Jump to content

اندرا ګاندي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اندرا ګاندي
اندرا ګاندي
اندرا ګاندي

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
اله اباد [۲]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
نوي دهلي   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای نوي دهلي   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت هند (۲۶ جنوري ۱۹۵۰–)

برېتانوي هند (–۱۴ اگسټ ۱۹۴۷) د هند اتحاد (۱۵ اگسټ ۱۹۴۷–۲۶ جنوري ۱۹۵۰)  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

ګوند هند ملي کانګرېس   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
اولاد راجيو ګاندي   ويکيډاټا کې (P40) ځانګړنې بدلې کړئ
پلار جواهر لال نهرو [۳][۴]  ويکيډاټا کې (P22) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه هندي   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه سياست [۵]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
 بهارت رتنا (۱۹۷۱)  ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
اندرا ګاندي
اندرا ګاندي

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

اندرا پرایادارشیني ګاندي (په هندي: [ˈɪnd̪ɪɾɑː ˈɡɑːnd̪ʰi]، چې کورنی نوم یې نهرو و؛ زوکړه د ۱۹۱۷ز کال د نومبر ۱۹مه ـــ مړینه د ۱۹۸۴ز کال د اکتوبر ۱۳مه) یوه هندۍ سیاستواله او د هند په ملي کانګرس کې یوه مرکزي څېره وه. نوموړې په ۱۹۶۶ز کال کې د هندوستان د دریمې لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه او او تر نن پورې د هند یوازینۍ ښځینه لومړۍ وزیره وه. ګاندي د هندوستان د لومړني صدر اعظم یا لومړي وزیر، جواهر لعل نهرو، لور وه. هغې د ۱۹۶۶ز کال له جنوري څخه د ۱۹۷۷ز کال تر مارچ پورې او بیا ځلي د ۱۹۸۰ز کال له جنوري څخه د ۱۹۸۴ز کال په اکتوبر کې د هغې تر ترور کېدو پورې د لومړۍ وزیرې په توګه خدمت وکړ، چې په دې سره له خپل پلار وروسته دویم کس دی چې د لومړي وزیر په سمت کې د تر ټولو ډېر وخت لپاره پاتې شوې ده. 

له ۱۹۴۷ز کال څخه تر ۱۹۶۴ز کال پورې د نهرو د صدر اعظمۍ د دورې په بهیر کې، ګاندي د هغه یوه کلیدي مرستیاله ګڼل کېده او په زیات شمېر بهرنیو سفرونو کې یې د هغه ملتیا کوله. نوموړې په ۱۹۵۹ز کال کې د هند د ملي کانګرس مشره وټاکل شوه.  په ۱۹۶۴ز کال کې د هغې د پلار په مړینه پسې متصل، نوموړې د راجیه سبها (د عالي مجلس یا د مشرانو جرګې) غړې او همدارنګه د د اطلاعاتو او خپرونو د وزیرې په توګه د لعل بهادر شاستري د کابینې غړې شوه. د کانګرس د ګوندونو تر منځ د پارلمان د رییس د ټاکلو په ټاکنو کې چې د ۱۹۶۶ز کال په لومړیو کې (د شاستري له مړینې ژر وروسته) تر سره شوې، نوموړې خپل رقیب موراجي دېسای ته په ماتې ورکولو سره رییسه شوه، په دې توګه د هند د لومړۍ وزیرې په توګه د شاستري له مړینې وروسته، د هغه ځای ناستې شوه.

اندرا ګاندي چې کله  لومړۍ وزیره وه، د خپل مصلحت نه منونکي سیاست او د قدرت د نامتوازن مرکزي کولو لپاره یې شهرت درلود. هغې د ازادۍ د غورځنګ، او د پاکستان په ختیځ کې د ازادۍ د جګړې په ملاتړ کولو سره له پاکستان سره جګړه انتخا کړه، کومه چې د هند په بریا او د بنګلدېش په رامنځته کېدو تمامه شوه او همدارنګه د هند نفوذ یې تر داسې یوې نقطې پورې زیات کړ چې د سویلې اسیا په یوازیني سیمه ییز ځواک بدل شو. ګاندي د بېلتون غوښتونکو تمایلاتو په استناد او د انقلاب لپاره د کمپاین په ځواب کې له ۱۹۷۵ز کال څخه تر ۱۹۷۷ز کال پورې اضطراري حالت پلی کړ، چې اساسي مدني ازادۍ پکې له تعلیق سره مخ شوې او رسنۍ سانسور شوې. د یاد اضطراري حالت په بهیر کې په پراخه کچه جنایتونه تر سره شول. په ۱۹۸۰ز کال کې، هغه له ازادو او عادلانه ټاکنو په ترڅ کې بېرته قدرت ته راستنه شوه. وروسته له هغې چې ګاندي د آبي ستوري  په عملیاتو (Operation Blue Star) کې په ګلډن معبد کې د پوځي اقدام امر وکړ، د ۱۹۸۴ز کال د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د خپلو ساتونکو او سېک ملتپالو له خوا ترور کړای شوه. [۶]

