انډریو جکسن
| انډریو جکسن | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۵ مارچ ۱۷۶۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] |
| مړینه | 8 جون 1845 (78 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰] |
| د مړینې لامل | زړه نابری |
| تابعیت | |
| قد | 185 سانتي متره |
| ګوند | ديموکراتيک ګوند |
| روغتيايي څرنګوالی | نری رنځ |
| واک | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | قاضي ، قانونپوه ، سياستوال [۱۳] |
| مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱۴] |
| پوځي خدمت | |
| مقام | جنرال |
| جګړه/جګړې | د ۱۸۱۲م کال جګړه |
| لاسليک | |
| سمول |
|
انډریو جسکن (مارچ ۱۵، ۱۷۶۷ – جون ۸، ۱۸۴۵) یو امریکایی مدافع وکیل، سرتېری او سیاستوال و چې له ۱۸۲۹ څخه ۱۸۳۷ پورې یې د امریکا متحده ایالتونو د اوم ولسمشر په توګه خدمت کړی دی. د ولسشمر په توګه له ټاکل کېدو څخه وړاندې، جکس د متحده ایالتونو په پوځ کې د جنرال په توګه نوم درلود او د امریکا کانګرس په دواړو جرګو کې يې خدمت کړی دی. د یوه پراختیاپال ولسمشر په توګه، جسکن د "مفسدې اشراف سالارۍ" پر ضد د "عامو وګړو" د حقونو د خوندیتوب او د یووالي د ساتنې لپاره کار وکړ. [۱۵][۱۶]
جسکن د امریکا انقلابي جګړو څخه یوه لسیزه وړاندې په استعماری کارولیناس کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، یو مخکښ مدافع وکیل شو او له رېچل ډانېلسن روبارډس سره يې واده وکړ. هغه هم د امریکا د استازو په جرګه او هم په سنا کې د لنډې مودې لپاره د ټېنیسي د خلکو استازی و. د استعفا څخه وروسته، هغه له ۱۷۹۸ څخه تر ۱۸۰۴ پورې د ټينیسي په ستره محکمه کې د قاضي په توګه کار وکړ. چکسون ځمکې واخیستې چې وروسته يې نوم هېرمېتېج (The Hermitage) شو او پدې توګه جکسن د ځمکو یو شتمن او د غلامانو څښتن شو. په ۱۸۰۱ کال کې، هغه د ټېنیسي آیالت ملیشې ډګروال وګمارل شو او په راتلونکي کال بیا د همدې ملیشې قومندان وټاکل شو. هغه د ۱۸۱۳-۱۸۱۴ د کریک جګړې پرمهال د همدې ځواکونو مشري کوله او هارسشوبېنډ جګړه يې وګټله. ورپسې د فورټ جکسن تړون له مخې کریک مکلف و چې د اوسنۍ الاباما او جورجیا ایالتونو ډېری ځمکې تسلیم کړي. د برطانيې پر وړاندې په هممهاله جګړه کې، جکسون د نیواورلیانس جګړه وګټله او پدې توګه ملي اتل شو. جکسن په لومړۍ سېمینولي جګړه کې د امریکايي ځواکونو مشري کوله چې په پایله کې يې فلوريډا له هسپانيې څخه رابېله او له امریکا سره یوځای کړه. جکسون سنا ته د راستنېدلو څخه وړاندې د لنډ مهال لپاره د فلوريډا د لومړني اقلیمي والي په توګه خدمت وکړ. هغه په ۱۸۲۴م کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ودرېد او د ولس او الکټرول ډېرې رایې يې وګټلې. لکه څرنګه چې هېڅ نوماند د الکټرول کالج اکثریت ونه ګټلو، نو د استازو جرګې جان کوېنسي آډمز ته رایه ورکړه. پر آډمز او هېنري کلې د فساد د تورونو او د ولسمشر آدمز د لوړو خیالاتو اجنډا له کبله، د جکسن ملاتړو د ډموکراټیک ګونډ بنسټ کېښود.
