Jump to content

اټک جګړه (۱۸۱۳)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اټک جګړه (۱۸۱۳)
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۱۳ جولای ۱۸۱۳ (۱۸۱۳) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۳°۴۶′شمال ۷۲°۲۲′ختیځ / 33.77°شمال 72.37°ختيځ / 33.77; 72.37 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د اټک جګړه په 1813 زیږدیز کال کي د جولای پر 13 نېټه باندي د سک امپراتورۍ او افغان دراني امپراتورۍ ترمینځ پېښه سول. یاده جګړه له تاریخي پلوه د درانيانو پر وړاندي د سيکانو لمړۍ ستره بريا ګڼل کیږي . د ۱۸۱۲ کال په وروستیو کي د افغانستان نامتو جګړن وزیر فتح خان د محمود شاه دراني په امر د اباسین له سیند څخه تېر او پر کشمیر یې د یرغل لپاره چمتووالۍ پیل کړ، ترڅو هلته شجاع شاه درانی له خپل باغي وزیر عطا محمد خان څخه ازاد کړي. فتح خان د خپلي یادي موخي لپاره په ۱۸۱۲ زیږدیز کي د پنجابي واکمن رنجیت سنګ څخه د مرستي غوښتنه وکړه، او په بدل کي یې تر جګړې ګټلو وروسته څه اندازه امتیازات ورته ومنل چي د رنجیت له لوري هم ومنل سوه، او دواړو په کډه د کشمیر نیولو ته راودانګل.

د کشمیر د جګړې په پایله کي د سیکانو استعماري فکر ددوی او افغاناتو ترمنځ نښته رامنځ ته کړه او فتح خان مجبوره سو، ترڅو له کشمیر څخه لیري په اټک کلا کي ځای پرځای سي. پنجابي واکمن رنجیت سینګ د راولپنډي له برهان سیمي څخه دیوان موک چند او کرم چند چاهل د افغانانو پر وړاندي د جګړې لپاره د یوې درنې توپخانې او پیاده لښکر سره واستول. دیوان محکم چند چي د افغانانو سره د جګړې پایله ښه نه لیدل د څو نښتو په پایله کي د هغوی څخه ستر زیان ولیدی، خو د نوموړي د ښه بخت له امله د ۱۸۱۲ کال د جولای په ۱۲مه د افغانانو مهمات پای ته ورسېدل او دې پیښي په سیکانو زړه دننه کړ. د ۱۸۱۲ کال د جولای په ۱۳ مه دیوان محکم چند خپل لښکر منظم او له فتح خان سره یې جګړه پیل کړه. د تاریخونو پر اساس د جګړې پیل په لمړي سر کي د افغانانو په ګټه روان وو، او فتح خان وتوانېدی ترڅو د سیکانو یو شمېر توپونه هم ویجاړ کړي، خو په وروستیو شیبو کي کله چي سیکانو د توپخانې ترڅنګ فیلان هم د جګړې ډګر ته دننه کړه، د افغانانو صفونه ګډوډ او فتح خان مجبوره سو چي شاتګ وکړي. د سیکانو له لوري په پورتنۍ جګړه کي د افغانانو مقاومت مات او فتح خان سیمه د کابل په نیت پرېښودل.