ايف ګورډن جونير» د کمانډ ماډيول پيلوټ، او «ايلن ايل. بين» د ماډيول پيلوټ په توګه شامل وو. دې عملې د 1969ز کال د نومبر په مياشت کې په اپولو 12 کې د مرکزي عملې په ډول الوتنه وکړه. د اپولو 9 لپاره دا ملاتړې عمله له «سټيورټ ای. روزا»، «جيک ار. لوسما»، «ايدګر ډي. مچل» او «الفريد ايم. ورډن» څخه جوړه وه. «لوسما» د اپولو 9 د ملاتړي عملې اصلي غړی نه و، خو له هغې وروسته وګومارل شو، کله چې «فريد. ډبليو هارس جونير» اپولو 8 ته د د سپوږميز ماډيلو پيلوټ دندې ته په احتياطي کې وګومارل شو – د «مايکل کولنز» له لېرې کولو وروسته يو شمير ستورمزلي د اپولو 8 د ابتدايي عملې څخه د ملا تير د هډوکو د درملنې له امله لېرې کړای شول.[۲۱][۲۲]

د الوتنې مشران «جين کرانز» په لومړۍ دوره کې، «جيري ګريفن» په دویمه دوره کې، او «پيټ فرانک» په درېیمه دوره کې وو. د کیپسول ارتباط کونکي هر يو «کونراډ، ګورډن، بين، ورډن، روزا» او «رونالډ ايونز» وو.[۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. (په August 4, 1966 باندې). 'Open End' Orbit Planned for Apollo.
  2. Brooks, et al. 1979, Chapter 8.7: "Preparations for the first manned Apollo mission" Archived May 15, 2021, at the Wayback Machine.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Scott & Leonov، مم. 193–195.
  4. Chaikin، مم. 12–18.
  5. "Apollo 7 (AS-205)". National Air and Space Museum. د اصلي آرشيف څخه پر July 4, 2017 باندې. لاسرسي‌نېټه April 26, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Ertel, Roland, & Brooks 1975, Part 2(D): "Recovery, Spacecraft Redefinition, and First Manned Apollo Flight" Archived May 23, 2021, at the Wayback Machine..
  7. Chaikin، مم. 56–57.
  8. Brooks, et al. 1979, Chapter 11.2: "Proposal for a lunar orbit mission" Archived May 9, 2021, at the Wayback Machine.
  9. Brooks, et al. 1979, Chapter 11.3: "Selecting and training crews" Archived May 4, 2021, at the Wayback Machine.
  10. Ertel, Roland, & Brooks 1975, Part 2(D): "Recovery, Spacecraft Redefinition, and First Manned Apollo Flight" Archived May 23, 2021, at the Wayback Machine..
  11. Brooks, et al. 1979, Chapter 11.2: "Proposal for a lunar orbit mission" Archived May 9, 2021, at the Wayback Machine.
  12. French & Burgess، مم. 298–299.
  13. French & Burgess، مم. 328–329.
  14. Chaikin، مم. 62, 141.
  15. Chaikin، م. 597.
  16. Chaikin، مم. 136–137.
  17. Chaikin، مم. 76–77.
  18. Press Kit، م. 98.
  19. Press Kit، مم. 96–97.
  20. Press Kit، مم. 94–95.
  21. Brooks, et al. 1979, Chapter 11.3: "Selecting and training crews" Archived May 4, 2021, at the Wayback Machine.
  22. Woods, David; Vignaux, Andrew. "Preparations for Launch". Apollo Flight Journal. NASA. لاسرسي‌نېټه December 29, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Orloff & Harland، م. 224.