په ۱۹۹۹ز کال کې، اندرا ګاندي په یوه انلاین نظر سنجۍ کې چې د بي بي سي له خوا په لاره اچول شوې وه، "د زریزې د مېرمنې" په توګه ونومول شوه. په ۲۰۲۰ز کال کې، ګاندي د ټایم مجلې له خوا د نړۍ د هغو ۱۰۰ ښځو په منځ کې ونومول شوه چا چې تېره پېړۍ تعریف کړېده.[۷][۸]

د ژوند لومړني وختونه او حرفه

[سمول]

اندرا ګاندي چې د زېږون پر وخت یې نوم اندرا نهرو و، د ۱۹۱۷ز کال د نومبر په ۱۹مه نېټه په الله اباد کې په یوه کشمیري پنډته کورنۍ کې زیږېدلې وه. پلار یې، جواهر لعل نهرو، د انګرېزانو له واکمنۍ څخه د ازادۍ په غورځنګ کې یوه مخکښه څېره وه او د هند د قلمرو ( او وروسته جمهوریت) لومړنی لومړی وزیر شو. هغه د کورنۍ یوازینۍ ماشومه وه (هغې یو کشر ورور درلود چې په ځوانۍ کې ومړ)، او د خپلې مور، کماله نهرو (Kamala Nehru) سره ، په اناند بهوان کې چې یوه لویه رهایشي سیمه وه، رالویه شوه. هغې یو یوازې او ناخوښ ماشومتوب درلود. پلار به یې زیاتره وخت لرې و، د سیاسي فعالیتونو مشري به یې کوله یا به په زنداني و، په داسې حال کې چې مور یې په مکرر ډول د ناروغۍ له امله بستري کېده او وروسته د توبرکلوز له امله د وخت نه له مخکې مړینې سره مخ شوه. هغې له خپل پلار سره محدودې اړیکې ټینګولې، چې تر ډېره د لیکونو له لارې وې.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

اندرا ته تر ډېره د خصوصي ښوونکو له خوا په کور کې ښوونه شوې ده، او په مقطعي ډول ښوونځي ته تلله، تر هغې چې په ۱۹۳۴ز کال کې په عالي لېسه کې شامله شوه. هغه په ‌ډهلي کې په ماډرن ښوونځي کې، په الله اباد کې د سیسیلیا او سنټ ماري د عیسوي صومعې په ښوونځي کې، د جنیوا په نړیوال ښوونځي کې، په بېکس کې په اېکول نووېلا کې او په پونه او بومبای کې د پوپيل په خصوصي ښوونځي کې چې د ممبئ له پوهنتون سره تړلی دی، زده کوونکې وه. هغې او مور یې کماله بېلور مات ته چې د راماکرېشنا ماموریت مرکز دي کډه شول او سوامي رانګاناتاندا یې هلته پالندویه وه.  هغه د سنتینکتان وېشوا بهارتي ته کوم چې په ۱۹۵۱ز کال کې وېسوا-بهارتي پوهنتون شو، د زده کړو لپاره ولاړه. له رابیندرانات تګور سره د هغې د مصاحبې په ترڅ کې هغه نوموړې ته د پریادارشیني (Priyadarshini) نوم ورکړ چې په سانکرېت کې یې لفظي معنا "هر څه ته له مهربانۍ سره کتونکې" کېږي، په دې سره نوموړې په اندرا پریادارشیني نهرو مشهوره شوه. په هر حال، یو کال وروسته هغه په اروپا کې د خپلې ناروغې مور د پرستارۍ لپاره د پوهنتون پرېښودو ته اړ شوه. هلته یې په اړه دا پرېکړه وشوه چې اندرا به خپلو زده کړو ته په اکسفورډ کې ادامه ورکوي. وروسته له هغې چې مور یې مړه شوه، هغې مخکې له دې چې په ۱۹۳۷ز کال کې په سامرویل کالج کې د تاریخ په برخه کې د زده کړو لپاره نوم لیکنه وکړي، د یوې لنډې مودې لپاره یې د بډمېنټون ښوونځی ولوست.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

اندرا اړ شوه تر څو د کانکور امتحان دوه ځله ورکړي، ځکه په خپله لومړنۍ هڅه کې یې په لاتیني ژبه کې کمزورتیا ښودلې وه. هغې په اکسفورډ کې په تاریخ، سیاسي علومو او اقتصاد څانګو کې ښه وځلېده، خو په لاتیني کې ـــــ چې یو اجباري مضمون و ــــ لا هم کمزورې پاتې شوه. په هر ترتیب، اندرا په پوهنتون کې د محصلۍ په ژوند کې لکه د اکسفورډ د اسیایي ټولنې په مجلس کې فعاله ونډه درلوده.

