Jump to content

اپولو 13

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اپولو 13 (اپريل 11-17، 1970) د اپولو د تشيال په پروګرام کې د عملې لرونکی اوم ماموريت او درېیم هغه ماموريت و چې په سپوږمۍ ښکته شي. دا بېړۍ د 1970ز کال د اپريل په يوولسمه نېټه د کينيډي د تشيال له مرکز څخه وتوغول شوه، خو په ماموریت کې له دوه ورځو وروسته په سروس ماډيول (SM) کې د اکسيجن د مخزن د چاودنې له امله په سپوږمۍ ښکته کېدل منسوخ کړای شول، چې د اکسيجن د مخزن چاودنې د دې بېړۍ برېښنايي او د ژوند ملاتړ سيستم له کاره وغورځاوه. عمله يې، چې د سپوږميز ماډيول (LM) د ملاتړي سيستم له ملاتړ څخه برخمن و، د سپوږمۍ په شا اوخوا کې د څرخېدو پر ځای، د اپريل په اولسمه نېټه بېرته زمکې ته راستنه شوه. د دې ماموريت مشري «جيم لوول» کوله، په کوم کې چې «جيک سويګرټ» د ماډيو د مشر (CM) پيلوټ او «فريټ هايز» د سپوږميز ماډيول (LM) د پيلوټ په توګه دندې تر سره کولې. «سويګرټ» په وروسته وخت کې د «ميټنګلي» بديل و، څوک چې د «روبيلا» په ناروغۍ اخته کېدو له امله لېرې کړای شوی و.

د اکسيجن د مخزن د معمول خوځښت د هغې په داخل کې د يو خراب شوي مزي موصليت ته اور ورته کړ، له کوم څخه چې چاودنه منځ ته راغله، په کوم سره چې د SM د اکسيجن د دواړو مخزنونو مواد په تشيال کې خوشې شول. له اکسيجن پرته، کوم چې د تنفس او د برېښنايي ځواک جوړولو دواړو لپاره اړين و، د SM د ټيله کولو او د ژوند د ملاتړ سيستم کار نه شو کولای. CM سيستمونه بايد بند کړای شوي وای، تر څو د بيا داخلولو لپاره خپل پاتې وسايل خوندي کړي، د کوم له امله چې عمله اړ شوه تر څو د ژوندي پاتې کېدو په موخه LM  ته داخل شي چې د ژوندي پاتې کېدو خونه وه. په داسې حال کې چې په سپوږمۍ ښکته کېدل لغوه شوي وو، د دې ماموريت مديريت کونکو په دې کار وکړ تر څو عمله ژوندۍ بېرته راستنه کړي.

که څه همLM  د سپوږمۍ په سطحه د دوه کسانو د دوه ورځو لپاره د ملاتړ په ډول جوړ شوی و، خو په هوسټن کې د دې ماموريت مديريت نويو کړنلارو ته وده ورکړه، په دې ډول چې کولای يې شول د څلورو ورځو لپاره درې کسانو ملاتړ وکړای شي. عملې يې ډېرې سختۍ تجربه کړي، لامل يې محدود ځواک، د خونې لوندوالی او يخوالی او د څښاک د اوبو کمښت و. په LM کې د کار کولو لپاره د کاربن ډای اکسايډ پاکونکي سيستم لپاره د CM کارتوسو ته جدي اړتيا وه؛ عمله او د دې ماموريت مديريت کونکي د حل په پیدا کولو بريالي شول. د ستورمزلو خطر د اپولو په پروګرام کې د ولس لېوالتيا د لنډ وخت لپاره تازه کړه؛ ميليونونه خلکو د تلويزيون په پرده په ارام سمندر کې د راښکته کېدو ننداره وکړه.

يو څېړونکې کتنپلاوي، له الوت مخکې د اکسيجن په مخزن او د هغې په داخل کې اېښودل کېدونکي «ټيفلان» ازموينه کې خرابی پیدا کړ. دې پلاوي د بدلونونو سپارښتنه وکړه، چې په هغې کې د مخزن په داخل کې د ممکنه اور اخېستونکو شيانو د استعمال کول هم شامل و؛ دا د اپولو 14 لپاره شوي و. د اپولو 13 کيسه څو څو ځلې په ډرامو کې تمثيل شوه، چې د يادولو وړ يې د 1995ز کال د اپولو 13 فلم او د ضايع شوې سپوږمۍ پر اساس دی، همدا راز د 1994ز کال يادښت دی، چې «ليويل» په شریکه ليکلی دی – او د 1998ز کال د لنډې لړۍ يو قسط چې له ځمکې څخه سپوږمۍ ته په نوم دی.