جکسن په ۱۹۲۸م کال کې يوځل بیا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شو او آدمز ته یې په ستر توپېر ماتې ورکړه. جکسن د هغه څه پر سر د جنوبي کارولینا د جلایۍ له ګواښ سره مخ شو چې مخالفینو يې "د کرکې تعرفه یا Tariff of Abominations "بلله. کړکېچ وروسته له هغه هوار شو چې دا تعرفه اصلاح شوه، او جکسن ګواښ کړی و چې که جنوبي کارولینا د جلایۍ هڅه وکړي، دی به يې پر وړاندې له پوځي ځواک څخه کار واخلي. په کانګرس کې، هېنري کلې د هغو هڅو مشري کوله چې غوښتل يې د امریکا سېکنډ بانک ته بیاځلي جواز ورکړي. جکسن دا بانک یو فاسد بنسټ بللی و او ویل چې د عادي امریکایانو [د ژوند] په بیه شتمنو [وګړو] ته ګټه وررسوي، او همدا چې د هغې د منشور نوي کول يې وېټو کړل. له اوږده کشمکش څخه وروسته، جکسن او متحدینو يې دا بانک منحل کړ. په ۱۸۳۵م کال کې، جکسن یواځینی ولسمشر شو چې ټول ملي پور يې پرې کړ او دا د اوږده مهال هدف يې ترلاسه کړ. کله چې جکسن د اسراف او فساد د له منځه وړلو لپاره پر ګڼو طرحو کار کاوه، د هغه په ولسمشرۍ کې په امریکايي سیاست کې پر حساسو او مهمو چوکیو د ټاکنو ګټونکي ګوند د کسانو د ګمارلو او ځای پر ځای کولو چاره پیل شوه. په ۱۸۳۰م کال کې، ولسمشر جکسن د هندوانو د لېږد قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې د سوېل ختیځ د سترو قبیلو ډېری وګړي په زور سره د سورپوټکو سیمو (Indian Territory) ته [چې اوس د اوکلاهوما آیالت برخه دي] لېږدول کېدل. دې لېږدولو ته د اوښکو پل وايي. دې ځای پر ځای کولو دغه خلک له خپلو ځمکو څخه محروم کړل او پدې توګه په دوی کې مړینه او ناروغي زښته ډېره شوه. جکسن د غلامۍ د له منځه وړلو غورځنګ مخالف و چې دا مخالفت د ده په دویمه دوره کې لاپیاوړی شو. په بهرنیو چارو کې، د جکسن ادارې له برطانیې سره "د کاملة الودادو اړیکو" تړون لاسلیک کړ، له فرانسې څخه يې د ناپلیوني جګړو د تاوان مسله حل کړه او د تګزاس جمهوریت يې په رسمیت وپېژندو. د ۱۸۳۵م کال په جنورۍ میاشت کې، پر برحاله ولسمشر د ترور د لومړنۍ هڅې څخه ژوندی ووت.
د تقاعد پر مهال هم، جکسن د ډموکراټیک ګوند په سیاست کې فعال پاتې شو او د مارټین وان بورېن او جېمز کې پالک له ولسشمریو یې ملاتړ وکړ. که څه هم جکسن د غلامۍ د بحثونو له اغېز څخه وېره درلوده، خو بیا يې هم د ټګزاس ایالت د یوځای کولو لپاره غږ پورته کړ او له مړینې څخه يې لږ وړاندې دغه هدف ترلاسه شو. په متحده ایالتونو کې د جکسن څخه په پراخه کچه د ولسواکۍ او عامو وګړو د مدافع په توګه یادونه کېږي. د هغه ډېری کارونه بېلتون اچوونکي دي چې هم په هېواد کې قوي پلویان او هم قوي مخالفین لري. د هغه اعتبار د ۱۹۷۰مو کلونو څخه راپدېخوا ضربه ولیده ځکه دی د غلامي د له منځه وړلو مخالف و او اصلي امریکایان يې د خپلو پلرنیو ځمکو څخه په زوره نورو سیمو ته لېږدول. په هر حال، د تاریخپوهانو او علماوو سروې ګانې ښيي چې جکسن د امریکا د محبوبو ولسمشرانو تر منځ ځای لري.