هغه مهال چې اندرا په اروپا کې وه، له ناروغیو سره لاس او ګرېوان وه او په دوامداره توګه د ډاکترانو تر نظر لاندې وه. له ناروغیو څخه د رغېدو په خاطر هغه اړ وه تر څو سویس ته په وار وار سفرونه وکړي، چې په دې سره یې زده کړې نیمګړې پاتې شوې. کله چې جرمني په ۱۹۴۰ز کال کې په ناڅاپي ډول اروپا اشغال کړه هغه هلته په سویس کې تر درملنې لاندې وه. اندرا هڅه وکړه چې د پرتګال له لارې انګلستان ته راوستنېږي اما هغه د نږدې دوو میاشتو لپاره سرګردانه پاتې شوه. هغه د ۱۹۴۱ز کال په لومړیو کې انګلستان ته په ننوتلو بریالۍ شوه، او په اکسفورډ کې د خپلو زده کړو له بشپړولو پرته له هغه ځایه هندوستان ته راستنه شوه. یاد پوهنتون وروسته هغې ته یو افتخاري تحصیلي سند اعطا کړ. په ۲۰۱۰ز کال کې اکسفورډ پوهنتون هغه د خپلو لسو اکسااسیایي نومیالیو اسیایي فارغینو په منځ کې په انتخابولو سره نوره هم تقدیر کړه.  اندرا په برتانیا کې د اوسېدو پر مهال، له خپل راتلونکي مېړه فېروز ګاندي (له مهاتما ګاندي سره کومه اړیکه نه لري) سره، څوک چې دې له الله اباد څخه پېژانده او د لندن د اقتصاد په ښوونځي کې یې زده کړې کولې، په مکرر ډول لیده کاته کول. د هغوی واده په الله اباد کې د ادې دارم د دود او دستور له مخې تر سره شو، سره له دې چې فېروز ګاندي د ګجرات له یوې فارسۍ زردشتې کورنۍ سره تړاو درلود. دغې جوړې دوه زامن لرل، راجیو ګاندي (زوکړه ۱۹۴۴ز کال) او سنجی ګاندي (زوکړه ۱۹۴۶ز کال). [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

په ۱۹۵۰مه زېږدیزه لسیزه کې، چې هغه اوس له خپل واده څخه وروسته آغلې/مېرمن (Mrs.) اندرا ګاندي بلل کېده، په غیر رسمي ډول یې د هند د لومړني  لومړي وزیر په توګه د خپل پلار د دندې پر مهال د هغه خصوصي مرستیالې په توګه خدمت وکړ. د ۱۹۵۰مې زېږدیزې لسیزې په وروستیو کې، ګاندي د کانګرس د رییسې په توګه خدمت وکړ. نوموړې په دغه مقام کې، په ۱۹۵۹ز کال کې د کمونستانو په مشرۍ د کېرالا د ایالتي حکومت په ګوښه کولو کې بنسټیز رول درلود. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118689436  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/106198480X — د نشر نېټه: ۱۰ جون ۲۰۲۰
  3. http://www.freepressjournal.in/featured-blog/indira-gandhi-was-not-related-to-mahatma-gandhi-heres-how-she-got-the-surname/1172246 — د نشر نېټه: ۵ جولای ۲۰۱۸
  4. BDRC Resource ID: https://library.bdrc.io/show/bdr:P1KG21913
  5. د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: https://id.loc.gov/authorities/n79064593 — د نشر نېټه: ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۱
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Frank 2010، م. 13.
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Frank 2010، م. 55.
  12. Frank 2010، م. 32.
  13. Frank 2010، م. 25.
  14. Frank 2010، م. 16.
  15. Frank 2010، م. 31.
  16. Gupte 2012، م. 3.
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Frank 2010، م. 116.
  22. Gupte 2012، م. 170.
  23. Gupte 2012، م. 181.
  24. Frank 2010، م. 90.
  25. Indira Gandhi: Daughter of India 2002، مم. 42,43,45.
  26. Frank 2010، مم. 29,75,83.
  27. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  28. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  29. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  30. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  31. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  32. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  33. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  34. Gandhi, Indira. (1982) My Truth
  35. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).