شاليد[سمول]

په 1961ز کال کې، د متحده ايالاتو ولسمشر جان ايف کينيډي خپل ولس وننګولو چې د دې لسيزې تر پايه به يو ستورمزلی د سپوږمۍ په سطحه ښکته او بېرته به ځمکې ته په خوندي توګه راستون شي. ناسا دې موخې ته د رسېدو لپاره په تدریجي ډول کار وکړ، او د مرکري پروژې او جيمني پروژې په دوران کې يې ستورمزلي تشيال ته واستول، او د اپولو تر پروګرام ورسېدل. دا موخه د اپولو 11 په مرسته تر لاسه شوه، کوم چې د 1969ز کال د جولای په شلمه نېټه په سپوږمۍ ښکته شو. نيل ارمسټرانګ او بز ايلډرين د سپوږمۍ په سطحه قدم وواهه، په داسې حال کې چې مايکل کولنز په کمانډ ماډيول کولمبيا کې د سپوږمۍ په شا اوخوا راورڅرخېد. دا ماموریت د 1969ز کال د جولای په څلور وېشتمه نېټه بېرته ځمکې ته راستون شو، او په دې ډول يې د کينيډي ننګونه بشپړه کړه. [۱][۲][۳]

ناسا دې موخې ته د رسېدو لپاره د پنځلسو (Saturn V) توغنديو تړون کړی و؛ په داسې حال کې چې هېڅوک نه پوهېدل د دې لپاره به څومره ماموريتونو ته اړتيا وي. له دې امله چې په 1969ز کال کې اپولو 11 د شپږم Saturn V په مټ بريا تر لاسه کړې وه، بيا هم د ټولو لسو ښکته کېدنو په هيله نهه توغندي پاتې وو. د اپولو 11 له خوا پيدا شوې ليوالتيا څخه وروسته، ولس د تشيال د پروګرام په وړاندې بې پروا شو، او کانګريس د ناسا د بوديجې کمولو ته دوام ورکړ؛ او اپولو 20 لغوه شو. په سپوږمۍ په برياليتوب سره له ښکته کېدو سره سره، دا ماموریتونه دومره خطرناک بلل کېدل، چې ستورمزلو په تشيال کې د مړينې په صورت کې د خپلو کورنیو لپاره د ژوند بيمې چمتو کولو زغم نه درلود. [۴][۵][۶]

ان په 1961ز کال کې د لومړي امریکايي ستورمزلي تشيال ته له تګ مخکې، له تشيالي بېړۍ سره د اړيکې او د هغې د فعاليت د څارنې لپاره يو مرکزي اسانتيا پلان پيل شوی و، ډېره برخه يې «کرټوفر سي.کرافټ جونير» د دماغ اختراع وه، څوک چې د ناسا د لومړي الوت مشر شو. د 1962ز کال فبرورۍ په مياشت کې د «جان ګلين» د مرکري فرينډشپ 7 الوت پر مهال (کوم چې د متحده ايالاتو له خوا د عملې لرونکې لومړی مداري الوت و)، د ناسا مديرانو د «کرافټ» له پرېکړو يوه رد کړه. له ماموريت وورسته تجربې په مټ هغه تايید شو، او هغه يو اصل پلی کړ، چې د ماموريت پر مهال، د الوت د رئيس خبره حتمي وه – د هغې د رد کولو لپاره، ناسا بايد هغه عند الموقع ګوښه کړی وای. د اپولو پر مهال د الوت مديريانو په يوه جمله کې د کار تشريح کول درلودل، "د پرواز مديران د عملې د خونديتوب او د ماموريت د بريالي کېدو لپاره اړين اقدامات کولای شي".[۷][۸][۹]

په 1965ز کال کې، د هوسټن مشن کنترول مرکز (د ماموریت د کنترول مرکز) پرانيستل شو، تر يو بريده دا مرکز د «کرافټ» له خوا طرحه شوی و، او اوس د هغه نوم ورکړل شوی دی. په مشن کنترول کې، د تشيال بېړۍ څخه له لرې د معلوماتو تر لاسه کولو د څارلو تر څنګ، د الوت هر اداره کونکی د کارمندانو د ملاتړ له خونې (يا وروستۍ خونه) له پوهانو سره د غږ د کړۍ له لارې په اړیکه کې و، چا چې د ځانګړې تشيال بېړۍ په سيستمونو تمرکز درلود.[۱۰][۱۱]