ماشومتوب او ځواني او زده کړې
[سمول]انډریو جکسن د ۱۷۶۷م کال د مارچ په ۱۵مه نېټه د کارولیناس په واخاوس سیمه کې زېږېدلی دی. پلار او مور يې د انډریو جکسن او الیزابیت هټچېنسون په نامه دوه سکاټلندي-ایرلنډي ښکېلاګر و چې دوه کاله وړاندې يې د ایرلنډ له اولسټر سیمې څخه کډه کړې وه. د جکسن پلار د انتریم کاونټۍ په کاریکفرګوس کې د ۱۷۳۸م کال په شاوخوا کې نړۍ ته سترې پرانیستې. د جکسن موراوپلار هم د انټریم کاونټۍ په بوني بیفور کلي کې اوسېدل. د هغه د پلار پلارګنۍ د انګلستان د یورک شایر په کېلېنګس وولډ ګروو کې اوسېدل. [۱۷][۱۸][۱۹]
کله چې د چکسن مور او پلار په ۱۷۶۵م کال کې شمالي امریکا ته کډه شول نو دوه ماشومان هر یو هیوګ (زوکړه ۱۷۶۳) او رابرټ (زوکړه ۱۷۶۴) يې له ایرلنډ څخه له ځان سره راوستل. احتمالاً دا کورنۍ په فلاډلفیا کې مېشته شوه. ډېره شونې ده چې دې کورنۍ د اپالاکیان غرونو له لارې په واخاوس کې سکاټلنډي-ایرلنډي وطن ته زمیني سفر کړی وي او د شمالي او جنوبي کارولینا تر منځ پولې څخه اوښتي وي. د جکسون پلار د ۱۷۶۷م کال په فبرورۍ میاشت کې د ۲۹ کلونو په عمر او د جکسن د زېږېدېنې څخه درې اونۍ وړاندې د ونو پرې کولو په پېښه کې مړ شو. [۲۰][۲۱][۲۲]
د جکسن د زېږېدنې کره ځای معلوم نه دی ځکه د پلار له جنازې وروسته یې د مور د کارونو په اړه معلومات نشته. دا سیمه د شمالي او جنوبي کارولینا ایالت څخه لرې په اطراف کې پرته وه او رسمي سروې يې ترسره شوې نه وه. په ۱۸۲۴م کال کې، جسکن یو لیک ولیکه او په هغې کې يې خپل د زوکړې ځای د جنوبي کارولینا په لنکاسټر کاونټۍ کې د کاکا جېمز کراوفورډ ځمکې ښودلې وې. جکسن ځکه خپل ځان د جنوبي کارولینا معرفی کوی چې هغه ایالت د ۱۸۲۴م کال تعرفو پر لغوه کولو غور کاوه او جکسن د دې کار مخالف و. د ۱۸۵۰مو کلونو په نیمايي کې دویم لاس شواهد ښيي چې دی ښايي په جنوبي کارولینا کې د یوه بل کاکا په کور کې نړۍ ته راغلي وي. په تنکۍ ځوانۍ کې، جکسن ډېر ژر ګرمېده او تل به يې زور غږاوه. داسې هم ویل کېږي چې هغه د کم عمره او کمزوره هلکانو یوه ډله ترلاس لاندې ساتله او له هغوی سره به یې ښه چلند کاوه. [۲۳][۲۴][۲۵]
سرچینۍ
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118775731 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Andrew-Jackson — سکالو پېژند: Andrew Jackson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6p848w8 — سکالو پېژند: Andrew Jackson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/534 — سکالو پېژند: Andrew Jackson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32358.htm#i323574 — سکالو پېژند: Andrew Jackson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/jackson-andrew — سکالو پېژند: Andrew Jackson — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12035654v — سکالو پېژند: Andrew Jackson — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=jackson — سکالو پېژند: Andrew Jackson
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=andrew;n=jackson;oc=2 — سکالو پېژند: Andrew Jackson
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/28643 — سکالو پېژند: Andrew Jackson — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=28437 — سکالو پېژند: Andrew Jackson — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/gdsvw2l03gnlq6f — خپرېدونېټه: ۲۴ اگست ۲۰۱۸ — خپروونکی: National Library of Sweden — خپرولونېټه: ۲۵ جنوري ۲۰۱۷
- ↑ US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/J000005 — خپرېدونېټه: ۱۴ اپريل ۲۰۲۲ — سرليک: Biographical Directory of the United States Congress — خپروونکی: United States Government Publishing Office
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12035654v — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ Meacham 2008، م. 219.
- ↑ Brands 2005، م. 473.
- ↑ Jackson 1985، م. 9.
- ↑ Gullan 2004، مم. xii; 308.
- ↑ Brands 2005، مم. 11–15.
- ↑ Wilentz 2005، مم. 14–16.
- ↑ Booraem 2001، م. 9.
- ↑ Nowlan 2012، م. 257.
- ↑ Remini 1977، م. 9.
- ↑ Parton 1860a، مم. 54–57.
- ↑ Remini 1977، م. 5.
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1845ز مړينې
- 8 جون مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1050
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي

