اوتار
د اوتار (Avatar) مانا د خدای له خوا رالېږل شوې ده، مګر په هندویزم کې، عموما، اوتار انسانان د خدای (بګوان) څخه جلا نه دي، مګر پخپله د خدای بڼه، یانې خدای پخپله په یو شکل کې ښکاري. له همدې امله، دا نظریه د اسلام له یووالي ، د مسیحیت او یهودیت د نبوت له مفهوم څخه په بشپړه توګه توپیر لري.
يانې په هندويزم کې د اوتار مانا د بڼې ده چې د دوی له نظره خدای په هره بڼه او شکل ځان ښودلی شي او په هر شکل لکه د انسان، بيزو، مار او نورو په شکل د انسانانو ترمنځ ژوند کوي.
د وشنو لس اوتارونه[سمول]
- متسیا (د کبانو بڼه)
- کورم (د کيشپ کاسې بڼه)
- وراها (د خنزیر بڼه)
- نارسینه (نار مانا انسان، سینه مانا زمری، نیم انسان او نیم زمری)
- وامان (د وامان په نوم د بوني شخص بڼه)
- پارشورام - (د پراشورام په نوم د یو کس بڼه)
- رام
- کرشنا
- ګاتم بودا
- " کولکي " - په عصري وختونو کې د انسان د هوساینې لپاره اخیستل شوې یا اخیستل شوي بڼه.