اپولو 13 بايد دويم H ماموريت وای، د کوم موخه چې په سپوږمۍ د ښکته کېدو سموالي څرګندول او په سپوږمۍ د ځانګړو سيمو لټون و. په داسې حال کې چې د کينيډي موخه د اپولو 11 په مټ تر لاسه شوه، او اپولو 12 دا وښودله چې ستورمزلي کولای شي په دقيق ډول ښکته شي، د ماموريت طرحه کونکو وکولای شول چې له دې په زيات څه تمرکز ولري، چې نه يوازې په خوندي ډول ښکته شي او د ځمکپېژندنې برخه کې لږ تر لږه روزل شوي ستورمزلي د سپوږمۍ له نمونو راټولولو وروسته بېرته په ځمکه کې خپل کور ته راولي. په اپولو 13 کې د ساينس ډېره ونډه وه، په ځانګړي ډول د ځمکپېژندنې لپاره، هغه څه چې د ماموريت په نصب العين Ex luna, scientia (له سپوږمۍ څخه پوهه) کې ورباندې ټينګار شوی و.[۱۲][۱۳]

ستورمزلي او د مشن کنترول مهم کارمندان[سمول]

دنده ستورمزلی
قوماندان (CDR) جيمز ای. لوويل جونير. څلورم او وروستی تشيالی الوت
د قوماندې د موډيول پيلوټ (CMP) جان "جيک" ايل. سويګرټ جونير. يوازې تشيالی الوت
د سپوږميز موډيول پيلوټ (LMP) فريډ ډبليو. هايزي جونير. يوازې تشيالی الوت

د تشيال د الوت پر مهال د اپولو 13 د ماموريت قوماندان «جيم لوول» عمر دوه څلوېښت کاله و. نوموړی د متحده ايالاتو د سمندري اکاډمۍ څخه فارغ شوی او په 1962ز کال کې د ستورمزلو د دويمې ډلې لپاره له غوره کېدو مخکې د سمندري ځواک پيلوټ او ازمايښتي پيلوټ و؛ نوموړي په 1965ز کال کې په جيمني 7 کې له «فرينک بورمين» او يو کال وروسته په جيمني 12 کې د «بز ايلډرين» سره الوت وکړ، مخکې تر دې چې په اپولو 8 کې په 1968ز کال کې الوت وکړي، کومه چې لومړۍ تشيالي بېړۍ وه چې له سپوږمۍ راوڅرخېده. د اپولو 13 پر مهال، «لوول» د ناسا هغه ستورمزلی و چې په درې ماموریتونو کې يې د 572 ساعتونو په تېرولو سره، په تشيال کې تر ټولو زيات وخت تېر کړی و.[۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Apollo 11 Mission Overview". NASA. December 21, 2017. لاسرسي‌نېټه February 14, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Apollo 11 Mission Overview". NASA. December 21, 2017. لاسرسي‌نېټه February 14, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Hacker & Grimwood 2010، م. 382.
  4. Weinberger, Howard C. "Apollo Insurance Covers". Space Flown Artifacts (Chris Spain). لاسرسي‌نېټه December 11, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Chaikin 1995، م. 285.
  6. Chaikin 1995، مم. 232–233.
  7. Cass, Stephen (April 1, 2005). "Apollo 13, we have a solution". IEEE. لاسرسي‌نېټه October 13, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Neufeld, Michael J. (July 24, 2019). "Remembering Chris Kraft: Pioneer of Mission Control". Smithsonian Air and Space Museum. لاسرسي‌نېټه December 8, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. (په September 13, 2012 باندې). A legendary tale, well-told. Rice University Office of Public Affairs
  10. Neufeld, Michael J. (July 24, 2019). "Remembering Chris Kraft: Pioneer of Mission Control". Smithsonian Air and Space Museum. لاسرسي‌نېټه December 8, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Cass, Stephen (April 1, 2005). "Apollo 13, we have a solution". IEEE. لاسرسي‌نېټه October 13, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Apollo Program Summary Report 1975، م. B-2.
  13. Launius 2019، م. 186.
  14. Howell, Elizabeth; Hickok, Kimberly (March 31, 2020). "Apollo 13: The moon-mission that dodged disaster". Space.com. Future US. لاسرسي‌نېټه April 1, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Apollo 13 Press Kit 1970، مم. 108–109.